حیات بشری را آتش فشان خاموشی به شدت تهدید میکند

نویسنده:مهرالدین مشید جهان در معرض توفانی فراتر از جنگ سوم  این پرسش…

دومین بار طی طریق در تعامل گذری انسان با هوش…

*محمدعثمان نجیب، بنیاد‌گذار مکتب دینی فلسفی من بیش‌از این نه…

درک لنینی از دموکراسی: نگاهی از سده 21

ترجمه. رحیم کاکایی یرومنکو ولادیمیر ایوانوویچ دکترعلوم فلسفه، مشاور رئیس مجلس قانونگذاری…

افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

سید جمال الدین افغان

 فیلسوف ،دانشمند بنیانگذار نهضت فکری وجنبش آزادی  خواهی افغانستان ،اساسگذار  اتحاد اسلامی ومبارز…

  به آرمان وطن

بیا برویم کشور تا بان را بسا زیم  خا نه ی…

نوستالوژی و جاذبه های فکری و اعتقادی 

نویسنده: مهرالدین مشید نوستالوژی و گذشته گرایی های فکری و اعتقادی زمانیکه…

تاریخ‌گرایی و ارزش هنری رمان‌های میخائیل شولوخوف

ترجمه. رحیم کاکایی به مناسبت 120 سالگی میخائیل شولوخوف ای. کووالسکی (درباره مسئله…

نامه‌ی سرگشاده از سوی یک مهاجر، به صدراعظم آلمان!

آمریکا به سیم آخر زد. حمله‌ی آمریکا بر ایران، دردسر…

تنش میان ایران و اسراییل و پس لرزه های بحران…

نویسنده: مهرالدین مشید وارد شدن امریکا در جنگ و به صدا…

عزّ و شرف وطن 

در خانـه قـوی باش که چوراچور است  دزدان به کمین فانوس…

فطرتی انسانی

امرالدین نیکپی در اوایل دانشگاه ، داستان‌های مذهبی بسیاری دربارهٔ طرد…

جهان صلح وصفا!

امین الله مفکر امینی                   2025-19-06 جهانـی صلح وصفـــای بشربماتم کشیـــــده جـاهــــلانیکی برسیاستهای…

سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

«
»

د افغانانو د امتحان وخت را رسیدلۍ دی

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک د می څلورمه ۲۰۱۴ کال لندن

قدرمنو هیواد والو ( افغانانو ) ۳۵کاله زموږ قسم خوړلو دشمنانو په مختلفو بهانو وغولولۍ او داسې ېې په خپلو منځو کې سره په وینو ولمبولۍ چې تر ننه مو زخمونه او داغونه په مخ او بدن باندې دورایه معلومیژي ، خو زما په آند تر اوسه هم تاسې د جهالت په خوب ویده یاست ، تاسې ته دننه په افغانستان کې د مجاهد تر نامه لاندې بازی درکوی – تاسې ته د کمونست او ملحد نه د خطرونو په نامه بازي درکوي – تاسې ته د یهود او نصارا نه دنفرت په نامه بازی درکوی –اما یوه هم اول ددوی نه پوشتنه ونه کړه چې دغه مجاهدین څو کاله په پاکستان کې د ( آی اس آی ) راشن خواره واست – څو کاله په تاسې پاکستان فرمان چلولو – څو کاله تاسې د پاکستان د ناز او طنعم نه برخورداره واست هلته ولې تاسې شرم او حیا نه کوله او ولې مو د تاریخی دشمن په دسترخوان ګونډې وهلې وی او بیا دغه اوسني غربیان دتاسې څه کار دی کومه خپلوی در سره لرې ایا تاسې یو په بل نه جنګوي ایا طالبان – حکمتیار او حقانی دوی نه حمایه کوي ، خو تاسې فقط یو شې قلقله کوۍ چې کمونستان ملامت دی ، اقایونو د کمونست یو قصر یو لکسیز موتر –یو شهرک – یو بلند منزله را وښیاست ، ملا مو ماته شه خپل دشمنان وپیژنۍ او هغه دغه د تاسې ریس جمهورکرزۍ – وزیران – والیان او ولسوالان دی او دغه امریکا او پاکستان د ایران په شمول نن بیرته عبدالله عبدالله در باندې حاکموي او بل اخره ددی وطن ګیلم ور باندې ټولوې ښه توجه وکړې د (( اوکراین موضوع ته ، هلته هم ریس جمهور یا نو کوویچ پټه خوله پاتې وو او جرات ېې نه درلودلو چې د تجزیه طلبانو – فاشستانو – نازیانو – بندیرو )) په مقابل کې فوری اقدام وکړې او نن ېې نتایج وینۍ اوس هم دومره درته وایم چې که عبدالله عبدالله ریس جمهور شوو نور په قرنو د رشوت او اداری فساد او دغل بازانو او تروریستانو نه ، نه خلاصیژۍ ،اول خود ۲۱ کالو د پنجشیریانو ، جمیعت یانو ، اخوانیانو کړه وړه تول او ترازو کړۍ ، یو ځلي څو کاله مخکې تاریخ ته ځیر شۍ چې دوی د شهید دکتور نجیب الله  لاس ته راوړني ( د کابل شهر مکمل او سلامت مجددی صاحب ته ور تسلیم کړو – بیا مو د شهید دکتور نجیب الله دوخت  وسله وال ملي پوځ چې ۴۵۰ جت طیاری- ۵۰۰ هلیوکوپترونه – ۸۰۰۰ عرادی مدرن ټانکونه او زره پوشونه – په زرهاوو میله ډول ډول توپونه او اوبوسونه ، لونا، اورګان او سکات دمځکې نه مځکې ته تو غندی – د راکتو ډول ډول دافع هوا راکټونه – په زرهاوو نقلیه موټران – په زرهاوو دمخابری وسایط- د انجینری وسایط- د کمیا وګاز وسایط – په ملیونو ثقیله مرمی او هاوانونه او په ملیاردو خفیفه مهمات ، په ۱۰۰ ها وو زره کلاشنیکوفونه – زیګویک دومیله ماشیندار – پیکا مدرن ماشیندار – کرینیوف ماشیندارونه – علواندازونه او راکت اندازونه ، د لوژستیک او صحېې تخنیکی وسایط او نقلیه موټران او د غذایی موادو ډکې دیپوګانې او ډیر نور شیان د (( پاکستان د صدراعظم نوازشریف په فرمان مجاهدینو لوټ او په پاکستان خرڅ کړل – او یو مقدار ېې ناتو هیوادو خپلو هیوادو ته نر غونته یوړل ))، داچې څومره خلک ېې قتل عام کړل او کابل جان ېې څنګه وران او په مخروبه تبدیل کړو هغه په خپلو سترګو وینۍ نو بیا سوال دلته دی چې یا زموږ هیواد وال مخصوصا ځوان نسل تر اوسه د( ژبې – قوم – ملیت – ایدیالوژۍ – سمت او ارتباطاتو ) په اساس عبدالله عبدالله – ګل اقا شیرزي د کرزي په خوله نورو کسانو ته رایه ورکوۍ ،ځوانانو او د هیواد ښځو  دغو مجاهدینو د ( کرزي نه شروع بیا تر وزیرانو – والیانو – ولسوالانو – قوماندانانو – د څارندوی او امنیت ملي اکثریت مامورین دیوه سره غله ، رشوت خواره ، غاصبین ، قاچاقبران ، مافیایا ، کډنپ کونکي ، د ښځو د ازادی ضد انسانان وو او دی ) نو بیا ولي ورته رایه ورکوي ، زما ډیره زیاته ګیله د حکمتیار د طرفدارانو – د طالبانو د جنبش د رهبری – د قومونو د مشرانو – د هیواد د سپین ګیرو او ملکانو او خاصتا ځوان نسل مخصوصا  ښځینه وو ته وایم چې که مو دوهم وار عبدالله ته رایه ورکړه معنی ېې دا ده چې تاسې نه د ځان په قصه کې یاست – نه د وطن په قصه کې یاست او نه مو دشمنان تر اوسه وپیژندل او نه په رشتیا چې دقران په قصه کې نه یاست ، ځکه قران یو دی او هغه د اشرف غنی د کمپاین مقدس سمبول او نشان دی یعنی اشرف غنی قران پاک په خاطر ددې خپل نشان ټاکلۍ چې فقط د قران د ارشاداتو په رنا کې به وطن او هیواد والو ته خدمت کوي او همیشه به دده مخې ته پروت وې یعنی ( رشوت – غداری- ترور – قاچاق بری- مصلحت بازی – زورواکانو ته نه تسلیمیدل  او د دشمنانو دساتیر نه منل ) به د قران پاک په زور عملي کوی ، هیله ده یوه ورځ ځان ته بیله کړۍ او څو ساعته په خلوت کې سترګې پټي کړۍ او دغه ۳۵ کاله بیا خاصتا دغه ۱۳ کاله در په یاد کړۍ چې هغه د باده را وړل شوې ډالرونه چا غلا کړل – چیرته ېې ذخیره کړل او هر د مجاهد رهبر او قوماندان څومره کورونه او بلند منزلونه په هیواد کې د ننه او په دوبۍ او نورو اور پایی هیوادو کې لري ، ایا تاسې حق نه لری او مستحق نه واست چې اقلا د زامنو له پاره یو د خټو کور جوړ کړۍ نو هیله کوم چې نور هغه چې ازمایل شوي بیا مه امتحان کوۍ او راغلم ګل اقا شیرزی ته هغه تاسې نه پیژني لاړ شي دده کارونه او محفلونه په قندهار او جلال اباد کې د خلکو له خولې نه واورۍ ،او کلپونه ېې په فیس بوک کی ووینۍ ( زاغ با زاغ کند پرواز )  او زه یقین لرم چې هغو کسانو چې شیرزی ته رایه ورکړې وه دا وار به دوی خپلې رایی دکتور صاحب اشرف غنی احمد زی ته ورکوي (( د دکتور اشرف غني احمدزي بریالیتوب د افغانستان د امنیت او ترقی ضامن دي )) امین ..