انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

افغانستان؛ سرزمینی میان جغرافیا و تاریخ

چرا راه‌ها همیشه سرنوشت ما را تعیین کرده‌اند؟ گاهی برای فهم…

از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

«
»

 دمارچ اتمه او دښځې انسانی داعیه

 

      وړاندی له هرڅه دمارچ داتمې ( حوت۱۷)  دښځو دنړیوالې ورځې دراراسیدو په مناسبت د افغانستان ښځو (میندو ؛ خویندواو نجونو)  ته دزړه  کومې مبارکي وایم او په ښځو باندې دهرډول تشدد ،تیري ، ظلم او ستم غندنه کوم .

  پوره (۱۴۰)کاله وړاندې  پدی ورځ دامریکا دنساجی کارخانو کارګرو ښځو دکار دشرایطو دښه والي او عادلانه مزد لپاره په مظاهرې لاس پورې کړ .  سره له دې چې دا مظاهره د پولیسو له خوا په  وحشیانه ډول و ځپل شوه او دکارخانو دخاوندانو له خوا دمظاهره کونکو  روا غوښتنی هم ونه منل شوې ،خو دامریکا ښځو او دنورو پر مختللو هیوادونو کارګری غوځنګونو او دښځو ټولنو دامریکا دنساجی کارګروسره دپیوستون په خاطر ددي ورځي دکلنی لمانځلو په ترڅ کی  دښځو دحقونو دتامین لپاره  مبارزه په یوه نړیواله ورځ بدله شوه څو وروسته  دملګرو ملتونودسازمان له خوادښځودنړیوالې ورځې په توګه  ونومول شواو دښځې په انسانی داعیه او بشری ؛  ټولنیز اوفیمینستی غورځنګ کې د عطف د ټکی په ټوګه  هرکال دنړۍ اودافغانستان دمبارزو  ښځو دټولنو او مترقی غورځنګونو له خوا لمانځل کیږي .

د ښځې داعیه دانسانیت او پر مختګ داعیه ده  .ښځه انسان دئ او دانساني کرامت او ذاتي انساني حقونو درلودونکي ، آزاده دنیا ته را غلې   او نرسره برابر  دهر ډول تشدد ، تیري ، ظلم ، اسارت ، ستم  او بې عدالتئ څخه مصؤنه ده. ښځه دانسانیت له مخې دنر سره برابره ده او دبشر آزادي دشځې او نر په برابرئ کې تحقق مونلاي شي.ښځه مورده او جنت دمور په پښوکي  دئ او د مور حق  ادا کول او درناوي  دهر زوي ؛ لور اوسړي غوره  دنده شمیرل کیږي.

  ښځه داسلام په مقدس دین کی ځانکړي ځاي لري . بنا پر دې  هر څوک چې په  انسانیت او اسلامیت باور لري   نه یوازې  دښځې انسانی حقونو تر پښو لاندې کولو  څخه باید ډده وکړي ، بلکه د ښځې  دانسانی کرامت  او حقونو درناوئ ؛ تامین او ساتل  یوه  انسانی او دینی وجیبه وګني  .

  ښځه  د  نوو او زړو فکرونو او تجدد او سنت ؛  انسانیت او بربریت ؛  آزادی  او اسارت ؛ برابرئ او تبعیض او پرمختګ او په شاه تګ دتضاد او د مترقی او ارتجاعی ؛ پرمختلونکو او په شاه تلونکو ِغورځنګونودمبارزی په محراق  قرار لري   او دیوه هیواد پر مختګ دهغه هیواد دښځو دپرمختیا او دانسانی او بشری حقونو دتامین او کرامت دساتنی له مخی ټاکل کیږی . یا په بل عبارت هغه هیواد ته پر مختللی هیواد ویلای شو چی ښځې یی دانسانی او ټولنیزوحقونو څخه برخورداره وي او په عزت کې او سوکالَه ژوند ولري . او برعکس هغه هیوادونه لکه زمونږ هیواد چې ښځې پکې داسارت او ستم لاندی ژوند کوي په  وروسته پاتی هیوادونه شمیرل کیږي .

له دی ځایه ده چې دشځې  دبشري حقونو تامین  او په ټولنه کې دښځو د انساني  او عزتمنده او سوکاله ژوند  او وړمقام دتثبیت لپاره مبارزه او جدو جهد دپرمختللی بشریت او دنړي دټولنیزو  او مترقی غورځنګونو او دملګرو دملتونو دسازمان د منشور اودبشری حقونو دسازمانونو او د حقوقی اودموکراتیکو دولتونود  مبارزی ؛ هڅو او هاند په محور کې قرار لري .

 سره له دي چي په نړئ او پرمختللو هیوادونو  کې  دښځې دحقونو دتامین په برخه کې  یو څه  بریالیتوبونه ترلاسه شوی؛ خو له بده مرغه ددي لاستهراوړنو تر څنګ په ټوله نړې او په ځانکړي ډول په وروسته پاتې هیوادونو اودودیزو اوتړلوټولنوکې  ښځې  د تشدد ، تیري ، اسارت ، ظلم ، ستم او بی عدالیتو څخه خلاصون ندی موندلئ  چې افغانستان او افغاني ټولنه ېې  یوه ښه بیلګه شمیرلګیږي.

   دافغانستان  شځې دمارچ اتمه  په  داسې  وضعیت کې لمانځي چې  دهیواد دتجدد غو ښتنې ؛ مترقیِ او  دموکراتیک غورځنګ  اودموکراتیکو  تحولاتو  او د اروا ښادي ډاکتر اناهیتا راتب زاد  تر مشری لاندی دافغانستان دښځو ددموکراتیک سازمان دقهرمانه اواغیزمنی مبارزی   او همدا دول  په وروستیو۱۳کالونو کې  دښځو دټولنو او مدنی ټولنو دمبارزی او ددولت دیوڅه  پاملرنی له کبله دهیواد دشځو دحقونود تامین په ډګر کې یو څه بریالیتوبونه تر لاسته شويدي ؛خو سره لدی  او له بده مرغه په هیواد کې  ښځې په ډیر بد وضعیت کی ژوند کوي او د تشدد ، تیریو،ظلمونو  او بی عدالتیو سره مخ دي  .

    دادې وینو چې زمونږ په هیواد  کې  ښځه د  منځنیوپیړیودمنحطو دودونو او ضد انسانی ظالمانه چلند  او دنر او ټولنې ددوه ګونی ستم او دجنسیتی تبعیض څخه  ځوریږي او زمونږ په  ټولنه داسې وګړې لږ ندي  چې ښځې ته ددوهمهدرجه انسان په سترګه ګوري  .  او ښخې د کورني تشدد ، زور او زیاتي  له امله  وهل ،ټکول ، سنګسار او وژل کیږي او یا دتشدد څځه دخلاصون لپاره  حتي خپله مرګ ته پناه وړي او یا ځان سوځي .  او نجونې په بدو کې ورکول کیږي  اوداجباري  او دقانونې سن نه مخکي نکاح اوواده ته اړی ایستل کیږي اودولور دنامه لاندی په واقعیت کی اخیستل او خرڅول کیږي اوهمدا ډول په ښځو او په نجونو او په کمکئ نجونو جنسی تجاوز کیږي او په هیواد کې مطلق اکثریت ښځې په بی سوادی کې ژوند کوي او په سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي چارو کې د اعیزمن او لازم ګډون څخه محرومې دي.

   په افغانستان کې د ښځو ددي  ناوړه وضعیت علتونه او عوامل  ډیردي .خو دهیواد اقتصادی ـ ټولنیز اوفرهنګي  وروسته پاتي والئ ؛ دودیزه  ټولنه ، دینی افراطیت ؛ زاړه  فکرونه  او دودونه او استبدادی نظامونه او  دښخې دحقونو دتامین په برخه کی  په دولت او ټولنه کې  د افراطی او ارتجاعي  ځواکونو پرله پسې مخالفت اومقاومت چی همدا اوس هم دوام لري له یوي خوا او دیوه مدرن اوځواکمن حقوقی او دموکراتیک  دولت او یوی مدرنې ،خلاصې ، مرفه او عادلانه  ټولنې  په رامنځته کولو  کی  دهیواد د تجدد پلوه ،مترقي ، دموکراتیکو، آزادی غوښتونکو اوعدالت پلوه غور ځنګونو اوځواکونه  نه بریالیتوب اود ښځو اودهیواد د مدنې ټولنې  او  دښځود غورځنګ  کمزورتیا اوداسی  په افغانستان کی دښځې د اوسني ناوړه بشری وضعیت اساسي او عمده علل او عوامل تشکیلوي .

       نو څه باید وشي ؟

 ددې لپاره چی  دافغانستان ښځې  دتشدد ، اسارت ؛ تبعیض . فقر او نورمصیبتونو او بد مرغیوڅخه وژغورل شې  او خپل اساسي او بشری حقونه ترلاسه کړي لاندی بیړنو اقداماتو ته اړتیا لیدل کیږی

    ۱دښځو په وړاندی د تشدد دمخ نیوي د قانون دتطبیق  لپاره متحدانه او اعیز منې مبارزي او  مدنی سوله ایزو حرکتونو ته دوام ورکول او دجنسیتی تبعیض او دښځې او نر دبرابرۍ ضد جنسیت محوره قوانینو دلغو کولو لپاره مبارزه او هڅې او هاند

  ۲–  دهیواد په عدلي او قضایي ادارو کې د ښځو په وړاندي دتبعیضي چلند پاي ته رسول او دښځوته دنر سره دبرابر میراث تامین او رواجول او نورو اساسی او مدنی حقونو دتامین ځانګړي اقدامات ترسره کول او  دتشدد سره مخ شووښځو  عدالت غوښتنې ته ځانګړي پاملرنه  او په عدلي قضایی ،دپولیسو او امنیتی ادارو کی دښځو په کار او دندو ګمارل،او په ټول هیواد کې دحقوقيمشورې ورکولو او مدافع وکیلانو ته دښځو دلاس رسئ دتسهیلاتو تامین .

۳    دښځو د اقتصادې او ټولنیز ژوند دښه والي او دسوکالئ دتامین لپاره مبارزه اوهڅې او هاند ؛ او په دی برخه کی  دحکومت له خوا ځانګړي او لازم اقدامات ترسره کو ل ؛  د کارګروښځوژوند ته لازمه پاملرنه او  د کار شرایط  ښه کول او مناسب معاش ورته  ټاکل؛او دبې وزلو ښځو څخه مالي ملاتړ کول

  ۴  دمور اوکوچني روغتیا  اودکوچنیانو کار منع کول او پوهنی اوروزنی ته  ځانګړي پاملرنه او دښځو دټولنیزو خدمتونو دولتی بیمی ایجاول  او دشهیدانو دمیندو ،معلولو اومعیوبو ؛بې سرپرسته  ؛ کونډو او دلوړ سن لرونکو شځو څخه ددولت له خوا دایمي مالي  ملاتړ لپاره لازم اقدامات ترلاس لاندی نیول .

   ۵ دنجونو د واده کولو دشرایطو اسان کول او دینی  احکامو له مخی دولور مسلې حل کول ددواده دلوړو مصارفو دمخ نیوی لپاره لازم قانونی اقدامات ترسره کول  کول .

  ۶ د ښوونې او روزنی په نظام  او تعلیمی نصاب کې د نجونو او دکورنې دنظام ټینګتیا ته ځانګړي ځاي ورکول ؛  دخپلو حقونو څخه د ښڅو او دکورنیو د پوهی دسطحې دلوړیتا لپاره په ښارونو ، ولسوالیو او کلو کې دځانګړو پر وګرامونو تر لاس لاندې نیول او عملي کول

۷     د حکومت  او دهیواد دبشري حقونو دخپلواک کمسیون له لوری  دپورتهذکر شوو او نورو اړوند ِغو ښتنو دتحقق  لپاره لازم اقدامات ترسره کول او په دی برخه کی  دنړیوالې ټولنې ، ملګرو ملتونو او دنړي دشځو د سازمانونو ملاتړ ترلاسه کول اودنړیوالې ټولنې سره دافغان ښځو دټولنو  د اړیکو د لا ټینګیتا  او پراختیا لپاره هڅې او هاند کول .

  په پای کی باید څرګنده شی چی په افغانستان کی   دښځو دانسانی حقونو تامین او نیک مرغي او  د یادو اقداماتو  دتحقق لپاره  د دولت او د هیواد دښځودسازمانونو  او مدنی ټولنې دنهادونو اوټولو سیاسي ګوندونو د شوو هڅې او هاند څخه باید قاطعانه ملاتړ وشي . خو دمترقی بشریت  تجربی ښيي چې په افغانستان کې  ښځه  هغه وخت کی  په تمامه معنی  دتشدد ، تیري ، ظلم ، اسارت ، ستم او بي عدالتیو څخه خلاصون موندلئ شي  او دخپلو انسانی حقونو  څخه په عمل کی برخه منه  کیدلای شي  چي په روانه ټولنیزه او سیاسي مبارزه کي دهیواد تجدد پلوه او مترقی  دموکراتیک او دټولیزعدالت پلوه ځواکونه پریکړونئ بریالیتوب ترلاسه کړي او په ټولنه او دولت کی دمسلط جریان په توګه تثبیت اووپیژندل شي او دهغې  په نتیجه کې   په هیواد کی یو کارا دموکراسی اوسوکالئ ځواکمن ، حقوقی اودموکراتیک  دولت رامنځته شي او استقرار ومومي.

نیک مرغه دې وي دمارچ اتمه دښځونړیواله ورِځ او بریالي دې وي د حق ، آزادئ ، برابری  او سوکالئ لپاره دافغانستان او دنړۍ دښځو قهرمانانه  اونه ستړي کیدونکې مبارزه ؛ هڅې او هاند

دکتور حبیب منگل