نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

دلوبي له پاره لوبه !

انجنيرسيدعبدالقادر                    ۱ــ ۳ ــ ۲۰۱۴

  دوهمه برخه :

لومړي برخه : دامنيتي تړون دنه لاس ليک په اړوند يوه کتنه :

دوهمه برخه : دامنيتي تړون تراحتمالي لاس ليک وروسته دافغان ولس برخه ليک :

مخکي تر دې چی پردوهمه برخه باندي څه وليکو ، لازمه ده ووايو چی ، امنيتي تړون دهيوادونو تر منځ هغه وخت  مشروعيت او قانونيت پيدا کولايسي چی ،دواړه هيوادونه آزاد ، مستقل او يو دبل تر سياسي ، نظامۍ ، او اقتصادي استعماري اغيزي  لاندي نه وي ۰ په هغه صورت کي بيا ددغسي امنيتي ، ستراتيژيکي تړونونو پر محتوا  باندي ددولت مشر تابه دخپل ولس سره تر صلاح مشورو وروسته دمتقابل احترام د اصل په نظر کي نيولو سره د بل هيواد دمشرتابه سره لاس ليک کوي ۰ چی په دې حالت کي دولس ګټي ساتل سوي او په راتلوونکو کي دکومو ستونځو سره نه مخامخ کيږي ۰ ولي متاسفانه افغان ولس  په اوس مهال کي دامريکا تر رهبري لاندي دغربي نړي د۲۱ مۍ پيړي تر نوی استعماري يرغل لاتدي خپلي شپي او ورځی تيروي ، او عامه ‌‌‌ذهنيت داشغالګرو تر انحصار لاندي  راغلی ، او دهغوي ريښتيني غوښتني دبهرنيو او کورنيو رسنيو پر مخ په  تحريف  سوي بڼه منعکس کيږي  ۰  ځکه نو داسي تړونونه نه يوازي افغان ولس ته کوم مشروعيت نه لري بلکه دنړيوالو قبول سوي منشو رسره  هم په ښکاره تقابل کي قرار لري ۰ ديادولو وړ خبره داده چی،د امريکا داستعماري ځواک سره دامنيتي تړون پلويان هغه کسان او کوچني  ډلي دي ،  چی يا يي دهغوي سره په دې وطن پلورلو کي ګټي نغښتي دي ، او يا داشغالګرو په سياسي او اقتصادي مخو باندي لا تر اوسه هم نه دي  پوهيدلي ۰  او دوي داسي ادعا کوي چی د افغان ولس د امن له پاره بايد افغان مشرتابه دنړي دداسي  یو لوي ځواک سره امنيتي تړون لاس ليک کړي ، او که نه دافغانستان حريم به دګاونډو هيوادونو تر يرغل او استعماري ولکي لاندي راسي ۰ په داسي حال کي چی دوي بيا  پر اوسني اشغال باندي  دخپلو ګټو له   پاره  سترګي پټوي ۰ددې ډلو دڅرګندونو تر شا نوري پټي مخي شتون لري ، هغه دادي  چی دامريکا سره دامنيتي تړون لاس ليک به  دغو بشري او اقتصادي جنايتکارانو ته دتيرو نيژدي ديارلس کلونو په څير  وخت  ورکړي ، چی نه يوازي  ددوي پر  تيرو بشري او اقتصادي جناياتوباندي پرده وغوړول سي ،او قضايي خونديتوب ( مصؤنيت ) ورکړي  ، بلکه د دوي پر مخ باندي به  دنورو  نوو اقتصادي جناياتو د تر سره کولو له پاره هم  لاره خلاصه ،او اشغالګرو ته به  هم  نه يوازي  دافغان ملي شتمنيو لويه برخه رسيدلي  وی بلکه په منطقه کي به د اهرمي قدرت په څيرپر هغو نفتي زيرمو باندي به هم  خپل  کنترول راولي  ، کوم چی په راتلونکو وختونو کي هند ، چين او روسيه غواړي استفاده ځيني وکړي ۰ ډيره عجبه خبره خو داده ، چی دشوروي تر اشغال وروسته بيا هم دغوږيرو رو بشري جنايتکارانو په پاکستان کي فتواوي صادره  ولي ،  چی دډاکټر نجيب الله  دصلح دپلان په وړاندي نوره هم  بايد جګړه وسي ، او دري کاله يي نور هم افغان دافغان سره په جنګ واچوي ۰  څو وي کړايسواي چی  دبهرنيو استخباراتو په ځانګړي توګه دروسيي په مستقيمه  مرسته او لارښوونه  حاکميت تر لاسه ،افغان  وسله وال پوځ   يي  د  ( دپاکستان د آي  اس آي ) په مشوره  منحل کړي ،  چی  په پايله کي  ولس یی  يرغمل ،  ملي شتمني يی  چور او هيواد يي   د منطقي او غربي نړي توطيو او  استعمار ي  اشغال ته آماده  کړ۰ ولي نن بيا دا جنايتکاران د امريکايي استعماري اشغال ادامه غواړي  ۰

  ـــ ددوهمی برخی  په اړوند دنظر څو ټکي :  په امنيتي تړون کي  دامريکا دچارواکوهغه  وعدي چی هيڅ  ډول اجرائيوي تضمين نه پکښي ليدل کيږي  ، دابه هم دتيرو دولسو کلونودوعدو په څير يوازي او يوازي دکاغذ پر مخ پاته وي ۰ داځکه چی په مستعمره  هيوادونوکي  د استعماري  هيوادونوستراتيژيکي مخي آبادي نه، بلکه بربادي او دملی شتمنیو چورول وي ۰په دې اړوند به دلته څو لنډي  بيلګي دتيرو دولسو کلونو او راتلونکو لسو کلونو له پاره  رانقل کړو :                          ـــ په پوځي عرصه کي : داشغال  په تيرو دولسو کلونو کي لاس پوڅي حاکميت په کور دننه کي د ولس د اقتصادي ستونځو څخه په ناوړه استفاده وکړايسواي چی  دوسله وال پوځ شمير ( ۳۵۰۰۰۰)   ته ورسوي ۰ ولي د کيفيت او پوځی سقيلو تجهيزاتود نشتوالي له پلوه  شايد په نړي کښي دوسله وال پوځ  بله داسي بيلګه په دونه ډير کميت او ټيټ کيفيت  شتون ونه لري ۰  ددې پر ځاي چی غربی نړی دخپلو وعدو سره سم  يو مسلکي افغان وسله وال پوځ جوړ کړي وای ، دوی  د حربي ښونځي ، مځکني او هوايي پوځي  پوهنتونونو دروازی دجهادي جنايتکارانو دحاکميت دکلونو په څيرپر افغاني زامنو بندي وساتلي، او افغان وسله وال پوځ  يي دهغه ملي روحيي څخه هم  ليري وساتي، کوم چی تر ۱۹۹۲ کال پور ي هر افغان تر قانوني سن تر پوره کولو وروسته دمکلفيت عسکري دوره دخپل هيواد دساتني له پاره  پاي ته رسول ۰ اوافغان وسله وال پوځ يي دبرق په څير داسی  سويچي جوړ کړي  ،چی که په سربازانو باندي ډالري معاش قطع سي ، په هغه ورځ باندي دا پوځ منحل کیدلایسی ۰استعماري ځواک په داسي حال کي تر امنيتي تړون وروسته دافغان وسله وال پوځ د تجهيز او تربي د وعدو ناري وهي، چی دلاس انجليس ورځپا ڼه  د جنوري په  لومړيو کي ليکي :  چی امريکايان خپل هغه پوځي زرهپوښونه  سوزوي او تخريب کوي يي کوم چی دهر زرهپوښ قيمت  يو مليون ډالره  دي ،  او په تخريب باندي  يي بيا  ۱۲۰۰۰ ډالره لګوي ۰ او افغان ځواک ته يي ځکه نه ورکوي  چی وايي ،  هغه د مغلقي تکنالوژي لرونکي دي ۰ او هم د اسوشيتد پرس ورځپاڼه  نيژدي دري مياشتي مخکي ليکلي وه ،  چی امريکا دخپلو قواوو دوتلو په درشل کي خپل وسايط ويجاړوي او وسپني يي خر څوي، او داسي فکر کوي، چی دا به دمخالفينو ولاس ته ورشي ۰ شورويانو بيا دامريکا برعکس د وتلو پروخت ډيري عصري پوځي سلاحوي او نور تجهيزات دبيلګي په ډول ،  ټانکونه ، سقيل توپونه ددې جملي نه  ريا کتيفي راکيټي دستګاوي او اور غورځوونکي تاکتيکي راکيټونه، ترانسپورتي آلوتکي ، جنګي ، بم اچوونکي جيټ  او ښکارې الوتکی  اوو څنګ ته يي  په ډيره اندازه مهمات هم   پريښوول ۰دشورویانو تر اشغال وروسته افغان  ولس  دکميت او کيفيت له کبله داسی  يو مجهز وسله وال پوځ  درلودی، چی په منطقه کښي يي بيلګه نه ليدل کيدل ۰ افغان وسله وال پوځ نه يوازي دمنطقي دهيوادونو له پاره بلکه دغربي نړي دهيوادونو له پاره هم د تحمل وړ نه وو  ۰ ځکه نوپه ( ۱۹۹۲ ) کال کی جهادي جنايتکارانودخپل حاکميت په لومړي ورځو کی په ډير جرئت افغان وسله وال پوځ منحل اعلان کړ،چی د دوي  دا عمل دافغانستان په تاریخ کښی ستر ملي خیانت بلل سوی دی۰

ـــ په اقتصادي عرصه کي : د غربی نړی هغه  وعدي چی موږ به دافغان ولس اقتصاد جوړ او بيکاري به له منځه يوسو ۰دوي بر عکس  دافغانستان اقتصاد وځينو  بهرنيو او کورنيو مافيايي ډلوته  په لاس کي ورکي ۰ اوولس ته يي په اقتصادي عرصه کښي داسي ضربه ورکړه ، چی دافغانستان اقتصادي  تاريخ يي په خپلو پاڼو کي نه لري ۰چی د ازاد بازار او خصوصي سکتور دتقوي تر نامه لاندي دولس د ملي شتمنيو لويه برخه جنايتکارانو په ځان پوري وتړل ۰ دبيلګي په ډول : د ډاکټر نجيب الله دحاکميت تر ړنګيدو  پوري نيژدي ( ۸۷۰ ) توليدي صنعتي ، ساختماني ، زراعتي ترانسپورتي تصدي ګاني  دافغان دولت په تشکیل کي شتون درلودي ۰ متاسفانه چی نيژدي ۵۰ فيصده دا تصدی ګانی  زورواکو جنايتکارانو په خپله ولکه کي راوستلي او نوري پاته يي  ځيني دمنځه تلوپه حالت کي دي ،او ځينو ته يي بيا زور واکوو خپل ځانونه ورنيژدي کړي ،چی تر لاسه يي کړي ۰ځکه نو دې اقتصادي مافيايي ډلو دژر او ډيري ګټي ترلاسه کولو له پاره افغانستان په يو مصرفي هيواد باندي تبديل کړي ،چی دوارداتو کچه يي په ۲۰۱۲ کال کي  ( ۶۰۱۲ ) ميليونه  ډالره او د صادراتو کچه يي ( ۳۷۰ ) ميليونه ډالره سوي ده ،په واقعيت کي يي افغانستان دمنطقي په مارکيټ باندي تبديل کړي دي۰ چی دا د افغان  ولس وژوند ته يو ه نه تلافي کيدونکي ضربه بلل کيدلايسي ۰ چی ددې مافيايي ډلود  بي کيفيته اوتر وخت تير وارداتي ټو کو ( جنسونو) له کبله تير کال د عامۍ روغتيا دوزارت د څرګندونو له مخي يواازي دکابل په ښار کي ( ۲۱۰۰ ) کسو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړي دي  ، چی دهیواد په سطح کي لس ګونو زرو ته رسیږی ، چی دا دبي کيفيتو نفتي موادواو تروخت تیر خوراکی ټوکو دواردولو پايله ده ۰او هم دارنګه په هيواد کي  د بي کيفيتو نفتي موادو استعمال په اکثريت ښارونوو کي يي هوا سخته ککړه کړي او خلګ يي دسختو ستونځو سره مخامخ کړي  دي ۰   دبيلګي په ډول ،دکابل دښار د ايټمسفير  داکسيجن فيصدي يي دنورمال حالت ( ۲۰  اشاريه۶ ) فيصده څخه و ( ۱۶ اشاريه ۱ ) فيصد ته راټيټه کړي ده  ۰ که دوه فيصده نوره هم ټيټه سي خلګ به خپل دژوند عادي حالت دلاسه ورکړي ۰ چی ددې بشري او اقتصادي جناياتو لومړي درجه  مسؤ ليت  دماليي او تجارت د وزارتونو او دتجارت  دخوني ( اطاق تجارت ) په لوړ پوړو چارواکو پوري اړیکی پيدا کوي ،  دا ځکه چی په دې جناياتوکي دا چارواکي  دلس هاوو او سل هاوو ميليونونو ډالرو خاوندان سوي دي ۰ تر اشغال وروسته ولس بايد دا مسؤلين هم دنورو جنايکارانو په څير د محکمي ميز ته راکش کړي ۰ او نيژدي (  ۵ ميليونه ) هيکتاره دولتی  زراعتي او مسکوني  مځکه  هم  دې بهرنيو او کورنيو مافيايي ډلو تر لاسه کړي ،  او هم يي په غيري قانوني ډول په مختليفو ولايتونو کي دساختماني مقرراتو څخه په ښکاره سرلغړونه پردولتي مځکو  دبهرنيو ځواکونو تر بيرغ لاندي  په وچ زور ښارګوټي جوړ کړي ، پر افغان ولس يي پلوري او پيسي يي وبهرنيو بانکونو ته ليږي ۰لاس پوڅي حاکميت د ولس دتير وتلو له پاره (۱۶ ) دفساد پر ضد ډول ډول اداري يي جوړي کړي ، چی دوي هم په خپل نوبت په فساد کي نغښتي دي ۰د لويې څارنوالي او ستري محکمې  څخه داسي موسسات جوړ سوي دي ،چی دنده يي يوازي  وجنايتکارانو ته دبرآت سندونه او پاڼي جوړول دي  ۰ ځکه نو که امنيتي تړون لاس ليک سي ،داد جنا يتو څخه ډکه لړي به نوره هم مخ ته روانه وي ۰

ـــ دامنيتي تړون تر احتمالي لاس ليک وروسته دافغان ولس ژوند ته به دنورو ستونځو تر څنګ چا پيريال ککړتيا هم لويه ضربه ورکړي ، دا ځکه چی بهرني ځواکونو په تيرو دولسو کلونو کښي نه يوازي په لس ګونو زره بي ګناه افغانان په شهادت رسولي بلکه افغان چاپيريال ته يي هم لويه ضربه ورکړي ده ۰ د بيلګي په ډول : بهرنيو ځواکونو په ځانګړي توګه امريکايانو دهيواد په ځينو سيمو کښي يو رانيوم لرونکي بمبونه او نور منع سوي سلاحوي استعمال کړي ، چی د ا سلاحوي داټومي بمبونو اويا اټومي انرژي دپاتي شونو څخه جوړي سوي دي ، او هم سپين پاسفورس لرونکي وسلي هم په کار لويدلي دي چی داکسيجن په موجوديت کي تر وروستي لحظي پوري سوځي ۰ چی دځينو مسلکي پوهانو له نظره ډيري خطر ناکي اغيزي يي په ځينو افغانانو کي پيدا کړي دي ۰ چی په دې هکله ځيني څيړني د کند ين يورانيوم ميديکل سنټر په نوم يوي موسسي کړي دي ۰ او هم دارنګه بهرنيو ځواکونو دوطن په ډيرو سيمو کښي شنه باغونه او ويالي خرابي کړي او دمنځه يي وړي دي۰ دبيلګي په ډول دغزني ولايت دسردي دبند په سيمه کښي ( ۴۰۰۰ ) وني چی د ولتي او شخصي ملکيت وو  له منځه وړي ،  چی کرزي هم په( ۲۵ ــ ۱۲ ــ ۲۰۱۱ ) نيټه باندي دا لوي جنايت وبلي ۰ او دامريکايي خپروني وا يرډ د ( ۲۱ ــ ۱۱ ــ ۲۰۱۱ ) په حواله دکندهار دارغنداب دولسوالي دتره کو کلي د ( ۲۵ ټنه ) بمبونو په زريعه په څو ثانيو کي له منځه يووړي ۰ چی دا دهيواد په سطح کي دزرګونو پيښو څخه د چاپيريال دککړتيا او بشري جناياتوڅو محدودي بيلګي وي ۰

ــــ دامنيتي تړون تر لاس ليک وروسته دافغان ولس ژوند ته بل لوي ګواښ دمخدره موادو کښت دي ، چی د امريکايي يرغل په لومړي ورځو کي دنړيوالو رسنيو په حواله په هيواد کي د ( ۱۸۰ ) ټنه هيروينو شتون درلودي ۰ ولي په ( ۲۰۰۶ ) کال  کي د کوکنارو دکښت کچه داسي  پراخه سوي ،چی  کچه يي ( ۶۱۰۰ ) ټنو ته رسيدلي وه ، چی په اوس مهال کي دا کچه نوره هم ډيره سوي چی دنړي دمخدره موادو ( ۹۳ ) فيصده جوړوي ۰ او داسي معلوميږي  چی دمخدره موادو کښت او قاچاق داشغالګرو دستراتيژي يوه برخه جوړوي ۰  چی په پايله کي  افغانستان دنړي دمخدره موادو دکښت له کبله په لومړي قطار کي و دروي ۰ د لاس پوڅي حاکميت دڅرګندونو له مخی په اوس مهال کی په هيواد کي په هيروينو اخته کسان ( ۱اشاريه ۶ ) ميليونو ته رسيږي ۰که امنيتي تړون لاس ليک سي شايد ددغو کسانو شميره دوه برا بره سي ۰ که دويتنام دتاريخ پاڼي راواړوو معلوميږي چی جنوبي ويټنام هم  دامريکا د ( ۱۹۶۴ ــ ۱۹۷۴ ) داشغال په کلونو کي د هم دا ډول جناياتو سره مخامخ وو، چی  د مخدره موادو دکښت له کبله په نړي کښي لوړ مقام ګټلي او ډير وګړي يي په مخدره موادو باندي اخته  وه  ۰ بايد ووايو چی افغانستان د  اشغال په دې کلونو کښي دونه بي خاونده سوي دي ، چی دبهرڅخه نه يوازي هر څوک بي له اجازي تګ او راتګ کولايسي ،د خلګو ژوند او چاپيريال د  ګواښ سره مخامخ کولايسي ، بلکه  دخپلي خوښي سره  سم هرڅه دځانه سره وړ اي هم سي ۰ دبيلګي په ډول : يوه مياشت مخکي تر( ۶۰ ډير ) عربي ، پاکستاني ، بنګله ديشي ښکارچيان په څلورو الوتکو کي د (۱۱ ) ‌زغره وال موټرو سره راغلي او په غير قانوني ډول يي زموږ دهيواد ارزښتناکه مرغان اونور نادره دښتي حيوانات ښکارول، چی په غبرګون کي دفراه او هرات خلګو پر دولت نيوه کي وکړي ، چی دا خلګ دهيواده وباسي ۰ ولي دبهرنيو چارو دوزارت وياند په ډيره بي شرمانه ډول وويل چی موږ ددې خلګو دراتګ څخه خبر نه يو ۰                                          ـــ داشغال په تيرو دولسو کلونو کي نه يوازي دافغان ولس دفرهنګ مادي برخه دبهرنيو او کورنيو جنايتکارانو تر ضربي لاندي راغلي ده ، بلکه افغان  معنوي فرهنګ هم بي ساري ضربي خوړلي ده  ۰ دډموکراسي ،  دښځواو په مجموع کي دبشري  حقونود تبلیغ  ترنامه لاندي په هيواد کي پينځوس ټلويزونونه اوتر (۱۵۰ ) ډيري راډيو ګاني فعاليت کوي ۰ چی اکثريت يي  دبهرنيواستخباراتي شبکوله خواه تمويل او مخ ته ځی ۰ چی په اکثرو ټلويزيني ادارو کي بهرنيان کار کوي ۰ چی ددې جمعي رسنيود بصري او سمعي فعاليتونو په پايله کي افغان کورني دسختو ګواښونو سره مخامخ کړي ، او ډيرو پيغلو او ځوانانو خپل کورونه پريښي او  تللي دي ۰ چی والدين يي په جنجالونو کي پريښي دي ۰ او هم دارنګه دښځو دحقوقو تر نامه لاندي يي  ډيري کورني سره جلا کړي دي ۰ او هم دارنګه هغه کسان چی ځانونه دجهاد ستر مشران بولي ، نن ددوي تر ږيرو لاندي بد لمني ( فحشا ) خپل اوج ته رسيدلي ، او دکابل په ځينو سيمو کي داسلام د مقدس دين پر ضد پټي کليساوي جوړي سوي ، چی دځينو افغانانو د اقتصادي ستونځو څخه په ناوړه استفاده هغوي وعيسوي مذهب ته هڅوي او  بيا اقتصادي آسانتياوي ورته  برابره وي ۰ دليکني په وروستي برخه کي بايد ووايو چی ،  که امنيتي تړون لاس ليک سي دولس پورتني ستونځي به څو چنده ، دملت  دلاس  څخه به ملي شتمني اخستل سوي ،ديو څو کورنيو او بهرنيو جنايتکارانو ولاس ته لويدلي، او پر يرغمل ولس باندي به خپل غير مشروع حاکميت مخ ته وړي ۰ تمت بالخير