د « النجم » په هنداره کښې

مولانا نجم الدین آخند زاده

لیکنه اوټولونه:
امین الدین « سعیدي – سعید افغاني »

د کتاب ځانګړتیاوې:

 

مولانا نجم الدین آخند زاده

د « النجم » په هنداره کښې

لیکنه اوټولونه : امین الدین « سعیدي – سعید افغاني »

 

تایپ او دیزاین: عـزیـز« سعیدی»

لومړۍ چاپ:  ۱۳۸۷ هـ . ش ( آلمان)

دافغان استراتیژیکو څیړنو مرکز او دحق دلارې کلتوري ټولنې له خوا

دوهم چاپ: قاهره

 

خپرونکی: د مصر په عربي جمهوریت کې

د افغانستان د اسلامي  جمهوریت سفارت، فرهنګي څانګه

نیټه:  (  د وږي ۳۰) د 1396 لېږدیز لمریز کال

د 1438  ق  د ذوالحجة30  د ( 2017 د سپتمبر21)

 

نشراتي لړۍ: یو سل او دیارلسم (113) کتاب

 

amb.afghanistan@yahoo.com

saidafghani@hotmail.com

 

پیشگفتار

 

رسالهء  « مولانا نجم الدین آخند زاده د “النجم” په هنداره کښې »،  ده سال قبل توسط برادر گرامی الحاج دکتور امین الدین  سعیدی  فرزند رشید مؤسس و بنیانگذار  هفته نامهء «النجم » به مناسبت پنجاهمین سالگرد تأسیس آن هفته نامه، در یک فضای دور از میهن  یعنی در  جمهوری فدرال آلمان، از طرف “د افغان اســـتراتـیژیکو څـیړنیز مرکز او دحق دلارې دکلتوري ټولنې” اقبال چاپ یافت و مورد استقبال گرم خوانندگانی که به مسایل فکری، ادبی وروزنامه‌نگاری علاقه دارند، قرار گرفت و دانشمندانی نظیر پروفیسور عبد الله بختانی خدمتگار و استاد حبیب الله رفیع نیز بر آن مقدمه نگاشتند.

اینک شصتمین سالگرد تأسیس آن هفته نامه فرا می‌رسد و آقای  امین الدین سعیدي فرزند رشید مولانا دکتور سعید افغانی مناسب  انگاشتند تا  این رساله بار دیگر؛ اما در قاهره یا سرزمینی نشر شود که  پدر دانشمندش  نیم قرن قبل  از همان ” نجم المدارس” به قاهره آمد و سرانجام به مثابهء نخستین افغان، حایز به اخذ درجهء داکتری در فلسفهء اسلامی، از  دانشگاه مشهور جهان اسلام یعنی  “ازهر شریف” گردید.

بخش فرهنگی  سفارت افغانستان  در قاهره  افتخار دارد این رساله را که با نام یکتن از پیشگامان جهاد، مبارزه، دانش و عرفان سرزمین سرمدی ما افغانستان؛ یعنی مولانا نجم الدین آخند زاده پیوند دارد و همچنان یاد یکی از دانشمندان مشهور افغانستان دکتور سعید افغانی را نیز زنده می‌کند، به خوانندگان عزیر پیشکش می‌نماید، آرزومند است این رساله، مورد استفاده و استفاضه خوانندگان ارجمند  قرار گیرد.

 

ومن الله التوفیق

فضل الرحمن فاضل

سفیر افغانستان در کشور عربی مصر – قاهره

بسم الله الرحمن الرحیم

 

مصلح او مجاهد ملا نجم الدين اخند زاده

لــیـکــنــه او ټـولــونـه:

امــیــن الـدیــن « ســعــیـدي- سعیدافغاني  »

دافغان اســـتراتـیژیکو څـیړنو مرکز

اودحق دلارې کلتوري ټولنې مسؤل مدیر– جرمني

 

ســریــزه

 

د حق دلارې کلتوري ټولنه اود افغانستان استراتیژیکو څیړنو مرکز، در فرهنګي هلو ځلو  په لړ کې یو هـم  د هېوادمذهبي، تصوفي او ستر مجاهد شیخ ملا نجم الدین «آخند زاده  صاحب»  لنډ  ژوند  لیک دې  چې  د «  مصلح او مجاهد ملانجم الدين  اخند زاده  » ترعنوان   لاندې  ګرانو ، درنو  وطنوالو او د  «  هډې صاحب »  مینه والو ته یې  وړاندې کوم .

 

د النجم جریده، هغه  قلمي جریده  ده  چې  پنځوس کاله ( نيمه  پيړۍ )  مخکې   زما  د مرحوم پلار مولانا  دوکتور محمد سعید « سعید افغاني » له خوا  چې  د « نجم المدارس »  مدرس  او بیا مدیر وه ، تأسیس او خپره  شوه  او په دريمه گڼه  کې  داسې  ولیکل:

« مونږ غواړو چه د نجم الدين آخندزاده صاحب په حقله څه وليکو. که چاته دده د ژوندانه  د  حالاتو او دده د غزاګانو او دده د مأذونانو او مخلصانو په متعلق موثوق معلومات وي، هيله کوو چه په دغه ليار کښې مونږ سره معاونت وکړي .» او روسته بیا  د آخندزاده صاحب  په هکله مفصل  معلومات خپاره  شول.   

دا جریدې چې یواځنې اصل یې زمونږ په اختیار کې  دی، او د را  ټولولو، تهیه ،  ترتیب  او  نشر کارونه یې  زما په غاړه اچول شوي وه.  ما  په پوره  دقت او  امانت دارۍ  دادی  دا دنده  بشپړه او تکمیله  کړه،  او په  ډېرې مینې یې  ستاسو  مبارک  حضور  ته  ډالۍ  کوم.

د یادونې  وړ ده  چې په دې برخه کې؛ د وطن  نامتو لیکوال  او ملي شخصیت  محترم   پروفیسور عبد الله بختاني خدمتګار او همداسې د  محترم استاد څیړندوی حبيب الله «رفیع » او محترم استاد فضل الرحمن « فاضل »  د عالمانه لارښونو  نه  د زړه  له  کومې  مننه  کوم،  او الله  تعالی  دې  په  خپل  فضل  او مرحمت؛ هغو ته  اجر  ورکړي.             

همداسې  د یادونې  وړګنم   چې  زه  دا  مجموعه   د خپل  مرحوم  پلار  مولانا  دوکتور محمد  سعید « سعید افغاني »   چې  د اسلام  مبارک  دین  او  د  سولې، ښه تفاهم  او دخیر او سلم   لپاره یې   تر  آخرنۍ  سلګۍ  پورې  مجاهدت  وکړ ، اهداء  کوم  او د  حق تعالی  نه  ورته د دایمي  سعادت  هیله  کوم.

 

امین یا رب العالمین

امین الدین  « سعیدي ـ  سعید افغاني »

د حق دلارې  د کلتوري مرکز  څخه

د دسمبر میاشت، د  ۲۰۰۹  م – کال، جرمني – برول

دپروفیسور عبد الله  بختاني خدمتگار سریزه

گران  وراره  ښاغلي  امين الدين «  سعيدي »

د حق د لارې امين او په دنيا او آخرت کښې سعيد و اوسې.

ډېر خوشحاله يم چه خپل فکر په کار آچوې، قلم چلوې، وخت په وخت خپرونې کوې، له وخت نه گټه اوچتوې او فعال يې.
ستا زياترې خپرونې  لنډې گنډې دي. حجم يې  ورکوټى او معنا يې  لويه وي. او خيرُالکلامِ  ما قَـل و دَلَ .

ستا د دغه ډول  کارونو، درې  سوغاتونه راورســﭕـدل، په مينه  مننه!
د « النجم جريده » په دې کښې ډېر اهميت لري، چه يو تاريخي  فرهنگي  خطي  سند دې  د چاپ له ليارې  تاريخ  ته سپارلى دى.

د مدرسې د خطي  جريدې د اوو گڼو محتويات  دې هم عيناً او هم په ټايپي توگه چاپ کړي دي . لوى کار دى او ډېر ارزښت لري.

ماچه وکتل، پنځوس کاله ( نيمه  پيړۍ) د  مخه زمانه راته داعي  شوه.  ستا د ارواښاد  پلار  مولوي محمد سعيد « سعيد افغاني »  نوراني څيره مې مخې ته و درېدله . هغه د نجم المدارس مُدّرِس او سر مدرس وو. زه د « ننگرهار » د ادبي، ثقافتي  مياشتـنئ  مجلې  مسؤول  مدير وم.

کله به مو په هډه او کله به مو په جلال آباد کښې ناسته پاسته وه.  د مدرسې او مطبوعاتو تر  مېنځ مو روابط ټينگ کړي وو.  متقابله همکاري، راشه  درشه ، مشورې او مشاورې  وې.

        د «  النجم »  د جريدې تأسيس  د همدې همفکريو  يوه نتيجه وه،  هغه خبرې را  په زړه شوې چه مـا ستا مرحوم پلار  مـولوي صاحب ته وويل: د جريدې لپاره « النجم » مناسب نوم دى. دا به بیشکه  د مدرسې د شاگردانو لپاره تربيتي او تشويقي پاڼه وي.

خو دې سره له تا څخه دا توقع هم په ځاى ده چه ( د دين ستوری ) مولانا نجم الدين پکښې ښه وځلوې او دې کار ته د مدرسې استادان او شاگردان وهڅوې .

همداسې وشوو.

د جريدې دلومړئ گڼې په سر مقاله کښې لولو : « . . . د ننگرهارپه ورځپاڼه کښې د مدرسې د منسوبينو تبليغي خدمت هغه دى چه ليدل کیږي . . . اوس د النجم اخبار، سره د ټولو مشکلاتو ، مېنځ ته راغله . . . »

په درېيمه گڼه کښې بيا (( هيله )) څرگنده شوې ده: (( مونږ غواړو چه د نجم الدين آخندزاده صاحب په حقله څه وليکو. که چاته دده د ژوندانه د حالاتو او دده د غزاگانو او دده د مأذونانو او مخلصانو په متعلق موثوق  معلومات وي، هيله کوو  چه په  دغه ليار کښې  مونږ سره معاونت  وکړي .))

      د څلورمې گڼې سر مقاله، بيا د نجم المدارس او النجم د مدير په قلم  د (( مصلح او مجاهد )) تر عنوان لاندى داسې  پيليږي:  

(( دغه عنوان لاندې غواړم  چه د ملا نجم الدين  آخند زاده صاحب سوانح ، چه په خپل وخت کښې زيات مصلح  او د انگليسانو د استعمار په مقابل کـې  جنگـیدلى دى،  بيان  کړم.))

دغسې بيا د النجم  په نورو گڼو کښې،  د مدرسې  د استاذانو او شاگردانو په قلم ، د آخونزاده صاحب د ژوندانه  په ځانله ځانله اړخونو رڼا اچول شوې ده.  يعنى  د څــیـړنې  کار د هغې پر ليکوالو  ويشل شوى دى.  چه د تکرار مخنيوى وشي او ضروري ټکي  پاته  نه شي .  د کار  دا ويش  او ميتود  زما او د مولوي  صاحب په مشاوره  شوى دى.

هغه ورځ هم را ياده شوه چه په ١٣٣٩ هـ ش کال  مولوي احمد گل صاحب د مدرسې مشروو.  د  ذکر شوې لړۍ مضامين او د ننگرهار د يو شمـیـر نورو پوهانو ليکوالو مقالې. په نوموړي  مدرسه  کښې د يو څيـړنيز کنفرانس په ترڅ  کښې واورول شوې او يوه خوندوره مشاعره  هم وشوه.

په دغه مهال زه د ننگرهار د ورځپاڼې مسئول مدير وم. د کنفرانس د جوړېدو ، چلــیـدو، کاميابـیدو، تنظيم او د مضامينو او اشعارو په ايډيت او تنقيح کښې ، د مدرسې د ادارې ملګرى او مرستندوى وم. هغه ټول مطالب مې د ورځپاڼې له ليارې ، په دې هيله د تاريخ  حافظې ته وسپارلې چه گوندې  چــﯥ د کتاب په بڼه  چاپ شي.

ډېر ښه وشو چه په جرمني کښې دافغانستان د کولتوري ودې ټولنې ، پروسږ کال  زمونږ دا هيله تر سره کړه. او ډېر خوشحاله يم چه کتاب د لوستونکو ځانګړې توجه ځانته اړولې ده.

مثلاً :

ښاغلي فضل الرحمان فاضل هغه په دري ژبه ترجمه کړې او چاپ لاندې دى. کـیداى شي چه په ځينو نورو ژبو هم ترجمه شي.

او داده اوس تا د ( حضرت نجم الدين آخونزاده  مولوي ډاکټر سعيد افغاني د النجم په جريده کښې ) رساله  ليکلې او ترتيب کړې او تقريباً د هغه کتاب خلاصة الخلاصه دې  چاپ کړې ده.

گرانه  سعـيدى!

ماته ستا درېيم ارزښتمن  سوغات  د ( زن و نبوت )  رساله  ده. واقعاً  علمي او ابتکاري  څيړنه ده. هغې سره زما  نظريه هم چاپ شوې ده.  تاته د هغې  رسالې د ليکلو او چاپولو مبارکي هم وايم.

د الله پاک له  درباره درته  د نورو زياتو علمي څــېـړنو او خپرونو  برياليتوب  غواړم.    والسلام.

ستاسو خدمتگار

کابل _ خير خانه مېنه _ درېيمه برخه

د ١٣٨٧ د زمري اوله د ٢٠٠٨ د اگست ١٢ مه

د محترم استاد فضل الرحمن « فاضل » سریزه :

« النجم  » ستاره ای در آسمان مطبوعات  کشور

«النجم » هفته نامه دیواری ای بود که نیم قرن قبل به یمن  همت یکتن از دانشمندان  کشور تأسیس گردید ونخستین شمارهء  آن در برج میزان سال 1337 خورشیدی ، دیوار های  مدرسهء  نجم المدارس را در شرق کشور، آذین بَست.

مؤسس وسردبیر  این هفته نامه دکتور محمد سعید « سعید افغانی»   بود  که در آن  زمان،  مدرسهء نجم المدارس  را رهبری  می کرد  وآقای حضرت خان  شاگرد صنف دوازداهم آن مدرسه،  معاونیت هفته نام  «النجم » را بر عهده  داشت.

عنوان هفته نامه  به خاطر یاد آوری  از مجاهدات  و مبارزات  غازی  نامدار  ومجاهد پرهیزگار  مولا نا  نجم الدین  آخندزاده  صاحب  و فعالیت های  منسوبان  مدرسه  نجم المدارس  اخذ  شده است.

دوست  عزیز من  آقای امین الدین « سعیدی »  فرزند  رشید  دکتور محمد سعید سعید افغانی  که از سه  دهه بدینسو ،  فعالیت  فر هنگی  دارد ،  به همت او هشت  شماره  این هفته نامه  مجدداً  به زیور  طبع آراسته  می‌گردد.

« النجم »  شاید  با درنظرداشت  تاریخ نیم  قرن  قبل، در  مقایسه  با مطبوعات  امروزی، دارای  کاستی‌هایی  باشد، مثلا شاید  صفحه آرایی مناسبی  نداشته  باشد،  اما  با یقین کامل  در آن   دوران،  گام  استواری بوده است که باید بر داشته می شد،  واین گام  مهم  را  شادروان  دکتور محمد سعید سعید افغانی بر داشته  است.

« النجم »  در نخستین شماره اش هدف نشراتی خود را ، بیان  گزارشهای اجتماعی ، دینی و تر بیتی  خوانده است  و زمانی  که با ژرف  نگری  صفحات  آن  ورق  زده   شود ، خواننده  در می‌یابد که سر دبیر  دانشمند آن  شادروان  دکتور  سعید افغانی، بر نامه  های  سودمندی برای  آینده  داشته  وحتی  می‌ خواسته  است  با دریافت  امکانات  بیشتر «النجم »  را به  صورت  معیاری  وچاپی در خدمت  عامه  مردم  قرار دهد.

یکی  از اهداف غیر  مکتوب  سر د بیر « النجم »  پرورش  نسل  جدید  در میان دانش آموزان  مدرسه  نجم المدارس است، تا ایشان  را با  جهان  قلم  و مطبوعات  بیشتر آشنا  سازد.

مضامینی که در آن  دوران به قلم  شاگردان صنوف هشتم، نهم، دهم، یازدهم، ودوازدهم  نگارش  یافته  است، خواننده  را  به  آینده  امیدوار  می‌سازد و نیم قرن  بعد  وقتی  از  کار نامه  های  بعدی  شاگردان  آن   دوران اطلاع  حاصل می‌کنیم،  موثریت  و نقش  « النجم »  را در آگاهی بخشی  بهتر  درک  می نمائیم.

مثلاً  صمیم کاکړ شاگرد  صنف نهم  در سال 1337 خورشیدی بعد ها به حیث  یکتن  از پیشگامان  مبارزه اسلامی  می در خشد  و در راه  دفاع  از ارزش های  ملی  ودینی  جام شهادت می نوشد. یا مولوی  سلطان  عزیز شاگرد  صنف  هشتم آن دوران  که مضامینی  به قلم او در «النجم »  به چاپ رسیده است، بعدها خدمات  فراموش نا شدنی در عرصه  تعلیم  و تربیه  به و یژه  در میان  مهاجران در پشاور انجام  می دهد  کـــــه بلا ریب  هسته این فعالیت ها  در روش آموزش و پرورش  آن  سال  ها  در دل  او نقش بسته  است.

در « النجم»  اعلاناتی هم  به چشم  می خورد  که  به سهم  خود  برای آگاهی  بخشی دیگران  نهایت ارزنده است.  به گونه مثال  در  النجم  آمده  است که :

النجم به پرسشهای  شرعی  پاسخ می گوید  :

ویا  اینکه :

مضامین  ارسالی کوتاه،  مفید  ومتین  باشد.

یکی از پرسشهای  طرح  شده  در هفته  نامه  « النجم »  این  سؤال  نهات  سودمند  است  که :  « مدرسه  چگونه پیشرفت کند؟ »

در هر شمارهء  «النجم» ، چند  پاسخ به پرسش بالا  درج  شده است  که  در آن  دوران برای خوانند گان  رهگشا بوده است.

یکی از اعلانات  مهم  در هفته نامه  « النجم »  تقاضا از خوانندگان  است  تا معلوماتی که راجع  به جنبه  های  گونان گون زنده گی ومبارزات مجاهد  سُترگ، ملا نجم الدین  آخند زاده  دارند، جهت  نشر  به اداره «النجم » بفرستند.

اینجانب که حالا  این سطور  را می  نوشتم  به یاد جریدهء دیواری می افتم که ما متعلمان  صنف هشتم  مدرسهء امام  ابو حنیفه (رح) در کابل، در سال 1352 هجری خورشیدی به نام « لغة القرآن »  اولین و آخرین شماره آن را به دیوار آویختم که مضامین آن  توسط چند تن  از شاگردان صنف هشتم  تهیه می‌گردید  و به خامهء  زیبای امین الرحمن  خلیل  همصنف دیگر ما  خطاطی  می شد، و استاد زبان  عربی ما  استاد  ابراهیم  الشدی  تبعه  عربستان  سعودی،  از نگاه ادبی،  مضامین آن را اصلاح  می کرد . شاید آن  جریده که بدون  مشوره  آمر مدرسه بر دیوار  آویخته  شده بود،  باعث شد بعد از شماره اول  دیگر به چا پ نرسد.

به هر ترتیب  با این مقدمه  میان خوانند گان و متن کامل هفته نامه « النجم » بیشتر  حایل نمی‌گردم  و با قدر دانی از زحمات  برادر گرامی ام آقای امین الدین «  سعیدی » وطلب مغفرت وآمرزش برای دکتور سعید افغانی، مؤسس و سر دبیر  « النجم »  موفقیت های بیشتری  را برای  برادر گرامی آقای امین الدین « سعیدی » آرزومندم.

 

فضل  الرحمن  « فاضل »

12 اسد 1387  خورشیدی – کابل

د استاد حبيب الله « رفیع » سریزه

 

د « النجم » دورکې جريدې څوگڼې

 

«خپرونې » درڼا په لور ګامونه دي، دروڼتيا په لور ګامونه دي او د پرمختيا په لور ګامونه دي چې دچاپ اختراع دا رڼا د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوله.

افغانستان ته هم چاپ او مطبعه او ورسره خپرونې او مطبوعات څه کم يوه نيمه پيړۍ وړاندې را غلل او د ( شمس النهار ) لمر دهيواد  دخپرونو په تياره اسمان کې څيره و وهله  او همدا  لمر به کله ولويد او لکه به بيرته راوخوت.

په ١٢٩٨ لمريز کال ( ١٩١٩ ع ) په هيواد کې دخپلواکۍ دلمر له راختلو سره  د افغانستان  دخپرونو اسمان تر پخوا ډير رنګين  او د راز، راز خپرونو په رڼاؤ زرين شو .

ښوونځي او مدرسې په خپله  د رڼا مر کزونه دي، په دې وخت کې له دې مرکزونو سره  دخپرونو رڼا  هم  ملګرې  شوه  او دا لړى نور على  نور شوه  او د هيواد  له لومړنۍ مدرسې حبيبې  څخه د «معرف معارف » مياشتنۍ  جيبي مجله را ووته چې  دليسې مدير محمد حسين دلېسې دزده کوونکو په وسيله چلوله او دحبيبيې د زده کوونکو مقالې په پکې خپريدې، دمستوراتو ښوونځي  هم  چې  په  هيواد  کې دنجونو لمړنی ښوونځى  ؤ  د  « ارشاد النسوان »  په نامه  جريده  را وايسته  او بيا  د آئينهء عرفان  مجله خپره شوه او د اماني  دروې له پاى سره د « مکتب جريده » نشر شوه.

تر اغتشاش   وروسته  دا کار غړند شو  او تر ډيره  وخته  معارف  ډيرې لږ خپرونې  درلودې او تر « آئينه  عرفان » او « عـــرفــان »پرته پوهنې نورې خپرونې نه درلــودې ، د ارواښاد شهيد محمد داوؤد خان د صدارت  او د ارواښاد علي محمد پوپل  دپو هنې  دوزارت  په وخت کې دپو هنې دخپرونو  يوه  نوې او ګټوره لړۍ را پيل شوه ، په دې لړۍ کې د « اخبار عرفانى » جريده، د « آزادۍ » کالنۍ خپرونه د « ادب » څيړنيزه مجله ، « افغان طبي مجله » ، د « اقتصادي څيړنې »  مجله ، د « بخوان وبدان » مجله ، د « بدني روزنه » مجله، د «  پالندوى » مجله ، د «پولتخنيک » مجله، «پو هنه » مجله، د « جريده  تعليم وتربيه »، د« تعليم او تربيې » مجله ، د« څاروندى» مجله، « دحقوق » مجله، د «خدمت» مجله، « جريده دارالمعلمين»، د « ښوونکې » مجله ، د«علم او فن » مجله، د « کاپل پوهنتون خبرونه » خپرونه، د « نجونو روزل » مجله، « وږمه » مجله  اونورې خپرې شوې .

 

همدا راز داوخت ځينې ښوونځيو هم چاپي او قلمي خپرونې پيل کړې چې شميره يې لسهاؤ ته رسيده ، دنجات ښوونځي د « نجات »  جريده خپره کړه او نورنوټولو لېسود يوالي جريدې درلودې او دپو هنې وزارت کتابتون دکوچينانو ږغ مجله خپره کړه.

همداوخت چې دپوهنې  وزارت په مرکز او مربوطاتو او ښوونځيو او پو هنځيو کې مجلې او خپرونى راوتلې، له کابل  نه ډير لرې د ننګرهار  نجم المدارس په ديني  مدرسه کې ددې مدرسې  منور او پوه مدير ارواښاد ډاکتر  سعيد افغاني  د « النجم » په نامه  د جريدې  يو روڼ  ستورى  چى هره چارشنبه به يې له دي مدرسې نه سترګک واهه د  ١٣٣٧ لیږدیز کال دتلې په ٣٠ نيټه خپلې خپرونى پيل کړې او پکې ويې ليکل:

( دا اخبار  دمدرسې  جريانات ښيي او اجتماعي، ديني ، تربيوي خپرونې  کوي.)

له همدې هدف سره  سم يې  په ساده  روانه پښتو ټولنيز، فلسفي ، ادبي  او علمي مسايل او مطالب  خپرول  او ددې مدرسې د زده کوونکو د  ذهني تنوير او د سياسي او اجتماعي شعور د ويښولو له پاره ئې کار کاوه .

بل مهم ټکى دادى چې موږ هغه وخت ډيرې نورې ديني مدرسې هم درلودې لکه  په کابل  کې عربي دارالعلوم،  تخارستان ، فخر المدارس،  نور المدارس،  خو هغه  مدرسې  تر ډيره  حده  وچې ديني مدرسې وې او دنورو علومو تدريس ته لږ  بر خه  پکې   ورکول  کيدله،  خو  د ارواښاد  ډاکتر  سعيد افغاني د « النجم » محتويات ښيې چې ده نجم المدارس ته يو ذهني او فکري وسعت ورکړ اودديني علومو تر څنګ يې ، فلسفې ، حکمت  او نورو عقلي او نقلي علومو دزده کړې  په  لاره کې  هم پراخ نظر درلود  او دالنجم  جريده يې  پر  راز  راز موضوعاتو او مضامينو سپوللى  وه .

ښاغلي امين الدين  «سعیدی » ( د ډاکتر «سعید افغانی » خلف الصدق ) لوى کار کړى چې ددې قلمي جريدې اته ګڼې يې موندلې  او اوس يې تا سو ته د النجم  دتاريخي کلکيسون  په توګه وړاندې کوي ، دوى وايي   چې د دې جريدې  نورې ګڼې هم ليکل  شوې او په  قلم  تکثير  شوې دي.   کاشکي  هغه وموندلې شي  او که ونه موندلې شي هم لوى کار دا شوۍ چي دوۍ ددى ورکي قلمي او علمي جريدې څو ګڼې او نمونې  بيا موندې او دافغاني  خپرونو ډګر ته  يې رابر سيره کړې، زه مبارکي  ورکوم  او د ژوند  په ټولو  ډګرونو کې ئې  بریا  غواړم !

 

په درنښت

حبيب الله «رفیع »

دافغانستان دعلومو اکاډمۍ مشاور

٥/ ٥/ ١٣٨٧

مصلح او مجاهد
    ملانجم الدين آخند زاده

 

مولوي داکتر محمد سعيد  « سعيد افغاني »  چه  دهيواد دينى او ملى شخصيتونو له ژوندانه  سره  مينه  او خاصه  علاقه لرله ، دنجم الدين  آخوندزاده صاحب دڅيړنو تاداو په کال (   ١٣٣٧ لیږدیز) دنجم المدارس په مدرسه کښى کيښود:

کله چې مولوي سعيد افغاني په کال ( ١٣٣٧  لېږدیز) دهغه  مدرسې مدير او سر مدرس  و نو  هلته ئې  دمدرسې دشاګردانو  دديني  ، اجتماعي تربيتي  د لوړ تيا لپاره  اوه نيزه  قلمي جريده  په دوو مخونو کښې  دلمړي  ځل لپاره په نشراتو پيل وکړ.

ددې  جريدې لومړى ګڼه  د ١٣٣٧  هجري شمسي کال  دميزان په ٣٠ مه نيټه  د ( النجم )  په نامه  خپره شوه  چې  د آخوندزاده صاحب  له نامه  سره  ارتباط لرى.

مولوي داکتر  سعيد افغاني  د النجم  په څلورمه ګڼه کښې چې په کال ( ١٣٣٧ هجري شمسي)  دعقرب دمياشتې په (٢١ ) نيټه خپره شوه ، داسي وليکل:

 

النجم  ګڼه « ۴ »   چهارشنه  د  ۱۳۳۷ کال  ،   د عقرب   « ۷»

مصلح « مجاهد »

د  سعيد افغاني  لیکنه :

د دغه  عنوان لاندي غواړم چي  د ملا نجم الدين  اخندزاده صاحب، سوانح  چه په خپل  وخت  کښې زيات مصلح  او دانګليسانو په مقابل  کښې  په کلو کلو جنګيدلې،  بيان  کړم .   

۱ــ  د ده  اجمالي  پــيژندانه:

ملا نجم الدين  « اخند زاده  صاحب » «۱»   د امير عبدالرحمن  د پاچائى  په  وخت   کښې  د لــوى  اعتبار خاوند ؤ .  دغه  شاه دي سره دمأذونانو دکابل په ښار کې بندي کړو.

دى د بندي خانې نه په يو خاص تر تيب مخ  په مشرقى  وتيښتيده  او هلته  د مشرقي  په  سرحدادتو کښې   د مهمندو په  سيمه  په ژړوبى او چمرکند  کښې  اوسيده  او د انګليسانو په  مقابل  کښې  به جنګيده.  

دي بيا  دامير حبيب الله خان د پا چائى  په وخت  کښې  دهغه په غوښتنه  او اعتماد  بيرته  افغانستان  ته راغې  او دننګر هار  په  ولايت کښې دجلال کوټ  نه مخ په جنوب دهډې په  قريه  کښې اوسيده.  

ده د همدغه  پا چا  په عصر کښې  ډير  د اسلام  ددين  اساسونه محکم  کړل او  هر خواته  يې  ريشې  او پلى  خورې شوې او دى  د داسې  لوى  شخصيت  خاوند  شو ،  چه په  ټول  افغانستان  کښې  ده د خلکو  په عقيده  حاکميت درلوده.   دغه  منلى  شخصيت  د همدغه  امير  حبيب الله  په وخت  کښې  «   ۱۳۲۰  يا  ١٣٢١  هجري  قمرى »  کال ؤ  چه  د اجل  داعې  ته ئى  لبيک  وويلې.

په دى حساب  دده  د  وفات   تأريخ  ( قبر غازى ) « ١٣٢٠ » لیږدیز لمریز کال  دى .  د ده  مزار  او  مقبره  دهډې په  قريه  کښې   د والا حضرت  سر دار  محمد  داؤد خان د افغانستان   صدراعظم   په اهتمام  ښه  جوړه شوى.   د ده  هديره  د ټول  مشرقي  او سرحد   بلکه  د  ټول  افغانستان  او پشتونستان  د خلکو  د عقيدې  ځاى  دى «۲»

النجم  ګڼه « ۵ »  چهارشنه  د  ۱۳۳۷ کال  ،  د عقرب « ۲۸  »

مصلح « مجاهد »

د سعيد افغاني  لیکنه:

۲ــ د ده تفصيلى  پيژندنه :

دنجم الدين اخند زاده  صاحب  « رحمة الله  عليه »  د مفصل پيژندلو د پاره په کار ده چه  په لانده ډول سره ئې  وپيژنو :

۱ ــ  د ده عمر  او حيات  او قواره      

۲ــ  د ده هويت قوم  او نسب

۳ــ   د ده اصلى او فرعي مسکن  

۴ــ  د ده تحصيل  او علم

٥ ــ  د ده تصوف

٦ ــ  د ده  جهاد

٧ ــ  د ده  دشهرت  اندازه  او کار  روائې  تر مرګه  پورې

٨ ــ  د ده  مشهور  مأذونان او منسوبين

٩ ــ  دده د مرګ نه وروسته  شهرت او  تأثيرات

مګر ډير  تأسف دى چه د داسې  يو لوى شخصيت  چه د ټول  حيات  ګذارشات  او حر کات  ئې نهايت  متانت  او سنجيدګي  لري. هغومره  چه  ويل  کيږي  او يا  اورديل  کيږي  او يا ئې  وينو  په دغه  اندازه د ده سوانح  دليکلو  دپاره  چا  کوښښ  نه دى  کړى.  په دغه  حقله  زمونږ ګيله  دده  دمعقولو  منسوبينو نه  کوم  چه په خپل  وخت  کښى نهايت  منلي تير شوي،  زياته ده.  يوازې د ملا  طوطى آخند نه  هغه  هم  صرف  دده  د مواعيظو تذکرې،  مګر نهايت  ناقص  ليدل  کيږي  او بس.

په هر صورت  که اوس  زمونږ  په لاس  کښې  مطلوبه  معلومات  راشي   اميد  دى  چه  څه  نا  څه  خو به  ترې  جوړ شي  او آينده  د پاره  به  ګوندې  دغــه  آرزو  د  ده  پــوه  عقيدت مندان   کوښښ  وکړي  چه  زمونږ د هدف  نارسيده  مطلب  تکميل  او  پوره  کړي.  باور لرم  چه په دغه  ليار کښې  سعيه به د ده  د عقيدت  مندى  ښه  ثوبت  وي .

د ده عمر او حيات او قواره :

زمونږ په لاس  تحريري اسناد ډير کم  دي.  کوم  تحريري  سند  چه زمونږ په لاس کښې  شته  هغه  يوازى  د ده  د فوت  تأريخ  ښې چه په (١٣٢٠ )  او يا  ( ١٣١٩ )  هجرى  قمرى  کال  کښې  فوت  شوى، چه د ده  نه د ټول عمر اندازه نشي  معلو ميدلې.  مګر ؛  شفاهاً  مو  ډير  او ريدلي  چه  آخندزاده  صاحب  عمر  او يا  کلو په حدود  کښې  اندازه  کيدلې  شي.  خلک  وائي :   چه ښه  قوي وجود ئې درلوده مګر ؛ رياضيت  او تقوى  په وجه  نحيف  شوى ، حتى چه د ډير  رياضيت  په وجه  د ده  د لاسو رګونه  شنه شنه بلقيدل .

وائي  چه  دى ښه خوش قــواره  جږ  سړى ؤ ،  او په  اوچلي  باندې شين  خال  هــم درلوده  او د ده  دشين  ښکلى  خال  شهرت  زيات  ؤ .

د ده  رنګ  او قواره  با تاثيره  هيبت  ناکه  وه ، دورايه  به په  خلکو  د ده رعب وليده  مګر؛  په عين  وخت  کښې  مشفق  او مهريان هم  ؤ .

د د حيات ټول  په حرکت  کښې  تير شوى .  معلو ميږى  چه د ده  په  ضمير  کښى  يو داسى  اور    او تپش  او حرکت  مودجود ؤ  چه په يو ځاى نشو پاتې  کيدلى .

ده  هر چيرته  ته  دخلکو  په افکارو کښې  داسى  تحول  قايم  کړ ى  چه  تر ننه  هم  هغه  تحول  دخلکو  په مابين  کښې ياد  او د قدر  وړ دى  ده  په ځان باندى  ډير  خلک  د ښو اخلاقو په وجه عاشقان  کړي  ؤ.   د ده  د حقانيت  د اثبات  دپاره  دا کافى ده چه  دى ټولو  پوهو علماؤ منلى  ؤ  او د ده  حر کات  ئې   د اسلام  د دين  په اساس  موافق  ګڼل .

النجم  ګڼه « ۶»   چهارشنه  د  ۱۳۳۷ کال  ،   د  قوس  « ۵»

 

مصلح « مجاهد »

د  سعيد افغاني  لیکنه :

۳ــ د ده هــويت قــوم او نسب:

اصلي  او فرعي مسکن او ځايونه ئې :

ملا نجم الدين  « اخند زاده  صاحب »   په قوم  کاکړ او په مليت افغان  دى.  په اصل د جنوبى    شپلګر د علاقې نه دى، او هم هغلته  د ده نيکونه  او پلرونه  تير شوي «۳» .

دى بيا دتحصيل  او زده کړې  په وخت  کښې  د جنوبي نه مخ  په مشرقي  ننګرهار  را روان   شوای.  په ننګر هار  کښې  ځاى په ځاى  ديره  شوى او تحصيل ئې کړاى  دى.   

د تحصيل  دپاره آفريدوته  هم تللى.   پيښور او صوات کښې  هم اوسيدلى  دى.  ده  د تحصيل  نه ورسته  مخ  په  خپل  وطن افغانستان  روان شوې  او په هډه  کښې  اقامت اختيار کړى ؤ .

لکه  مخکښې  چه مو وويلې  د ځينې سياسي  معاذيرو په  وجه  کابل  ته غوښتل  شوى ؤ  دکابل  په ښار  تندور  سازى  کښې  او سيدلى  او بيا  دکابل  نه مخ  په ننګر هار  تلى او مهمندو  په علاقه  په جړوبى ،  او چمرکنډ کښې ‌  استوګنه  کړي  ده .

په ننګرهار  کښې  په روداتو  کښې  څه  موده تيره  کړي  او هلته  په فقير آباد  او نورو  روداتو  او شينوار کښې  ګر ځيدلى  .   په لغمان  او  سور رود   او کامه  او خو ګياڼو کښې  هم د وعظ  او تبليغ  او يا دنورو  مقاصدو په  مطلب  تلى دى ،  دګرمي   په وخت  کښې  دى  به کابل  ته هــم  تلو او هلته  په  پغمان  کښې  څه موده ئې  استو ګنه  کړى ده.

دى  په  شمالى  کښې  د کوه دامان  خواته د داؤدځو په علاقه  کښې   اوسيدلى او شايد  چـه هلته  به  د کــوه  دامــان  په ځينو  ځايو کښې  ګـرځيدلى وي،  مګر ؛ د ده  د حيات  آخرنى  شپې  او  ورځـې  د ننګرهار  په علاقه  د جلال کوټ  نه  درې  ميله  مخ  په جنوب  هــډه  کښې  تير  شوي  دي. دى شايد  په نورو ځايونو  کښې  هم  ګر ځيدلې   او يا اوسيدلى وي  مګر ؛ مونږ نه  دى اوريدلي،  نو ځکه  دليکو  جر ئت  نه کؤو .

د ده تحصيل او علم :

مخکښې  مو وويل  چه دى د تحصيل  دپاره  زيات  ګرځيدلې او په ډيرو  ځايونو کښې او سيدلى دى .

وائى چه  اخند زاده  صاحب ډير  پوه  او ښه  معقول عالم ؤ  په  تفسير ، او حديث ، قرائت ، صرف، او نحو ،  او فقه ،  او اصول ،  او معانى ،  منطق ،  او  هيئت  او رياضى ، او حکمت ،  او ميراٍ ،  او حساب  او  تصوف …   .

النجم  ګڼه « ۷ »   چهارشنه  د  ۱۳۳۷ کال  ،  د  قوس  « ۱۲ »

مصلح « مجاهد »

د  سعيد افغاني  لیکنه :

۴ــ  دده  دعلم  او تحصيل :

په علومو کښې  ئى  ښه  قوي  لاس درلوده ، رښتيا  دده  هغه  کتاب خانې نه چه  اوس د نجم المدارس په لاس  کښى  ده ، معلو ميږى چه دى  ښه  عميق  عالم  او د مطالعى  شائق  ؤ .

وائى  چه اخند زاده صاحب  به د علما  سره ډير  علمي  بحثونه  کول  ده به هميش  دعلم  دپاره  دعمل  اندازه  کتله  ،  د ده  استاذان هم  خلک ښه يادوى .

د ده  د استاذانو په سلسله کښى  د سر شاهى  نه چه سړى مخ  په بړو ځى  يو  هديره  ده  دهغى  ځاى  خلک  يو قبر ښى  وائى  دا داخندزاده  صاحب  استاذ  تير شوى او ډير  ښه مبارک  شخص ئى خلک  يادوى .

وائې  ملا نجم الدين اخندزاده  صاحب د ده زيارت  ته  را تلو دده استاذان  په ننګرهار  او سر حداتو او صوات  او پيښور  او شايد نورو ځايويونو  کښې هم  تير  شوى  وي.

کوم  وخت  چه دده  دعلم  قال نه مخ  په  علم  حال  تو جه  برابر وى  داوخت  دده  يو بله دوره  شروع کيږى.

دا په تواتر  ثابته  ده چه آخندزاده صاحب  دصوات صاحب نه  په  حيات  کښې د قادرى شريفى  طريقه  وکړه او په دغه  طريقه کښې ترنه درسونه  کامل کړو ، او مأذونى مرتبې  ته ورسيده.

ده په صوات کښې ډير وظايف  کړي او د صوات  صاحب په نزد  نهايت  منلى ؤ . که څه  هم  زمونږ سره  د ده  او صوات  صاحب په  هغه وخت  کښې د کرامت زياتې قيصى نشته مګر؛  مونږ  دومره  پوهيږو چه  دواړه  جنابان  با تقوى او پرهيز ګاران  تير شوى ،  عقيده لرو  چه اوراد  او وظايفي ئې  ډير پوره تأثيرات شته دي  مګر ؛  زه نه  غواړم چه دقيصو رطب اويالس ياد کړو .

وائي  ملا نجم الدين  اخند زاده  صاحب په څلور واړو  طريقو کښې  مأذون و « ۴» .  مګر ؛  ده  به خلکو ته  يوازۍ د  قادرى  طريقى  اجازه  ورکوله « ۵»  .  

 

النجم   ګڼه «  ۸»   چهارشنبه  د  ۱۳۳۷ کال  ، د  قوس  « ۱۹ »

مصلح « مجاهد »

د  سعيد افغاني  لیکنه:

۵ــ  د ده تحصيل او علم او تصوف:

هــډى صاحب عــالم ؤ ، مګر ؛  داسې  نه چه علم ئې   دعمل  سره نه  برابر يده  او يا  دسر  تنبه توب نه به ئى  کا راخستلو  او يا  د کبر  او غرور نه  ډ ک عالم  او يا  داچه  د ده علم د اوهامو او خرافاتو يوه مجموعه  ؤ  او يا   خداى ناکرده  چه ده به  دين ددنيا  دپاره  وسيله  ګرځولى  وي .    

دی  يو حقاني عالم ؤ،  ده  داسلام  دين  پيژندلو.  دى  په دې خبره  پو هيده  چه  خلکو  کښې  بايد  د  محبت او مؤدت  اساس  قایم  شي.  دى  ريا کار  صوفى نه ؤ،  او نه  دکونج  او صومعې طرفدار ؤ .  دى  يو اجتماعي شخصيت،  هميش  دناوړو رسم  او رواج سره  مجادلې کړي، خلک ئې  دبې کارۍ او تنبلۍ  نه  خلاصول .

مصلح او مجاهد

د  سعيد افغاني  لیکنه:

وائي نجم الدين آخندزاده  صاحب به علماؤ سر زيات  محبت  کولو او ښه  عالم  به ئې زيات  خوښو او نازوو.  

دهغه وخت علماؤ په ده باندې  دعلميت آزميښتونه  کړي ؤ  علماؤ ،  دده نه په  لويو لويو  کتاب، او علومو او په باريکه باريکه مسايلو کښې پوښتنې کولې، مګر؛ دده سره دعلميت اندازه  قوي وه.

دعلماؤ  پو ښتنو د پاره  ئې ښه  ځوابونه  ورکړي دي.  د علماؤ په نزد  ښه  جيد عالم ثبوت  شوى ؤ  نو ځکه  ئې  دی د دين  داقتدا  او ددين  دحمائې  دپاره  دهغه عصر  لوى  نابغه  شخصيت  ليدلو.  ده  علماء تربيه  کول  او علماؤ ته ئې  د عمل درس  ورکولو .

وائي نجم الدين   آخندزاده صاحب  ته هر کال  په سلهاؤ بړستنى جوړولې  او بخشش په ډول  به ئې ورکولې.  دى  دعلماؤ  دپاره خولى  او پګړى  پيداکولې او د بخشش په قسم به ئې  ورکولې.

دنجم الدين آخندزاده  صاحب  علمي  بحثونه علمي  موعظې  او خطابې   ښې  با تاثيره ياديږي.  ده خلکو ته  د کونج  او  زاويې  درس نه دى  ورکړى.  ده خلکو ته  دنيا  په دا شان  بده نه ده ظاهره  کړې، چه خلک  دې  دنيا  ترک  او کار دې نه کوي .

دى  په دې  خبره  پو هيده  چه ددنيا مذمت  هم ددې   د پاره  دى چه بايد مسلمان  د دنيا  د محبت اندازه وپيژني،  داسې  نه چه د دنيا د محبت په وجه  دخلکو  حقوق تلف  د رحم او عاطفى  خيال  ونه ساتي.

داسې  دنيا  نه چه  هرج  مرج  پيدا شي،  د جنګ  او قتل  موجب  وګرځي   او داسې  نه چه  خلک په  دنيا غَرَه  شي،  خپل  خالق  هير  کړي او دبلې  ورځې غمه  ورسره  نه وي . اوکه  نه  دنيا  د دې  دپاره چه د ځان او دخلکو دخدمت  او رفاهيت  په مقصد  وي  بده نه،  بلکه  پيد ا کول ئى  ثواپ  دى.

نجم الدين اخند زاده  صاحب  حقيقى عالم، په دې خبره ښه  پوهيده  چه ځنګه علماء دې په دې  پوه ؤ   چه د خلکو  داصلاح  دپاره  څنګه  علم  په کار دى.

ده  سره  دا ملاحظه  وه چه د وخت  او زمان  مراعات شته دى. ده علماء  په  ځان  را  ټول  کړل او  خلکو  کښې نوی روح پو کړو.

مګر ؛  ډير   تأسف  دى چه د ده  د کار نقشه  د ده نه پاتې  وروستينو خلکو  بدله  کړه.  په دې  پوه نه شول  چې  اصلى  سر څه  وٍي،  په دى ښه  پوه نشول  چه  د نجم الدين  اخند زاده  صاحب  مطلب  څه  ؤ .    چا داخيال وکړو  چه د آخند زاده  صاحب سره  د تسپو  دشمار  خيال  ؤ .

څوک په دى عقيده  لاړل چه ډوډۍ ورکول او لنګر مقصود دى، چا دا ګمان وکړو چه  په سر مراقبه  سپين  څادر  او قبا  په  کار  ده،  چا سره  دا  سودا  پيدا شوه چه چا  د ساده خلکو  په وسيله نور خلک تهديد ول  او غولول  په  کار دي.

‎همداوجه  وه چه چا دلنګر  په  نامه او چا د مسجد  د جوړولو په هنګامى  او  چا  د مدرسې  جوړولو  په انګازى، چا په  دې  نامه چه دا کـوم!!  او داسې  داسې  خيال  مې  دى  ناروا ، ناروا کارونه  وکړل.  عامونه ، عامونه  مسلمانان  ئى  په حقيقي  اسلام  باندى هم  بد ګمان  کړل.  

خدای خبر  چه  داسې  جنابان د اوسنی  اسلام  د ضعف  له امله  په هغه  ورځ  د پاک  خداى  په  لوى دربار  کښې  څه  ځواب  ورکوي؟

بايد  ووايم  چې:  نجم الدين  آخونزاده صاحب  په  مخلصانو کښې  ښه پاک  او پـوه  خلک هــم  وه. د هغوى د خــدمتونو اندازه  مونږ  سر شته.  اميد دى  چه د هغــوى  د کارنامو  تذکرى باندې آينده  تماس  و نيسم او خپلو  ګرانو  لو ستو نکو  دپاره ئې   دهدئې  په  ډول  وړاندې کړم .  

ــــــــــــــــــــــــــــ

( ١ ) سر محقق  عبدالله بختانى خدمتګار دنجم الدين اخندزاده صاحب دنوم په هکله  ليکي:

« ما د سر محقق مولوۍ محمد اکبر معتمد  شينوارى څخه څو څو ځلى اوريدلى دي چه هغه به ماته  ويل:  چې ما  د شينوار و صوفي  صاحب نه اوريدلى دي چې:  دهډى آخونزاده  صاحب  اصلي  نوم ( عبد القدير )  دى، مګر  د علم ،  رو حانيت او غزاګانو په برکت  و نورو  لخوا ورته  (نجم الدين )  لقب  ورکړ شوى دى چه  معناي‌ (د دين  ستورى )  کيږى. سعید افغاني

پرې اضافه کول غواړم چې هغه څوک چې درې نسله ملا وي نو هغه ته آخوندزاده وايي. آ. سعیدی

دشينوارو  صوفى صاحب اصلي نوم  صوفي علم گل  دى.  دآخوندزاده صاحب  مأذون  او هغه  ته نژدې سړى و په ډيرو غزاگانو کښې يې دجناب هډۍ صاحپ سره برخه  اخستی ده.»

( دهډې آخوندزاده  مولنا نجم الدين ) ليکنه: سر محقق عپد الله بختانى خدمتګار. دغه کتاب  په ١٣٨٧ ( دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه )

( ٢ ) دننګر هار د  سره رود  د ولسوالى  دچهارباغ حضرت محمد سعيد  سعيدى مجددي  عليه  الرحمه دحضرت صاحب عطاء معصوم  مجددي زوی دى.  په کال ١٢٥٧  هجري شمسي کښې په چهارباغ صفا کښې زيږيدلى او دسنبلى په شپږمه  کال ١٣٧٢ هجري شمسي د لوى اختر  دمياشتې  په ١٩ مه  دخوږ ياڼيو په اګام کښې  حق ته رسيدلى.   هغه مرحوم چې دمولانا  نجم الدين آخوندزاده  يو نژدې ملګرى، دوست، مريد   او خليفه  يا مأذون وو د نجم الدين د آخونزاده صاحب د وفات نيټه  په  خپله  هغه  مرثيه کښې  چې ( در مرثيه  غوث زمان  قطب  دوران  قدوۀ سالکان  پيشواى پير وجوان  مرشد  کاملم  محبوب  دلم  اعنى  صاحب  هډه رحمة الله عليه) په نامه ياديږي،  دنجم الدين آخند زاده صاحب د وفات نيټه: ( دچهار شنبې شبه  د ١٣٢٠  هجري قمري  کال د روژى دمياشتې ٢١ مه  معرفي کړې ده. )

 

مرحوم حضرت  صاحب محمد  سعيد د په خپلې  مرثيه کښې پدې هکله ليکي:

چــــــونکه سردار بشر  رفت ازاين دار فنا

صبر از رفتن خــــوبان  جهان مــــى بينم

صبر تلخ است وليکن ثمرش شيرين است

مژدهء نيک به صابر زسبحان  مــــــى بينم

ګر ازاين  دار فنا جـــــــان به سلامت ببرم

سابقون را همه  اى غمـــــزدګان مۍ بينم

شپ چهارشنبه  شنو تو ز وفــات صاحب

بيست ويکم  ز مه  و شهر  رمضان مۍ بينم

سنۀ الف  وهم  سه صد وعشرين بــه يقين

بيست ويکم  ز مه  و شهر رمضان مى بينم

چـــونکه خوبان  هم  رفتند سعيدى ز جهان

شو مجرد  کـــــه  ترا نيز  روان  مې بينم

 

در مرثيه اى که در فوق تقديم ګرديده،  با قيد ( يقين ) مصرع تاريخ ( سنۀ الف  و هم سه صد و عشرين ( ١٣٢٠ به يقين )  معرفي شده است.

( مأخذ: دمحترم سر محقق  عبد الله خدمتګار  دهډى اخوندزاده مولانا  نجم الدين  له کتاب نه  صفحه ١٣١ او ١٣٢  ) دچاپ کال ١٣٨٦  (٢٠٠٧ م )  ټولنه  لخوا  – جرمنى  ) په پيښاور کښې چاپ شوې.)

 

(٣) محترم سلطان عزيز دمرحوم آخوند زاده  صحا ب د نوم  په هکله داسې ليکي :

دمرحوم آخوندزاده صاحب نوم ( نجم الدين )  او اصلي مسکن ئې د افغانسان  شلګر دی.  ولې دوى په ننګرهار او صوات  او دپښتونستان  په نورو ځينو کښې په ( کابل ) ملا  شهرت  درلود  او  دوى  په خټه کاکړ او په کاکړو کښې ( ابک زائى ) او په ابک زايو کښې ( اخونزاده خيل )  حسابيږي دغه کورنى  او س هم په شلګر کښر په  اخونزاده  خيلو سره  خورا مشهوره ده  دهمدې کبله دوى ته  داخونزاده  لقب  هم  ور په برخه  شوۍ دى .

مونږ ته دمرحوم اخونزاده صاحب نژدې خپلوان  پوره  معلوم  ندي  مګر  دومره  خبر يو چه ، د دوى  مبارک  والد محمد حسن آخونزاده  نوميده  خو افواهى مو  اوريدلى دي  چه دوى نژدې  خپلوان ډير نه در لودل.

( مأخذ: دننګر هار  ورځپاڼه: ٤٩ مه ګڼه  د١٣٣٩  دثور ٣١ نيټه)  

( ٤ ) جناب نجم الدين آخوندزاده صاحب د قادرید طريقې شيخ او د تصوف په څلورو مشهورو طريقو  ( قادريه ، نقشبنديه ، چشتيه ، سهرورديه ) کې مرشد  او پير و.  او په سلګونه  مأذونان ئې درلودل.

آخوند زاده صاحب دقادريى  دطريقې نه  علاوه په دغه نورو  طريقو کې  هم اِذن ورکاوه.

(٥) ــ دهډې صاحب  مشهور  مأذونان :

يادونه:

مأذونان يا خليفه  هغه چاته وايي چه پير  ورته  دمريد نيولو  اجازه  ورکړې وي.

دآخوند زاده صاحب ځينى مأذونان هم دې درجې  ته رسيدلي ؤ  چې هغوى هم ځانته  مأذونان ټاکلي وو.

محترم  راز محمد  دغبرګولي  دمياشتې  په  ( ٣ او ٤ نيټه  )  کال  ١٣٣٩ لېږدیز – لمریز د ننګرهار  دورځپاڼې  په ( ٥٢ او ٥٣ ) ګڼې کښې  د نجم الدين آخند زاده  مشهور مأذونان په لاندې ډول معرفي کړي:

 

اول : ميا قمر  الدين:

ميا قمر الدين  صاحب په اصل  کښې دپېښور د اچنيى ؤ او بيا  د هغه ځاى ځنې  راغى او دلته دننګرهار  د روداتو  په بړو کښې هستوګنه درلوده.  وائي چه ډير ښه عالم او ښه قلم خاوند ؤ دتدريس او تأليف سره ئې ډير شوق لرلو چه دده تر  اوسه قلمي ځيني چاپي آثار شته دي.

 

دوم : د بُتخاک حضرت صاحب:

دبُت خاک  حضرت  صاحب چه دده  مبارک  نوم عبد الشکور او دزياتى تقوا  خاوند  او ښه  عالم  او مجاهد  هم ؤ . د چکنور ملا صاحب (محترم امير محمد  دمرحوم اخترمحمد زوى دننګر هار دمومند درى اوسيدونکى په کال ١٢٦٠ هجرى  قمرى زيږيدلى او پا کال ١٣٥٠ هجرى قمرى د ٩٠ کالو په عمر دمارسينګى په منطقه کشى وفات  شوى ) چۍ يو لوى مجاهد  شخص و  دبتخاک حضرت  ځينى ماذون شوى ؤ.

همدارنګه  جناب  مير صاحب  جان پادشاه  دسلام  پور  او استاد صاحب چه اصلى نوم يې جان پادشاه  دسلام شور او استاد  صاحب  چه اصلي  نوم يې پاينده محمد ؤ دهمدى بتخاک  حضرت صاحب  ماذون  او خپله   د اخونزاده صاحب  ډير ګران  مريدان وو چه استاذ  صاحب ئې  دخپلى کتابخانې متصرف  ګرځولى  او مير  صاحب جان  پادشاه  صاحب ئې څرنګه چه  يو  کره او نامتو  مجاهد او خانداني سړۍ و له  همدې امله ئى دلنګر انتظام همده ته  ور پلاس  کړى و.

( مورخين ليکى :  دلنګر انتظام  مرحوم مولانا نجم الدين اخندزاده  په خپل  ژوند کښې دکنړ مير صاحب جان  پاچا صاحپ  ته چه په شيخ پاچا  سره مشهور  و ورپلاس کړى و چه دمرحوم  اخندزاده دوفات  نه وروسته  هم  دده دوصيت  سره سم  دهمدى پاچا  صاحب  پلاس کښې و  او وروسته  بيا دده ځوى مرحوم  سيد عباس  پاچا  صاحب ئې انتظام  کاوه. )

دريم : صوفى  عالم گل صاحب :  

صوفى عالم ګل  صاحب يو د هغه  ماذونانو څخه وچى اخونزاده صاحب په ( پهلون ) سره لقب ورکړى او دصاحب سره ئې په غزاګانو کښې اشتراک کړاى و  او دښه شجاعت او ميړانې څښتن و . دترنګزو حاجي صاحب چه فضل واحد نوميده  چه هغه  يو ډير  عابد او ستر  مجاهد وه. د همدې صوفي عالم ګل صاحب ځينې مأذون شوي  و .

څلورم دسر کاڼو ميا صاحب:

ميا صاحب چه دده نوم  سيد اکبر شاه او  په اصل دکامې و  او بيا  ئې  په سر  کاڼو  کښې هستو گنه  در لوده،  چه د پوره فضل  او فيض خاوند و .

پنځم : حضرت شاه :

مرحوم  حضرت شاه  په لغمان کښې  هستوګنه  لرله ، او سيد  او با تقوا  شخصيت و .

سيد  شمس الدين  مجروح ،  دقبايلو  مستقل رئيس د همدغه  مبارک ځوى دى .

شپږم : محمد سعيد جان ( مجددي )

مرحوم محمد سعيد جان ( مجددي ) د چهارباغ صفا نه دى. دى حاجي، او قاري او ښه مبلغ هم و.

اوم : احمد خان آخونزاده صاحب:

احمد خان  آخونزاده صاحب  چه په  دولت  زائى ملا صاحب سره  شهرت  لري  ښه  کره عالم  او د صاحب دتحصيل د دورې اکثراً ملګري و .

اتم : دکو  هاټ  ملا  محمد ياسين :

دکوهاټ ملا  محمد ياسين  صاحب دکو هاټ په علاقه کښې  لوی عالم  او مدام به ئې د  درس  او تدريس  وظيفه  اجرا کوله .

نهم : د حصارک ميا صاحب :

په خوږ يانو کښې دحصارک  ميا صاحب چه  نوم ئې عبد الرحيم ؤ .

لسم : ملا  محمد حسين :

دلغمان  په سنګر کښې ملا  محمد  حسين صاحب چه په قوم  ساپى او دپړوائي شيخ صاحب  باندې  مشهور ؤ. دى ښه  ذاکر  او زاهد  شخصيت ؤ .  دځينو  خلکو  په  روايت  سره  دا ملي ملا مسلم  صاحب دى.

دنجم الدين آخونزاده صاحب  د مأذونانو ځنې دغه دولس  تنه  مشهور وو  او نور  هم  شته  لکه چه په کوه  صافى  کښې ملا مسعود  صاحب او په ممله  کښې  امام  حاجي صاحب او داسى  نور .

مأخذ : دهډې آخوندزاده مولانا  نجم الدين  له کتاب نه، صفحه ( ٤٤ او ٤٥ ) د چاپ کال ١٣٨٦  ( ٢٠٠٧ م ) دمحترم سر محقق  عبد الله خدمتګار  لیکنه.         

هــــډه :  

هډه  چه يو وخت ( بتکده )  وه دغازي مولانا نجم الدين  آخونزاده  عرفاني  او رو حاني  شخصيت  په برکت  دغه  ( بتکده ) داسلام  دمقدس  دين  په يو  عالي  فرهنګي مرکز باندي  مبدله شوه . چۍ يو دهغې د نمونه  څخه د( النجم ) فرهنګي جريده چې دخدای بخښلي  ( سيعد افغاني )  لخوا نيم  قرن  وړاندي په کال ١٣٣٧ هجري شمسي کښې   په دغه  مدرسه کښې  په  خپل نشراتو  پيل   وکړ.

 

***

له هډې  آخونزاده  صاحب  سره

دتحفة العاشقین او مکتوبات ارتباط

لیکنه : محمد نبي تدبیر

 

۱- ملا نجم الدین آخونزاده یا د هډې ملا صاحب یو داسې  ګڼ اړخیزه شخصیت ؤ چې علمي او عملي کمالونه  دواړه پکې  را غونډ  شوي وو.  ده دیو عالم  په توګه بشپړې دیني زده کړې وې ، دیو سالک  او عارف  په توګه یې دنفس  دتزکیې او تصفیې  له پاره څیلیې ایستلې او لوږې ګاللې وې، دیوه مجاهد  په توګه یې په ټول  افغانستان  کې  د عارفانو  او عالمانو  یو داسې  روڼ لښکر ایجاد کړای، چې انګریزي ښکیلاک ته یې د ډیورنډ د کرښی دواړه  غاړې  د اور  په سره  تبی بدلې کړې وې، له بلې خوا یې دعلم او سلوک د تعمیم  له پاره په خپله  هم تألیفات کول او خپل  مریدان او شاګردان  يې هم هڅول چې تألیفات وکړی، آثار ولیکی او ګټور آثار خطاطي کړئ، تکثیر  یې کړئ او یو بل ته سوغات کړئ .

مونږ په دې لیکنه کې په دوو هغو آثارو تکیه کوو چې یو د ده مرید په پښتو نظم لیکلي او بل دري نثر دی چې ده پخپله  له یوې نسخې نه را نقل  کړي او تکثیر کړي یې دي، دا  دواړه  کتابونه  نوي  تر لاسه شوي او د دې  سمینار  په ویاړ یې د تاسو درنو پوهانو په مخه کې ږدم.

لومړی کتاب تحفة العاشقین نومیږي چې دده یوه مخلص مرید ملا عبد الوهاب نظم کړی دی. ملا عبد الو هاب د سید  احمد زوی  او د کابل  د پغمان د زرشاخ دکلي  او سیدونکي، دا کتاب دسلوک او عر فان دمقامونو او د حقیقي  مینې د رمزونو  او رازونو په باب لیکل شوی. لمړی ټوک یې سل مخونه او  دوهم ټوک یې ۱۴۶ مخونه لري، چې دواړه  په یوه  ټوک کې کنډل شوي  دي او دبیتونو شمیر یې درې زره  شپږ سوه بیتونو  ته رسیږي.

ملا عبد الوهاب په خپل کتاب کې تر حمد او نعمت  وروسته دسلوک ، دخپل پیر او دخپل کتاب د محتویات  په باب لیکي  :

راشه پوه  شه ای طالبه که مطلوب یې

په رښتیا  که ته محب دخپل  محبوب یې

دسلوک  لاره ده هر ګوره ډیره ګرانه

ولې خدای دې  بر طالب  کاندي آسانه

هر طالب  چې په ریښتیا طلب دیار که

په ملوینو کې به تل صفت دیار که

ذکر او فکر یې همیش وي له محبوبه

یو ساعت  کې خالي نه وي له مطلوبه

په هردم ، په هر قدم ، په  هر ساعت

دسلوک په لار ه یون که په فکرت

ولی بویه چې کامل پیروي فرزنده

راه بلدوي کامل  پیر په زړه خورسنده

مقامات ورته  معلوم  و  زما دله

په سلوګ کی به غلط نه شي هیڅکله

او که نه چې دغه پیر نه وي ماذونه

داپیر نه دی خبر شه  په دا مضمونه

که خواجه ، صاحب زاده  او یا مولاوي

که سید، آخونزاده کاریې په غلاوي

دوی له شرعی مخالف کاندي کارونه

په فریب سره یې رد کړه عالمونه

کل عالم وته معلوم دی له کتابه

دابیان دور  او دراز دی ای احبابه

ما عبد الوهاب منګول دی لګولې

دهډې پاک اسم یې مسمې په نجم الدین دی

کامل پیر دی د هر چا په دا یقین دی

په کتاب کې دسلوک مقامونه،  ذمیمه افعال، حمیده افعال، الله ته قُربَت، دمرید شرطونه،  دانساني نفس ډولونه، د روح او دقلب حقیقت، دقلب رڼا او تیاره، دپیر  د تلقین لومړی مقام، کامل پیر، غوٍ او قطب، د توحید علم ،  ناقص پیر  او ناقص مرید،  صادق مرید،  صدق او اخلاص،  دکامل پیر  ارشد او نور .

خو په ټول  کتاب کې دبحثونو په ترڅ کې دخپل پیر دهډې ملاصاحب نوم اخلي چې څو نمونې يې دادي :  

رارسیږه دهډې پیره  کامله

نن مې فکر نه چلیږي یم بیدله

نن مې فکر نه جلیږي یم په غم کې

تل ېړیږم دواړه سترګې مې په غم کې

تل ژړیږم دواړه سترګی مې په نم کې

بل ځای وایي:

دهډې غوث مدت کړه دا زمان

چې له شره  د شیطان  شم  په امان

همدراز  وایي  :

لاس مې نیسه  د هدې پیره کامله

ثنا خوان شم دخپل  خدای لکه بلبه

یا :

لاس مې نیسه دهډې کامله پیره

دګناهو بار مې دروند  دی یم دلګیره

یا :

لویه خدایه  دهډې صاحب مغفور کړی

په خپل در کې يې قبول او هم  مقبول کړی

کتاب دموضوع له اړخه په تحقیقي بڼه لیکل  شوی او د سلوک او عرفان ګڼ  کتابونه  یې  ورته کتلي دي او داښیي چې لیکوال يې ښه مطالعه لري ، دی دخپل کتاب اخځونه پر خپل – خپل ځای ښیي اوپه سر کې لیکلي  :

خدایه ته مې داتصنیف کړی منوره

چې بیان دمحبت وي سراسره

کل بیان مې محبت دپاک مولا که

په تحفة العاشقین مې مسمی که

هر سړی چې محبت کاندي له خدایه

دې کتاب ته دې نظر کاندي نيکریه

هر مقصد به حاصل شي که خدای کاندې

که په صدق دی عاشقوي په خدای باندې

داکتاب بیان دعشق حقیقي دی

                                           دمجاز عاشقي کل واړه فاني دی

دده په کتاب کې د ده د کتاب مهم اخځونه داسې راغلي:

« ما ورید » دتفاسیرو  یو راوی دی

چې دعلم مرتبه کې دیر عالي دی

روایت دی د اله  ده نه زما روره

چی ورید رګ متصل په زړه دی ګوره

او په « بحر الحقایق » کې دا رنګ دینه

حقیقت د قُربت دا رنګ دی مینه    

په کتاب « کشف الاسرار » کې روایت دی

چې راوی روایت کړی له آیت دی

په « عوارف المعارف » کتاب کې یاره

له معاذه  روایت  دی بر خورداره

پاک الله داسې ویلي په« قرآن » کې

صداقت  په باب دی ذکر په « قرآن » کې

همداسې نور کتابونه دکتاب په لومړی برخه کې دسلوک، طریقت او عرفان فکري  او ایډیا لوژیکه برخه ده او په دوهم  ټوک کې یې د عارفانو ، سالکانو او عاشقانو کیسې نظم کړي دي.

دکتاب مثنوی د وولس  سیلابي ده، شعر یې  ځای پر ځای  خامی لري، ډیر داسې  بیتونه لري چې قافیې ته پکې پاملرنه  نه ده  شوي لکه:

داکتاب مې مختصر که که پوهیږی

هزار پند دی په  هر بیت کې که پوهیږي

په دا رنګ به شیطان وایي هر انسان ته

بعث نشته وکړه سمیع دکلام ته

همدا راز پر مثنوي سر بیره څو غزلې هم ویلي خو ډیرې کمزورې او نیم بندې دي لکه:

هر عاشق چې خود نمای دی عاشق نه دی

چې په عشق کې وي خود رایه عاشق نه دی

په هر حال دتحفة العاشقین کتاب له یو خوا دپښتو ژبې یو نوی تر لاسه شوی کتاب دی او بلی خوا  دنجم الدین اخوند زاده  یا په بل  عبارت دهډې د پیر  دیوه مرید تألیف دی چې د پیر او دده د مریدانو د تألیف  او تصنیف او دخپلې طریقي او سلوک له خپرولو  سره  دمینې څرګندویې او ښکارندویې کوي .

دغه تحفة العاشقین  دښاغلي استاد حبیب الله  رفیع په ځاني کتابتون کی دی چې د لورینې څخه يې په ځانګړې توګه مننه کوم.

۲- مکتوبات :

یوه اونۍ وړاندې پیښور ته دپښتو عالمي، ادبي کنوینش ته تللی وم، دپیښور اسلامیه کالج  د کتابتون مرستیال حاجي سراج الدین صیب چې  د ډیرې مودې ملګری مې و ، لیدوته یې ورغلم، پوره درې کاله مې نه ولیدلی. د اسلامیه  کالج په دغه  کتابتون کې یو افغان  عالم مولانا منیب  صیب هم تر ستړي مه شي وروسته کله چې پوه شو چې زه د افغانستان  نه ورغلې وم بې له کومې مقدمې را ته  دهغه کتاب په اړه  چې د ده په لاس کې و وویل :

دا دنجم الدین  اخونزاده  صیب په خپل  لاس لیکل  شوي  قلمي نسخه ده. خدای شته  چې ددې خبرې په اوریدو له یوې خوا  خوشاله  شوم  ما ویل څه خو د ځیړنغونډې دلیکنې  له پاره یوبل  مأخذ  هم پیدا  شو خو له بلی خوا مې زړه درزیدو،  ما ویل  چی مولانا  صیب  به د مقالې د مأخذ  له پاره  کتاب  را باندې ولوروي او کنه  خو زړه مې غټ  کړ او ورته مې وویل:

په همدې ورځو کې په ننګرهار  کې  د افغانستان  داطلاعاتو  او کلتور  او ګرځندوی وزارت  له خوا د نجم الدین آخونزاده ( رح ) په اړه  ځیړنغونډه ده  او دا قلمي نسخه  زما  د موضوع  سره  ډیر تړاو لري، که خوښه  دې وي  زه به  ستا ددې کتاب  نه یوه کاپي واخلم ، حاجي صیب  سراج الدین  هم  یو ځه  سپارښتنه  پرې وکړه، د مولانا   صیب منیب دې کور  ودان  وي د کتاب کاپي را کړه . چی اوس مې په لاس کې ده.

نو  پدې  هکله د حاجي  صیب سراج الدین  او مولانا منیب  صیب  نه په مننه  اوس راځو همدې کتاب ته چې په یوبل  ډول  له نجم الدین  اخونزاده ( رح  )  سره تړاو لري:

داد هغه وخت  دیوه  لوی عالم  ملا  عبد الرحمان  « خان ملا » چې د ملا  سعید  خان ملا خان  زوی دی  د دیني او عر فاني دري  او عربي لیکونو  ټولګه ده  چې نجم الدین  آخونزاده په خپل خط رانقل  کړې او خوندي کړې چې د علم  او سلوک  د تعمیم  په لاره  کې دده هځې او  ور سره  دده د لاس  خط  رارسوي .

په کتاب  کې پنځه  پنځوس  مکتوبونه  خوندي دي چې بیلا بیلو کسانو  ته لیږل شوي  او بیلا بیل  علمي ، دیني ،  عرفاني  او سیاسي مطالب لري، لومړی لیک  د مولانا  عبد الغفور سوات  صاحب  په نامه  دی چې  د ملا نجم الدین  پیر  دی او دلیکونو لیکونکی هم زیات  عقیدت  او ارادت  ورته لري چې  د حجت  قویه  په نامه خپل یو اثر ورته  لیږي.

یو بل  لیک يې دبیت الله شریف د نبوي  جومات  خطیب  په نامه دی، چې د صاحبزاده  عبدالحی سپارښت  يې چې حج ته تلیی، ورته کړی دی. یو بل لیک يې د امیر  دوست  محمد خان  په نامه  دی چې توصیه يې ورته کړې چې رعیت  ته په برابر  نظر وګوري او قوي پر کمزوري لوړ  ونه ګڼې. یو بل لیک  هم  د امیر  دوست  محمد  خان په نامه دی چې  ده  ته يې  دروغتیا  دوعا  پکې کړې ده. یو بل لیک  د سرادر  زکریا خان په نامه دی  چې د حال  پو ښتنه يې پکې کړې ده، یوبل  لیک  دسید عظیم  شاه کند هاري په نامه  دی چې د عرفان  او سلوک  لار  ورته  روښانوي.

ددې رسالې یو بل  لیک  د مؤلف  د زوی ملا سعد  الدین په نامه  دی چې د تقوی او دینداری لارښوونه ورته  کوي .  دکتاب  دوه  دېرشم لیک د ملا  میر  حسین  بازارکی په ځواب کې دی.

د کتاب څلور  دیرشم  لیک د وزیر  اعظم په نامه دی چې نوم يې  نشته  خو کیدای شي چې دا به د امیر  شیر علي خان د صدراعظم  سید  نور محمدشاه  په نا مه وي چې د ده خدمتونه يې ستایلي ، خپل ملاتړ يې ورسره  اعلان  کړی او د پر مختک دوعاګانې ورته  کړی دي.  پنځه دیرشم لیک بیا هم د امیر دوست محمد خان په نامه دی چې د پاچاهی مبارکي يې ور کړې او دخلکو د خدمت  او د دین  دساتنی بلنه يې ور کړې ده .

اووه دیرشم  لیک د ملا مشک عالم آخونزاده  په نامه دی  چی د ده دینی جهد يې ستایلی دی. د کتاب اته دیرشم  لیک د ملا محمد علم آخوند کند هاري کاکړي په نامه دی چی د صو فیانو  د اقوالو  د اختلاف  په اړه يې ورته کښلی دی. نه دیرشم لیک یې  بیا هم دخپل  زوی ملا سعد الدین  په نامه دی چې دوعايې ورته کړې او انساني کمالاتو ته يې را بللی دی.

څلویښتم لیک  يې دسوات صاحب په مړینه یوه تعزیت نامه ده او د هغوی دلوړ شخصیت ستاینه یې پکې کړې ده.

دوه څلویښتم  لیک د شیخ میا تبرک  الله دلیک په ځواب کې دی چې له دوی نه يې د دوی د « رد وهابیه » په نامه کتاب چې د امیر شیر علی خان په وخت کې چاپ شوی و، غوښتي چې ده ورلیږلی دی.      

دري څلوېښتم لیک د صوفي عبد الرسول درانی اسحاقزي په نامه دي او د بیوزلانو مرستي او لاسنیوی ته یې رابولي. پنځه څلویښتم مکتوب د میا عمر جان د لیک په ځواب کې دی. په شپږ څلویښتم مکتوب کی يې سردار محمد حسن خان  او سردار شیر یندل  خان  ته  د دوی  دپلر د مړینی تسلي ورکړی او دوعایې ورته کړي ده ، اوڅلویښتم  لیک  دسوات  صاحب دزوی په نامه دی چې د حالاتو په بدلون يې تشویش ښودلی او  لارښوونه يې ورته کړې چې د پلار لاره ونیسي او پر مخ ولاړ شي . اته څلو یښتم  لیک د حاجي ملا محمد اکبر په نامه  دی چې د ظاهري او باطني

یاددونه :

دغه مقاله  په کال  ( ۱۳۸۳ لمریز)  کې د ارواښاد نجم الدین آخونزاده څیړنغونده کې لوستل شوې.

ملا نجم الدین آخونزاده

د« سـعید افغانی » په لیکونو کې

 

ګـــرانــو لوستونکو :

خدایبخښلی  دکتور مولوی محمد سعید « سعید افغانی » دخپل کتاب کې چی « زما ژوند» تر عنوان لاندې  لیکلی وه او په کال ( ۱۳۶۵ ) هجری کې خپور شوای، دمصلح او مجاهد ملا نجم الدین آخونزاده  صاحب په هکله داسې لیکي:

زه دخپل پلار ( ۱ ) سره څو واری « هډی » ته د مرحوم ملا نجم الدین آخونزاده  صاحب زیارت ته تـــلی یم او اکثر به زما پلار د روژې د مبارکی میاشتې  په اولو  ورځوکښې د قرآن کریم خــتــم د نجم الدین آخند زاده په جامع جومات کی د زیارت تر څنګه کوه او هلته به د روژی د میاشتو په تراویحو کښې درې شپو کې ټول قرآن کریم ختم او لوستل کیده.

دی ختم ته دمشرقی، ننګرهار حتی د سرحداتو ډیــر خلک را ټولیدل. هلته په هغو شپو کی تود لنګر د هغه ځای د شیخانو د اسلام پور  د پاچایانو په مشری چلیده. په دی لنګر کې زرهاؤ خلکو ته ډوډی ورکوله کیدله،  ډیر مالونه حلا لیدل او زیاتی وریجی او ډوډی پخیدلې.

دی لنګر ته د روژې په اولو شپو کې زیات خیراتونه او مرستی رسیدلی. مرحوم نجم الدین آخونزاده صاحب د وخت پوه عالم او سالک ؤ.  دی د صوات مرحوم ملا غفور آخونزاده  مرید ؤ.  دی د قادری په طریقی کې  پــیر او مرشد ګرځیدلی او په زرهاؤ مریدان  او په سلها ؤ مأذونان  ئي  در لودل. د نجم الدین  آخند زاده  صاحب مأذونان  په ټول افغانستان  کې د پوره  شهرت  خاوندان ؤ.

نجم الدین آخونزاده  صاحب لوی مجاهد ؤ او د انګلیسانو په مقابل کې ئی د امیر عبد الرحمن  په وخت کې زیاتی مشهورې غـزاګانې کړې دي.

دی د امیر عبد الرحمن په عصر کې دمهمندو د قام  په « جړوبی » علاقې کې اوسیده او بې د امیر  د اجازې څخه د انګلیسانو  په مقابل  کې ئې جهاد کولو تر داسې اندازې دده جهاد قوت موندلی ؤ چی انګلیسانو امیر عبد الرحمن خان ته یو لیک واستوه چې په هغه کې دری لاندی مطالب درج ؤ.

۱- ملا نجم الدین د سرحد څخه لرې کړه ځکه دی زمونږ په مقابل کې د جهاد پارونه کوي.

۲- څرخي سپه سالار چې په کنړ کې دی هغه د مجاهدینو سره مرسته کوي نو هغه له دې ځای څخه وغواړه او بل چیرې ئې واستوه .

۳- دافغانستان او دسرحد  دخلکو  سره تک او راتګ بند کړه.

امیر عبد الرحمن  خان د انګلیسانو په ځواب کې داسی ولیکل:

۱-  نجم الدین آخونزاده  صاحب زما  په  واک  نه دی. هغه د مهمندو په آزاده ســیمه کې او سیږي او په خپل  سر  د تاسو  په مقابل جګړی تنظیموي. زه په  خپله  هم  د هغه د زیات  شهرت او اعتبار  څخه ډاریږم. دی دلته په افغانستان کې  زیات  مریدان  او مخلصان لري او خلک په ده باندی د ولایت  دومره قوی عقیده لري چې که دوی چیرې  پس له محمد صلی الله علیه وسلم په چا باندی د رسالت  عقیده منله نو به په دې باندې به ئې  دپیغمبری  ایمان  راوړی وي نو ښه داده چې د افغانستان څخه بیرون وی.

۲- زه حاضریم چې څرخي  سپه سالار دستاسې  دلیکنې په اساس  دکنړونو  څخه  بدل کړم خو په دې شرط که چیری  هلته د تاسو په ضد  وضعه زیاته ورانه شوله مسؤلیت به ئې زما په ذمه  نه وي ځکه چې زما  به فکر د څرخی سپه سالار  وجود هلته چې پوه او مدبر شخصیت دی  دستاسو په ګټه دی.

۳- لطفاً موضوعات  لږ دقیق  وڅیـړي  هغه  داچې  دافغانستان  او  سرحدي  خلکو تر مینځ پولې  ارتې  او دوی تر مینځه د وروری  روابط نه شکیدونکی علایق دي چې هیچا ته دا امکان نه میلاویږی چی ددوی تر مېنځه تګ او راتګ  بند کـړی. او که څوک دی کار ته اقدام وکړی ؤ به ئی نشی کړی – ځکه  ورور  د ورور څخه جداکول او خپل او دخپلوان څخه بندول آسان کار نه دی او هغه هم بیا په داسی  ارته سیمه اوبیدیا کې.

وائي: د امیر عبدالرحمن خان په یاداشتونو کې راغلي دي  چې ده په پټه  د مرحوم  نجم الدین  آخندزاده صاحب سره  رابطه  درلوده او په مخفي  ډول  ئې خلک د انګلیسانو په مقابل کې پارول خو په ظاهر کې د انګلیسانو  سره  د عدم تعرض متعهد ؤ.

(۱) مولوی عبد المجید  د مولانا سید امیر زوی په قوم صافی د لغمان د ولایت دعمرزیو  په قریی کې د خیر آباد د کلي او سیدونکی دی.

دی دخپل دوخت  لوی مجاهد ؤ او د افغانستان د استقلال  او آزادی په جهاد  کې یې  پوره مؤثـره برخه درلوده او دخپلو قومی ځوانانو، مشرانو، شاګردانو او پیروانو سره د انګلیسانو په مقابل کی دډکی، تورخم، او ناقی په سیمو کی جنګیدلی دی.  

 

***

د «النجم» د قلمي جريدې د ادبي فعاليتونو يوه بيلګه

 

درنو لوستونکو!

د هډې  نجم المدارس  د ننګرهار ولايت پـه جنوب کې د نجم الدين آخـونزاده د زيارت تر څنګ موقعت لري. دا مدرسه  د وخت دوو  مشهورو مدرسو څخه وه چې ډيرديني علماء ترې فارغ شوي دي  او د نجم الدين آخونزاده چې په هډه مشهور وه  په نوم ياده شوې ده.

په کال ( ۱۳۲۸ هجری ش) کی مولانـا محمد سعید «سعید افغاني » فعال،  مخکښ ، اجتماعی شخصیت او دینی عالم،  ددی دارالعلوم يانجم المدارس په مدرسه کې  لمړی د استاد او بیا د مدیر په توګه وګمارل شو.

سعيد افغاني ددې مدرسې د مدیريت تر څنګ پــه علمي، دیني، سیاسي او  فرهنګي برخو کې د خلکو د اذهانو د روښانولو په مقصد او موخه  ډيرې هلې ځلې کړي دي چې د«النجم »دقلمي اونيزه ديوالي پاڼه يا جريده دهغه وخت د امکاناتو او محدودیتونـه سره سره  د يادولو وړ ده.

  ددې جريدې  چلونکی مولانا محمد سعید«سعید افغاني»  د نجم المدارس مدير او مرستيال يې  په هغه وخت کې د دولسم ټولګې ممتاز او با استعداده شاګرد چې دښکلي املا، انشاء  او حسن خط خاوند وه ښاغلی حضرت خــان و چې د جريدې د تخنيکــــي جــوړښت تر څنګ د مضامينو د انتخاب او ليکلولو  کار ېې د  مـولانا  سعید افغاني  تــر مديريت او رهنمايي لاندې پر مخ بيوه.

 

دا جريده دډيزاين او محتوا له نقطه نظره ډیره پــه زړه پورې وه او د شاګردانو، استادانو او نورو مينه والو د پوره پاملرنې او تو جه وړ ګرځيدلې وه.

غواړم دبيلګې په توګه  دښاغلي صدیق الله د« مبارک شه» تر سر ليک يوښکلی شعرچې د« النجم»

د جريدې  په څلورمه ګنه کې  په ١٣٣٧ هـ ش  کال د عقرب په  ٢١ نيټه چې د دغه جريدې يا اونيزې فرهنګي لاسته راوړنو په اړه يې ليکلی او  نشر ته سپارل شوی وه ستاسو پام راوګرزوم٠

 

مبارک شه

 

دغــــه عــــزم  او دا کــــار شــه مبارک

د« النجم »  دا اخبــار شــــه مبــــارک

چې غفلت ځينې راويښ قام او ټبرکا

دا خــــدمت او داکـــردار شه مبارک

 

چې غرض ېې داسلام لاره ښودل وي

يـــو قــــدم پدغــــه لار شه مبارک

د افکارو د روزنې درس به راکړي

هر يو درس يې په بار بار شه مبارک

پــــرګنو ته بـــه د علم رڼــــا ورکړي

دا رڼــــا او دا انــــوار شه مبـــارک

د ادب او اجتماع لار کــې قدم دی

دا اقــــدام او دا رفتار شه مبادک

سعادت چې دخپل قام اوطن غواړي

د« سعيد » دغــــه افکار شه مبارک

د« صدیق » دعاقبوله کړې ای خدايه

دغه سوال ستا په دربار شه مبارک

  چهارشنبه  د  ۱۳۳۷ هـ ش کال دلړم   ٢١ نيټه

دهډې نجم المدارس

یادداشت:
د یادولو وړ بولم چې هغه وخت چې د النجم  جریده نشریدله تر اوسه د پښتو املاء او انشاء بعضی د لیکلو ډول او جزيي قواعد بدل شوي خو ما د امانت دارې لپاره د هغه وخت ټول مطالب په هماغه رسم الخط ثابت پريښي.

 

د کتاب ځانګړتیاوې:  مولانا نجم الدین آخند زاده د « النجم » په هنداره کښې

لیکنه اوټولونه:   امين الدين « سعيدي – سعید افغاني »

دافغان اســـتراتـیژیکو څـیړنیزمرکز او د حق دلارې کلتوري ټولنې مسؤل مدیر– جرمني

پته  :

saidafghani@hotmail.com بریښنا لیک:

 

انځوریز برخه

په قاهرې  کې د أفغانستان سفارت له خوا چاپ شوي کتابونه

1393-1396  لېـږدیز – لمریز 2014- 2017  زیږدیز  

1- سید جمال الدین افغاني او د افغانستان نومیالي

2-أثر الإسلام فی العلوم و الفنون   

3- دژ الموت

4- تعصب ویرانگر تمدن ها  

5- نظرة عابرة إلی لغة البشتو

6- عربی عامیانه در حوالی بلخ ( نخستین تحقیق)

7- العلاقات الأفغانیة المصریة فی مرآة الوثائق و الصور

8- تاثیر اسلام بر فلسفه و هنر

9- راز و نیاز( المناجاة)

10-  ملک شعراء أفغانستان؛ قاری عبد الله خان

11- صرخة عبر القرون و سبع قصص أخری

12- الرد علی الدهریین    

13- کابل در پرده های تاریخ  

14- بررسی فرایند نوستالژی در شعر استاد خلیلی

15- لندی   

16- آرامگاه بابر

17- ماهیة المنظمات  الدولیة غیر الحکومیة

18- العلامة صلاح الدین السلجوقی ( آراء و أفکار)

19- خوشنویسان

20- أفغانستان بین قرنین

21- سید جمال الدین افغانی و نخبگان افغانستان

22- استراتیجیات المنظمات الدولیة

23- افغانستان و اللغة العربیة عبر العصور

24- د دین څو ستوری  

25- د ادب څو ستوری

26- تندیسی بر چکاد آزادی  

27- افراط در دین و زندگی

28- دور المنظمات  فی حمایة حقوق الإنسان

29- پښتو څنګه وروزو ؟  

30- عدیم شغنانی

31- ابن بطوطة فی افغانستان   

32- الفقهاء اللمغانیون فی بغداد

33-علامه سلجوقی نویسندهء مقتدر و عالیمقام

34- المیاه الافتراضیة

35- العوامل  المؤثرة فی عملیة صنع القرارات

36- عاهلان و شعبان

37- گازرگاه مدفن پیر هرات

38- د شرق نابغه   

39- حکایات و روایات

40-  در مورد رسالهء نیچریه

41- سیرة النبی صلی الله علیه وسلم  

42- تجلی الله فی الآفاق والأنفس

43- د اپین واټ   

44- محمود طرزی رائد الصحافة الأفغانیة

45- دوازده جستار   

46-  د افغانستان د خلکو دجهاد ادبیات

47- کتابشناسی  محمود طرزی

48-  یادی از شهید مولانا عبید الله صافی

49- نقش محمود طرزی   

50- آیین اختلاف در اسلام

51- دیباچه ها

52- خاورمیانه بعد از بهار عربی

53- متن اصلی  رسالهء« نیچریه»

54- مولانا منصور انصاری

55- افکار شاعر

56 – احوال و آثار استاد عبد الحی حبیبی

57- یادداشت ها در تاریخ صنایع افغانستان

58- دوی تلپاتی څیری

59 – شاعر أفغانستان المعاصر ؛ الأستاذ خلیل الله خلیلی

60 – حقوق  اساسی ، اداری و بین المللی در اسلام

61- از بلخ تا قونیه

62- افغانستان په نولسمې پېړۍ كې

63- افغان، افغانستان او اقبال

64- کلتور پوهنه

65- ترجمهء معانی و تفسیرسورهء کهف

66- السلاطین الغزنویون

67- معاهدة المودة و الصداقة

68- نیچریه د سید جمال الدین افغانی لومړنۍ چاپ شوی رساله

69- تجدید الفکر الدینی بین جمال الدین و إقبال

70- سدهء سید در روزنهء سراج الأخبار

71- جادهء افیون

72- پنج خطابه

73- آواز

74- حقوق زن در اسلام و غرب

75- رد المسح علی الجوربین .

76- مقالات الندوة العلمیة (مصریة فی بلاد الأفغان)

77- عبقریان او نوری قصی

78- کابلیان و کابلستان

79- منتخب شعرونه

80- خاطرات ظفر حسن ایبک

81- فرمانروایان افغانستان

82- وقایع مهم افغانستان

83- شفیق له امامت نه تر صدارته

84- شفیق از ولادت تا شهادت

85- محمد موسی شفیق کتابات ، حوارات و خطابات

86- کویت؛ کشور کوچک با امکانات بزرگ

87- په پښتو ادب کې نوی شعر

88- محمد  صلی الله علیه وسلم لوی پیغمبر

89- بگرام

90- بیدارگر عصر

91-  نیچریه  

92-  دپروفيسور  خدمتګار د چاپي آثارو لنډه  پيژندنه

93- تأثیر فکر الأفغانی  فی فلسفة إقبال

94- موسم هجرت سوی شمال

95- از قاهره به کابل

96- سرحد او افغانستان

97- گزیده هایی از سروده های جمشید شعله

98- روسي ادبي ستوري

99-  رشوت

100- الإنجازات  الثقافیة

101- دیباچه های دیگر

102- د کرکې او کینې دیانت

103- نفی خشونت در فرهنگ اسلامی  

104-  مولانا منصور انصاری

105-  دراسة موجزة عن العالم الدکتو رمحمد عمارة

106- حقوق بشر در شریعت اسلامی

107- اکبر نامه

108-   الطرق الصوفیة فی أفغانستان

109-  التحول الدیموقراطی و المشارکة السیاسیة للمرأة

110- نه به تعصب  

111- تعصب د تمدنونو ورانوکی

112- السیاسة الخارجیة الأفغانیة  تجاه العالم العربی

113- د عربې نړۍ په وړاندې د افغانستان بهرنی  سیاست   

114- سیاست خارجی افغانستان در قبال جهان عرب

***