یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

«
»

د ترکیې سولې غونډه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

 

د جنوري ۱۳مه ۲۰۱۸، کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لوړ رتبه هئیت را ورسید،  د هیئت مشرې په ملګرو ملتونو کې د  قزاقستان سفیر او د امنیت شورا نوبتي رئیس کوله، له هغه سره په ملګرو ملتونو کې د  امریکا سفیره او د امنیت شورا نور غړي هم وو.

همهاله په همدې ورځ په ترکیه کې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پېل خبر هم ورکول شو، کورنیو او نړیوالو رسنیو دا خبرونه خپاره کړل چې په ترکیه کې د حزب اسلامي په وساطت د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې مذاکراتو غونډه کیږي. د امنیت شورا د بحثونو په اجنډا کې چې له افغان حکومت سره یې درلودل، د ترهګرۍ او جګړې د ختم په اړه بحثونه محوري وو.

ترکیه کې د غونډې برخوال د حزب اسلامي استازی همایون جریر ( له کابل څخه) او دواجان احمدزی ( له پېښور څخه)، د سولې عالي شورا او افغان حکومت په استازیتوب ډاکټر عبدالبصیر، د طالبانو د ملا محمد رسول اخوند د ډلې په استازیتوب ملا عبدالروف او ملا عبدالحلیم، او د نامعلوم ادرس څخه ملا رحمت الله وردګ ( له متحده عرب اماراتو څخه) ګډون کړی وو.

په تیرو دوو اونیو کې موږ دوه ځلې د افغان حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره د سولې اړوند غونډې درلودلي، هغوی د نورو ډیرو مسایلو تر څنګ ډیر ښکاره وویل چې موږ غواړو چې د طالبانو له رښتونې استازو سره مخامخ اړیکې او پېغامونه تبادله کړو، او نه غواړو چې طالبان وویشل شي او یا هم د طالبانو په تش نوم د کومې ډلې او یا اشخاصو سره د سولې خبرې وکړو؛ ځکه نتیجه نه لري، داسي د سولې مذاکرات غواړو چې د طالبانو د واک لرونکو استازو سره وي، افغان چارواکي مني چې امریکا د افغان کشالې یو اړخ دی، او طالبان باید د امریکا اړوند ځینو مسایلو مخامخ خبرې ورسره وکړي.

ولي د ترکیې غونډه بیا د افغان حکومت د پورته خبرو سره څرګند تناقض لري، په ښکاره ډول د طالبانو د ویش  او د هغوی تر منځ د بې باورۍ پيدا کولو هڅه ښکاري.

له دي مخکې د پیر سید احمد ګیلاني په مشرې هم په کابل کې د سولې اړوند  غونډه وشوه، او کیدای شي چې ورته نورې غونډې هم د ځینو جهادې رهبرانو او مدني ټولنو لخوا وشي. د سولې ږغ په طالبانو وشي، تر څو په طالبانو حجت پيدا کړلای شي چې هغوی د سولې برخه کې چمتوالی نه لري.

پورته خبرې او انديښنې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو لخوا داسي ځواب کيږي چې ترکیه کې غونډه د سولې شورا لخوا نه ده، بلکي ځینې ګوندونه او سیاستوال هڅې کوي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د باور جوړولو لپاره دغه ډول غونډې جوړي کړي.

بیا هم پوښتنه دا پيداکیږي؛ که چیرته افغان حکومت او سولې عالي شورا لخوا د یادې غونډې تاید او ننګه نه وای، حتمې ده چې افغانانو ته به د ترکیې حکومت په ترکیه کې د دغه ډول ناستې اجازه نه وای ورکړي، ځکه ډیری هغه غونډې چې د نړیوالو ادارو لخوا په بهرنیو هیوادو کې یې د چمتووالي تابیا نیول شوي وه او د طالبانو رښتوني استازو پکې د ګډون ژمنه کړي وه، د افغان حکومت لخوا یا د غونډو مخنیوی وشو او یا خو په غونډه کې د طالبانو د ګډون لپاره یې خنډونه پیداکړل.

د نړیوالو او په ځانګړې ډول په افغانستان کې د ناټو د ملکي سفیر او دا ډول اروپایې ټولنې د ملکي مشرانو لخوا په ګډ حکومت ډیر زیات فشار دی چې باید د سولې اړوند پرمختګ وکړي.

ویل کیږي چې د ګډ حکومت مشر ډاکټر اشرف غني، د امنیت شورا مشر حنیف اتمر او د ډاکټر غني بهرنی سلاکار  سکاډ په ګډه د سولې پروسې اړوند پر یوه جوړښت او طرحه هم کار کړی دی.

په ترکیه کې چې کومو کسانو ناسته کړي، ویل کیږي چې کابل ته هم تګ راتګ لري، ښه به وای چې د ترکیې پر ځای يې په کابل کې ناسته کړي وای، بیا به په افغان حکومت د سولې برخه کې د بې باورۍ انديښنې نه زیاتیدلاي، اوس انديښنې شته، ځکه د سولې شورا او د ګډ حکومت د مشر له ادرسه طالبانو ته داسي پېغامونه رسيږي چې دوی رښتونې سولې ته چمتو دي، باعزته سوله غواړي او تسلیمي نه غواړي،  او حکومت هوډ لري چې د سولې برخه کې بې باوري ختمه شي.

بل خوا د همدغه ډول پېغامونو تبادله چې د طالبانو مشرانو ته رسیږي او یا طالبان فکر کوي چې امریکا نور په افغانستان کې له ډیرو ستونزو سره مخ شوي، او نړیوالو ټولنه د افغان کشالې سولييز حل ته کیدای شي کومه ورځ کښيني، له دي امله ده چې ممکن طالبان هم اړ شوې وي چې د خپلو جنګیالو د سولې اړوند ذهنیت جوړولو لپاره به یې کم تر کمه لږ کار کړی وي، او حکومت هم ممکن د طالبانو د سولې اړوند ځینو هڅو په اړه معلومات په وخت ترلاسه کړی وی، ولي د ترکيې د سولې مجهوله غونډه او د مجهول ادرسونو شتون ممکن د طالبانو او حکومت تر منځ باور نور هم لا زیات زیانمن، او د طالبان سولې جوړولو ذهنیت د پرمختګ خنډ وګرځي.

دغه ډول ناستې د عام ولس ذهنیت هم مغشوش کوي، او د هغو کسانو انديښنې هم بې پوښتنې پاتې کیږي چې د ښکېلو اړخونو د سولې اړوند پېغام رسولو او یا خو د فاصلو کموالي هڅې کوي. حکومت ته په کار ده چې د دغه ډول ناستو لپاره تسهیل کوونکی ونه اوسي، بلکې د هغو غونډو لپاره هم خنډ نه شي چې د طالبانو رښتونې استازي پکې ګډون وکولای شي.

افغان حکومت ځینو نا پېلو، ولسي متنفذینو، علماو او شنونکو څخه غواړي چې د دوی پېغام  له مثبت نویو خبرو او مثبت سولې تګلاري اړوند بدلونو سره یو ځای طالبانو ته ورسوي، او طالبان د سولې خبرو ته چمتو شي، مګر د ترکیې په ډول غونډې حکومت خلکو او خلک طالبانو ته بې باوره کوي.

سولې ته د طالب جنګیالیو ذهنیت جوړول او افغان حکومت کې د سولې ضد کړیو د هڅو د مخنیوي لپاره وخت ته اړتیا ده، مګر دغه ډول ناستي به پرته له شکه منفي تاثیرات له ځان سره لري.

که افغان حکومت فکر کوي چې په دغه ډول ناستو چې د حزب اسلامي او طالبانو تر نوم لاندي یې کوي، د شمال ټلوالي ځینې مشران د عطاء محمد نور په ګډون وننګوي، فکر کوم، د شمال ټلوالي ځینې غړي هم د طالبانو له رښتونې مشرتابه سره اړیکه او تماس کي دي.

یا پلان دا وي  چې کله او کوم وخت، رښتونې طالبان د سولې مذاکراتو ته په درې اړخیزه ناسته ( طالبان، امریکا او افغان حکومت) کې زړه ښه کړي، او بیا افغان حکومت او امریکا دا خبره هم را پورته کړي، چې طالبان نورې ډلې هم لري، او هغوی په ترکیه کې ډیرې غوندې کړي ( تر دې مهاله نږدې ۴ غونډي د حزب اسلامي، سولې شورا د غړو او ملا محمد رسول د ډلې د طالبانو تر منځ شوې)، هغوی ته هم باید د سولې مذاکراتو کې د ګډون حق ورکول شي.

پرته له شکه چې د طالبانو مشران او جنګیالي د سولې برخه کې په یوه خوله نه دي، هغه طالب مشران او طالبان چې د سولې لپاره فکر، وړاندیزونه او طرحې لرې،  د ترکیې ناسته د هغوی فکر او نظریات هم کمزوري کوي، او هغه طالبان چې په یو مخیز ډول په جګړه باندي باور لري، د هغوی باور نور هم قوي کوي.

دغه ډول ناستې به د حزب اسلامي د سولې دریځ او تګلاري باندي هم ناوړه اغیز ولري؛ ځکه هغه باورونه او هیلې چې د حزب اسلامي څخه کیدلي، که د غه ډول مجهولې او بې نتیجې د سولې ناستي وکړي، په حزب اسلامي به د ولس باور زیانمن کړي، او په کور دننه به د حزب اسلامي او طالبانو سره پخوانۍ جنګیدونکې ډلې نورې هم متحرکې او حساسي کړي.

یوه خبره اړینه ده چې د ترکیې د سولې اړوند غونډې ته ښاغلی همایون جریر د حزب اسلامي د مشرانو په اجازه او پریکړه د ګډون لپاره تللی دی.

پرته له شکه چې د دغسي بې نتیجې سولې اړوند غونډې به په افغان حکومت د نړیوالو باور لا زیات نور هم کم کړي.

ښه به وي چې د طالبانو لپاره د قطر دفتر په رسمیت وپېژندل شي، تر څو ددغه ډول مجهولو غونډو مخنیوی اسانه او طالبان په اساني سره له افغان سیاستوالو، رسنیو او نړیوالو سره خپل نظر په وخت باندي شریک کړي.

۱۴ جنوري ۲۰۱۸