سخنی عشق!

               2025-09-02! امین الله مفکر امینی گرسخـــــن زعشق گویی زعصمتِ این گوهربــــدان کزعشق به…

سکوت خلیفه در برابر امیر شکست یا فرصتی برای انحام…

نویسنده: مهرالدین مشید عباس ستانکزی: ملایعقوب کل روند را از مسیر…

زمانیکه کیفرخواست دادستان وحکم دادگاه  منفعل گردد  

نکارشی از سخی صمیم  مسئول کیست و عدالت کجاست؟  ***  ایجازی ازین مختصر!    …

شکست و باخت قدرت

شکست و باخت قدرت نه تنها حس ملی و مردمی…

آیا سراسیمه گی طالبان ، سقوط شان را در پی…

      نوشته ی : اسماعیل فروغی       درخواست دادگاه بین…

هوش مصنوعی دیپسیک

دکتر بیژن باران پیشرفت چین در جهان چند قطبی…

غریزه در سلب عقل: دلیل نبود دولت مدرن در افغانستان...!

عقل نیروی تفکر و گوهر شناسایی حق در برابر باطل…

۲۱ و ۲۲ دلو فتح افشار

نه ماه از ورود گروه‌های جهادی در کابل می‌گذشت، از…

یادمان سیاوش کسرایی

نوزدهم بهمن ماه هر سال، روزی است که نام سیاوش…

لیبرال ها، میان ماکس وبر، و کارل مارکس

-- max weber 1864-1920 آرام بختیاری جامعه شناسی بورژوایی در مقابل جامعه…

گنج شایگان 

رسول پویان  همیـشـه ثـروت و کاخ طلا نمی ماند  شــکـوه و دبـدبـه…

همخوابگی های سیاسی نافرجام طالبان افغانستان و آخوند های ایران

نویسنده: مهرالدین مشید افتضاح دیپلوماسی هوتل محور ایران در افغانستان عباس عراقچی، روز…

عالم دگر

نوشته نذیر ظفردیــــــده از امیــــــال دنیا بسته امدر دلـــــــم…

بشدار سامی

آقای "بشدار سامی" (به کُردی: بەشدار سامی)، شاعر و فتوگرافیست…

کابل آبستن یک تحول در موجی از اختلاف های درونی…

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت ملاهبت الله در گرو عصیان همرزمان و…

هم پیوندی

جهان با حفظ،نا همگونی ها یک کل به هم پیوند…

آن لوله های آب پا های ما نه؛ بلکه آرزو…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از به زنجیر کشاندن آفتابه ناوقت های شب…

هنر عشق ورزیدن....! 

" زیبایی عشق در این است که نه به چیزی…

آب در هاون کوبیدن یا سراغاز یک بازی جدید

نویسنده: مهرالدین مشید حکم بازداشت ملاهبت الله یک بازی استخباراتی و…

فتوای خرد 

رسول پویان  برون کردم به قتوای خرد تا حلقه از گوشم  بـرای…

«
»

دوامداره رخصتي د اقتصاد او پرمختګ لپاره زهر دی

له بده مرغه موږ یو له هغو وروسته پاتي هېوادونو څخه یو، چې د پرمختګ، سوله، پیاوړي اقتصاد او د ښه ژوند کولو ارمان لرو ولې کار ورته کم کوو. موږ د ځمکي پر سر یواځینۍ هېواد یو، چې ډېر وخت مو په رخصتیو کې تېریږي.

موږ په کال کې۳۶۶ ورځې لرو  چې په دې ورځو کې موږ دوه ډوله رخصتي لرو.

اول: عمومي، دایمي او یا هم پلان شوي رخصتي

دوهم: نا پلان شوي او یا هم اضراری رخصتي

اول: عمومي، دایمي او یا هم پلان شوي رخصتي

۵۲ ورځې جمعه

۵۲ ورځي پنجشنبه: پخوا رسمي رخصتي وو اوس نیمه ورځ کار

۵۲ ورځي د شنبې رخصتي د خارجي او غیر دولتی اداراتو لپاره دی = اوس پوښتنه داده، چې د کوم قانون له مخې په یو هېواد کې دوه ډوله برخورد کېږي؟

۲ ورځي د نوي کال او د بزګر رخصتۍ

۱ ورځ د رمضان مبارک میاشتي رخصتي

۳ ورځي کوچنۍ اختر

۴ ورځي لوی اختر

۱ ورځ لسم د محرم

۱ ورځ میلاد نبی

۱ ورځ ۸ ثور د مجاهدینو د بریا ورځ

۱ ورځ د خپلواکي ورځ

۱ الی ۵ ورځې د احمد شاه مسعود او نورو شهيدانو ورځ

۱ ورځ د روسانو د ماتي لپاره

دوهم: نا پلان شوي رخصتي په لاندې ډول دي:

۳ ورځي انتخابات

۵ ورځي جرګه

۲ ورځي د کابل پروسي برنامه

۵ ورځي په اوسط ډول د som، د اسیا د زړه کنفرانس، ریکا او نورې مهمې ناستی

۳ ورځي د ځینو مهمو سیاسي مشرانو مړینه او یا هم وژل کېدل وټاکو

که دا ټولې ورځې وشمېرو نو په یو کال کې مجموعي رخصتۍ ۱۹۰ ورځي کیږي، دا په دې معنی چې موږ په کال کې ۱۷۶ ورځي کار کوو. د یو وروسته پاتې هېواد لپاره دومره ډېرې رخصتي خطرناکي دي.

 

په رخصتیو کې موږ د لاندې جدي ستونزو مخ کېږو:

 

  1. حکومتي ادراي رخصت وي، زموږ کارونه ځنډنۍ کېږي.
  2. بانکونه او د صرافی مارکیټونه رخصت وی
  3. تحصیلي مرکزونه رخصت وي، دوی نه شي کولای چې نصاب پوره کړي.
  4. تولیدي او صنعتی مرکزونه رخصت او فعالیتونه په ټپه ولاړ وي.
  5. لارې بندې وي انتقالات نه کېږي او د مارکیټ تقاضا نه پوره کېږي.
  6. کارمندانو ته معاش، د ځای کرایه، د برق مصرف ورکول او په مقابل کې هیڅ نتیجه لاسته  رانه شي. په دې سره واړه او متوسط شرکتونه له منځه ځي.
  7. ځیني مهم قراردادونه د لاسه وځي ځکه چې وخت او زمان یې ټاکلی وی.
  8. د سیمي د هېوادونو سره زموږ سوداګریز او اقتصادي اړیکي زیانمنی کېږي.
  9. سفارتونو او خارجي اداراتو سره زموږ کار ځنډنی کېږي.
  10. د وخت او پیسو ضایعه.
  11. لوي برنامې، کنفرانسونه او نندارتونونه نه ترسره کېږي.
  12. د کارمندانو تنبلي ډېریږي.
  13. د کارونو او پروژو پر وخت نه تطبیق کېدل.
  14. مالي زیانونه یې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له انده په ورځ کې دوه میلونه ډالره اټکل شوی دی

 

 

د نور هېوادونو سره پرتله:

  1. پرمخ تللي هېوادونه دري الی څلور شفته کار کوي موږ یواځې یو شفت یا وخت کار کوو.
  2. په نورو هېوادونو کې نا پلان شوي رخصتي ډېرې کمې وي ولی زموږ په هېواد کې ډېرې دي.
  3. نور هېوادونه د خپلو دولتي او رسمي چارو لپاره منظم سیستمونه او ځایونه لري، موږ یې نه لرو.

 

وړاندیځونه:

  1. ټول رخصتۍ باید د قانون په رڼا کې وټاکل شي، دوه ډوله رخصتي باید ختمه شي.
  2. د دولتي مراسمو لپاره د مشخصو ځایونو جوړول چې عام خلکو او خصوصي سکټور ته زیان ونه رسوي.
  3. د رخصتیو د ورځو کمول.
  4. په مراسمو او پروګرامونو کې د هغو دولتي چارواکو چې مستقیما مسوولیت نه لري نه شاملول
  5. د دولتي مراسمو لپاره د لارو نه بندول او بدیلي لارې پیدا کول.

 

یادښت: د کورنۍ تولیداتو د پرمختګ لپاره باید د افغانستان اقتصادي ماشین تل فعاله وساتل شي، امنیت تامین او کاري وختونه له یو شفت څخه باید دري شفتونو ته وغځول شي.

صیام پسرلی

هڅوونکي ویناوال او د کاروبار لارښود