جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

«
»

د تاریخ تکرار او کرزی:

محمد ظهور پوپلزی

پدی ورستیو کی د افغانستان او امریکی دولتونو ترمنځ د امنیتی تړون پر سر ځینی اختلافات رامنځ ته شوی، او دغه اختلافات ددی سبب شوی چی دافغان دولت له لوری امنیتی تړون امضاء نشی. د افغان دولت له لوری د امنیتی تړون نه امضاء کیدل په خلکو د مختلفو لید لورو د پیداکیدو سبب شوی، ځینی خلک د تړون امضاء د افغان دولت په ګټه بولی او ځینی یی هم نه امضاء د افغان دولت په ګټه بولی. د شوو ټولپوښتنو(څیړنیز ټولپوښتنی چی د مخلتفو ښارونو د اوسیدونکی سره شوی دی) څخه داسی معلومیږی چی معمولا هغه ښارونه چی د پرمختګ له پلوه په لومړی درجه کی دی، ددی ښارونو اکثره اوسیدونکی د تړون امضاء د افغانستان په ګټه بولی او وایی چی دا تړون امضاء شی، او هغه ښارونه چی په دوهمه او دریمه درجه کی دی ددی ښارونو اکثره اوسیدونکی بیا د تړون نه امضاء د افغانستان په ګټه بولی، او دوی د تړون د امضاء سره مخالف دی. پدی اړه مو د حقوقو پوهنځی قدرمن استاد پوهندوی منګل شیرزاد نه پوښتنه وکړه، ایا دا تړون د افغانستان په ګټه دی او که زیان؟ او ولی کرزی نه غواړی چی دا تړون امضاء شی؟ قدرمن استاد جاپان او ځینی نورو هیوادونه ته په اشاره چی د امریکی سره امنیتی تړونونه لری وویلی: د تړون امضاء د افغانستان په ګټه نده، او که چیری دا تړون امضاء شی نو هیواد به له یو لوی ناورین سره مخامخ شی، او د امریکی دولت پوځیان به په هر ډول جنایت لاس پوری کوی، او داسی مرجع به شتون و نه لری ترڅو دوی محاکمه کړی. دا چی کرزی ولی نه غواړی دا تړون امضاء شی استاد داسی وویل: ‍۱- کرزی پدی وروستیو کی د ځینو اسیایی قدرتونو سره لیدلی چی دغه قدرتونه له هر لحاظه د امریکی شتون سره په سیمه کی مخالف دی، کولای شو د چین، روسیی او ایران څخه یادونه وکړو. کرزی د مشورتی لویی جرګی د پرانیست غونډی په ورځ وویلی: مونږ له ډیرو هیوادونو سره مشوره کړی، او دا هیوادونه مونږ ته مثبتی رایی راکړی چی دا تړون ستاسی په ګټه دی، حقیقت خو دادی چی کرزی دلته غوښته په غیرمستقیم ډول خلک پوه کړی، که چیری دا تړون امضاء نشی نو تاسی په تشویش کیږی مه، ځکه ما مخکی د مخکی نه د ځینو هیوادونو سره خبری کړی او هغوی دا منلی ده چی مونږ سره به مرستی کوی. استاد وویل: کرزی د داود خان د واکمنی وروستی شپی او ورځی په ښه شکل مطالعه کړی دی، کله چی د روسیی دولت د داود خان څخه مخ واړوله نو داود خان عربی هیوادونو ته چی د روسیی د شتون سره په سیمه کی مخالف وه مخ کړه، عربی هیوادونه داود خان ته اطمینان ورکړ، که چیری داود خان له روسانو سره مخه ښه وکړی نو عربی هیوادونه دی ته تیار دی چی داود خان سره مرسته وکړی او ددی مرستی اندازه دومره زیاته وه چی داود خان پری وتوانید د افغانستان ټول پورونه په یو کال کی خلاص کړی، نو اوس کرزی د داود خان د سیاست نه په استفادی سره غواړی په سیمه کی د امریکی مخالف پیاوړی هیوادونو څخه استفاده وکړی. ۲- کرزی په خپل دولس کلنه دوره کی په اګاهانه او نا اګاهانه ډول ددی ملت په حق کی ډیر ظلمونه وکړه، خو اوس چی یی د قدرت او واکمنی اخری شپی او ورځی دی او د قدرت کاروان یی هدف ته د رسیدو په حال کی دی نو غواړی چی ځان دی ملت ته قهرمان وښایی، او کرزی په وروستیو کی د قهرمان سازی په چارو بوخت دی او نه غواړی چی ملت ورته ددوهم شاه شجاع لقب ورکړی. خو ای کاش چی کرزی دا کار دولس یا هم لس کاله مخکی شروع کړای، هم به ریښتنی قهرمان وای اوهم دی کړیدلی ملت په حق کی به ظلم نه وای شوی. ۳- د بارک اوباما څخه د کرزی غوښتنه: چی دا هم د امنیتی تړون د نه امضاء کیدو یو دلیل دی. کرزی د بارک اوباما د اداری څخه غوښتی وی چی دده د کورنی یا هم دده له ټیم څخه د یوه شخص نه ملاتړ وکړی، ترڅو په راتلونکی انتخاباتو کی ګټونکی شی او دده سیاسی ژوند حمایت شی. خو د بارک اوباما اداره د کرزی ددی غوښتنی د منلو څخه ډډه وکړه، ځکه تیر انتخابات کی د امریکی مداخله او د کرزی بریالی کیدل د امریکا لپاره بده خاطره وه چی وروسته وروسته پری پښیمان ول. د استاد دلایل واقعا دقناعت وړ دی خو زه غواړم دلته یو لنډه تبصره وکړم. که چیری تاسی د امیر شیرعلیخان دوهم ځل پاچاهی ته مراجعه وکړی، نو پوهیږی چی تاریخ تکراریږی. د امیرشیرعلیخان دوهم ځل واکمنی چی د ۱۸۶۷-۱۸۷۸ پوری وه، د پاچاهی په وروستیو کلونو کی دامیرشیرعلیخان او برتانیوی هند ترمنځ روابط خړپړ شو او دغه د روابطو خړ پړ والی ددی سبب شو چی امیر شیرعلیخان روسیی ته مخه وکړی او انګریزان په افغانستان باندی حمله وکړی. دامیر شیرعلیخان او انګریزانو ترمنځ د روابطو خرابوالی اته لاملونه یی درلودل چی زه یی دری لامله تاسی سره شریکوم: 1- د سیستان د اوبو پر سر د انګریزانو حکمیت د ایران په ګټه وه، چی دا کار ددی سبب شو چی امیر د انګریزانو څخه خفه شی. 2- امیرشیر علیخان د انګریزانو څخه غوښتی وه چی دده د زوی عبدالله جان ولیعهدی و منی، خو د انګریزانو له خوا د امیر دغه غوښتنه رد شوه، نو ځکه امیر شیر علیخان د انګریزانو نه خفه وه. 3- انګریزانو د افغانستان په ختیځ کی د ځینو سیمو له حاکمانو سره ځینی تړونونه امضاء کړی وی چی دا خبره په امیر باندی ډیر ګران تمامیده. او داسی نور ……… د امیر شیر علیخان او انګریزانو ترمنځ دغه اختلافات ددی سبب شو چی امیر شیرعلیخان روسیی ته مخه واړوی او د روسیی سفیر سره وګوری، د روسیی سفیر امیرشیرعلیخان ته د مرستی وعده ورکړله، او ویی ویلی چی که چیری د کوم دولت لخوا په افغانستان تعرض صورت نیسی نو د روسیی هیواد د افغان دولت سره یو ځای د تعرض ددفعی لپاره اقدام کوی. موضوع نه اوږدوم، راځم اصل خبری ته ، کله چی د انګریزانو لخوا په افغانستان باندی حمله وشوه، امیر شیرعلیخان د روسیی هیواد څخه د مرستی غوښتلو په منظور مزارشریف ته سفر وکړ، خو کله چی مزار شریف ته ورسید د روسیی هیواد د استازو لخوا نا امیده شوه هماغه وه چی د ډیر درد له امله د امیر زړه و چاودیدله. لکه څرنګه چی ځینی تاریخ پوهان وایی: تاریخ تکراریږی، نه د پخوا په شان بلکه د هغه سره نژدی خو د هغه څخه په خطرناک او شدید ډول. پخوانی تجربه یو ځل بیا د تکراریدو په حال کی ده خو صرف لوبغاړی بدلی شوی، هغه وخت امیر شیرعلیخان، انګلستان او روسیه وه. دا ځل کرزی، امریکا او روسیه ده. افغانستان دسټک او سندان په منځ کې صفي الله عمرخیل له څه باندې دولس کلنې جګړې ، بمباریو ، چاودنو ، بریدونو او منډو ترړو ورسته د افغانانو مخ ته د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه دامریکا، د کښت محصول کيښودل شو ، دکابل او واشنګټن امنیتي تړون دهغه ناتعریف شوې جګړې محصول دی چې ټوله بیه ېې افغانانو ورکړه ، دنویمې لسیزې له جګړراپه دیخوا افغانان دیوې بلې بې سره او بې بره جګړې تر تور سیوري لاندې د2001 کال دتمې خلاف ددوزخ په تبی شپې تېروی ، کله چې په 2001 بهرنیان افغانستان ته راغلل نو افغانانو دیو سمسور او له جګړو څخه دخوندي افغانستان خوبونه لیدل ،خوکله چې په هیواد کې دافغانانو دتمې خلاف کړه او وړه پیل شول افغانستان یو ځل بیا د جګړو لمبو ته ور ټیل واهه . په نړۍ کې پلان شوې جګړې له پلان او ټاکل شوي وخت سره سم پای ته رسیږي چې دغه جګړې اوږد مهالې او لنډ مهالې وي هغه جګړې چې اوږد مهالې وي دوخت په تیریدو سره او دجګړې د دوام لپاره دجګړې بڼه بدلون مومي ، په لنډمهالو جګړو کې ډیری جګړې خپله بڼه نه بدلوی ، بل هغه جګړې دې چې تصادفي او بیړني بلل کیږي دغه دول جګړې زیات دوام نه مومي . اوس په افغانستان کې روانې جګړې له خلکو خپله لاره وکړې ، هیڅ داسې څرګ نه لګیږي چې موږ په کوم لوري روان یو ، دجګړې مخ کوم لورته ده ، امریکا دترهګري په نوم په افغانستان کې ددې لپاره جګړه کوي چې په زرګونو کیلو متره لرې ، دسترو جزیرو او دریابونو نه اخوا خپل خلک او خپل ملت له احتمالي ضررونو او د ترهګري په نوم له احتمالي خطرونو څخه وساتې . امریکا چې دخپلو اوږد مهالو ګټو لپاره په افغانستان کې پاتې کیدل غواړې ، له ټولو هغو اساسې شراېطوڅخه اوږه خالي کوي کوم چې دافغانانو اساسې غوښتنې دي ، امریکا له افغانستان څخه د وتلو ګواښونه په داسې ډول کوي چې افغانانو ته له خپل پوستین لاندې دپټ شوي لیوه سر ورښکاره کوي او یا هم افغانانو ته دشوروي له ماتې وروسته هغه تصویر مخې ته ږدی کوم چې افغانستان په داسې یو نازک حال کې یواځې پریښودل شو چې دهر لوري ټوپک له مرمیو ډک پاتې و . ډیری افغانان دامریکا امنیتي تړون ددې لپاره اړین بولي چې هیواد له کړکچ او مخ په ډیریدونکي بحران څخه وژغوري ، په تیرو دولسو کلونو کې افغانستان یو کاذب بدلون موند ، خو بنسټیزکار ورته ونشو ، نه موسړکونه په معیاري ډول جوړ شول ، نه مو بریښنا خپله تولید کړه ، نه مو هوايي ځواک ترلاسه کړ، نه مو داورګاډي پټلي وغځولې ، نه مو دولت جوړونه اساسي و او … خو پوښتنه داده که چیر ې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي او په دغو لسو کلونو کې بیا هم افغانانو ته له دغه تړون څخه دګټې اخیستلو لپاره چانس ورنه کړل شي ددې تړون پایله به هم دافغانانو لپاره ، دتیرې دولس کلنې دورې په شان وي ، ایا له 2001 میلادي کال څخه ترنن پورې هرڅه دهمدې لپاره و چې که چیرې کابل له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړې ، نو مرستې به پرې بندې کړو ، کورنیو جګړو ته به لمن ووهو، دافغان ځواکونو ملاتړ به بس کړو ، سوداګریزه راکړې ورکړې او پانګې اچونې ته به دپای ټکی کیږدو او…. داهغه څه دی چې واشنګټن کابل پرې ننګوي . خو دکابل دریځ بیا داده که چيرې امریکا یان په افغانستان کې کلونو کلونه پاتې شي او کابل ته په ملیاردونو ډالر هم ورکړي خو ددې سره سره په هیواد کې جګړه وي او افغانان ورکې خپل ژوند له لاسه ورکوي ، دامریکا او متحدینو دا ډول مرستې به دکابل لپاره کومه اساسې ګټه ونه لري ، اوس هم جګړه ده او که تړون لاسلیک هم شي اوجګړه دوام ومومي دافغانسان لپاره ددغه ډول تړون ګټه څه کیداشي د وینو په دسترخوان دپلونو خوراک کوم خوند نه لري چاچې په تیرو دولسوکلونوکې دوینو پردسترخوان خپلې مزې او چړچې وکړې هغو له دې څخه ورسته هم دداسې یو حالت غوښتونکي دی کوم چې یواځې ددوی ګټې ورکې خوندي وي که پرنورو افغانانو هرڅه تیریږي دکابل اندیښنه داده چې له ټاکل شو شرایطو پرته دتړون لاسلیک هم دافغانستان ستونزې نه شي حل کولای ، خو که چیرې له واشنګټن سره تړون هم لاسلیک نه شي او نړیوال له افغانستان سره خپلې مرستې په ټپه ودروي دجګړې په داسې حالات کې به افغانستان کوم لوري خپلوي ؟ دسیاسي چارو زیاتره کارپوهان چې پخوا ېې په کرزي سختې نیوکې کولې او دتړون ژرترژره لاسلیک غوښتنه ېې کوله اوس ددوی دریځونو او نظرونو هم بدلون موندلی او تریو کچې دکرزي ددریځ ملاتړ کوي . خو په ټوله کې دا ویلی شو چې افغانان داحتیاج او مجبوري په یوه داسې پوله ولاړې دی چې یوې خواته ېې پاڼ او بلې خواته پړانګ دی که دامریکا دغوښتنو مطابق تړون لاسلیک کوي هغه څه چې دافغانانو غوښتنه ده نه ترسره کیږي او که ېې دخپلو شرایطو له مخې له امریکا نه لاسلیک غواړې واشنګټن ېې نه مني . که له دومره ډیرو ناندریو اوعقدو ورسته دغه تړون لاسلیک هم شي خدای خبر چې افغانان به څه خیر ترې وکړې اوکنه ؟ کابل د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون بشپړ متن خبري څانګه سریزه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت (چې له دې وروسته د “افغانستان” په نوم) او د امریکا متحده ایالات (چې له دې وروسته د ” متحدو ایالاتو “په نوم) په ګډه “دواړه لوري” او په انفرادي توګه “لوری” یادیږي؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې (د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه) په تائید چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲ مه لاسلیک شوه، د همدې موافقتنامې پر مواردو په بیا ټینګار سره دواړه لوري ژمن دي چې د ګډو ګټو پر بنسټ اوږدمهاله ستراتیژیکې همکارۍ پیاوړې کړي، لکه: د سولې، امنیت او ثبات پراختیا؛ د دولتي ادارو پیاوړتیا؛ د افغانستان اوږدمهاله اقتصادي او اجتماعي انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو هڅول؛ د ستراتیژیکو همکاریو په موافقتنامه کې د دې اصل په تائیدولو سره چې د دواړو لوریو ترمنځ همکاري د دوه اړخیز احترام او ګډو ګټو پر بنا باندې ولاړه ده؛ همدارنګه د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې د هغه اصل پر بياټينګار سره چې دواړه لوري به خپلې همکارۍ ته په ډاډمنه توګه دوام ورکوي، ځکه دوی د افغانستان د خلکو لپاره د يوې عادلانه، سوله یيزې، امنې او له فرصتونو څخه ډکې راتلونکې د تحقق لپاره تعهد لري او همداراز د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وحدت ته د دواړو لوريو په ټینګې ژمنې باندې بیا ټینګار کوي؛ د افغانستان او متحدو ایالاتو ترمنځ دوامداره مشارکت ته په پام او د دې قرارداد پر اساس د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراختیا، ودې، پیاوړتیا او لا ارتقا لپاره د دواړو لوريو پر ګډې ارادې باندې په ټینګار سره؛ په دې هیله چې د دفاعي او امنیتي تدابیرو په برخو کې نږدې همکارۍ دوام ومومي ترڅو په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ کړي، د سیمي او نړۍ د سولې او ثبات په تامینولو کې ونډه واخلي، له تروریزم سره مبارزه وکړي او داسې یوه سیمه رامنځته کړي ترڅو د القاعدې او ورپورې تړلیو ډلو لپاره مصؤون پټنځای نه وي، د افغانستان وړتیاوې پیاوړې کړي ترڅو د خپلې ملي واکمنۍ، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې ګواښونه دفع کړي؛ او دې ته په اشارې سره چې متحده ایالات په افغانستان کې د دایمي نظامي تأسیساتو په لټه کې نه دی او د داسې حضور په لټه کې هم نه دی چې د افغانستان ګاونډیانو ته ګواښ وي؛ او ژمن دی چې د افغانستان له خاورې او تأسیساتو څخه د هېڅ بل هېواد پر وړاندې د بریدونو لپاره استفاده و نه کړي؛ د افغانستان په اړه د شیکاګو د سرمشریزې اعلامیې ته په اشارې چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲۱ مه د دولتونو د مشرانو، د افغانستان د حکومت او ناټو تر مشرۍ لاندې د آیساف د غړو هېوادونو له خوا صادره شوه، په خاص ډول ګډون کوونکو د یو حاکمیت لرونکي، با امنه او دموکراتیک افغانستان لپاره پر خپلو ټینګو ژمنو یو وار بیا ټینګار وکړ او د دې په تائیدولو سره چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د آیساف ماموریت پای ته رسیږي او د انتقال د بهیر له پای ته رسېدو څخه وروسته د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او همکارۍ په هدف د ناټو ترمشرۍ لاندې د یو نوي ماموریت د رامنځته کولو لپاره د ناټو او افغانستان ګډو ژمنو په شمول د افغانستان او آیساف ترمنځ نږدې همکارۍ دوام مومي؛ پر دې باندې په ټینګار سره چې داسې ماموریت باید لازم صلاحیتونه، د حضور د څرنګوالي ترتیبات او حقوقي مبنا ولري؛ د اړیکو ترینګلتیاوو، ابهام او سوء تفاهم د کمولو له لارې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا په هدف د سیمه ییزو همکاریو او همغږیو د میکانیزمونو لپاره د دواړو لوریو پر دوامداره ملاتړ باندې په بیا ټینګار سره؛ د 1392 کال د لویې جرګې د تائید په یادونې سره چې د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو قرارداد د افغانستان د امنیت لپاره اهمیت لري؛ د یو بل خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د بشپړ درناوي او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصولو ته په پاملرنه، په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا او تروریزم پر وړاندې د مبارزې په منظور؛ د دواړو لوریو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو د زمینو د لا زیاتې پراختیا په هیله؛ د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر اهمیت د موافقې په لرلو سره چې د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او برابرۍ پر بنسټ وي او له ټولو ملتونو څخه په غوښتنې چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وکړي او د افغانستان په کورنيو چارو او دموکراتیکو بهیرونو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي؛ همدارنګه په دې باندې په ټینګار سره چې د دواړو لوریو ترمنځ همکاري د یو بل ملي حاکمیت ته د بشپړ درناوي، د ملګرو ملتونو د منشور اهدافو او د هغې ګډې علاقې پر بنسټ ولاړه ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو یو چوکاټ رامنځته کوي او دغه راز د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته د دوی پر ټینګه ژمنه او د افغانستان قوانینو، دودونو او عنعناتو ته پر احترام باندې په بیا ټینګار سره؛ ________________________________________ دواړه لوري په لاندې ډول موافقه کوي: لومړۍ ماده اصطلاحات 1. “د متحده ایالاتو ځواکونه” هغه جوړښت دی چې د افغانستان په خاوره کې د متحده ایالاتو د ځواکونو او اړونده ملکي برخې غړي او همداراز د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو ټول ملکیتونه، تجهیزات او مواد په بر کې نیسي. 2. “د ځواکونو غړی” هر هغه فرد دی چې د متحده ایالاتو په ځمکنيو، سمندري یا هوايي وسله والو ځواکونو پورې مربوط وي. 3. “د ملکي برخې غړی” هر هغه فرد دی چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له خوا استخدام شوی وي او د پوځي ځواکونو غړی نه وي.اما هغه کسان چې په افغانستان کې په دایمي توګه اوسیږي یا هغه افغان وګړي چې معمولاً په افغانستان کې استوګن دي، “د ملکي برخې غړي” نه شمېرل کېږي. 4. “اجرائیوي استازی” د افغانستان له خوا د افغانستان د دفاع وزارت او د متحده ایالاتو له خوا د دغه هېواد د دفاع وزارت دی.اجرائیوي استازی د اصلي ارتباطي مرجع په توګه، د دې قرارداد د تطبیق په چارو کې د خپل لوري له خوا استازیتوب کوي. 5. “د متحده ایالاتو قراردادیان” هغه حقیقي او حکمي اشخاص دي چې د اصلي یا فرعي قرارداد پر اساس په افغانستان کې د متحده ایالاتو ځواکونو ته د اکمالاتو او خدماتو د وړاندې کولو مسوولیت لري او یا د هغوی په استازیتوب دغه چارې ترسره کوي. 6. “د متحده ایالاتو د قرارداديانو کارکوونکي” هغه افراد دي چې د متحده ایالاتو د قراردادیانو له خوا استخدامیږي. 7. “منل شوي تأسیسات او ساحې” هغه تأسیسات او ساحې دي چې د دې سند په (الف) ضمیمه کې د افغانستان په خاوره کې په یاد شویو موقعیتونو کې د افغانستان له خوا برابریږي او دغه راز هغه نور تأسیسات او ساحې دي چې په راتلونکي کې د افغانستان له خوا او د دوه اړخیز توافق سره سم د متحده ایالاتو ځواکونو، د متحده ایالاتو قراردادیانو، د متحده ایالاتو د قراردادیانو کارکوونکو او نورو افرادو ته برابریږي چې له دې قرارداد سره په مطابقت کې ورته لاسرسی او د استفادې حق ولري. 8. “د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه” هغه جوړښت دی چې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د اړتیا په صورت کې د ملي امنیت ریاست او له دوه اړخیز توافق سره سم د نورو اورګانونو پرسونل په بر کې نیسي. 9. “مالیات” هر ډول مالیات، محصول (د ګمرکي محصول په ګډون)، فیسونه، او نور مشابه یا اړوند لګښتونه دي چې د افغانستان د حکومت له خوا او د دې قرارداد د اهدافو لپاره د ولایت، ولسوالۍ او په هره سطحه کې د چارواکو او د دوی تر لاس لاندې ادارو له خوا وضع کېږي. دوهمه ماده هدف او محدوده 1. دواړه لوري په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت، له تروریزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په تأمینولو کې د ونډې اخیستنې لپاره د نږدې همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکوي او د افغانستان توان لوړوي ترڅو د خپل ملي حاکمیت، امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او د اساسي قانون پر بنسټ د ولاړ نظام پر وړاندې کورني او بهرني ګواښونه دفع کړي.د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې محاربوي عملیات نه شي ترسره کولای، مګر دا چې دواړه لوري په بل ډول توافق وکړي. 2. د دغه هدف د تحقق لپاره، متحده ایالات له افغانستان سره په نږدې همکارۍ او همغږۍ کې د افغانستان د خلکو د امنیت د تأمین په خاطر له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د اړتیا وړ قابلیتونو د لوړولو په برخه کې د مرستې په هدف د ګډ توافق پر اساس لاندې حمایوي فعالیتونه ترسره کوي: د ساحوي انجنیرۍ، د سړک غاړې د بمونو او نورو چاودېدونکو توکو د خنثی کولو په برخو کې د قابلیتونو پر لوړولو سربېره، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته مشوره ورکول، د هغوی روزنه، تجهیز، ملاتړ او مرسته؛ د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټرانسپورتي او لوژستیکي سیستمونو ایجاد او ارتقا؛ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې د قابلیتونو لوړول؛ د افغانستان د هوایي ځواکونو د قابلیتونو پیاوړي کول؛ د ګډو پوځي تمرینونو ترسره کول؛ او داسې نور فعالیتونه چې کېدای شي د دواړو لوریو د موافقې په صورت کې ترسره شي.دواړه لوري د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ودې پر جزئیاتو باندې “د افغانستان د ریکارد پروګرام” او د ۲۰۱۲ میلادي کال د شیکاګو د سرمشریزې له مصوبې سره سم او همداراز “د امنیت مشورتي مجمع” د چوکاټ پر اساس خپل کار ته دوام ورکوي. 3. دواړه لوري تائیدوي چې افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانستان د خلکو او خاورې د امنیت د تأمینولو مسؤلیت لري.دواړه لوري د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د توان لوړولو لپاره کار کوي ترڅو کورني او بهرني ګواښونه دفع او په وړاندې يې غبرګون وښیي.له غوښتنې سره سم، متحده ایالات په عاجله توګه د افغانستان د امنیت پر وړاندې د ګواښونو د دفع لپاره د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره خپل ملاتړ مشخصوي. 4. دواړه لوري دا مني چې د تروریزم په وړاندې په ګډه جګړه کې د القاعدې او ورپورې تړلو ډلو د ماتې لپاره د متحده ایالاتو پوځي عملیات لازم دي.دواړه لوري موافق دي چې د دغو اهدافو د تحقق لپاره د افغانستان او متحده ایالاتو د ملي ګټو د خوندي ساتلو په نیت د متحده ایالاتو له یو اړخیزو پوځي عملیاتو پرته خپلو نږدې همکاریو او همغږیو ته دوام ورکړي.د تروریزم پر خلاف د متحده ایالاتو پوځي عملیات د تروریزم پر وړاندې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو د بشپړولو او ملاتړ لپاره دي چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په رهبرۍ او دغه راز د افغانستان ملي حاکمیت ته په پوره درناوي او د افغانستان د خلکو او د دوی د کورونو خوندیتوب او امنیت ته په پوره پام، ترسره کېږي. 5. په دې ماده کې د درج شویو فعالیتونو او عملیاتو او د دواړو لوریو د توافق وړ نورو اهدافو او ماموریتونو د پرمخ بېولو لپاره او په دې قرارداد کې د درج شویو صلاحیتونو سره سم، د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې د دې قرارداد د شرایطو له مخې د خپل حضور پر مهال د اړتیا په صورت کې د خپل ملاتړ په شمول، کولای شي ترانزیتي، حمایوي او نور اړوند فعالیتونه او چارې چې په دې قرارداد کې ذکر شوي دي او یا په دوه اړخیزه توګه به پرې موافقه وشي، ترسره کړي. 6. دغه قرارداد، د ټولو ضمایمو او نورو تطبیقي توافقاتو یا تدابیرو په شمول، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د حضور او فعالیت لپاره لازم صلاحیتونه ورکوي او هغه شرایط او احکام تعریفوي چې د دوی د حضور څرنګوالی او شرایط او دغه راز په هغو ځانګړيو حالاتو کې چې دلته ورته اشاره شوې، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د قراردادیانو او د متحده ایالاتو د قرارداديانو د کارکوونکو د حضور او فعالیت څرنګوالی تشریح کوي. درېیمه ماده قوانین 1. د متحده ایالاتو د ځواکونو او ملکي برخې غړي مکلف دي چې د افغانستان اساسي قانون او نورو قوانینو ته درناوی وکړي او له هغو فعالیتونو څخه چې د دې قرارداد له روحیې سره په مغایرت کې وي، په ځانګړي توګه د افغانستان په خاوره کې د سیاسي فعالیتونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.دا د متحده ایالاتو د ځواکونو د چارواکو مکلفیت دی چې د دغه هدف د تحقق لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. 2. په دې قرارداد کې د دواړو لوریو اړوند مکلفیتونه او نور راتلونکي تدابیر، له هرډول جانبدارۍ څخه پرته د افغانستان د حاکمیت او له ځانه د دواړو لوریو د مشروع دفاع حق له نړیوالو قوانینو سره سم تنظمیږي.د دې قرارداد د تطبیق اړوندې همکارۍ او فعالیتونه له نړیوالو قوانینو سره په مطابقت کې د دواړو لوریو له اړوندو تعهداتو او مکلفیتونو سره سم، ترسره کیږي. 3. څلورمه ماده د افغانستان د امنیتي او دفاعي قابلیتونو لوړتیا او پایښت 1. د افغانستان ملي حاکمیت ته په بشپړ درناوي، دواړه لوري په امنیتي برخو کې دوامدارو نړیوالو امنیتي مرستو ته د افغانستان اوسنۍ اړتیا درک کوي او په دې برخه کې مشترک هدف لري چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د تمویل او پیاوړتیا له پلوه ورځ تر بلې پر خپل ځان متکي شي او بالاخره د دفاعي او امنیتي اړتیاوو تمویل په بشپړه توګه په خپله غاړه واخلي او د خپلو ځواکونو پایښت تامین کړي. 2. افغانستان د خپل سیاسي او اقتصادي ثبات او له عمومي اقتصادي وضعې سره سم، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ودې او پایښت په برخه کې د خپل بشري ځواک، منابعو او امکاناتو په محدوده کې، بشپړه ونډه اخلي.افغانستان د خپلو ملي دفاعي او امنیتي ظرفیتونو د ارتقأ او پایښت لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کوي. 3. تر کومه ځایه چې د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه ایجابوي او هم د هغو تعهداتو مطابق چې په ۲۰۱۲ کال د شیکاګو په سرمشریزه کې شوي، متحده ایالات مکلفیت لري چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز، مشورې او پایښت لپاره هر کال د مالي منابعو لټه وکړي ترڅو افغانستان وکولای شي په مستقله توګه د کورنيو او بهرنيو ګواښونو په وړاندې ځان خوندي کړي او خپله دفاع وکړي او د دې په یقیني کولو کې مرسته وکړي چې تروریستان بیا هېڅکله هم و نه شي کولای د افغانستان په خاوره کې رخنه وکړي او افغانستان، سیمه او نړۍ یو وار بیا وګواښوي.متحده ایالات د شیکاګو د سرمشریزې تعهداتو ته په پام، له افغانستان سره د مالي منابعو د مقدار په اړه چې د دې قرارداد د اهدافو د تطبیق لپاره لازم وي، مشوره کوي او د پورتني مکلفیت په اجراء کولو کې د دغو مشورو نتایج په پام کې نیسي.د افغانستان کلنيو لومړیتوبونو ته په کتو سره، متحده ایالات د افغانستان د بودجوي میکانیزم له لارې ضروري مالي منابع برابروي چې د اړوندو افغان ادارو له خوا د شفافیت او حساب ورکونې د معیارونو د تطبیق او د تدارکاتو، تفتیش او نظارت په برخه کې د نړیوالو منل شویو تګلارو سره سم، مدیریت او مصرفیږي. 4. د افغانستان د امنیت د تامینولو په هدف، دواړه لوري دا اهمیت درک کوي چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه باید په لازمو تجهیزاتو او موادو سمبال وي.دې هدف ته د رسېدو لپاره، متحده ایالات د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د تجهیزاتو او موادو په برابرولو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. 5. افغانستان او متحده ایالات کولای شي له نورو هېوادونو سره څرنګه چې په دوه اړخیزه توګه به پرې موافقه وشي، د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې، د تجهیز په شمول، همکاري او همغږي وکړي. 6. متحده ایالات موافقه کوي چې د افغانستان او سیمې د امنیت په ټینګولو کې د اغیزمنې ونډې په منظور، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د قابلیتونو په لوړولو کې له افغانستان سره د غیرناټو عمده متحد په توګه، همکاري وکړي. 7. د افغانستان د دفاع او امنیت لپاره، دواړه لوري دا درک کوي چې د ناټو له معیارونو سره سم د افغانستان د دفاعي قابلیتونو ارتقاء او د سیستمونو انکشاف د دغه هېواد په ګټه دي او له ناټو سره بین العملیاتي قابلیت پیاوړی کوي.له افغانستان سره د ترسره شویو دفاعي او امنیتي مرستو د خوندي ساتلو او اغیزمنې استفادې د لا لوړتیا په هدف او د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي او متحده ایالاتو ځواکونو ترمنځ د همکاریو له ګټو څخه د لا زیاتې استفادې په موخه، دواړه لوري د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو، توکو، تاسیساتو، عملیاتي دوکتورین او ادارو د ودې په برخه کې همغږي رامنځته کوي ترڅو د معیاري کېدو او له ناټو سره د همکارۍ بین العملیاتي قابلیت ترلاسه کړي.دغه همغږي د خپلو منابعو د لارې له غیر ناټو هېوادونو څخه د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د افغانستان له خوا د تجهیزاتو او موادو د تدارک مخه نه نیسي. پنځمه ماده د دفاعي او امنیتي همکاریو میکانیزمونه 1. دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان او متحده ایالاتو د دفاعي او امنیتي همکاریو کاري ډلې ته چې د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې پر اساس رامنځته شوې ده، لارښوونه وکړي چې: الف – د دې قرارداد له اهدافو او محدودې سره سم، له موجودو امنیتي او دفاعي منابعو څخه د افغانستان د لا زیاتې استفادې او تحلیل لپاره، د مؤثریت مناسب معیارونه رامنځته کړي؛ ب – د دواړو لوریو د اړوندو منابعو د تخصیص د تصمیم نیولو او د افغانستان د دفاعي قابلیتونو د ارتقأ او پایښت په برخه کې د همکارۍ لپاره، له وضع شویو معیارونو سره په مقایسه کې د عملي اجراآتو شپږ میاشتنۍ ارزونې ترسره کړي؛ ج – د دې قرارداد له هدف او محدودې سره سم، یو طرزالعمل ترتیب کړي چې د هغې له لارې د افغانستان په وړاندې د کورنيو او بهرنيو ګواښونو په اړه په موقع، دقیق، اغېزمنې او ګټورې ارزونې ترسره کړي؛ او د – د معلوماتو او استخباراتي اطلاعاتو د شریکولو او ارزیابۍ د کچې د لوړولو لپاره مشخصې سپارښتنې وکړي. 2. د ځانګړو خوندي ارتباطي کانالونو د رامنځته کولو په شمول، له یو بل سره د ګواښونو په اړه د مشورتي توان د پیاوړتیا دوام، د دواړو لوريو ګډ هدف دی. شپږمه ماده بهرنی تېری 1. د ملګرو ملتونو د منشور پر خلاف، افغانستان د بهرنیو دولتونو او د بهرنیو په ملاتړ د بهر مېشتو وسله والو ډلو له خوا د تېري او د قوې کارونې د نورو ډولونو، هدف ګرځېدلی دی.د دې قرارداد په محدوده کې، دواړه لوري د افغانستان د ځکمنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د دا ډول وسله والې قوې یا ګواښونو، د هر بل دولت یا نورو وسله والو ډلو لخوا له وسله والو ډلو څخه د ملاتړ او دوی ته د پټنځایونو او وسلو د برابرولو په کلکه مخالفت کوي.دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د دا ډول ګواښونو پرخلاف د افغانستان د دفاعي قابلیتونو په لوړولو کې همکاري وکړي. 2. متحده ایالات د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د هر راز بهرني تېري او یا د بهرني تېري ګواښ ته د جدي اندېښنې په سترګه ګوري او دا مني چې دا ډول تېری کولای شي د افغانستان، سیمې او نړۍ په سوله او ثبات کې د دواړو لوریو ګډې منافع تهدید کړي. 3. دواړه لوري په منظمه توګه د بالقوه سیاسي، دیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو په اړه مشورې کوي چې دا کار کولای شي د داسې بهرني تېري او یا د افغانستان په وړاندې د بهرني تېري د ګواښ پر مهال د مناسب غبرګون یوه برخه جوړه کړي.د دغو مشورو په رڼا کې، دواړه لوري د سیاسي، دیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو د یو لیست د ترتیب په لټه کې کیږي. 4. د بهرني تېري او یا د افغانستان په وړاندې د بهرني تېري د ګواښ په صورت کې، دواړه لوري په عاجله توګه د مناسب غبرګون د ښوولو لپاره د دواړو لوریو د اساسي قوانینو د طرزالعملونو مطابق د سیاسي، دیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو په شمول چې په دوه اړخیزه توګه به مشخص شي او په دریېمه فقره کې یې د لیست د ترتیب یادونه شوې، مشورې کوي. 5. دواړه لوري د دغو منظمو او عاجلو مشورو د اغېزمن تطبیق لپاره هر اړخیز طرزالعملونه ترتیبوي: الف – د دا ډول هر اړخیزو طرزالعملونو پر اساس، د بهرني تیري یا بهرني تېري د ګواښ په صورت کې د عاجلو مشورو د پيل لپاره د لومړنیو ارتباطي کانالونو په توګه د افغانستان او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو، د افغانستان او متحده ایالاتو د دفاع وزیرانو او په ترتیب سره په کابل او واشنګټن کې د دواړو هېوادونو سفیرانو ترمنځ مشورې د اعتبار وړ ګڼل کیږي. ب – اما په بېړنيو او ضروري حالاتو کې، دا ډول هر اړخیز طرزالعملونه د نورو کانالونو یا میکانیزمونو له لارې، له یو بل سره د مشورو لپاره د دواړو لوريو امکانات، نه متاثر کوي او نه یې هم محدودوي. 6. دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان او متحده ایالاتو د دفاعي او امنیتي همکاریو کاري ډلې ته هدایت ورکړي ترڅو دغه ماده، د هر اړخیزو طرزالعملونو د ترتیب په شمول، په اغېزمنه توګه تطبیق کړي او د هغو اقداماتو پر لیست چې د دریمې فقرې سره سم ترتیبږي، په منظم ډول بیا کتنه وکړي. اوومه ماده له منل شویو تأسیساتو او ساحو څخه استفاده 1. د لومړۍ مادې له اوومې فقرې سره سم، افغانستان یوازې د دې قرارداد د اهدافو او مندرجو احکامو د تطبیق په منظور، د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د قطعاتو او د سیمو د خلکو موقعیت ته په پام سره، منل شویو تأسیساتو او ساحو ته د لاسرسي او استفادې زمینه برابروي.د نورو مقاصدو لپاره دا ډول منل شویو تأسیساتو او ساحو ته لاسرسی او استفاده، د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزې موافقې پر اساس ترسره کیږي. 2. د دې قرارداد پر اساس، افغانستان د متحده ایالاتو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د منل شویو تأسیساتو او ساحو دننه د نويو ساختماني کارونو د حق په شمول، هغه ټول حقونه او قانوني صلاحیتونه چې د دوی د استفادې، عملیاتو، دفاع او کنټرول لپاره ضروري وي، وکاروي. متحده ایالات کولای شي دا ډول ساختماني کارونه د ځواکونو یا ملکي برخې د غړو په واسطه او یا هم د قرارداد له لارې ترسره کړي. 3. افغانستان د متحده ایالاتو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د امنیت او مصؤونیت د تامین په خاطر هغو منل شویو تأسیساتو او ساحو ته چې د دوی د ځانګړې استفادې لپاره برابرې شوي، پر دخول کنټرول ولري او هغو منل شویو تأسیساتو او ساحو ته چې د ګډې استفادې لپاره چمتو شوي، له افغان چارواکو سره د افرادو دخول همغږی کړي.د غوښتنې په صورت کې متحده ایالات د افغانستان د اړوندو مقاماتو لپاره، ټولو هغو منل شويو تأسیساتو او ساحو ته لاسرسی برابروي چې د متحده ایالاتو د ځواکونو د ځانګړې استفادې لپاره چمتو شوي دي.دواړه لوري هغو منل شويو تأسیساتو او ساحو ته چې د متحده ایالاتو ځواکونو د ځانګړې استفادې لپاره برابرې شوي، د افغان چارواکو د لاسرسي لپاره په دوه اړخیزه توګه منل شوي طرزالعملونه رامنځته کوي.دا ډول طرزالعملونه او لاسرسی د متحده ایالاتو د ځواکونو عملیاتو او امنیتي اړتیاوو ته په کتو سره تطبیق کیږي.د دې په منلو سره چې د اړتیا په وخت کې د متحده ایالاتو ځواکونه کولای شي د منل شویو تأسیساتو او ساحو په دننه او مجاوریت کې د خپلو ځواکونو لپاره محافظوي فعالیتونه ترسره کړي، د افغانستان ملي حاکمیت ته په پوره درناوي او د افغان وګړو امنیت او مصؤونیت ته په بشپړ پام سره، دواړه لوري موافقه کوي چې د ځواکونو د محافظت لپاره خپل اړوند پلانونه همغږي او توحید کړي ترڅو د متحده ایالاتو د ځواکونو امنیت تامین شي.د دې هدف د تحقق لپاره، د متحده ایالاتو ځواکونه د افغانستان له قوانینو او د متحده ایالاتو د ځواکونو له محاربوي قواعدو سره سم، افغان ملکي وګړي او د دوی کورونه نه په نښه کوي. 4. د دې قرارداد د هدف او محدودې د تحقق په خاطر، د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز، مشورې او پایښت په موخه په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو هڅو ته په پام سره، افغانستان د متحده ایالاتو لپاره ټول منل شوي تأسیسات او ساحې له لګښت پرته برابروي. 5. که دواړه لوري په بل ډول موافقه ونه کړي، د متحده ایالاتو ځواکونه په هغو منل شویو تأسیساتو او ساحو کې چې د دوی د استفادې لپاره ځانګړې شويِِ؛ د ودانولو، پراختیا، اداره، حفظ او مراقبت د لګښتونو مسوولیت په غاړه لري.که چېرې د دواړو لوریو له خوا په بل ډول موافقه نه وي شوي، په هغو منل شویو تأسیساتو او ساحو کې چې د ګډې استفادې لپاره ځانګړې شوي او یا هم د متحده ایالاتو د ځواکونو او د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او یا نورو ارګانونو لخوا په بله بڼه په ګډه کارول کیږي؛ د ودانولو، پراختیا، اداره، حفظ او مراقبت لګښتونه د هغوی د استفادې په تناسب پر دوی وېشل کیږي. 6. متحده ایالات خپله ژمنه تائیدوي چې د خپلو پالیسیو په تطبیق کې د افغانستان د چاپېریال، روغتیا او د حفاظتي اړوندو قوانینو، مقرراتو او معیارونو درناوی کوي.په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د متحده ایالاتو د ځواکونو فعالیتونه او عملیاتي چارې د بشري روغتیا، خوندیتوب او طبیعي چاپېریال ساتنې لپاره د افغانستان نافذه قوانینو او مقرراتو ته په احترام، د متحده ایالاتو د نافذه قوانینو او مقرراتو او همداراز د نړیوالو موافقتنامو سره سم ترسره کیږي. 7. په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د متحده ایالاتو د ځواکونو ټول فعالیتونه او عملیاتي چارې د لرغونو آثارو او کلتوري میراثونو د سیمو خوندي ساتنې په منظور، د افغانستان قوانینو او مقرراتو ته په بشپړ درناوي سره ترسره کیږي.په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د لرغونو او کلتوري میراثونو د آثارو د رابرسېره کېدو په صورت کې، د متحده ایالاتو ځواکونه د افغانستان اړوندو ادارو ته د ګډ کمیسیون له لارې په سملاسي توګه خبر ورکوي. اتمه ماده د مالکیت حق 1. د متحده ایالاتو ځواکونه هر هغه منل شوي تأسیسات او ساحې یا د هغوی ځینې اړوندې برخې، تعمیرونه، غیر منقول جوړښتونه او برخې؛ د ودانو، تغییر ورکړل شویو یا بیارغول شویو ودانیو په شمول چې د متحده ایالاتو ځواکونو د استفادې وړ نه وي، افغان لوري ته بېرته سپاري.د متحده ایالاتو ځواکونه افغان لوري ته د دا ډول منل شویو تأسیساتو او ساحو د بېرته سپارنې لپاره د دغو تاسیساتو او ساحو، دوره یي ارزونې ترسره کوي.دواړه لوري یا د دوی اجرائیوي استازي د منل شویو تأسیساتو او ساحو د بېرته سپارنې پر شرایطو مشوره کوي.دواړه لوري موافق دي چې د چاپېریال ساتنې، بشري روغتیا او خوندیتوب لپاره د غیروقایوي تګلارې پر ځای وقایوي تګلاره غوره کړي.دواړه لوري مني چې د متحده ایالاتو پالیسي او تګلارې داسې طرح شوي چې له دا ډول زیانونو او خطرونو څخه مخنیوی کوي او د افغانستان یا متحده ایالاتو غوره محافظوي معیارونه عملي کوي.د متحده ایالاتو د ځواکونو له پالیسیو سره سم، د متحده ایالاتو ځواکونه د چاپیریال هغو زهرجن کېدو د له منځه وړلو لپاره چې د انسانانو په روغتیا او خونديتوب باندې د پام وړ ناوړه اغېزه کوي او په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د متحده ایالاتو ځواکونو د فعالیتونو له امله رامنځته کیږي، سملاسي اقدام کوي. 2. په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې ټول تعمیرونه، غیر منقول جوړښتونه او برخې؛ د مستعملو، ودانو، تغییر ورکړل شویو یا بیارغول شویو ودانیو په شمول، د متحده ایالاتو د ځواکونو، د متحده ایالاتو د قراردادیانو او د متحده ایالاتو د قراردادیانو د کارکوونکو او د نورو د ځانګړې استفادې لپاره چې په دوه اړخیزه توګه پرې موافقه شوې، ټاکل شوي دي.ټول تعمیرونه، غیر منقول جوړښتونه او برخې چې په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا جوړ شوي او یا د متحده ایالاتو د ځواکونو د لاسرسِي او استفادې لپاره برابر شوې وي، د متحده ایالاتو ځواکونه کولای شي په کې تغییرات راولي او تر هغې یې وکاروي چې دوی ورته اړتیا لري. 3. د متحده ایالاتو ځواکونه او قراردادیان د هغو تجهیزاتو، توکو، اکمالاتو، منقولو جوړښتونو او نورو د انتقال وړ ملکیتونو مالکیت لري چې دوی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو او د هغوی د قراردادیانو د حضور په تړاو د افغانستان په خاوره کې نصب، وارد یا هم اخیستي دي.دواړه لوري د متحده ایالاتو قوانینو او مقرراتو په محدوده کې، افغان لوري ته د خپلو اضافي تجهیزاتو د انتقال او یا خرڅلاو په اړه له یو بل سره مشوره کوي. نهمه ماده د تجهیزاتو او توکو زېرمه او ځای پر ځای کول 1. افغانستان د متحده ایالاتو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې خپل تجهیزات، اکمالات او توکي په منل شویو تأسیساتو او ساحو او نورو هغو موقعیتونوکې چې په دوه اړخیزه توګه پرې موافقه شوې، ځای پر ځای کړي.د متحده ایالاتو ځواکونه د افغانستان په خاوره کې د زېرمه شويو تجهیزاتو، اکمالاتو او توکو پر استفاده او انتقال مالکیت او کنټرول لري او دغه راز د دې حق لري چې دا ډول تجهیزات، اکمالات او توکي د افغانستان له خاورې څخه بهر وباسي. 2. د متحده ایالاتو ځواکونه خپله ژمنه تائیدوي چې دوی د افغانستان د خونديتوب قوانینو، مقرراتو او معیارونو درناوی کوي.د متحده ایالاتو ځواکونه د خپلو هغو تجهیزاتو، تدارکاتو او توکو د حفاظت او خوندي زېرمه کولو لپاره ټول لازم تدابیر اتخاذوي چې د متحده ایالاتو د نافذه قوانینو او مقرراتو پر اساس د ماهیت له اړخه خطرناک دي.د متحده ایالاتو ځواکونه له مربوطه پالیسیو سره سم، د متحده ایالاتوځواکونه (۱)په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې پاتې شوني پاکوي او (۲) په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د خپلو ځواکونو د فعالیتونو له امله د چاپېریال د زهرجن کېدو په وجه د انسانانو پر روغتیا او خوندیتوب د پام وړ ناوړه اغېزې د رفع لپاره فوري اقدام کوي. 3. په پاریس کې د ۱۹۹۳ میلادي کال د جنوري په ۱۳مه د کیمیاوي وسلو د جوړونې، تولید، زېرمې یا استفادې د بندیز او تخریب د کنوانیسون او په واشنګټن، لندن او مسکو کې د ۱۹۷۲ میلادي کال د اپرېل په ۱۰مه د بیولوژیکي او زهرجنو وسلو د جوړونې، تولید، زېرمې او استفادې د بندیز او تخریب د کنوانسیون پر اساس؛ متحده ایالات خپلو مکلفیتونو ته په کتو سره موافقه کوي چې په افغانستان کې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې نه زېرمه کوي.دواړه لوري تائیدوي چې متحده ایالات په افغانستان کې اتومي وسلې نه ځای پرځای او نه یې هم زېرمه کوي. لسمه ماده د وسایطو، بېړیو او الوتکو تګ راتګ 1. ۱.افغانستان پر خپل هوايي حریم، قلمرو او اوبو بشپړ حاکمیت لري.د افغانستان د هوایي حریم او ټرانسپورت مدیریت د اړوندو افغان ادارو له خوا ترسره کیږي. 2. د افغانستان ملي حاکمیت ته په بشپړ درناوي او د دې قرارداد له هدف او محدودې سره سم، افغانستان د متحده ایالاتو دولتي او ملکي الوتکو ته چې د متحده ایالاتو ځواکونو له خوا او یا هم په ځانګړي توګه د دوی لپاره د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي؛ د افغانستان په خاوره کې د ننوتلو، وتلو، عبوري الوتنو، کښیناستلو، پورته کېدلو، هوایي تېل اخیستلو او د الوتنو اجازه ورکوي.د متحده ایالاتو دولتي او ملکي الوتکې چې د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا یا هم په ځانګړي توګه د دوی د قواوو لپاره فعالیت کوي، د عبوري الوتنو یا هوايي لارښوونو د محصول یا هم د افغانستان په حکومتي هوایي ډګرونو کې د پارکنګ د محصول او یا نورو لګښتونو پر ورکړې مکلف نه دي.د متحده ایالاتو دولتي الوتکې په افغانستان کې د مخکینۍ اطلاع د الزامیتونو په شمول د هوايي مصوونیت او تګ راتګ اړوندو قواعدو ته په پوره احترام، فعالیت کوي.هغه ملکي الوتکې چې د متحده ایالاتو ځواکونو یا هم په ځانګړي توګه د هغوی لپاره فعالیت کوي.افغانستان ته د ننوتلو او وتلو لپاره د مخکینۍ اطلاع پر هغو الزامیتونو مکلف دي چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند اړوندو ادارو له خوا ضروري ګڼل کېږي. 3. د افغانستان ملي حاکمیت ته په بشپړ درناوي او د دې قرارداد له هدف او محدودې سره سم، افغانستان د متحده ایالاتو بېړیو او وسایطو او هغو بېړیو او وسایطو ته چې د متحده ایالاتو ځواکونو له خوا یا هم په ځانګړي توګه د دوی لپاره د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي؛ د افغانستان په خاوره کې د ننوتلو، وتلو او د تګ راتګ اجازه ورکوي.دا ډول ټولې بېړۍ او وسایط په افغانستان کې د افغانستان د مصوونیت او تګ راتګ اړوندو قواعدو ته په پوره درناوي، فعالیت کوي.د ځواکونو او ملکي برخې غړي مکلف دي چې د رسمي وسایطو د چلولو پر مهال د افغانستان د ترافیکي مقرراتو درناوی وکړي. 4. د متحده ایالاتو دولتي الوتکې، بېړۍ او وسایط د متحده ایالاتو د ځواکونو د چارواکو له موافقې پرته له ورختلو (بورډینګ) څخه معاف دي.د متحده ایالاتو دولتي الوتکې، بېړۍ او وسایط په افغانستان کې د تفتیش، مقرراتو اویا ثبت له الزامیتونو څخه معاف دي، مګر دا چې د مشترک کمیسیون له خوا او یا هم په دې قرارداد کې پرې بل ډول موافقه شوي وي. 5. د متحده ایالاتو ځواکونه د متحده ایالاتو د الوتکو، وسایطو او بېړیو لپاره د ترلاسه شویو خدماتو په بدل کې له مالیاتو او ورته محصول پرته، مناسب قیمت ورکوي. 6. دواړه لوري توافق لري چې د دې مادې د تطبیق لپاره طرزالعملونه رامنځته کړي.د اړتیا په صورت کې، دواړه لوري پر دا ډول طرزالعملونو بیا کتنه کوي او هغه تجدیدوي.په دغو طرزالعملونو کې د کومې ستونزې د راپیداکېدو په صورت کې، دواړه لوري د ګډ کمیسیون له لارې په سملاسي توګه د ستونزې د حل لپاره اقدام کوي. یوولسمه ماده د قراردادونو طرزالعملونه 1. د متحده ایالاتو له قوانینو سره سم، د توکو او خدماتو د ترلاسه کولو لپاره د ساختماني چارو په شمول، د متحده ایالاتو ځواکونه کولای شي د افغانستان په خاوره کې قراردادونه وکړي.افغانستان مني چې د متحده ایالاتو ځواکونه د دا ډول قراردادونو په اعلان، ورکړې او مدیریت کې د متحده ایالاتو د قوانینو او مقرراتو په رعایت مکلف دي.د متحده ایالاتو ځواکونه هڅه کوي چې د متحده ایالاتو له قوانینو او مقرراتو سره سم د قراردادونو په ورکړې کې له افغان تدارکاتي شرکتونو څخه چې توکي، محصولات او خدمات برابروي، تر ډېره ممکنه حده کار واخلي. 2. د متحده ایالاتو قراردادیان په افغانستان کې په راجستر کولو مکلف دي او د سوداګریز فعالیت ثبت د درې کلن جواز د ترلاسه کولو په خاطر د یو چټک طرزالعمل له لارې د افغانستان له قوانینو او مقرراتو سره سم د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې ته مناسب، معیاري او یوځل فیس ورکوي.له پورتني مورد نه پرته، د متحده ایالاتو قراردادیان د متحده ایالاتو له ځواکونو سره او یا د دوی په استازیتوب د اصلي یا فرعي قراردادونو په ورکړې او تطبیق کې د افغانستان د نورو ټولو جوازونو له اخیستو او ورته الزامیتونوڅخه معاف دي. 3. د شفافیت اهمیت په درک سره، د معلوماتو د شریکولو او مشورو له لارې څرنګه چې په دوه اړخیزه توګه به پرې موافقه وشي، د متحده ایالاتو ځواکونه پر هغو اندېښنو او منازعو لازم غورکوي چې د افغان ادارو له خوا د متحده ایالاتو قراردادیانو په اړه، مطرح کېږي.د قراردادونو د عقد له ناسمو تګلارو او ناوړې استفادې نه د مخنیوي په هدف، دواړه لوري به په افغانستان کې د قراردادونو د طرزالعملونو د شفافیت، حساب ورکونې او مؤثریت د لا ښه والي لپاره په ګډه کار وکړي. 4. د هر لوري د غوښتنې پر اساس، هغه ستونزې چې د دې مادې په تطبیق کې رامنځته کېږي، د هغو ستونزو په شمول چې د متحده ایالاتو د قراردادیانو او د متحده ایالاتو د قراردادیانو د کارکوونکو په فعالیتونو پورې اړه لري، دواړه لوري د ګډ کمیسیون له لارې په سملاسي توګه مشوره کوي. دولسمه ماده تأمینات او مخابرات 1. د متحده ایالاتو ځواکونه کولای شي د منل شویو تأسیساتو او ساحو او یا هم د نورو موافقه شویو ځایونو لپاره د اوبو او برېښنا په شمول نور خدمات برابر کړي.د دا ډول خدماتو د تولید او تهیې لپاره په دوره یي ډول ګډ کمیسیون ته خبرتیا ورکول کیږي او ورسره همغږي کیږي، مګر دا چې بل ډول دوه اړخیزه موافقه شوې وي.د متحده ایالاتو ځواکونه او د متحده ایالاتوقراردادیان کولای شي د افغانستان له اوبو، بریښنا، او نورو عامه خدماتو څخه د وضع شویو شرایطو او مقرراتو پر اساس استفاده وکړي او له لږو مالیاتو، مشابه یا اړوندو لګښتونو سره هغه قیمت تادیه کړي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه یې تادیه کوي.د متحده ایالاتو د ځواکونو یا د متحده ایالاتو د ځواکونو د قراردادیانو لګښتونه د دا ډول عامه خدماتو په بدل کې د هغوی د استفادې په تناسب وضع کیږي. 2. افغانستان دا مني چې د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې له مخابراتي فریکونسیو څخه استفاده کوي.افغان لوری د خپلو اړوندو مقرراتو پر اساس ورته د افغانستان فریکونسۍ ځانګړې کوي.متحده ایالات اجازه لري چې خپل مخابراتي سیستم ( لکه چې د ۱۹۹۲ میلادي کال کې د مخابراتو نړیوالې ټولنې په اساسنامې کې مخابرات تعریف شوي) د هغو وسیلو او خدماتو د استفادې په شمول وکاروي چې د مخابراتي سیستم د فعالیت لپاره بشپړ توان تامینوي او له هغو مخابراتي فریکونسیو څخه استفاده وکړي چې د افغان ذیصلاح ادارو له خوا د دغه هدف لپاره ځانګړي شوي دي.د متحده ایالاتو لپاره له مخابراتي فریکونسیو نه استفاده وړیا ده. ۳.په افغانستان کې پر فریکونسیو د افغانستان د مالکیت او د هغو د ځانګړي کولو د صلاحیت په منلو سره او له دوه اړخیزې مختلوونکي مداخلې څخه د مخنیوي په هدف، متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره د فریکونسیو د ځانګړي کولو په برخه کې د افغانستان له اړوندو ادارو سره همغږي رامنځته کوي.متحده ایالات د هغو فریکونسیو درناوی کوي چې د محلي کاروونکو له خوا کارول کېږي یا هغوی ته ساتل شوي دي. ۴.د متحده ایالاتو ځواکونه له مخابراتو څخه دا ډول استفاده کوي چې د افغانستان د حکومت یا هم د نورو سازمانونو مجاز مخابراتي فریکونسیو یا مخابراتي تجهیزاتو کارونه اخلال نه کړي. دیارلسمه ماده د پرسونل حقوقي حیثیت 1. د خپل حاکمیت په ساتنې سره، افغانستان د متحده ایالاتو د ځواکونو او د ملکي برخې پر غړو باندې د دوی د اړوندو چارواکو د قضايي او غیرقضايي تدابیرو په شمول د انضباطي کنټرول، ځانګړی اهمیت مني له همدې امله، افغانستان موافق دی چې متحده ایالات پر یاد شویو افرادو چې د افغانستان په خاوره کې د جنایي یا مدني جرم مرتکب کیږي، د قضایي صلاحیت ځانګړی حق لري.افغانستان متحده ایالاتو ته د دې اجازه ورکوي چې په داسې مواردوکې د افغانستان په خاوره کې چې څرنګه لازم وي، محکمه دایره او یا هم ځینې نور انضباطي اقدامات ترسره کړي. 2. د افغانستان د غوښتنې پر اساس، متحده ایالات افغان لوري ته د تحقیقاتو او عدلي تعقیب د وروستيو نتایجو په شمول، د هغو اتهامونو د جنايي محاکماتو د بهیر په اړه چې د دوی د ځواکونو او د ملکي برخې پر غړو لګول شوي او افغان اتباع هم په کې ښکېل وي، اطلاع ورکوي.که داسې غوښتنه وشي، متحده ایالات هڅه کوي چې د افغانستان استازو ته په دا ډول محاکماتو کې د نظارت او ګډون لپاره اجازه او سهولت برابر کړي. 3. د عدالت د تامین په هدف، دواړه لوري د اثباتیه مدارکو د راټولو په شمول د پېښو په تحقیق کې له یو بل سره مرسته کوي.د جرمونو په تحقیق کې، د متحده ایالاتو ادارې د افغان ادارو له خوا د ترسره شوي تحقیق راپور په پام کې نیسي. 4. متحده ایالات مني چې د قانون د تنفیذ افغان ادارې، د افغانستان د قوانینو د انفاذ او نظم د ټینګښت او د خلکو د ساتنې په برخه کې مهم رول لري.د متحده ایالاتو د ځواکونو یا د ملکي برخې پر کوم غړي د جنایت د ارتکاب د شک په صورت کې، د افغانستان اړوند چارواکي په سملاسي توګه د متحده ایالاتو ځواکونو چارواکو ته اطلاع ورکوي ترڅو د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي په دې اړه چټک اقدام وکړي.د افغانستان ادارې د متحده ایالاتو د ځواکونو اود ملکي برخې غړي نه نیسي او نه یې هم توقیفوي.که چېرې د متحده ایالاتو د ځواکونو او د ملکي برخې غړي د افغانستان د قانون تنفیذي ارګانونو یا نورو افغان ادارو له خوا د کوم دلیل په وجه ونیول یا توقیف شي، په سملاسي توګه د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکو ته سپارل کیږي. 5. افغانستان او متحده ایالات موافقه لري چې د ځواکونو او د ملکي برخې غړي د متحده ایالاتو له څرګند رضایت پرته نړیوالې محکمې، بل نهاد یا دولت ته سپارل کېدای او انتقالېدای نه شي. 6. افغانستان د متحده ایالاتو پر قراردادیانو او د قراردادیانو پرکارکوونکو باندې د قضايي صلاحیت حق لري. څوارلسمه ماده د وسلو حمل او د یونیفورم اغوستنه 1. د دې قرارداد له مخې په افغانستان کې د دوی د حضور پر مهال، د ځواکونو او ملکي برخې غړي کولای شي د اړتیا په صورت کې له ورکړل شویو اوامرو سره سم د دندو د ترسره کولو لپاره له ځان سره وسلې ولري او ویې ګرځوي.د دارنګه اوامرو د صادرېدو په صورت کې، د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي د عامه خونديتوب د ملاحظاتو په شمول، د وسلو د ګرځونې لپاره د مناسبو ځایونو په اړه د اړوندو افغان چارواکو نظرونه په پام کې نیسي.د افغان چارواکو نظرونه ته په پام سره، د متحده ایالاتو ځواکونه جوماتونو یا نورو مذهبي اماکنو ته چې د دیني وجایبو لپاره کارول کیږي، د پوځي عملیاتو په هدف له وسلو سره نه ننوزي.د ځواکونو غړي کولای شي په افغانستان کې د حضور پر مهال یونیفورم واغوندي.د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي د لازمو اقداماتو له لارې یقیني کوي چې د ځواکونو او ملکي برخې غړي په عامه سیمو کې د خپل موجودیت او وسلو د ګرځولو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي. 2. دواړه لوري موافقه کوي چې د متحده ایالاتو قراردادیان او د متحده ایالاتو د قراردادیانو کارکوونکي د پوځي یونیفورم د اغوستو اجازه نلري، اما د افغانستان له قوانینو او مقرراتو سره سم یوازې وسلې ګرځولای شي. 3. د متحده ایالاتو د امنیتي خدماتو قراردادیان د افغانستان د قوانینو او مقرراتو د ټولو اړوندو الزامیتونو په رعایتولو مکلف دي. 4. د یوه لوري د غوښتنې په صورت کې، دواړه لوري د هغو ستونزو په اړه چې د دې مادې د تطبیق له امله رامنځته کېږي د ګډکمیسیون له لارې سملاسي مشوره کوي. پنځلسمه ماده دخول او خروج 1. د ځواکونو او ملکي برخې غړي د هویت د هغو کارتونو په اعتبار چې د متحده ایالاتو له خوا ورته صادر شوي وي، کولای شي افغانستان ته په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې چې په (الف) ضمیمه کې راغلي او د دخول او خروج په ځانګړیو رسمي ځایونو کې چې په (ب) ضمیمه کې راغلي او یا هم په نورو ساحو کې چې د دواړو لوریو له خوا پرې موافقه شوې، په جمعي او انفرادي توګه تګ راتګ وکړي.دغه غړي پاسپورتونو او ویزو ته اړتیا نه لري. دغه افراد په افغانستان کې د بهرنيو اتباعو د ثبت او کنټرول له اړوندو قوانینو او مقرراتو څخه معاف دي. 2. د متحده ایالاتو قراردادیان او د قراردادیانو کارکوونکي کولای شي افغانستان ته د دخول او خروج په هغو ساحو کې چې د دې مادې په (۱) فقره کې تشریح شوي، تګ راتګ وکړي.د افغانستان د قوانینو پر اساس دغه افراد پاسپورتونو او ویزو ته اړتیا لري.که چېرې د متحده ایالاتوکوم قراردادي یا هم د متحده ایالاتو د قراردادیانو کوم کارکوونکی ویزې ته اړتیا ولري او د ویزې غوښتنه وکړي، د کثیرالمسافرت دخولي او خروجي ویزه چې د اعتبار موده یې له یو کال څخه کمه نه وي، ورکول کیږي.د افغانستان اړوندې ادارې کولای شي د اړتیا وړ ویزې په سملاسي توګه صادرې او یا یې له صادرولو ډډه وکړي.د ویزې د نه صادرېدو په صورت کې، د افغانستان اړوندې ادارې مربوطه شخص او د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکو ته اطلاع ورکوي.د هغو استثنایي حالاتو لپاره چې د ګډکمیسیون له لارې به پرې موافقه وشي، افغانستان هڅه کوي چې داسې یو طرزالعمل رامنځته کړي چې له مخې یې د متحده ایالاتو د قراردادیانو دکارکوونکو لپاره، افغانستان ته له رارسېدو سره سم ویزې صادرې شي. 3. متحده ایالات له افغانستان څخه د ځواکونو او یا د ملکي برخې د هر غړي د اخراج د غوښتنې په اړه د افغانستان د حاکمیت حق مني.د افغانستان د اړوندو ادارو د غوښتنې په صورت کې، د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي له افغانستان څخه د داسې کسانو د سملاسي اخراج لپاره لازم اقدامات ترسره کوي. 4. دواړه لوري موافق دي چې د دې مادې د تطبیق لپاره طرزالعملونه جوړکړي.ګډ کمیسیون په دوره یي توګه پر طرزالعملونو بیاکتنه کوي او تجدیدوي یې ترڅو د افغانستان اړوندې ادارې د دې مادې په لومړۍ فقره کې مندرجو ځایونو ته د ځواکونو او یا ملکي برخې د غړو د اسنادو د بررسۍ او همغږۍ په شمول، د دوی د دخول او خروج اړوند مراحل بشپړ کړي.د اړتیا په صورت کې، افغان چارواکي کولای شي د ځواکونو او ملکي برخې د هغو غړو لیستونه ترتیب کړي چې افغانستان ته د منل شویو تأسیساتو او ساحو له لارې تګ راتګ کوي. شپاړسمه ماده واردات او صادرات 1. د متحده ایالاتو ځواکونه او د دوی قراردادیان کولای شي هر ډول تجهیزات، اکمالات، توکي، تکنالوژي، روزنه یا خدمات، افغانستان ته وارد، له افغانستان څخه صادر، بیا صادر، انتقال او یا ترې استفاده وکړي.په دې فقره کې مندرج صلاحیتونه د متحده ایالاتو د قراردادیانو هغه فعالیتونه په بر کې نه نیسي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو له حضور سره تړاو نه لري.اثباتیه اسناد ضرور دي ترڅو ثابت کړي چې دغه تجهیزات، اکمالات، توکي، تکنالوژي، روزنه یا خدمات د متحده ایالاتو د قراردادیانو لخوا د متحده ایالاتو د ځواکونو لپاره واردیږي، نه د خصوصي تجارتي مقاصدو لپاره. 2. د ځواکونو او ملکي برخې غړي، د متحده ایالاتو قراردادیان او د متحده ایالاتو د قراردادیانو هغه کار کوونکي چې د افغانستان اتباع نه دي، کولای شي د خپل اړتیا وړ شخصي وسایل افغانستان ته وارد، له افغانستان څخه صادر، بیا صادر، انتقال او یا ورڅخه استفاده وکړي.دغه توکي او وسایل په مناسب مقدار د دوی د شخصي استفادې په تناسب واردیږي.هغه وسایل او توکي چې په دې فقره کې ورته اشاره شوې، هغو کسانو ته چې له مالیې پرته افغانستان ته د داسې توکو د واردولو اجازه نه لري، د خرڅلاو او په بل ډول د انتقال وړ نه دي، مګر دا چې په افغانستان کې دا ډول د مالکیت انتقال د ګډ کمیسیون له خوا د وضع شویو طرزالعملونو سره سم د هر راز مالیاتو یا فیسونو د تادیې په شمول چې د داسې معاملو په نتیجه کې رامنځته کیږي، ترسره شي. 3. د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي د افغانستان له اړوندو ادارو سره په ګډه لازم اقدامات ترسره کوي ترڅو د افغانستان لرغوني او کلتوري ارزښتناکه آثار او توکي له هېواده بهر و نه ایستل شي او د متحده ایالاتو د عمومي مرکزي قوماندانۍ د لومړۍ ګڼې حکم مطابق، د متحده ایالاتو ځواکونه الکول، مبتذل تصاویر او فلمونه، غیر قانوني مخدره توکي، شخصي ناریه وسلې او نور قاچاقي مواد او یا هغه توکي چې دواړه لوري به یې پر ممنوعیت موافقه وکړي، د دې مادې د لومړۍ او دوهمې فقرې د احکامو مطابق افغانستان ته نه واردوي. 4. د دې مادې د لومړۍ او دوهمې فقرې له احکامو سره سم، افغانستان ته د هر ډول توکو واردول، له افغانستان څخه بهر ته صادرول، بیا صادرول، انتقال او استفاده په افغانستان کې د دې مادې د مندرجو احکامو په استثنا، د ځینو محدودیتونو لکه جواز، تفتیش، تصدیق، د افغانستان د دولتي ادارو له خوا د وضع شویو مالیاتو، ګمرکي محصول یا نورو لګښتونو تابع نه دي.که د افغانستان ادارې د دې مادې د دوهمې فقرې له امتیازاتو څخه د متحده ایالاتو قراردادیانو او یا د متحده ایالاتو د قراردادیانو کارکوونکو پر ناوړې استفادې شکمن شي، افغان اړوندې ادارې حق لري دغه وسایل او توکي چې د افغانستان د ملکي هوایي ډګرونو او یا شخصي وسایطو په ذریعه له سرحدي بندرونو څخه وارد یا صادریږي، تفتیش کړي. 5. د افغانستان اړوندې ادارې حق لري چې د دې مادې له ۱ او ۲ فقرې سره سم د متحده ایالاتو د قراردادیانو او د متحده ایالاتو د قراردادیانو د کارکوونکو له خوا هر هغه وارد شوی کانتینر وپلټي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د رسمي یا شخصي استفادې لپاره توکي انتقالوي. که چېرې افغان ذیصلاح چارواکي د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکو ته د دوی د قراردادیانو له خوا د دې مادې له۱ او ۲ فقرې څخه د ناوړې استفادې په اړه معلومات ورکړي، د متحده ایالاتو ځواکونه سملاسي او له غیرموجه ځنډ پرته مشکوک کانتینرونه او محمولې د افغان چارواکو په حضور کې خلاصوي او پلټي. د متحده ایالاتو د ځواکونو امنیتي اړتیاوو ته په پام او د دوی د غوښتنې په صورت کې، افغان چارواکي اجازه ورکوي چې دا ډول پلټنې په منل شویو تأسیساتو او ساحو یا په دوه اړخیزه توګه په نورو منل شویو ځایونو کې ترسره شي. 6. د دې قرارداد له احکامو سره سم، د افغانستان بازارونو ته د متحده ایالاتو د ځواکونو لپاره د وارد شویو توکو له راویستلو څخه مخنیوی د دواړو لوریو ګډ هدف دی، د متحده ایالاتو دځواکونو چارواکي د دې مادې د ۱ او ۲ فقرې له مندرجو صلاحیتونو څخه د ناوړې استفادې د مخنیوی لپاره لازم اقدامات ترسره کوي.دا چارواکي په دې اړه په خپله تحقیقات کوي او همدارنګه د افغانستان له اړوندو ادارو سره د متحده ایالاتو د ځواکونو غړو، د ملکي برخې غړو، قراردادیانو او یا د قراردادیانو د کار کوونکو له خوا د توکو د واردولو، صادرولو، بیا صادرولو، انتقال او بې ځایه کولو لپاره د مشکوکو فعالیتونو په اړه د تحقیق او اثباتیه مدارکو په راټولو کې مرسته کوي. 7. د دې مادې له احکامو سره سم، هغه اجناس چې افغانستان ته واردیږي یا په افغانستان کې پیرودل کيږي، د افغانستان قوانینو او مقرراتو په رعایت سره، کارول کیږي. 8. د هر یو لوري په غوښتنه، دواړه لوري هغه ستونزې چې د دې مادې د تطبیق له امله رامنځته کیږي، د ګډ کمیسیون له لارې سملاسي څېړي او مشوره پرې کوي. اوولسمه ماده د مالیاتو وضع کول 1. د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا یا هم د دوی په استازیتوب، د اموالو او خدماتو تدارک، په افغانستان کې له هر راز وضع شویو مالیاتو او اړوند محصول څخه معاف دی. 2. د متحده ایالاتو ځواکونه، د ځواکونو او ملکي برخې د غړو په شمول، په افغانستان کې د هر ډول وضع شویو مالیاتو، نورو مشابه یا اړوند محصول په ورکړه مکلف نه دي. 3. د متحده ایالاتو قراردادیان مکلف نه دي چې د خپلو فعالیتونو یا له ځواکونو سره د خپل کار د عوایدو چې د اصلي یا فرعي قراردادونو له مخې د دغو ځواکونو په استازیتوب یا په ملاتړ یې ترلاسه کوي، د افغانستان د دولت له خوا هر ډول وضع شوې مالیې، نور ورته یا اړوند محصول تادیه کړي. د متحده ایالاتو هغه قراردادیان چې افغان حقوقي شخصیت لري، د خپل کار د انتفاعي عوایدو له مالیې نه چې مقدار یې د افغانستان د حکومت له خوا ټاکل کېږي، معاف نه دي. 4. د متحده ایالاتو د قراردادیانو هغو کار کوونکي چې معمولاً په افغانستان کې مېشت دي او همدارنګه د دې قراردادیانو افغان کارکوونکي د افغانستان له قوانینو او مقرراتو سره سم، د خپلو شخصي عوایدو د مالیاتو په ورکړه مکلف دي. 5. د متحده ایالاتو قراردادیانو هغه کار کوونکي چې معمولاً په افغانستان کې مېشت نه دي او د متحده ایالاتو د قراردادیانو هغه کارکوونکي چې د افغانستان تابعیت نه لري، د خپلو فعالیتونو د هغو عوایدو چې د متحده ایالاتو له ځواکونو سره یا د هغوی په ملاتړ د اصلي یا فرعي قراردادونو له مخې تر لاسه کوي، د هېڅ ډول مالیې په ورکړه مکلف نه دي. 6. د دې قرارداد مطابق، د متحده ایالاتو قراردادیان او د متحده ایالاتو د قراردادیانو کارکوونکي د هغو مالیاتو له ورکړې معاف نه دي چې د افغانستان د دولت له خوا د دوی پر هغو فعالیتونو وضع کېږي چې د هغو اموالو او خدماتو له تدارک سره تړاو نه لري کوم چې د اصلي یا فرعي قراردادونو له مخې د متحده ایالاتو ځواکونو ته، د دوی په استازیتوب یا ملاتړ برابریږي. اتلسمه ماده د چلولو او مسلکي چارو لایسنسونه 1. افغانستان موافق دی چې د چلولو هغه لایسنسونه او جوازونه له ازموینې او اجورې پرته د اعتبار وړ وګڼي چې د متحده ایالاتو د ادارو له خوا د ځواکونو او یا د ملکي برخې غړو، د متحده ایالاتو قراردادیانو او یا د قراردادیانوکارکوونکو ته د افغانستان په خاوره کې د متحده ایالاتو د ځواکونو لپاره د وسایطو، بېړیو او الوتکو د چلولو په منظور صادر شوي دي. 2. افغانستان موافقه کوي چې هغه مسلکي لایسنسونه د اعتبار وړ وبولي کوم چې د متحده ایالاتو د ادارو له خوا د ځواکونو یا د ملکي برخې غړو، د متحده ایالاتو قراردادیانو یا د متحده ایالاتو د قراردادیانوکارکوونکو ته د خدماتو د برابرولو په تړاو، د رسمي یا قراردادي دندو د اجرا لپاره صادر شوي دي. 3. د متحده ایالاتو ځواکونه هڅه کوي ترڅو یقیني کړي چې د ځواکونو یا د ملکي برخې غړي، د متحده ایالاتو قراردادیان او د متحده ایالاتو قراردادیانوکارکوونکي، د متحده ایالاتو له خوا او یا د متحده ایالاتو لپاره د افغانستان په خاوره کې د وسایطو، بېړیو، الوتکو او یا نورو وسایلو د چلولو لپاره د اعتبار وړ لایسنسونه او جوازونه ولري.ګډ کمیسیون د متحده ایالاتو لخوا د صادر شویو لایسنسونو او جوازونو په اړه د معلوماتو د تبادلې لپاره میکانیزمونه رامنځته کوي.د افغانستان د ادارو په غوښتنه، متحده ایالات د دا ډول لیسنسونو صحت او اعتبار تائیدوي. نولسمه ماده ماشین لرونکي نقلیه وسایط افغانستان موافقه کوي چې د متحده ایالاتو د ځواکونو د ادارو له خوا د دوی ځواکونو د رسمي وسایطو لپاره د جواز السیرونو او لایسنسونو صادرول، د اعتبار وړ وګڼي.د متحده ایالاتو د ځواکونو د ادارو د غوښتنې په صورت کې، د افغانستان ادارې د متحده ایالاتو د ځواکونو د رسمي او غیرتکتیکي وسایطو لپاره له لګښت پرته نمبر پلیټونو صادروي.د متحده ایالاتو رسمي، غیرتکتیکي وسایط د افغانستان رسمي نمبر پلیټونه چې په افغانستان کې له نورو مجوزو نمبر پلیټونو سره توپير نه لري، د لیدلو وړ ځای کې نصبوي. شلمه ماده خدماتي فعالیتونه 1. د متحده ایالاتوځواکونه کولای شي په مستقیمه توګه یا هم د قراردادیانو له لارې په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې خدماتي فعالیتونه لکه پوځي پُستي خدمات، بانکي خدمات، عسکري کانتینونه، پلورنځي، تفریحي ځایونه، مخابراتي او نشراتي خدمات رامنځته کړي.متحده ایالات قصد نلري چې د منل شویو تأسیساتو او ساحو د محدودې نه بهر د دوی نشراتي، رسنیز او تفریحي خدمات د لاسرسي وړ واوسي.د افغانستان قوانینو، دودونو او رواجونه ته په پام سره، د متحده ایالاتو ځواکونه کولای شي د متحده ایالاتو د ځواکونو او نورو لپاره چې په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې مېشت دي، د روحیې ورکولو، هوساینې او تفریح په خاطر ټلویزیوني او راډیویي نشراتي خدمات لکه مطبوعاتي او تفریحي پروګرامونه، برابر کړي. 2. د متحده ایالاتوځواکونه لازم اقدامات ترسره کوي ترڅو د دوی نشرات، ټلویزیوني پروګرامونه، مطبوعاتي او تفریحي خدمات یوازې په مجازو استفاده کوونکو او منل شویو تاسیساتو او ساحو پورې محدود وي. 3. خدماتي فعالیتونو ته لاسرسی د متحده ایالاتود مقرراتو پر اساس تنظیمیږي. د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي لازم اقدامات ترسره کوي ترڅو د خدماتي فعالیتونو، اموالو یا خدماتو له خرڅلاو او بیا خرڅلاو څخه د هغو کسانو له ناوړې استفادې مخنیوي وکړي چې اجازه نلري له دا ډول خدماتي فعالیتونو یا د هغه له برابروونکو څخه ګټه پورته کړي. 4. د دا ډول خدماتي فعالیتونو اړوندو چارو د ترسره کولو لپاره د افغانستان له خوا د هېڅ ډول لیسنس، جواز یا تفتیش اړتیا نشته. 5. په دې ماده کې یاد شوي خدماتي فعالیتونه او اړونده مجري نهادونه، د متحده ایالاتو د ځواکونو نه بېلېدونکي برخې دي او له ټولو هغو ګمرکي او مالیاتي معافیتونو برخمن دي چې د دې قرارداد د ۱۶ او ۱۷ مادو د احکامو له مخې د متحده ایالاتو ځواکونه ترې مستفید دي.دغه نهادونه او فعالیتونه د متحده ایالاتو د مقرراتو پر اساس، ساتل او پر مخ بېول کیږي.دا ډول فعالیتونه د مالیاتو او یا نورو فیسونو ټولول او ورکړه نه ایجابوي.یوازې د ځواکونو او د ملکي برخې غړي، د متحده ایالاتو قراردادیان او د متحده ایالاتو د قراردادیانوکارکوونکي او نور احتمالي مجاز استفاده کوونکي دغو خدماتي فعالیتونو ته لاسرسی لري. 6. پٍُستي بستې چې د متحده ایالاتو د پُستي خدماتو له لارې د متحده ایالاتو ځواکونو ته لېږل کيږي، د افغان ادارو له خوا له تفتیش، پلټنې او ضبط څخه معاف دي. 7. ګډ کمیسیون په دوره یي ډول پر خدماتي فعالیتونو بیا کتنه کوي او هغه ستونزې رفع کوي چې د دې مادې د تطبیق له امله رامنځ ته کیږي. یوویشتمه ماده اسعار او د اسعارو تبادله دواړه لوري موافقه کوي چې د اسعارو او د اسعارو د تبادلې د چارو لپاره طرزالعملونه ترتیب کړي.دواړه لوري د اړتیا په صورت کې پر دا ډول طرزالعملونو بیا کتنه کوي او تجدیدوي یې او هغه ستونزې چې د دغو طرزالعملونو د تطبیق له امله را پیدا کیږي، په سملاسي توګه د ګډ کمیسیون له لارې ورته رسیده ګي کوي. دوه ویشتمه ماده ادعاوې 1. هر لوری د یو بل پر وړاندې له هر ډول هغو ادعاوو (د قرارداد له تطبیق څخه د را پیدا شوو ادعاوو پرته) څخه تیریږي چې په افغانستان کې د رسمي دندو د ترسره کولو پر مهال د خساراتو د رامنځ ته کېدو، د شتمنیو له ضایع کېدو او ویجاړېدو، د متحده ایالاتو د ځواکونو، د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او په دوی پورې د اړوندو ملکي څانګو غړو د مرګ ژوبلې له امله منځ ته راځي. 2. د هغو ادعاوو لپاره چې د دې مادې د لومړۍ فقرې پر اساس مستثنی شوي نه دي، د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي د درېیم لوري د برحقو ادعاوو د رفع کولو په خاطر، په عادلانه او مناسبه توګه هغه خسارې جبرانوي چې د متحده ایالاتو د ځواکونو او ملکي برخې د غړیو د رسمي دندو د ترسره کولو او د غیر محاربوي فعالیتونو له کبله د پېښو د رامنځ ته کېدو پر مهال، د دوی د غفلت یا تېروتنې له امله رامنځ ته کیږي.دا ډول ادعاوې د متحده ایالاتو د ځواکونو د چارواکو له خوا د متحده ایالاتو د قوانینو او مقرراتو سره سم او د افغانستان قوانینو، رواجونو او دودونو ته په جدي پام سره، په سملاسي توګه طی مراحل او رفع کیږی. 3. د درېیم لوري د ادعاوو په رفع کولو کې، د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي، د تر سره شویو تحقیقاتو هر هغه راپور یا نظرونه په پام کې نیسي چې د افغان چارواکو له خوا هغوی ته د خساراتو د اندازې او د جبران د مسؤولیت په اړه وړاندې کیږي. 4. د قراردادونو د اړوندو ادعاوو رفع کولو او حکمیت، د قراردادونو د شرایطو پر اساس تر سره کیږي. 5. د هر یو لوري د غوښتنې په صورت کې، دواړه لوري د هغو ستونزو په اړه چې د دې مادې د تطبیق له امله رامنځ ته کیږي، د ګډ کمیسیون له لارې په سملاسي توګه مشوره کوي. درویشتمه ماده ضمایم په قرارداد پورې اړوند هره ضمیمه د دې قرارداد نه بېلېدونکې برخه ده او کېدای شي د دواړو لوریو د لیکلي موافقې له لارېتعدیل شي. څلورویشتمه ماده اختلافي موارد او د قرارداد تطبیق 1. دواړه لوري هره هغه ستونزه یا د نظر اختلاف چې د دې قرارداد د تفسیر یا تطبیق له کبله رامنځ ته کیږي، د سلا مشورو له لارې رفع کوي او بل هېڅ ملي یا نړیوالې محکمې، دیوان، بلې ورته مرجع او یا هم درېیم لوري ته د حل و فصل لپاره یې نه راجع کوي. 2. دواړه لوري، د دوی اجرائیوي استازي یا د هغوی ګډ کمیسیون کولای شي د دې قرارداد د احکامو د تطبیق په منظور پر تطبیقي تدابیرو او طرزالعملونو موافقه وکړي. 3. د دې قرارداد پر اساس همکاري، د دواړو لوریو د اړوندو قوانینو، مقرراتو او د بودجوي تخصیص د نافذه قوانینو پر بنسټ ترسره کیږي. 4. د متحده ایالاتو د ځواکونو ادارې، د هغو اموالو یا خدماتو په بدل کې چې دوی یې غوښتنه او ترلاسه کوي یې، له هر ډول مالیاتو پرته، د بازار مطابق مناسب قیمت تادیه کوي. پنځه ویشتمه ماده ګډ کمیسیون 1. د دې قرارداد له تطبیق څخه د څارنې په منظور، دواړه لوري یو ګډ کمیسیون رامنځ ته کوي.د دواړو هېوادونو اجرائیوي استازي د دغه ګډکمیسیون ګډه مشري کوي.د اجرائیوي استازو په غوښتنه او د دواړو لوریو په انتصاب سره، د ګډ کمیسیون په ترکیب کې نور حکومتي استازي هم شاملېدای شي. 2. له اړتیا سره سم، ګډ کمیسیون خپل طرزالعملونه مشخصوي او د کاري ډلو او اداري خدماتو په شمول حمایوي ارګانونه رامنځ ته کوي.هر اجرائیوي استازی په ګډ کمیسیون کې د خپلې برخه اخیستنې لګښتونه تامینوي. 3. د اړتیا په صورت کې، ګډ کمیسیون د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو له کاري ډلې سره چې د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې پر اساس رامنځ ته شوې، معلومات تبادله او همغږي کوي. شپږویشتمه ماده د قرارداد انفاذ، تعدیل او فسخ 1. دغه قرارداد، د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه وروسته له هغې نافذیږي چې دواړه لوري د دیپلوماتیکو کانالونو له لارې د خپلو اړوندو داخلي قانوني ایجاباتو د مراحلو د بشپړېدو په اړه چې د دې قرارداد د انفاذ لپاره ضروري دي، یو بل ته خبر ورکړي.دغه قرارداد د ۲۰۲۴ کال تر پایه او له هغې وروسته نافذ دی، مګر دا چې ددغې مادې د څلورمې فقرې له حکم سره سم فسخ شي. 2. د دې قرارداد له نافذېدو سره سم، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د حضور د څرنګوالي په اړوند د ۲۰۰۲ میلادي کال د سپټمبر د ۲۶مې، د ۲۰۰۲ میلادي کال د ډسمبر د ۱۲مې او د ۲۰۰۳ میلادي کال د مۍ د ۲۸مې نېټې تبادله شوي یادداشتونه فسخ کیږي.همداراز دا قرارداد ټول هغه پخواني توافقات او تفاهمونه چې دواړو لوریو په دوه اړخیزه توګه د دیپلوماتیکو یادداشتونو د تبادلې له لارې کړي او ددې قرارداد له احکامو سره په مغایرت کې وي، فسخ کوي. 3. دغه قرارداد د دواړو لوریو لخوا د دیپلوماتیکو یادداشتونو د تبادلې او لیکلې موافقې له لارې تعدیل کېدای شي. 4. دغه قرارداد د دیپلوماتیکو کانالونو له لارې د دوه اړخیزې موافقې یا د یوه لوري له خوا بل لوري ته د دوه کاله وړاندې لیکلې خبرتیا په ورکړې سره فسخ کېدای شي.د دې قرارداد پر اساس، د کومې ضمیمې یا تطبیقي تدبیر فسخ د دې قرارداد د فسخه کېدو سبب نه شي کېدلای.له دغې فقرې سره سم د دې قرارداد فسخ له نورو اقداماتو پرته، ددې قرارداد د ټولو اړوندو ضمایمو او تطبیقي تدابیرو د فسخې سبب کیږي. د پورتنیو مراتبو په تائید سره، د دواړو لوریو ذیصلاح استازو دغه قرارداد د خپلو مربوطه دولتونو په استازیتوب، لاسلیک کړ. دغه قرارداد په درې نسخو کې د۲۰۱۳ میلادي کال د نومبر میاشتې په………….مه په کابل کې په پښتو، دري او انګریزي ژبو ترتیب شوی دی چې ټول متنونه یې یو شان اعتبار لري. امنيتي تړون.. ډاډ زېږوي که اندېښنې راپاروې!؟ عبدالرحمن فرقاني قطعاً دامنيتي تړون برخليک د افغانستان سياسي، اقتصادي او ټولنيز  بهير تر خپل اغيز لاندې راوستی، د افغانستان د ملي پراختيا پر بېلابېلو ډګرونو يې ژور اثر پريښی، امنيتي تړون هم د افغانستان په معاصراو کړکيچن تاريخ کې د افغانستان د راتلونکې په هکله يوه مهمه او برخليک ټاکونکې پيښه ګرځېدلې ده، د غربي تبليغاتو پيغام  رسوي، چې ګواکې له اوس نه يې د افغانستان د بيوزله ټولنې بېلا بېل اړخونه او جوړښتونه له ګواښ سره مخ کړي دي، د افغانستان د سياسي نظام بېلابېل اړخونه يې تر فشار لاندې راوستي او په ټول کې يې د افغانستان په سياسي کشاله کې د ښکېلو اطرافو او د افغانستان د ځورېدلي ملت راتلونکې ترګواښ لاندې واقع کړې ده او نوموړي بېلابېل اړخونه  دامنيتي تړون د نه لاسليک کېدو په صورت کې د فرضي ګواښونو سره د مواجهې او مقابلې په موخه نوي تدبيرونه نيسي. که څه هم چې د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدو  اړوند د ځينې بهرنېو او کورنېو کړيو له لاره په افغاني ټولنه کې د ناهيلۍ ذهنيت خپرېږي او د ياد شوي تصور پر بنسټ دا ټينګار کېږي، چې د افغانستانه د امريکا د نظامي ځواکونو د وتلو سره سم به  هېواد د نيمې پيړۍ بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې نه وروسته يو ځل بيا د سياسي او استراتيژي بې ثباتۍ پړاو ته ننوځي او افغانان به د بهرنېو ځواکونو د وتلو سره سم يو ځل بيا هغې ړندې کورنۍ جګړې ته مخه کړي، چې تر دې وړاندې يې د بهرنېو په لمسون اقتدار ته درسيدو لپاره پکې خپل ملي يووالي او وحدت  او خپلې معنوي او مادي شتمنۍ له لاسه ورکړ او د پرديو د ګټو لپاره يې يو بل سره و واژه ! ؟ خو بل لوري ته دا تصور هم د يوه منوونکي منطق زيږنده  کيداي شي، چې په دې هکله  د ولسمشر کرزي دريځ  د يوه ملي دريځ په توګه  و منل شي او داسې ذهنيت خپور او استدلال وشي، چې نوموړي دريځ به د افغانستان د کړېدلي او ځورېدلي ملت لپاره د اسلامي او ملي اصولو پر بنسټ د يوې تل پاتې سولې پيغام له ځانه سره راوړي؟. که چېرې د ولسمشر کرزي د دريځ په هکله سم تبليغات وشي او په هکله يې د سولې  عالي شوري د يوه نوي ميکانيزم او روښانه تصور پربنسټ د افغانستان د روڼ آندنو، موثرو شخصيتونو او مدني ټولنې په مرسته ټولو ته د منلو يو سم ميکانيزم وړاندې کړي، کيداي شي چې دا دريځ د افغانستان لپاره داسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې  ديوې تل پاتې سولې پيغام راوړي او افغانستان د کړيدلي ملت له ارمان سره سم د يوه نوي او سوکاله ژوند خاوند شي او که چېرې ور څخه سمه ګټه پورته نه شي نو هرو مرو به افغانستان د لا نورو ستونزو او کړاونو سره مخ شي، څرنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، د افغانانو په منځ کې به د بې اعتمادۍ فضا همداسې تل پاتې او په برخليک باندې به يې نور خپلې لوبې کوي او افغانستان به د نورو هېوادونو د سياسي، اقتصادي سياليو او حسابونو د تصفيې  ډګر پاتې وي. دا خو جوته ده، چې اوسنۍ واکمنه اداره د هغو قوانيو او اصولو په اساس په افغانستان کې واک ته رسېدلې ده، چې په واک کې د بيا ځل لپاره  د نوموړو قوانينو او اصولو سره سم د پاتېکېدو هيڅ ډول چانس نه لري، اساسي قانون او د ډيموکراسۍ اصول اوسنۍ وا کمنۍ ته په واک کې د پاتېکېدو چانس نه ورکوي، خو يو شمېر محللين په دې اند دي، چې اوسنۍ اداره يو ښه او اغيزمن چانس د ځان لپاره د افغانستان په سياسي راتلونکې کې ويني او هغه دا چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې په پروسه کې وړاندې ولاړ شي، او نوموړي وړاندې تګ  د ولسمشر کرزي دريځ د امنيتي تړون  اړوند  ډېر ګړندي او ريښتني کولاي شي. له کومه ځايه چې د وسله والو مخالفينو تر ټولو لويه او بنسټيزه غوښتنه د سولې لپاره د افغانستان په اساسي قانون کې د تعديل غوښتنه ده، نو کېداشي لدغې لارې اوسنۍ اداره په واک د پاتېکېدو لپاره د ځان لپاره ځاي پيدا کړي، او اساسي قانون کې د مخالفينو د غوښتنې پر بنسټ داسې تعديلونه را منځ ته کړي، چې دوي هم د افغانستان د سياسي اقتدار يوه برخه وي، نو ځکه  د سولې په اړه يې هلې ځلې ګړندۍ شوې دي او زيار باسي تر څو د دولت د مخالفينو سره د سولې پروسه ريښتنې کړي، له ياد شوې فرضيې څخه جوتېږي، چې د افغانستان د اوسنۍ سياسي ادارې ذهنيت په افغانستان کې دسولې د  راتلو لپاره تر ډيره بريده چمتو شوي دي. که يوه لور ته په هېواد کې واکمنه اداره د امنيتي تړون په لاسليکېدو سره په واک کې خپل استمرار او تداوم د ستونزو سره مخ بولي خو بل لوري ته په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونو د امنيتي تړون د نه لاسليکېدو په اړه  او د افغانستان څخه د ډاډمنو وټلو په اړه اندېښنه لري او خپله  تاريخي راتلونکې په خطر کې ويني او هڅه کوي تر څو ژر تر ژره  داسې کوم ميکانيزم په افغانستان کې را منځ ته کړي، چې امنيتي تړون لاسليک شي او په افغانستان کې يې پاتې کېدل قانون بڼه ولري او  د دوي وتل د افغانستان څخه  په تاريخي ډګر کې د يوه نړيوال نظامي او سياسي شکست او ماتې په معنا ثبت نه شي. بل لور ته د افغانستان د دولت سياسي مخالفين (اپوزيسيون) تر دې فشار لاندې دي، چې که چېرې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفين د حکومت او بهرنيو سره د کوم تفاهم او جوړ جاړي په پايله کې د افغانستان په سياسي برخليک کې شريک شي په دوي باندې به د افغانستان په دولت کې د نفوذ کړۍ تنګه او او اقتصادي ګټې به يې په خطر کې ولويږي د نوموړو سياسي مخالفينو ( اپوزيسيون) لويه برخه هغه سياسي ډلې او تنظيمونه تشکيلوي، چې تر دې وړاندې يې د دولت د وسله والو مخالفينو سره د اقتدار پر سر  ترخه او اوږده جګړه  تېره کړې ده او د افغانستان په سياسي کشاله کې طرف پاتې شوي دي، خو د نړيوالو اشغالګرو ځواکونو او د اوسنۍ سياسي ادارې سره د ځينو معاملواو جوړښتونو له مخې د افغانستان په سياسي برخليک کې مطرح او لدې لارې يې د افغانستان په اقتصادي ډګر کې لويې لويې پانګې او شتمنۍ تر لاسه کړې دي، سره لدې چې په ښکاره خو ځان د دولت سياسي مخالفين ښي خو په حقيقت کې په دولت کې يې د نفوذ کړۍ ډېره پراخه ده د دولت سياسي مخالفين له يوې خوا په دولت کې د وسله والو مخالفينوګډون نه شي زغملاي او د وسله والو مخالفينو په راتګ سره په حکومت کې خپله د نفوذ کړۍ تنګه او په هېواد کې خپل اقتصادي فعاليتونه او شتمنۍ له ګواښ سره مخ بولي. او له بلې خوا د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې ځان د  دولت د مخالفينو سره د بلې جګړې لپاره د دې لپاره اړ نه بولي، چې نوموړو ډلو په تېرو لسو کلونو کې داسې بې شمېره شتمنۍ  او ثروتونه پيدا کړې چې تر دې وړاندې يې په خوب کې هم نه و لېدلي، د افغانستان د اقتصادي بازار لويه برخه يې په لاس کې لوېدلې ده او په نړيواله کچه يې سوداګريزې کړنې د پراخيدا په حال کې دي،د ياد شو شتمنيو او ثروتونو د خونديتوب په لاره کې کېداي شي، دموجود حالت تداوم وغواړي او له دې موخې غواړي د امريکا سره افغانستان نوموړي امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليک کړي او همغه حالت چې اوس واکمن دي ، تداوم پيدا کړي د افغانستان جنوب د جګړې په لمبو کې وسوځي او شمال يې د بهرنيو مرستو په مټ پراختيايي پروژې تر لاسه کړي او د دوي شتمنۍ او د نفود کړۍ لا نوره پراخه شي او دا په لاس ورغلی فرصت له لاسه ورنه کړي، نو ځکه تبلغات په لاره اچوي، تر څو د افغانستان حکومت له ځنډ پرته امنيتي تړون لاسليک کړي. همدا راز د افغانستان وسله وال مخالفين د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدو په صورت کې  خپلې وسله والې مبارزې ته د ادامې او استمرار مبرر او دليل له لاسه ورکوي او د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان ملت او ځينې بهرنيو کړيو ته د وسله وال مقاومت د جاري ساتلوقناعت او باور نه شي ورکولاي او له دې ځايه کيداي شي د سولې د پروسې په تحقق په اړه  باور من شي او غاړه کېږدي. همداراز ګاونډي هېوادونه هم د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدو په صورت کې په افغانستان کې د لاسوهنې لپاره خپل لاملونه او دلايل نه شي موندلي او د لاسوهنې لپاره په افغانستان کې د خپلو اهداف لپاره داسې کړۍ نه شي موندلي چې په دې باور او اعتماد يې د افغانستان د ملت پر خلاف راوپاروي او د حکومت په ضد وسله په لاس کې ورکړي او د افغانستان د ملي امنيت د اخلال لپاره ترې کار واخلي، نوموړي هېوادونه هم زيار باسي تر څو د تړون د نه لاسليک کېدو له لارې په افغانستان کې او په نړيواله کچه خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، د ديورند کشاله، د افغانستان په اقتصادي پراختيا او طبيعي زيرمو کې ونډه، د بهرنيو ځواکونو لپاره د وتلو ډاډمنه لار او داسي نور پاينټونه او فکټورونه د امتيازاتو په توګه  د افغانستان له حکومت سره مطرح کړي، نو د دغو هېوادونو په هکله هم ولاي شو چې کېداي شي په افغانستان کې د امنيتي تړون د نه لاسليک کېدو ملاتړ وکړي، که څه هم چې په ظاهره يې د تړون د لاسليک کېدو سره خپله موافقه څرګنده کړې ده. پاتې شوه د افغانستان د مظلوم او کړيدلي ملت دريځ او انديښنه، هغه خو له يوه اوږدې مودې راپدېخوا په افغانستان کې د بهرنيو او کورنيو سياسي ځواکونو په بل شوي اور کې سوځي او د جګړې او هر اړخيزه نه ثبات په لړ کې يې ځان ورک کړې دي، له يوې اوږدې مودې څخه په هېواد کې سولې  او هر اړخيز ثبات  او ټيکاو ته سترګې په لاره دي او د نړۍ لوي او ځواکمن پادشاه ته يې د عجز  او بې وسۍ په حالت کې د دعا لاسونه پورته او دعا کوي تر څو په افغانستان کې د اسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې د يوې تل پاتې سولې شرايط رامنځ کړي او د خپل بې دريغه فضل، احسان او مرحمت  په پايله کې يې دا لوي ارمان پلي کړي . و ما ذلک علي الله بعزيز. د لویې مشورتي جرګې د سترګو لیدلی حال محمدولي مینه ناک لویه مشورتي جرګه د نورو جرګو په توپیر ډیره مهمه او ارزښتناکه جرګه وه چې د نورو بیلابیلو ګډون والو ترڅنګ تکړه بااحساسه او پوهه ځوانانو ته هم برخه په کې ورکړل شوې وه، چې د همدې ځوانانو له ډلې ډیرۍ حقوق پوهان وو زه هم د دافغانستان قانون پوهانو ټولنې غړي په توګه د جرګې ۴۰ کمیټې غړی وم. لومړی ورځ ولسمشر ریښتوني او تاریخي وینا وکړه چې د ټولو ګډون والو پام یې ډیرو ممهو موضوعګانو ته رواړه. کله چې ماسپیښن بیرته د غونډې تالار ته راغلو غړو غوښتل چې د مشورتې جرګې دټاکنو کړنلارې سره سم د لویې مشورتي جرګې رئیس وټاکي مګر څنګه چې مونږ غوښتل هسې ونشول صبغت الله مجددي ځان په خپله کاندید کړ کله یې چې خلکو ته وړاندیز وکړ چې ماته د مشورتي جرګې د رئیس په توګه راکوئ ټولو غړو غبرګون وښوده او وویل چې نه مونږ تا نه غواړو مګر د مشورتي جرګې تنظیمه پلاوي دا لاره جوړه کړې وه چې په هر ډول کیږي باید مجددي رئیس وټاکل شي، خلکو لاسونه پورته کړل چې نه مونږ تا نه غواړو مجددي صاحب په مایک کې غږ پورته کړ ”تشکر از اینکه بحیث رئیس مرا انتخاب کردي”، ټول غړي له صحنې راووتل په خپله یې ځان ته مرستیالان او منشي هم وټاکل او هیچا هم نور غوږ په ونه ګراوه، ښاغلي مدبر هم د دویم ځل لپاره دا خبره تکرار کړه چې ټول پوه شي چې مجددي صاحب رئیس شو غړو ولې ځان غلی ونیو ځکه هغوی د مشورتي جرګې د ټاکنو کړنلارې په اړه هیڅ معلومات نه لرل او نه هم هغوی ته کوم سند ورکړل شوی وو، چې د مشورتي جرګې رئیس به څنګه ټاکل کیږي؟ ټولو همداسې فکر کاوه چې مجددي مخکې له مخکې انتصاب شویدی نو څه ضرور ده، چې دا مسئله یاده کړو او زه هم په همدې باور وم چې مجددي صاحب مخکې له مخکې انتصاب شوی کس ده، مګر د دارالانشا، کسانو ښکاره پلوي ماته ډیرې پوښتنې پیداکړې د مشورتي جرګه له اصلي موخې څخه په بل خوا راونه نه کړي؟ چې همدې پوښتنې ځواب به په پای کې روښانه شي. د مشورتي جرګې کمیټې د همدې لپاره جوړې شوې وې چې په هر ماده نظر ورکړي د بیلابیلو ډلبندیو کسان په کمیټو ویشل شوي وو مګر په کمیټو کې د بیلابیل نظر لرونکي خلک وو مګر تر ټولو خواشینونکي صحنه زما لپاره داوه چې د ایران او پاکستان جاسوسان له لارې معلومیدل چې هرې مادې ته به یې سور کارت پورته کاوه مونږ په یوې مادې بحث کاوه چې” آمریکا متحده ایالات باید په افغانستان کې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په کلکه پام وکړي\” مګر دوی همدې مادې ته هم سور کارت پورته کړ. هغوی له دلیل پرته هرې مادې سور کارت پورته کاوه. زمونږ کمیټې د هرې مادې لپاره د تعدیل بیلابیل وړاندیزونه وکړل چې د مشورتي جرګې د دارالانشا کارکوونکو وویل چې مونږ ستاسې وړاندیزونه دارالانشا ته سپارو مونږ ټولو په یوه خوله همدا خبره کوله چې که چیرته په هره ماده دا تعدیلات منل کیږي سند دې لاسلیک شي او که چیرته دا وړاندیزونه نه منل کیږي سند دې نه لاسلیک کیږي. په عمومي ډول تړون ډیرې حقوقي ستونزې لرلې ډیرۍ مادو تشریفاتي بڼه لرله له هسې سند لاسلیک کولو څخه د سند نه لاسلیک کول دیر غوره خبره ده، مګر مونږ خپلې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په کتو سره خپلې مشورې او وړاندیزونه دارالانشا ته وسپارل او ټولو دا خبره کوله که چیرته امریکا هیواد د زمونږ ولسمشر د دوو وړاندیزونو په څنګ کې دا زمونږ مشورتي وړاندیزونه هم په نظر کې ونیسي بیا دې ولسمشر د ټاکنو مخکې تړون لاسلیک کړي مګر که چیرته اجرائیوي ضمانت افغانستان ته نه ورکوي او یا هم زمونږ مشورو ته د قدر په سترګه نه کتل کیږي هیڅ دې نه لاسلیک کیږي. زمونږ په کمیټه د ګوتو په شمار غړي چې هیڅ د تړون په مانا نه پوهیدل او یوه چیغه به یې وهله چې لاسلیک دې شي. د مشورتي جرګې په وروستي ورځ ما داسې فکر کاوه چې په پریکړه لیک به یوازې د کمیټو وړاندیزونه او مشورې وي مګر له بده مرغه د مشورتي جرګې د دارالانشاء شخصي وړاندیزونه په کې ځای په ځای شوې وو زما ملګرو په هره کمیټه کې شتون لاره هیڅ یو کمیټې داسې وړاندیز نه دي کړئ چې زر تر زره دې دا سند لاسلیک شي هغه ټول د مدبر صاحب شخصي وړاندیزونه وو، نه د مشورتي جرګې د غړو زه په ډاډ سره وایم که چیرې د هرې کمیټې وړاندیزونه وکتل هیڅ داسې وړاندیز یا مشوره به په کې پیدا نشي چې په پټو سترګو دې سند لاسلیک شي هرې کمیټې همدا وړاندیز لاره چې د مشورتي جرګې د وړاندیزونه په پام کې نیولو سره دې تړون لاسلیک شي. ما خو چې سر تر پایه پریکړه لیک واوریده او ولوست زمونږ د کمیټې یوه وړاندیز ته هم په کې ځای نه وو ورکړل شوی. کله چې ولسمشر په وروستي ورځ دوه وړاندیزونه بیا تکرار کړل ټولو ورسره په یوه خوله وویل چې ترڅو آمریکا شرطونه ونه مني تړون مه لاسلیک کوه.مګر دا خو د مشورتي جرګې د دارالانشا، چال وو چې مشورتي جرګه یې بدنامه کړه او شخصي وړاندیزونه یې په پریکړه لیک کې ځای په ځای کړي چې هیڅ غړي ترې خبر نه وو د نمونې په ډول یې یو ماده درته یادومه هغه داوه په ټولو کمیټو کې هیچا وړاندیز نه وو کړی چې بامیانو کې دې اډې جوړې شي دا یوازې د مدبر شخصي وړاندیز وو چې په پریکړه لیک کې یې ځای په ځاي کړی وو، زیاتره غړي د لست شویو اډو سره مخالف وو بیا یې څنګه د نورو آډو غوښتنه کوله؟ د پورته معلوماتو په بنسټ زه ویلی شم چې مشورتي جرګه د ولسمشر کرزی ګمارل شوي د مشورتي جرګې د دارالانشا، رئیس او اړونده کسانو بې ارزښته کړه نه د مشورتي جرګې غړو ځکه غړو ته کمیټو کې ویل شوي چې ستاسې وړاندیزونه پریکړه جوړه وو مګر بیرته د غړو سره هیڅ شریک نشو ترڅو نظر پرې ورکړې چې په پریکړه لیک کې کومو شیانو ته ځای ورکړل شویدی ټولې مهمې موضوعګانې په پریکړه لیک کې له پامه غورځول شوې وې. زه اوس هم په ډاډ سره وایم که چیرته د هرې کمیټې وړاندیزونه وکتل شي او ټولو وړاندیزونو یو لست جوړ شي او په تړون کې ورته ځای ورکړل شي نو زه باور لرمه چې افغانستان به په تړون کې ګټه وکړي او که چیرته د مشورتي جرګې د کمیټو وړاندیزونه له پام وغورځول شي د تړون ټول مادې ما لوستلې دي بیا غوره خبره داده چې هیڅ لاسلیک نشي د افغانستان په اړه د امریکاپه څرګندونو کې تناقض د افغانستان د ټاکنو د وخت په را نږدې کیدو سره د افغانستان په اړه امریکايي دولت او مؤسسې له تناقض ډکې څرګندونې کوي . تیره اوونۍ د دیموکراسئ په نوم امریکايي مؤسسې وویل په ټاکنو کې به د افغانستان اویا سلنه خلک ګډون وکړي خو امریکايي فوځي چارواکي بیا وايي له دې هیواده د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان له جدي ننګونو سره مخ شي . د افغانستان طلوع تلوزوني چینل هم وايي د دې هیواد ۷۹ سلنه خلک به په ټاکنو کې ونډه ولري خو برتانوي جنرالان بیا وايي ښايي په هلمند کې ډيرې سیمې یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ورشي . دا احتمال شته چې د دې تناقضونو جرړه د امریکاد دولت او مؤسسو په خارجي او داخلي سیاست جوړونه پورې اړه ولري . د دیموکراسئ په نوم امریکايي مؤسسه ځکه وايي چې په افغانستان کې به په ټاکنو کې اویا سلنه خلک برخه واخلي چې د امریکا په داخل کې خلکو ته وښيي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عملیات بریالي دي په داسې حال کې چې د دې شمیرو خپرول د افغانستان له موجودو واقعیتونو سره اړخ نه لګوي . د افغانستان جګړې اوس مهال د امریکاپه تاریخ کې د تر ټولو منفورې جګړې نوم ګټلی او د امریکا ټولنې ته ېې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي ،که څه هم له دې جګړې د افغانستان خلکو ته اوښتي زیانونه په هیڅ صورت د امریکايي اړخ له زیانونو سره د پرتلې وړ نه دي بلکې افغانستان د امریکا د غرور او ماتې خوړلي یرغلیز سیاست ستر قرباني ګرځيدلی . په داسې حال کې چې امریکا هڅه کوي په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه د یو شمیر امریکايي سر چینو په یو اړخیزو نظر پوښتنو تکیه وکړي او دا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره لویه لاس ته راوړنه وښيي خو له ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغانستان د برخلیک په اړه د سپينې ماڼۍ له شکونو ډک انځور د نړۍ خلک په شک کې غورځوي . امریکا او ناټو چې د پخواني چوکاټ په اساس باید په ۲۰۱۴ م کال کې د افغانستان خاوره پریږدي هڅه کوي چې په دې جنګ ځپلي هیواد کې لا نور هم پاتې شي . وروسته له هغه چې افغان ولس مشر له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو ته شرطونه کیښودل سپينه ماڼۍ غواړي د خپلو رسنیو په زور د افغانستان امنیتي حالت په خراب او لړزانده ښودلو سره د افغانستان حکومت د امنیتي تړون لاسلیکولو لپاره تر فشار لاندې ونیسي او داسې وښيي چې افغانستان لا هم د امنیت د تأمین لپاره بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لري . په همدې لړ کې د طالبانو بیا واک ته رسیدل هم د کابل د دولت لپاره یو نوی ګواښ په ګوټه کیږي . په همدې حال کې د ولس مشر لومړي مرستیال قسیم فهیم له بهرنیو داخلي ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو د انتقال لپاره د داخلي ځواکونو په وړتیا ټينګار وکړ او زیاته ېې کړه دا ځواکونه د هر ‌ډول ګواښ د مقابلې وړتیا لري داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د امریکايي سرچینو دوه ګوني او متضاد راپورنه چې د عمومي افکارو د غولولو په موخه خپریږي نور کارندوالی نه لري ځکه د نورې نړۍ په پرتله د دې همدې دوو هیوادونو خلک اوس ښه بېر پوهیدلی او د باور وړ ېې نه ګڼي . . د امنيتي تړون په اړه د امريکې ضرب الاجل پای ته ورسيد نن د ۲۰۱۴ کال د جنوري د مياشتې لومړۍ نيټه ده او افغانستان ته د امنيتي تړون په برخه کې د امريکې له لوري ټاکل شوی ضرب الاجل هم پای ته ورسید. ياد کال چې په افغانستان کې ډيرو رسنيو خبري سرټکی کړی و، نور پيل شو او اوس اوس کيدای شي رسنۍ بل کال يانې ۲۰۱۵ تر ټولو مهم وبولي. افغان ځواک رسنيز مرکز سهار مهال له ډيرو افغانانو سره مرکې کړي دي خو د مرکو ټول  نچوړ دادی چې افغانان راتلونکې ته هيله من دي. يو تن چې محمود نوميږي له افغان ځواک سره يي په خبرو کې داسې وويل:« بس دومره مهم دی چې يو کال عمر مو کم شو، نور نو رسنيز تبليغات او دې ته ورته کړنې يوازې اذهان مغشوشولای شي نور هيڅ هم نشته انشاالله د خیر کال به وي.» يو بل تن چې ګل محمد نوميږي په خندا يي وویل:« امريکې خو ويل چې قیامت به شي خو قيامت نشو بلکه هرڅه سم روان دي او نور به هم د سمون لوري ته ځي.» د ۲۰۱۳ کال وروستۍ ورځې ځکه ډيرې مهمې شوې چې افغان ولسمشر حامدکرزي د مشورتي لويي جرګې په وروستۍ ورځ تر سپينو خبرو وروسته امريکې ته څو شرطونه وړاندې کړل چې د کورنو نه پلټل، امنيت او سوله يي غټې خبرې وې. د ولسمشر تر دې خبرو وروسته په ټوليز ډول سره له نوموړي ډير خفه افغانان خوښ شول او په ټوليزو رسنيو کې خو ډيرو ان د بابا لقب هم ورکړ. د ولسمشر تر دې خبرو وروسته خلکو د لومړي ځل لپاره د همدې کال په وروستيو کې د نوموړي ۵۶ کليزه ولمانځله چې تر ډيره يي لامل او د خلکو ورسره ډيره مينه هم د نوموړي وروستۍ خبرې وې. په تیر شوي کال کې د بهرنيو ځواکونو تلفات کم خو د افغان ځواکونو تلفات د امنيتي چارو د تر لاسه کولو له امله ډير و. په دې کال کې ټول ټال ۱۵۱ بهرني سرتيري وژل شوي و چې دا شمېر تير کال ۳۹۴ تنو ته رسيده. خو په تير شوي کال کې ټول ټال ۲۷۶۷ افغان سرتيري په بيلابيلو پيښو کې شهيدان شوي دي چې تير کال ياد شمېر۱۸۷۰ تنو ته رسيده. په دې کال کې د ملکي وګړو تلفات هم لس سلنه ډير شوي و. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په دې کال کې ۲۷۳۰ تنه افغانان شهيدان شوي او ۵۱۶۹ تنه ټپيان شوي و. په افغانستان کې په تيرو لسو کلونوکې ټول ټال ۱۷۸۸ امريکايان وژل شوي او تر شلو زرو پورې نور په بيلابيلو پيښو کې ټپيان شوي دي. افغانستان او ۲۰۱۳ کال: په دې کال کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته نوم ليکنه مهمه خبره وه چې په ترڅ کې يو شمېر وزيرانو او د ملي شورا غړو هم د ټاکنيزو هڅو او نوماندانو په توګه استعفاوې ورکړې. افغانستان په دې کال کې له بريتانيا، شمالي ايرلند، فنلند، ډنمارک او اندونيزیاسره تړونونه لاسليک کړل. د طالبانو دفتر: په دې کال کې بله مهمه پيښه په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستل کيدل خو دا چې د اسلامي امارت لوحه او سپين بيرغ پرې درول شوی و افغان دولت پرې نيوکې وکړې او بیرته وتړل شو. په دې کال کې د طالبانو مهم غړي لکه د  عدليي وزير ملانورالدين ترابي له بند څخه خوشې شو او يو زيات شمېر نور يي د پاکستان او بګرام له زندانونو خوشې شول. انقالي عدالت: په ۲۰۱۳ کال کې د انتقالي عدالت په برخه کې هم ځينې کارونه وشول، پخواني جنګ سالار عبدالرشيد دوستم مخکې تر دې چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي لومړی مرستيال شي د وژنو او زياتي له امله يي بخښنه وغوښته. د برښنايي پيژندپاڼو ويش: برښنايي تذکرې چې په پام کې و په ۲۰۱۳ کال کې و ويشل شي، د ملت، قوم او دين په اړه د ستونزو له امله يي د ويشل کيدو مخه ونيول شوه، ان تر دې چې د نفوسو په قانون کې د افغان او اسلام کليمې لرې کيدو پراخ لاريونونه هم له ځان سره لرل. د پنځه زره شهيدان نوملړ: په دې کال کې بله مهمهپيښه دا وه چې د ۱۹۷۸ او ۱۹۷کلونو د پنځو زرو تري شويو کسانو نوملړ چې د وخت نظام د روس په پلوي وژلي و خپور شو. اقتصاد: له دې سره سره چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيانو وتلو او دې ته ورته اوازو د افغانستان پر اقتصاد اغيز وکړ هرڅه ګران شول، خو بیا هم افغانستان له اقتصادي پلوه ښې لاسته راوړنې درلودې او ډير افغاني توکي بهر ته وړل کيدل او له پاکستان سره هم ځينې سوداګريزې ستونزې حل شوې. په دې کال کې ډيرو صنعتکارانو دوی ته د دولت پر نه پاملرنه نيوکې وکړې او بيا هم دوی د صنعتي پارکونو، پورونو ورکړې، ځانګړو امتیازاتو او له کورنيو توليداتو د حکومت د ملاتړغوښتنه يي کوله. په دې کال کې په هيواد کې د کانونو په برخه کې لا هم ستونزې وې چې ښه بيلګه يي د لوګر د عينک د مسو کان دی چې د چين ام سي سي شرکت ته ورکول شوی دی خو لا يي هم کارونه له ستونزو سره مخ دي. بشري حقونه: په تير کال کې په دې برخه کې افغانستان بيا هم له ستونزو سره مخ و، له ميرمنو سره د زياتي پيښې په دې کار کې ډيرې زړه بوګنونکې وې او له ډيرو خو اند د بدن غړي غوڅ شول، جنسي تيری پرې وشو او يو شمېر يي و هم وژل شوې. په دې کال کې د ماشومانو په برخه کې هم ستونزې ډيرې وې او ملګرو ملتونو ويل چې تر ۵۱ سلنه ډير افغان ماشومان کارونه کوي چې تر څلويښت سلنه ډير يي ياد کار د سخت فقر له امله کوي. له ښځو سره د زياتې په برخه کې د ستارې شونډو او پوزې غوڅولو پراخ غبرګونونه له ځان سره لرل او ويل کيدل چې ياد کار يي په نشه يي توکو روږدي خاوند چې تر دې دمه نه دی نيول شوی کړی دی. بله پيښه هم په هرات کې وه چې يو خاوند خپله ۱۹ کلنه ميرمن غرغره کړې وه. لوبې: په تير شوي کال کې بيا د نورو په پرتله لوبو افغانستان ته ډيرې خوښۍ ور وبخښلې او څو شپې د کابل ښار د ډيرو زياتو خوښيو شاهد و. په يوه بې سارې کړنه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نړۍ وال جام ته لاره پیدا کړه چې دې کړنې افغانان ډير زيات خوښ کړل. دې ټيم د کرکټ په نړۍ وال انجمن کې دوهم مقام خپل کړ او د امريکې، سکاټلنډ، ايرلنډ، کاناډا هيوادونو په رديف کې راغی. کرکټ د ۲۰۱۵ کال نړۍ وال جام ته چې په آستراليا او نوي زيلاند کې به ترسره شي لاره پيدا کړه. په دې کال کې فوټبال هم افغانان د خوښيو له امله سړکونو ته را و ويستل او هند ته د ماتې په ورکولو سره يي د سويلي آسيا د فوټبال د قهرمانۍ وياړ افغانستان ته راووړ. په ۲۰۱۳ کال کې له دې سره سره چې د لويديځو مطبوعاتې ډنډورې بيخې ډيرې وې او تل به يي افغانان وارخطا کول خو افغانانو بيا هم په پوره زغم سره د کلک هوډ په لرلو سره يو بل کال هم آخر کړ او نړۍ ته يي وښوده چې د دوی ارادې پياوړې دي. خو هغه څه لا هم په افغانستان کې بيخي ډير او تر اوسه د نړۍ په لومړيو هيوادونو کې هغه فساد دی  چې تر ډيره يي افغانستان په نړۍ واله کچه يو ډول منزوي کړی دی. افغان ځواک ـ خبرخونه دستآورد های سیاسی حکومت افغانستان در سال 2013! وزارت خارجه افغانستان از لحاظ سیاسی سال 2013 میلادی را پُر از دستآورد می خواند. مسوولان در این وزارت می گویند که در کنار سایر موارد توانسته اند در این سال با تعداد از کشور ها پیمان همکاری های درازمدت ستراتیژیک را به امضا برسانند. با آن که تعدادی از کارشناسان دستآورد های سیاسی حکومت افغانستان را در سال 2013 میلادی قابل لمس نمی دانند اما وزارت خارجه این کشور ادعا می کند که این سال پُر دستآورد بوده است. جانان موسی زی سخنگوی این وزارت می گوید، در سال 2013 میلادی سطح همکاری های منطقوی تقویت و گسترش یافته اند. به گفتهء آقای موسی زی، آنان توانسته اند قرارداد همکاری های درازمدت ستراتیژیک را با چندین کشور به امضا برسانند: « در سال 2013 میلادی ما شاهد عقد یک سلسله اسناد دراز مدت استراتیژیک با چندین متحد بین المللی افغانستان بودیم و همچنان انجام مذاکرات دو جانبه با ایالات متحدهء امریکا در مورد موافقتنامه همکاری های دفاعی و امنیتی دو جانبه که بالاخره منتج به تدویر لویه جرگهء مشورتی مردم افغانستان شد و ما فعلاً در تلاش هستیم تا بتوانیم این موافقتنامه را بعد از اصول اطمینان ها و ضمانت های لازم از ایالات متحدهء امریکا در مورد تطبیق آن بین دو کشور به امضا برسانیم.» آقای موسی زی در بخش گسترش همکاری ها منطقوی به پروسه استانبول یا سومین نشست کشور های قلب آسیا که در سال 2013 میلادی در قزاقستان برگزار شد اشاره کرد. در نشست کشور های قلب آسیا در رابطه به همکاری های سیاسی، اقتصادی و امنیتی این کشور ها بحث گردید. آقای موسی زی همچنان گفت که در بخش پروسهء صلح نیز در این سال توانسته اند حمایت کشور های منطقه به خصوص پاکستان را در پشتیبانی از تلاش های صلح افغانستان جلب کنند. به گفتهء وی در نتیجه این تلاش ها شماری از زندانیان طالب از زندان های پاکستان از قید رها شدند. در ارتباط به پروسهء صلح افغانستان در سال 2013 میلادی، دفتر طالبان نیز در قطر افتتاح شد. اما حکومت افغانستان در رابطه به چگونگی گشایش این دفتر و بلند شدن بیرق طالبان عکس العمل شدید نشان داد که منجر به مسدود شدن این دفتر گردید. در این حال شماری از اعضای ولسی جرگه دستآورد های سیاسی حکومت افغانستان در عرصهء سیاسی این سال را اندک می خوانند اما می گویند که برگزاری لویه جرگه مشورتی در خصوص امضای توافقنامهء امنیتی و دفاعی میان کابل و واشنگتن یک دستآورد مهم در این زمینه بوده است. قدرت الله سهاک یکی از اعضای این جرگه در مورد گفت: « بزرگ ترین دستآورد سال 2013 میلادی برگزاری لویه جرگه مشورتی بود، زیرا برخی افراد نمی خواستند این جرگه برگزار گردد اما به فضل خداوند لویه جرگه مشورتی برگزارگردید و این مساله به نفع مردم افغانستان است زیرا اکثریت مردم خواهان امضای توافقنامهء امنیتی میان کابل و واشنگتن اند.» اما در این میان شماری از کارشناسان افغان عقد توافقنامه های ستراتیژیک را کافی ندانسته و آن را پیروزی حساب نمی کنند، زیرا به باور آنان نتایج امضای این توافقنامه ها در زنده گی افغان ها ملموس و اثر گذار نبوده است. ودیر صافی یکی از این آگاهان نیز به همین باور است: « صرف امضا کردن موافقتنامه استراتیژیک کفایت نمی کند و پیروزی گفته نمی شود. این طور یک مثال ما گفته نمی توانیم که از اثر پیمان استراتیژیک به نفع مردم افغانستان چی به دست آمده است.» به گفته آقای صافی، بزرگ ترین دستآورد سیاسی حکومت افغانستان در سال 2013 میلادی تشکیل کمیسیون های انتخاباتی و نهایی شدن فهرست کاندیدان انتخابات بوده است. افغانستان در چند سال گذشته سند همکاری های ستراتیژیک را با هند، امریکا، جرمنی، بریتانیا، فرانسه، ایتالیا، فنلند، دنمارک، ناروی، پولند، آسترالیا، ترکیه و ایران امضا کرده است. اما تا هنوز هم تنش ها روی امضای توافقنامهء امنیتی و دفاعی میان کابل و واشنگتن ادامه دارند. سحرلیوال دستآورد های افغانستان در عرصه های اقتصاد، تجارت و سرمایه گذاری در 2013! برخی نهاد های دولتی و خصوصی در افغانستان، سال 2013 را از لحاظ  رشد اقتصاد، تجارت و سرمایه گذاری در این کشور یک سال پُر دستآورد می خوانند. در خصوص رشد اقتصاد، تجارت و سرمایه گذاری در سال 2013 میلادی در افغانستان میان نهاد های دولتی و خصوصی دیگاه های متفاوت موجود اند. ادارهء آیسا یا حمایت از سرمایه گذاری می گوید که با وجود چالش ها در سال 2013، نزدیک به هشت صد میلیون دالر در افغانستان سرمایه گذاری شده که بیش از هشتاد درصد آن توسط افغان ها صورت گرفته است. وفی الله افتخار رییس این نهاد در صحبت با رادیو آزادی گفت، این سرمایه گذاری ها بیشتر در بخش های صنعت، معادن، زراعت و ترانزیت صورت گرفته اند: « خوشبختانه در سال گذشته در همین سه سکتور زیاد سرمایه گذاری شده است، تصفیه خانه های مواد نفتی ساخته شده، شرکت های تولیدی و بعضی شرکت های زراعتی به شمول فارم های مالداری و مرغ داری ایجاد شده اند و سال 2013، یک سالِ بود که ما سرمایه گذاری را در سکتور های واقعی رشد دادیم.» آقای افتخار افزود، در جریان این سال از طریق برگزاری کنفرانس های ملی و بین المللی تلاش صورت گرفته تا فرصت ها در افغانستان به سرمایه گذاران خارجی تشریح شود تا آنان به سرمایه گذاری در این کشور تشویق گردند. به گفتهء وی، در جریان سال 2013 سرمایه گذاران چندین کشور به شمول هند، پاکستان، امارات متحده عربی، ترکیه، قطر و روسیه در بخش های مختلف در افغانستان سرمایه گذاری کرده اند. این در حالیست که در جریان همین سال مسوولان اتاق تجارت و صنایع گفتند که بیش از یک هزار فابریکه تولیدی در افغانستان سقوط کرده و شماری زیاد از مردم بیکار شده اند. از سوی هم وزارت تجارت و صنایع می گوید که افغانستان در سال 2013میلادی در بخش صادرات نسبت به واردات از وضعیت خوب برخوردار بوده است. وحیدالله غازی خیل سخنگوی این وزارت در صحبت با رادیو آزادی گفت، هند یکی از بازار های خوب برای صادرات افغانستان در این سال بوده است: « صادرات افغانستان معمولاً در بخش ترکاری و میوه جات زیاد بودند، ما تنها بین دونیم تا سه هزار تُن صادرات در بخش ترکاری و میوه داشتیم به کشور هندوستان اما واردات ما کمتر بود.» آقای غازی خیل علت افزایش صادرات را در سال گذشته نبود آفات طبیعی و بهتر شدن امکانات بسته بندی در داخل و بازاریابی در خارج از افغانستان عنوان کرد. مقامات وزارت تجارت و صنایع میزان واردات به کشور را شش میلیارد دالر و صادرات افغانستان به خارج را بیش از یک هزار میلیون دالر می خوانند. از سوی هم وزارت مالیه افغانستان می گوید که عواید حکومت افغانستان در سال گذشته میلادی از درک گمرکات، مالیات و تمام منابع عایداتی یک صد و یازده میلیارد افغانی بالغ شده است. مسوولان این وزارت همچنان گفته اند، تولیدات نا خالص ملی افغانستان در سال 2012 به بیش از 21 میلیارد و هفت صد ملیون دالر می رسید که این رقم در سال 2013 به بیش از 21 میلیارد و نُه صد ملیون دالر افزایش یافت. در میان این خوشبینی ها گفته می شود که اقتصاد افغانستان در سال 2013 بر علاوه پیشرفت ها با مشکلات نیز روبرو بوده است. فساد اداری، نبود مارکیت فروش برای محصولات داخلی، عدم تطبیق قوانین، اخاذی ها و مشکلات امنیتی از موانع سر راه رشد تجارت و سرمایه گذاری در افغانستان خوانده شده اند. خان جان الکوزی معاون اتاق تجارت و صنایع افغانستان با تایید برخی گفته های مقامات وزارت تجارت باز هم انتقاد می کند که کار و بار تجارت در تناسب به سال 2012حدود 46 درصد در سال 2013 کاهش یافته است: « این دقیق است که از لحاظ اخذ جواز و یا قرارداد های که در بخش معادن صورت گرفته شاید از لحاظ ارقام در سطح بالای قرار داشته باشد. اما اگر ما از لحاظ جای کار، ایجاد ظرفیت، فابریکات که عملاً به فعالیت آغاز کرده باشد و تجارت حرف بزنیم سال 2013میلادی بر ما بد ترین سال بوده است.» برخی کارشناسان نیز با مسوولان این اتاق هم نظر هستند که تا حال برای ایجاد فابریکات تولیدی کار موثر انجام نشده و بیکاری هم کاهش نیافته است. تاج محمد اکبر استاد پوهنځی اقتصاد پوهنتون کابل از طرز کار حکومت و نهاد های غیر دولتی انتقاد می کند که با دریافت میلیون ها دالر از جامعه جهانی برنامه درست برای تطبیق پروژه های انکشافی روی دست نداشته اند: « طرح و تطبیق باید صورت بگیرد و تطبیق را یک حاکمیت سالم کرده می تواند که ما متاسفانه در ظرف دوازده سال یک حاکمیت سالم نداشتیم و تمام برنامه های انکشافی که طرح شده بود، تطبیق نشدند.» گزارش ها می رسانند که افغانستان قبل از جنگ های داخلی با داشتن فابریکه های تولیدی در بخش اقتصادی از وضعیت خوب برخوردار بود، اما جنگ های داخلی و مداخله کشور های همسایه مانند سایر عرصه ها بخش های اقتصادی این کشور را نیز آسیب رساند. کشور های جهان پس از روی کار آمدن اداره موقت و حکومت انتخابی در افغانستان میلیون ها دالر را به بازسازی این کشور کمک کردند. اما انتقاد های وجود دارند که این پول ها به جای ساخت زیر بنا ها، بند های آب، رشد زراعت، اعمار پروژه های بنیادی، همه روی پروژه های کوتاه مدت سرمایه گذاری شده و کار بنیادی برای آینده این کشور انجام نشده است. جاوید حسن زاده پنتاگون از حکومت افغانستان می خواهد، توافقنامهء امنیتی را امضا کند در حالیکه جنگ افغانستان به بدنام ترین منازعهء مبدل شده که ایالات متحدهء امریکا در آن دخیل بوده است، پنتاگون یا وزرات دفاع امریکا از حکومت افغانستان تقاضا کرده است تا توافقنامهء همکاری های امنیتی و دفاعی را با واشنگتن امضا کند. تا اکنون حامد کرزی رییس جمهور افغانستان از امضای توافقنامهء همکاری های امنیتی و دفاعی با امریکا خودداری کرده است، توافقنامهء که تهداب پلانی را تشکیل می دهد که براساس آن تعدادی از نیرو های امریکایی بعد از سال 2014 میلادی در افغانستان باقی خواهند ماند. ستیف وارن (Steve Warren) سخنگوی وزرات دفاع امریکا روز دوشنبه گفت: “ما آماده یم تا این قرار داد را امضا کنیم. ما مکرراً از حکومت افغانستان خواسته ایم تا این توافقنامه را امضا کند. در صورتیکه این توافقنامه امضا نشود، ما مجبور خواهیم بود، برای آیندهء بعد از سال 2014 میلادی که نیروهای امریکایی در آن جا حضور نخواهند داشت، برنامه ریزی کنیم .” به نوشتهء روزنامهء  گاردین چاپ بریتانیا، ایالات متحده، بطور ناموفقانه تلاش کرد تا سایر مقامات حکومت افغانستان را به تایید حضور دراز مدت امریکا در افغانستان تشویق کند، حضوری که 13 سال طول کشیده است. آنچه که برنامهء پنتاگون یا وزرات دفاع امریکا را دشوار می سازد، همه پرسی تازه در مورد حمایت از جنگ افغانستان است که توسط سی. ان. ان (CNN) و او. آر. سی (ORC) صورت گرفت و پایین ترین سطح حمایت از جنگ های را نشان می دهد که امریکا در آن دخیل بوده است. بر اساس این همه پرسی که روز دوشنبه نشر شد، 82 درصد مردم امریکا با جنگ افغانستان مخالف اند، صرف 17 درصد از آن حمایت می کنند. در حالیکه مخالفت مردم امریکا  از جنگ ویتنام در ماه می سال 1970 میلادی 56 در صد بود. جنرال جوزف دنفورد (Joseph Dunford) قوماندان نیروهای امریکایی و ناتو در افغانستان به حمایت از حضور 10 تا 13 هزار عسکر در افغانستان صحبت کرده است. بدون توافقنامهء همکاری های امنیتی و دفاعی ایالات متحدهء هوشدار داده است که همهء نیروهای نظامیش را مانند عراق از افغانستان خارج خواهد ساخت. به عقیدهء مقامات استخبارتی حتی اگر افغان ها با حضور نیروهای امریکایی هم موافقت کنند، بعد از سال 2014 میلادی دستاورد های حاصل شده، شاید در جریان چند سال تبخیر شود. ستیف وارن (Steve Warren) سخنگوی وزرات دفاع امریکا از تبصره در مورد نظریهء مقامات استخبارتی خود داری کرده، اما آن را یکی از عناصر پروسهء تصمیم گیری پالیسی ساز، خوانده است. حکومت افغانستان روی شرایط اش بخاطر امضای پیمان امنیتی تاکید کرد با آنکه حکومت افغانستان بار دیگر روی عملی شدن تمام شرایط اش بخاطر امضای سند امنیتی و دفاعی با امریکا تاکید می کند اما می گوید که آغاز عملی پروسه صلح یکی از شرایط اساسی آنان است. ایمل فیضی سخنگوی رییس جمهور کرزی، تامین صلح در افغانستان، متوقف شدن عملیات نیرو های خارجی و عدم مداخله خارجی ها در انتخابات آینده ریاست جمهوری را از شرط های حکومت افغانستان می خواند. آقای فیضی در یک مصاحبه با تلویزیون آشنا گفته است که پروسه صلح زمانی در کشور عملی می گردد که طالبان مسلح با شورای عالی صلح عملاً وارد مذاکره شوند: « در عمل ما باید شاهد باشیم که طالبان اعلام نمایند که با پروسه صلح یکجا می شوند و مذاکرات صلح را با شورای عالی صلح و طالبان آغاز کنند، شرط دوم متوقف شدن عملیات است که هنوز هم از سوی نیرو های امریکایی و بین المللی بر خانه های افغان ها جریان دارد، ما می خواهیم که این عملیات بصورت کامل متوقف گردد.» پس از فیصلهء لویه جرگه مشورتی در خصوص امضای توافقنامهء امنیتی و دفاعی میان کابل و واشنگتن، تنش ها بخاطر امضای این سند میان دو کشور ادامه دارند. اما به گفته مقامات افغان، با وجود فشار ها هنوز هم رییس جمهور کرزی بخاطر امضای این سند آماده نشده است. با آنکه رییس جمهور کرزی امضای این سند را به نفع مردم افغانستان می داند، اما تاکید می کند که ایالات متحده امریکا باید قبل از امضای آن شرط های حکومت این کشور را بپذیرد. رییس جمهور کرزی گفته است که صلح در افغانستان اول در دست امریکا و بعد در دست پاکستان است. ایمل فیضی سخنگوی رییس جمهور افغانستان می گوید که بحث ها بخاطر امضای این سند جریان دارند و هر زمانی که اقدامات لازم بخاطر پذیرفتن شرایط افغانستان از سوی ایالات متحده امریکا صورت گیرند توافقنامه امنیتی و دفاعی میان کابل و واشنگتن به امضا خواهد رسید: « در این مورد مذاکرات جریان دارد و اگر این شرایط از سوی امریکا بطور عملی  پذیرفته شد و اقدامات لازم صورت گیرند، یقیناً تمام این اقدامات زمینه را بخاطر امضای سند امنیتی و دفاعی با امریکا مساعد خواهند ساخت.» این اظهارات در حالی مطرح می شوند که شماری از مردم، احزاب سیاسی و برخی از اعضای شورای ملی  روی هر چه زودتر به امضا رسیدن سند امنیتی و دفاعی میان کابل و واشنگتن تاکید می کنند. اما رییس جمهور کرزی گفته است، تا زمانیکه شرط های افغانستان از سوی امریکا پذیرفته نشوند، این سند امضا نخواهد شد.