افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

«
»

دوه نوې خبرې طالب چارواکو ته

عبدالصمد ازهر

لمړی مطلب

پرون مې په رسنيو کې واورېدل چې د مرکزي احصايې رييس ويلي دي چې دوی غواړي په برېښنايي پېژند پاڼو کې بدلونونه راولي. د هغو له منځه يو بدلون يې دا دی چې د اسلامي امارت نوم به په کې ليکل شوی وي.

په دې هکله خپله او د ډېرو وطنوالو ژوره خواشيني او اعتراض شريکوم. دا ځکه چې:

  •  تر اوسه افغان ولس د امارت نوم ته رايه نه ده ورکړې او په رسميت يې نه دی پېژندلی؛
  •  طالبانو پخپله هم تر اوسه خپله اداره موقته بللې ده؛
  •  نړۍ هم دغه نوم په رسميت نه پېژني. د مسکو د ترويکا پلوس/ پلس (درې باندې يو) په غونډې کې د نړۍ سترو ځواکونو پرېکړه کړې وه چې نړۍ به د اسلامي امارت په نامه دولت په رسميت ونه پېژني؛
  • د نويو پژ‎ېژند پاڼو چاپول به د افغانستان په ګوډ اقتصاد باندې يو بې ځايه او غیر ضروري بوج وی؛
  •  سبا ته که د يوه تفاهم له مخې يا د لويې جرګې او اساسي قانون پر بنسټ کوم بل نوم غوره کېږي، دغه د امارت په نامه پېژند پاڼې به بيا اعتبار نه لري او د نويو پېژند پآڼو چاپول به بيا يو بل پې ځايه لګښت زمونږ پر ويجاړ اقتصاد وروتپي.

 همدا خبره د پاسپورټونو په برخې کې هم صدق لري. ومو لیدل چې طالب چارواکو موندلې وه د امارت تر نامه لاندې پاسپورټونه به په نړۍ کې چلند ونه لري نو ځکه يې په هوښيارۍ سره د امارت تر نامه لاندې نوي پاسپورتونه تر اوسه چاپ نه کړل. 

چارواکي بايد په دې پوه شي چې دغه مسايل د زور چلولو خبرې نه دي او د اساسي اسنادو او ارزښتونو اړول، د ملي بيرغ په شمول، د دوی له واک نه پورته خبر ده او په ملت پورې اړه لري.

زما دوستانه توصيه ورته دا ده چې خپلو احساساتي غوښتنو او پرېکړو باندې بيا کتنه وکړي. 

دوهمه خبره

ستاسو هوايي چلند ادارې اعلان وکړ چې له قطر سره د بيا منظمو الوتنو په هکله پرېکړې ته رسېدلي دي. 

مبارک دې وي دا خو د افغانستان له باندنيو اړيکو او له اقتصادی پراختیا سره مرسته ده. تر کومه ځايه چې مونږ ټول خبر يو قطر له امريکې سره دې هوډ ته رسېدلی دی چې پاتې هغه کسان به چې امريکه يې له افغانستان نه اېستل غواړي وباسي. قطري مشرانو وويل ستاسو هوکړه يې هم تر لاسه کړې ده.

که دا اېستل د امريکايي اتباعو او په رښتيا سره د جدي خطر او تعقيب لاندې کسانو وي نو کوم اعتراض په کې نشته. خو که نور هم غواړي زمونږ معنوي شتمنۍ او ظرفيتونه په مختلفو پلمو وباسي زما په اند د منلو نه ده او مخه يې بايد ونيول شي خو په دې شرط چې دې شتمنيو ته ارزښت او د پوهې او لياقت سره يې مناسب کار هم ورکړ شي. که داسې نه کېږي نو دغه شتمنۍ لکه زرګونه نورې د تحقیر او لوږې له وېرې هم حق لري چې د سفر څپلۍ واغوندي.

ویل کېږي چې د واک مشرتابه د نه مسوولانه چلند او نه پاملرنې له کبله چې د يوځايي لوی شمېر د وتلو په بهير کې د علمی کدرونو او د هيواد د معنوی شتمنيو د تېښتې لامل وګرځېد، د هيواد پوهنتونونه د استادانو له سخت کموالي سره مخ شوي دي. په يقين سره د ښوونځيو او نورو فرهنګي تاسیساتو حال به هم تر پوهنتونونو  ښه نه وي. دغه ټوله بدمرغي، دوی ته د ارزښت نه ورکولو، وزګارۍ، د کدري او علمي امتيازونو نه محرومولو او د پخو علمي کدرونو او وتلو اکادميکو پوهانو په سر باندې د ملايانو مقررولو نه د تحقیر احساس نه پېښ شوي دي. په تاسو کې به ډېرو دا پتييلي وي ښه ده دوی ولاړ شي څو تش ځايونه يې ملايانو ته وزګار شي. مګر هېر يې نه کړئ چې ژر به پر خپلې کړې پښېمانه شئ. تاسو چې اوس د يوه بدلېدونکي هيواد د مسووليت واګې په غاړه اخيستی دی، نه شئ کولای په لنډ ليد او له موډرنو علومو او تکنالوژۍ له زده کړې سره په نه پخلا کېدو سره هيواد د پرمختګ لوی واټ او له احتياج نه د پرېمانۍ او ټولنيزې سوکالۍ خوا ته بوځئ.

ستاسو هغه مشران چې د خلکو غوښتنو ته د معقولې ليارې موندلو او ځواب ورکولو په ځای ورته وايي روزي ورکول د خدای کار دی تاسې يې له خدايه وغواړئ، په هېڅ وجهه نه د مشرۍ لياقت لري او نه د خلکو پر سرنوشت د پرېکړې. ستاسو يو بل مشر وويل طالبانو شل کاله په غرونو او سنګرونو کې تېر کړي او په همدې دليل له زده کړې او تحصيل نه پاتې دي نو ځکه دوی مستحق دي څو په دولتي څوکيو کې وګمارل شي. د داسې يوه منطق او استدلال په اورېدو سره نيژدې ده سړی ښکر وباسي. هو دغه په ناپوهۍ کې پاته کسان به ډېر ښه جنګيالي وي او د وينو تويولو چل به ښه ورځي، خو څنګه کولای شو له دوی نه د دولتي چارو د پرمخ بيولو تمه ولرو؟! 

ستاسو د حکومت پر ترکيب ګوتنيونې هم په همدغو دليلونو بې ځایه نه او بيخي سمې دي. که غواړئ په چارو کې بريالي اوسئ او ټولنه تاسې ومني نو د د دغو ليکنو له لوستو سره د خپګان او عصبي کېدو په ځای انتقاد منونکي شئ او پر ټولو مواضعو مو بيا کتنه وکړئ.

والسلام علی من اتبع الهدی

۱۵ / ۱۱ / ۱۴۰۰

۰۴ / ۰۲ / ۲۰۲۲