فطرتی انسانی

امرالدین نیکپی در اوایل دانشگاه ، داستان‌های مذهبی بسیاری دربارهٔ طرد…

جهان صلح وصفا!

امین الله مفکر امینی                   2025-19-06 جهانـی صلح وصفـــای بشربماتم کشیـــــده جـاهــــلانیکی برسیاستهای…

سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

عید قربان

ای وطندار عید قربان شد قربانت شوم صدقه‌ی حال خراب و…

«
»

دسولې تازه خبرې

   – ملا عبدالسلام ضعیف

سوله رښتیا اړینه ده دلوی اورحیم خدایه غواړو چې زموږ ګران ټاټوبي ته سوله اوثبات راسي اودادټولو مظلوموافغانانو وروستی هیله ده

داچې اوس دکابل په مطبوعاتوکې تازه ددوبۍ ددفترخبره ګرمه سوی ده، زمانوم هم په دغه پروسه کې یادسوی دی، نوځکه زه غواړم چې په دې اړه لږ سپيناوی  وکړم، اول تر ډیره ماته داټوله خبره بي اساسه معلومیږي ځکه چې ددغه راپور ورکونکي مرجع نه دهمعلومه اونه یي راپور په ريښتوني اساس ولاړ دی،کیدای سي دایوه استخباراتو لوبه ويچې دخلکونظرداصلي موضوعاتوڅخه ویوه بل لورته اړ وې، تر کومه ځایه چې زماپه اړه خبره ده، زه دهيڅ جهت سره نه کارکوم اونه په هیڅ جریان کې که هغه سیاسي وي اوکه دسولي وي قرارلرم، نه مي ددوبۍ له حکومت سره په دې اړه خبره کړي ده اونه دافغانستان له دوه سري ادارې سره اونه مي هم دطالبانو له واکمنانوسره خبره سوې ده. ترډیره داخبرې زما او زماغوندي کسانو پوري اړه هم نه لري ، نوپر  دي اساس  زما اړوند  دکابل دمطبوعاتوګنګوسې په کلکه ردوم.

دسولې په اړه دیوه افغان په توګه که ذي دخله لوري زماڅخه مشوره وغواړي زه خپل نظراومشوره ورکوم اماداهیڅ کله په دې مانانه ده چې زه ګواکي په یوه پروسه کې کارکوم.

دسولې په اړه مي نظردادی چې که ریښتونولي منځ ته رانه سي، د دواړوخواوو توافق اواخلاص واضح نه سي، دسولي هڅې بې پایلوپاته کيږي، یوازي به سوله یوه غولونکيتجارتي پروژه وي او بس،  لکه داڅوکاله چې همداسي بې پایلواو بې ګټې پروسه روانه ده. اماددطالبانود دفتر په اړه کیدای سي  ډیرهیوادونه دمنځګړي توب وړاندیزونه وکړي، کیدای سي ددوبۍ غوندي نورهیوادونه هم  طالبانو ته  د دفتر د خلاصیدو  وړاندیز وکړي، ځکه دا د هر هیواد په منافعوپوري اړه لري،  خود طالبانو سياسي بنیادبې  دقطر له  دفتره بل کوم  دفتر زما له نظره نه سي کیدلای، ځکه چې دقطرهیواد د مشرانو ريښتنولي طالبانوته ثابته سوې ده،  داچې بل هیواد دي طالبانوته دومره دقناعت اواطمنان عملي مرجع وګرځیږي دابه نور ډیروخت ونيسي، داهم ډیرامکان لري چې دطالبانواو قطر دبې اعتمادې له پاره داسي هڅې هم سوې  وي اوهم وسي، خو زه  ډاډه یم  چې طالبان به دې ټکي ته ضرور متوجه وي، په هرصورت زه تردې وخته ډاډه نه یم چې دواړه اړخونه دي دحقيقي سولې راوستلو له پاره یو په  بل باور  ولري، اونه هم تراوسه زماپه نظردسولې له پاره داسي مشروع شرایط چې دواړه اړخونه یې ومني برابردي.

په درناوي

ملا عبدالسلام ضعيف

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

۲۵/۱۰/۱۳۹۳