د اشرف غني خاموشي د عبدالله خيمې او لاریون
Abdullah’s protests and Ghani’s silence: What is next?
By: Nazar Mohammad Mutmaeen
Writer and Analyst
The US Ambassador To Afghanistan stated, Karzai will transfer Political power to upcoming president on 2nd Aug, 2014, European Commotion stated on 2nd day of turnaround election, andcertified the election process, NATO & ISAF also stated their support from the 2nd round election, UNAMA-Kabul said, Afghan Election was a good step for Democracy, Neighborhood countries are silent, America supported and supporting election& its results, would like to transfer Political power from Karzai to upcoming president.
Qayum Karzai Brother of President Karzai withAshrafGhani, his next bother Mahmood Karzai joined with AbdullahAbdullah (AA),SibghatullahMojaddedi with Ghani, his brother HashmatMojaddediwith AA, Sayyid Ahmed Gailaniwith Ghani, his Nephew IshaqGailaniwith AA, His daughter Fatima Gailani with Ghani and His daughter in law FatanaGailani Joined with AA.
Ahmad Zia Massoud with Ghani, his Brother Ahmad WaliMassoud with AA, Haji Din Mohammad with Ghani, his brother Nasrullahwith AA, Fizan with Ghani, his best friend (ALP Project 1st members) with AA. Advisor Minister Sabawoon with Ghani, his Party and his Party senior member& PM MalimMirwali with AA, Juma Khan Hamdard&Akbar Barakzai the executive council members of Hezb e Islmai (Kabul) with Ghani, other 20members of Heb e Islami with AA, QutuddinHelal&Khalid Farooqi also with Ghani, familiar commander& PM Almas & PM TaraKhail with Ghani, but PM AwalGul with AA, a group of Hazar tribe by leadership ofKarimKhalili with Ghani, a group of Hazara by leadership of Muhaqiq with AA, a group of Uzbek by leadership of Dostum with Ghani, a group of Uzbek by leadership of Ibrahimi (Head of Parliament) joined with AA,
Both AA &Ghani were members of Karzai Team in last 12years, equal parties & Political persons joined with them in Kabul and Provinces, same structure of the Afghan Security Forces, joined equally with mentioned candidates.
Gul Agha Zherzai got USD 5Million from AA by mediation of IshaqGailani,ZalmaiRassoul didn’t received an amount, both (1st round candidates) joined only with their big names with AA, Majority of their followers joined with Ghani.
QayumKarzai said:Ghani don’t had money, evidently looked AA would be winner, but joined with Ghani due to his peace plan.
Qazi Amin Waqad worn out and asking people, are you voted to Democracy?Or something else (don’t know what his mean was? might be Islam or Communism?), People clapping and saying we are voted to Democracy, Qazi Amin forgot the time that he was Jihadist and lived in Pakistan as a refugee.
Interesting sentences of Juma Khan Humdard: I don’t have interest withPolitical plan of Ghani, and don’t like him, as I dislike North Alliance, so joined with Ghani.
Sayyaf looks angry, but trying to mediate between Ghani& AA, to have mutual understanding among the two candidates.
Iran, Pakistan, India and might be some other countries supported economically AA in the 1st round of Elec, AA distributed sufficient money.
RamzanBashardost PM said: Ex-head of IEC Mr. ManawiFraud 1.5 Million votes in Election system for AA, in runaroundZiaulHaqAmarkhail can remove 1 Million votes from system, 0.5 M left.
Ukraine, Syria issues & exchange of Taliban prisoners were a good luck to Ghani, also lastly Iraq issue, USA supported Ghani, due to threaten alarm from Iran, India and Russia.
Saudi Arabia, UAE & Qatar was not quiet, due to infiltration of Iran in Afghanistan, they have Shiite and Salafi problematical issues, have rivalry to each other in different countries. Iran is ahead in Afghanistan.
Unconfirmed reports: Saudi Arabia & Qatar supportedGhani in 2nd round elec, and received USD 100 Million.
Both Ghani& AA fraud in runaroundelec, Ghani had support of Pres-Karzai, and had too much money, AA defeated, he spent too much money in 1st round. And bought candidates, not people and elders of the community. Ghani bought during runaround election elders, security forces staff even observers & supervisors of AA in Polling stations.
Ghani supporters can and succeed to contact with local Taliban, and got confidence of them, to not disturb elec and let people to go to Polling stations.
Ghani supporters strongly stated, published and had propaganda, if Panjshiri People (AA) come in power this time, Pashton would be their servant for next 300 years.
AA said in his campaign gatherings, I am Pashton, but it was a question with people? His 1st VP is Pashton, and 2nd VP is Hazara, so there is no Tajik, and basically he talked about the right of Tajik.
Bothe camps had fraud according their ability & Power, Ghanicamp fraud systematically, but AA camp fraud by power with foolish and lese knowledge.
On 2nd round elec day, before counting of votes, both candidates endorsed elec, and said, it was good, when votes counted, candidates received info, AA votes were less than Ghani, suddenly AA stated the election process is under question.
If AA claimed regarding fraud in Elec, before elec day or counting of votes, it was OK, after counting of votes, accusation on ZiaulHaqAmarkhail and claim of fraud, looks like he is failed and trying to create problems, it was good if he boycott with IEC before going to 2nd round, till his terms and requirements accepted by IEC.
Amarkhail given resign, it was good, Ghani camp, Amarkhail and Karzai know, AA wants to muddy water and capture fishes, so Amarkhai resigned and welcomed by Karzai and Ghani Camp.
AA supporters placed tents in Kabul City, there were a few young person inside tents, AA planned big protests, they tried their best to collect people for demonstration, but can’t, at about 3000 persons gathered only, even they collected & given money to beggars & labors,
Gul Agha Seirzai went to Gemany, ZalmaiRawsoul and Mahmood Karzai set silent, AA’s 1st VP Eng. Mohammad Khan agreed with ex-Hezb e Islami members to be quit, only Shilgarai remain, and coming to media, it was another attack on AA & Stubborn his camp.
AA hope Ghani will deal with him to bring changes in Institution, and make him as a Prime Minister, or given to him 6 Ministries and a number of Provinces, also requesting his spent money during election.
Equal to Prime Minister Positionalready given to Ahmad ZaiaMassoud, and Ghani don’t have such amount that spent by AA, Ghani also saying, AA didn’t spent money from his own pocket, it was given by Iran, Pakistan and India.
Deal on power is passible, USA & International community trying, to make agree both on power sharing, but Ghani’s 1st VPDostum, Juma Khan Hamdard and some others will be disagreeing.
AA & his supporters will try their best to plan big protest, and will try to disorder the situation, but it is clear Political power will be transferred on 2nd Aug, 2014 to new president. Seems Ghani is the winner, and he will go to ARG (Presidential Office), there is minor possibility, if AA can to convince International Community, and can to have changes in the result, means to Quarantine some boxes of Ghani, or select new head of secretariat of IEC from the group of AA, so in this case might be a chance for AA to enter to ARG, but seems difficult, would not be acceptable to Ghani’s Group.
په کابل کې د امريکا سفیر وویل چې د روان کال د اګسټ په ۲مه نیټه به کرزی واک نوي ولسمشر ته سپاري، په لومړي ځل د اروپا د انتخاباتو ادارې د خپل تعامل په خلاف د افغانستان د دویم ځل انتخاباتو په دوېمه ورځ وویل چې انتخابات په سم ډول سره ترسره شول، د ناټو، آیساف مشرانو په وار وار سره د انتخاباتو کول لویه لاسته راوړنه وګڼله، په کابل کې د يوناما دفتر انتخابات د افغانستان د ډیموکراسۍ يو ښه مثال وباله، ګاونډي هیوادونه چوپه خوله دي، امریکا د انتخاباتو ملاتړ کوي او معلوميږي چې نور نو نړيواله ټولنه غواړي چې د کرزي واک ته پای او پر ځای يې نوی ولسمشر ارګ ته ننوځي.
قیوم کرزی د حامد کرزي ورور له اشرف غني سره او بل ورور يې محمود کرزی له عبدالله عبدالله سره، حضرت صبغت الله مجددی له اشرف غني سره، ورور یې حشمت مجددي له عبدالله عبدالله سره، پیرسید احمد ګيلاني له اشرف غني سره، وراره يې سید اسحق ګیلاني له عبدالله عبدالله سره، د پیر لور فاطمه ګيلاني له غني سره، انږور يې فتانه ګيلاني ( د وراره ښځه) د عبدالله په صفت نه مړيږي.
احمد ضياء مسعود له غني سره، ورور يې احمدولي مسعود له عبدالله سره، حاجي دین محمد له غني سره، ورور يې حاجي نصرالله له عبدالله سره، فیضان اندړ له غني سره، پخواني ملګری يې شلګری له عبدالله سره، سباون صاحب له غني سره، د ده د حزب متحد د مرکزي شورا غړی معلیم میرولي له عبدالله سره، جمعه خان همدرد او محمد اکبر بارکزی د اسلامي حزب (کابل) د اجرايه شورا غړي له غني سره او نوره ډله يې د ارغندیوال په مشري له عبدالله سره. قطب الدین هلال بيا په منځ کې پاتي ؤ، شرطونه يې لرل، د انتخاباتي کمپاین په وروستي ورځ په يوه بې خونده غونډه کې يې د حزب د پخوانيو غړو په هڅو د اشرف غنی ملاتړ وکړ، حاجي الماس مشهور قومندان او ملاتره خیل د غني، معلیم اول ګل د عبدالله سره ودریدل، د هزاره توکم يوه ډله د خلیلي په مشري له غني سره او بله ډله یې د محقق په مشري له عبدالله سره، د ازبکو يوه لویه ډله د دوستم په مشري له غني سره، بله ډله يې د ولسي جرګې د مشر ابراهيمې په مشري له عبدالله سره.
عبدالله او غني دواړه د کرزي د دولس کلن ټیم غړي ؤ. لکه چې په مرکز کابل کې، دګوندونو دمشرانو او دهغوی د پلويانو جوړښت داسي دی چې دواړو ډلو ته تر ډیره مساوي خلک استول شوي، په ولایتونو کې هم دا ډول شوي، د ولسي جرګې د غړو د کورنيو خلک يې نیم له يوه کاندید او نیم له بل کانديد سره په ښکاره ولاړ دي.
دا ډول د امنيتې ادارو جوړښت هم ورته ښکاريدی، دواړو ډلو ته خپل خپل برخه رسيدلي وه.
ګل آغا شیرزي په دویم پړاو ټاکنو کې ویل کيږی چې ۵میلیونه ډالر له عبدالله عبدالله څخه واخستل چې منځګړتوب او د پیسو چارې يې ښاغلي اسحق ګيلاني تر سره کړي، زلمي رسول ته پيسي ونه رسيدلي، يواځي له تش نوم سره عبدالله ته ورغی، د دواړو ډیری پلویان له غنی سره پرته له پیسو يوځای شول.
قیوم خان بيا وایې چې تاریخي شرم مې په ځان نه لوریدی، غني پیسي هم نه درلودلی، عبدالله هرڅه درلودل، په ښکاره يې د انتخاباتو د ګټلو چانس هم زیات ؤ، مګر له غني سره په دي خاطر هم يوځای شوم چې د سولې له پاره پلان لري.
قاضي صاحب آمین وقاد غریب بيا دومره سپین ږیری شوی، چې د جهاد او هجرت ګرده خاطرې يې له ياده وتلي، د رسنيو په مخ کې د مشرانو په شتون کې خلکو ته وایې چې تاسي رایه ډیموکراسي ته ورکړه که بل شي ته (اسلام يا کمونیزم، چې دده هدف د بل شی څخه څه وو)؟، خلک هم په يوه خوله ورته وایې چې ډیموکراسي ته مو رایه ورکړي ده.
ماته تر ټولو د جمعه خان همدرد خبرې خوند راکی چې يوه ملګري راته کړي، هغه وایې نه د ډاکټر اشرف غني برنامې ته ورغلی یم، او نه مي خپله ډاکټر اشرف غني خوښيږي، شمال ټلواله مې بده ایسيږی، نو مجبوره یم چې له غنی سره ودریږم. د جمعه خان همدرد ورته خبره د طالبانو اړوند هم ده، هغه وايې چې کله له طالبانو سره ګرګډی (غالبا همدا نوم به وي په شمال کې د يو قومندان نوم دی) يوځای شو، ما ویل چې له طالبانو سره نه کيږي ځکه چې ګرګډی ورسره شو، نو مجبورا د طالبانو په خلاف کې ودریدم.
استاد سیاف که خفه دی خو بیا هم هڅه کوي چې د ډاکټرانو په منځ کې د جوړجاړي او معاملي وياړ دده په نوم شي، دهغوی تر منځ د سولې او مفاهمي منځګړيتوب ته سترګې په لار دی.
عبدالله عبدالله سره ایران، پاکستان، هند او ممکن ځینو نورو هیوادونو مالي مرسته کړي وي، چې په لومړي ځل ټاکنو کې يې پرېمانه پیسي ووېشلي، داسي ویل کيږي چې د معنوي صاحب له برکته د ټاکنو په سیسټم کې هم عبدالله عبدالله ته ډیر کار شوی وو. دا خبري رمضان بشر دوست کړي چې د يو نیم میلیون رايو درغلي معنوی صاحب ورته پلان کړي وه، چې په دویم پړاو کې يې يومیلیون د ضیاء الحق امرخیل په واسطه له سیسټم څخه لیري شوې او يواځي ۵لکه د درغلیو رايې ورته پاتې شوي.
دویم ځل ټاکنو کې د اوکراین، او سوريې مسئله، د ګوانتانامو طالب بنديانو تبادله، دا ډول په وروسته وخت کې د عراق مسئله د غني په ګټه تمامي شوي، د ایران، هند او روسي له ویري هم امريکا د غنی ننګه وکړه.
ویل کيږي چې د ایران د ډیر نفوذ د مخنيوي په خاطر سعودي عربستان ، قطر او امارات هم ارام پاتي نه شول، د ایران او سعودی د شیعیزم او سلفیت مسئله ده، يو له بل سره په ډیرو هیوادونو کې سيالي لري، په افغانستان کې ایران مخکې ښکاري، داسي ناتاید شوي راپورونه شته چې سعودی او قطر هیوادونو د غني د ټیم مهم غړي حنیف اتمر ته د دویم ځل ټاکنو له پاره سل میلیونه ډالر ورکړي.
دویم ځل ټاکنو کې دواړو ډلو (غنی او عبدالله) د درغلیو هڅې وکړي، مګر له غني سره په پټه د ښاغلي کرزي ملاتړ، د پريمانه پیسو شتون عبدالله عبدالله په شا وتمباوو، د غنی کسان وتوانیدل چې په رشوت خور ملک کې او رشوت خورو کسانو کې عمیق نفوذ وکړي، داسي راپورونه هم شته چې د عبدالله عبدالله ناظرانو هم د ټاکنو په ورځ ۳۰۰ ډالر اخستي، نور يې سترګې او خوله په هر څه پټ کړي. د ځینو سېمو امنيتي کسانو هم خپل حق د غني له خلکو ترلاسه کړي او نور يې غوږونه کاڼه اچولي وو.
مهمه داده چې د غني خلک په دي هم توانيدلي وو چې د طالبانو له ځینو سېمئيزو مشرانو سره اړيکې ټینګې کړي او دهغوی اعتماد تر لاسه کړي، ترڅو عام افغان ولس ته د ټاکنو په ورځ سرخوږی جوړ نه کړي.
داخبره هم په قوت سره د غني د کمپاین خلکو کوله چې که داځل پنجشیريان واک ته ورسيږي بيا به يې پښتون ۳۰۰ کاله غلام وي.
عبدالله عبدالله ځان پښتون معرفي کاوو، مګر سوال داؤ چې لومړی مرستيال يې پښتون او دويم يې هزاره وو، تاجک پکې بيخي نه وو، مګر عمل کې بيا د تاجکو د حقونو نارې وهي.
په تیرو دویم ځل ټاکنو کې دواړو ډلو د خپل وس او توان مطابق درغلۍ وکړي، مګر د غنی ډلې د يو منظم پلان له مخې او د عبدالله ډلي د کم عقلي او زور له لاري درغلي وکړه.
د ټاکنو په ورځ مخکې له رای شمیرلو دواړو ډلو وویل چې داځل انتخابات په ښه ډول سره ترسره شول، کله چې رايې وشمارل شوي، راپورونه دولسمشري چوکۍ دوو نوماندانو ته ورسيدل، د عبدالله عبدالله رايې کمې او د ډاکټر غني ډیري، په هیجانی ډول سره عبدالله عبدالله د ټاکنو پروسه تر پوښتني لاندي راوستله.
که عبدالله مخکې له ټاکنو او يا هم د رایو شمیرلو مخکې ادعاء کړي وای چې په ټاکنو کې درغلي شوې او ماته د منلو وړ نه ده، بيا به يې خبره پر ځای وای، مګر چې کله رايې وشمیرل شوي، عبدالله وویل چې ضياء الحق امرخیل او د غنی ډلې درغلي کړي. که عبدالله د ټاکنو په کمیسون بې باوره ؤ؟ ښه داوه چې دویم ځل ټاکنو ته له تګ څخه مخکې يې بایکاټ کړی وای تر څو يې شرطونه منل شوي وای.
ضیاء الحق امرخیل استعفی ورکړه، هغه ښه کار وکړ، جزياتو ته نه ځم، د غني ټیم خلک پوهیدل چې عبدالله اوبه خړوي ماهیان نیسي، او امرخیل هم پوهیدی، د کرزي په شمول، ښه يې وګڼله چې امرخیل استعفی ورکړي.
عبدالله عبدالله په کابل ښار کې خيمې ودرولي، چې د ګوتو په شمار څو تنه به پکې ؤ، د لاریونو ږغ يې وکړ، ټول زور يې نږدې ۳۰۰۰ تنه په کابل کې د چوکونو د سوالګرو او کاریګرو په شمول راټول کړلای شول. چې دده اتوریته يې نوره هم خرابه کړه.
د شمال ټلواله هلته ټکنۍ شوه چې ګل آغا شیرزي ځان د جرمني لورته ورک کړ، زلمي رسول ځان پټه خوله ونیوی، محمود کرزي هم چوپه خوله اختیار کړه، انجنیر محمدخان ته د حزب غني پلوه غړي ورغلل راضي يې کړ چې ارام کینه، يواځي شلګري صاحب خبره نه مني.
محقق هم په يو ډول له عبدالله عبدالله څخه فاصله نیسي، هغه ته هم د غني کسان ور رسیدلي دي، او په ورستیو وختونو کې داسي راپورونه هم شته چې ممکن صلاح الدین رباني له احمدضياء مسعود سره يوځای شي.
عبدالله عبدالله هیله لري چې په اساسي قانون کې تغیر راشي ده ته صدارت عظمي چوکۍ په نظر کې ونیول شي او يا داچې ۶ وزارتونه او څو ولایتونه ورکول شي، او تر ټولو مهمه غوښته يې په ټاکنوکې مصرف شوې پیسي دي، چې هغه هم غواړي.
د صدارت عظمي معادل چوکۍ مخکې له مخکې احمدضياء مسعود ته په نظر کې غني نیولي چې تر غني وروسته به واک له احمدضياء مسعود سره وي، که غنی نه وي نو سرپرست ولسمشر به ضیاء مسعود وي.
دومره پیسي به هم ډاکټر غنی ونه لري چې عبدالله ته يې ورکړي، او هغه داهم وايې چې عبدالله له خپله جیب څخه پیسي نه دی مصرف کړي د ایران، پاکستان او هند پیسي وي، افغانانو ورڅخه وړي، بل ځای هم نه دي مصرف شوی بیرته په افغانستان کې ووېشل شوي، عبدالله حق نه لري چې ددغه ډول تورو پیسو غوښتنه وکړي.
خبره د واک وېشل او وزارتونو ورکولو پاتي شوه، نړيواله ټولنه چې په سر کې يې امريکا ده هڅه کوي چې د غني او عبدالله ترمنځ د واک د وېښ معامله وکړي. که غنی له عبدالله سره واک وېشل مني حتمي ده چې دوستم، جمعه خان همدرد او ځينې نوري مهمې څیرې به يې مخالفت کوي.
که هر څومره لاریونونه کيږي او يا ګډوډيو ته لمن وهل کيږي، زما په آند چې د اګست په دويمه نیټه به واک له کرزي څخه انتقال کيږي، اوسنۍ نښې نښاني داسي ښکارې چې غني به ارګ ته ځي، مګر ډیر کم احتمال داهم شته که چیرته تر پردي شاته عبدالله وتوانیږي چې نړيوال قانع کړي او د انتخاباتو په پایلو کې دده په ګټه بيا ځل لاس ووهل شي، د غني رايې کرنټین شي، د دارالانشاء مشر د عبدالله په خوښه يا دهغوی د ټیم څخه راشي، ممکن چې د عبدالله له پاره هم د ارګ چانس وي، مګر ستونزمنه ښکاري، د غنی ډله به يې ونه مني.
لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن