دا چې کرزی وايی « د هیچا ملاتړ نه کوم» ایا ریښتیا ده؟
د روان کال د فبرورۍ په لسمه، د ولسمشر کرزي په مشرۍ د وزیرانو شورا په غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسون مشر یوسف نورستاني او د شکایتونو د کمیسون ريیس عبدالستار سعادت د ټاکنو د تیاریو لپاره د خپلو راپورونو د وړاندې کولو په ترڅ کې وویل:« له بده مرغه په ځینو مواردو کې د دولت د جګپوړو چارواکو له لوري د ځینو کاندیدانو په ګټه مداخلې کېږي. تاند»
نورستاني او سعادت دواړو، خپل راپور کې په څرګنده د چا نوم نه دی اخیستی او په عامه توګه يي وینا کړې، چې دا خبرې يي « هم لعل به دست اید و هم یار نرنجد» ته ورته پاتیږي. په داسې مواردو کې پکار ده چې د شف شف پرځای شفتالو وویل شي، غوڅه او څرګنده نیوکه وشي، دلته کومه عادې او ساده چاره مخې ته نه ده پرته، بلکې ټولټاکنو ته روان یوو او د هیواد راتلونکې تر مخ پرته ده. که ریښتیا هم چا د ټاکنو مقررات او د ټاکنو په اړه د ولسمشر روستی فرمان، تر پښو لاندې کړې وي او هغه هم د نورستاني په وینا جګپوړي چارواکي وي، باید نوم يي واخیستل شي او د ټاکنیز بهیر په پیل کې د رڼو او پاکو ټاکنو اراده ښکاره او هغه پلې شي.
د ټاکنو او د شکایتونو د کمیسیونو د پڅ او د شونډو پر سر شکایت په وړاندې، ولسمشر کرزی هم پڅ او له معاملې ډک غبرګون ښۍ او د هغه له خولې داسې ویل کیږي« د انتخاباتو د دوو کمیسونونو له مشرانو سره په کتنه کې ولسمشر کرزي له هغوی وغوښتل د هغه دولتي چارواکي په اړه، چې له دولتي امکاناتو څخه د خپلې خوښې کاندید لپاره استفاده کوي، جمهوري ریاست ته وروپېژني. یاده زیرمه ».
دلته هم ټاکنو غوندې مهمه چاره کې، کرزی لکه په دولت کې د خپل بې توپیره او یا معامله ګر چلند پشان، د جګپوړو چارواکو لخوا د قانون پښو لاندیتوب او بېلاريتوب یوازې جمهوري ریاست ته د ورپېژندو پورې بس بولي او د نورو اضافي تدبیرونو، اقدامونو او جزايی اجراتو ژمنه نه ورکوي!
ددې ترڅنګ د وزیرانو په دې غونډه کې کرزی « د هیچا ملاتړ نه کوم » په وینا سره، غواړي د رسنیو په مټ، ځان سپینه کوتره او سپيڅلې پرښته راوپېژني او د خپلو نورو چارو پشان په ټاکنو کې هم د افغانانو په وړاندې تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړي او د افغان ولس په سترګو کې خاورې او دوړې ور وپاشي !
دوه ورځې مخکې د ولسې جرګې د لومړي مرستیال میرویس یاسیني په کور کې د ولسې جرګې ۵۲ غړو او د مشرانو جرګې ۲۲ تنو غونډه کړې وه. ویل کیږي دا غونډه چې زلمي رسول هم پکې ګډون درلود، د ولسمشر کرزي په لارښوونه جوړه شوې وه. دې غونډې په ټاکنو کې له زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
بلخوا ویل کیږي دې غونډه کې هغو وکیلانو برخه درلوده چې ډیرګړو يي ملي شورا کې د پریکړو په مهال د ولسمشر کرزي له دریځه ننګه کړې ده. یو ډېر شمېرافغانان په دې اند دي چې یاسیني داسې کومه سیاسي څېره نه ده چې د ولسمشر کرزي له ملاتړ او د هغه په اشاره د دولتي امکاناتو له کارولو پرته دې، داسې غونډه جوړه کړای شي او یا دې دومره شمېر وکیلان دده په مټ او محور، په ټاکنو کې له زلمي رسول ملاتړ وکړي.
د مزارد والي عطامحمد نور په اړه هم ویل کیږي چې کور او رسمي دفتر يي د ټاکنو د کمپاین یوه مرکز ته پاتیږي او په ازاده توګه يی په مزار کې ټول دولتي امکانات، ارګ ته د ډبل عبدالله د ډولۍ په رسولو کې د هغه په خدمت او د پښو په نذرانه کې ایښي دي.
همدارنګه د فبرورۍ په اتمه، د پکتیا برحال والي جمعه خان همدرد په څرګنده وویل چې په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله له ډلې ملاتړ نه کوي او د بل نوماند د ملاتړ په اړه به ډېر ژر خپل دریځ څرګند کړي. دلته نه غواړم په دې اړه وغیږم چې د ښاغلي جمعه خان همدرد دا پریکړه، له ملي ګټو سره په ټکر کې نه ده او هغو سره سمون لري، بلکې غواړم دا ووایم چې د برحال دولتي چارواکي پتوګه هیڅ والي دا قانوني حق نلري چې ټاکنو کې دې په یوه یا بله بڼه لاسوهنه وکړي!
دا او دا شان نور موارد ټول د فبرورۍ له لسمې مخکې پېښ شوي خو د ټاکنو او شکایتونو کمیسیونو رییسان په دې نېټه د وزیرانوغونډې ته د هغو په اړه راپور نه ورکوي. بلخوا د وزیرانو شورا او د هغې په سر کې ولسمشر کرزی هم په دې اړه د کمیسیونو له مشرانو غوڅه پوښتنه نه کوي او په رسنیو کې د ځلولو لپاره، یوازې په سرسرې او بې پایلې یادونه، بسیا کیږي.
بلخوا داسې ډنډورې هم خپرې شوې چې ډبل عبدالله خپل ټاکنیز ټیم سره د اسلامي ګوند د استازي په کېدونکي پریکون، د خپل ټیم یووالی له لاسه ورکړی او له ناچارې ورځې او بل پلو ټاکنو کې د ښاغلي اشرف غني د حتمي بریا د مخنیوی لپاره له زلمی رسول سره د کرزي په سلا یوځای شي او د هغه په ګټه له خپل کمپاین څخه تېر شي.
لکه پیشو د سپو منځ کې، عبدالله د نوماندانو په منځ کې راګېر دی او اړ دی چې زلمي رسول غیږې ته پنا یوسي.
کرزی چې په تېرو ۱۳ کلونو کې يي د واک او ارګ خوند لیدلای، په هیڅ بیه چمتو نه دی له واکه ولویږي او که واک په بشپړه توګه لاس کې نه شي ساتلای چې قانوني ستونزه ده ، زلمي رسول غوندې یوه بې خولې او خصي شخص واک ته ورسوي چې د ارګ شا ته، خپله نوي ماڼۍ کې ورته ناست وي، واک له ده سره وي خو د ولسمشرۍ پېښیې زلمی رسول کوي!
د ډیری افغانانو په اند، دا چې کرزی امریکا سره امنیتي تړون نه لاسلیکوي او د هرې ورځې په تېریدو سره د تړون د لاسلیک په وړاندې پلمې جوړوي او مخې ته يي خنډونه اچوي، یو کوټلی لامل يي په راتلونکو ټاکنو کې د کرزي د خوښې سړی لکه زلمی رسول، واک ته رسول دي، چې امریکا او لویدیځ يي ورسره باید له ښې بدې پرته ومني!
ښايي د کرزي، عبدالله او زلمي رسول په ګډه واکمنۍ کې ایران هم غښتلی لاس ولري. ایران په افغانستان کې داسې واکمني چې د دوی په اصطلاح تمدنې حوزې ته يي خطر متوجه کړي، هبڅکله نه شي زغملای. ایران د خپلو ډالري کڅوړو ثمره غواړي چې کرزي ته يي په تېرو کلونو کې پرله پسې رالیږلي دی.
د زلمي رسول په واکمنۍ کې به کابل دوهم تهران وي. په ارګ کې به د ایران ژبه او ترمینالوژي واکمنه وي. نوم به د پښتنو بیا بد وي چې د زلمي رسول غوندې پښتون يي چې ټاکنیز کمپاین کې يي د تبرک لپاره یوه کلمه پښتو ونه ویله، واکمن دی. د نورو قومونو ترڅنګ به پښتانه دا ځل هم خپله پلازمېنه کابل کې مسافر وي!
داسې ښکاري په یادو لاملونو هم، د اشرف غني په وړاندې چې د ټولو افغانانو که هغه په هر پتمن قوم پورې اړه لري، د عزت د بیا راژوندې کېدو او د افغان ملت د سراسري او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د تحول او دهغې د دوام تګلار او د هغې د پلیتوب هوډ لري، ټولې ښکاره او پټې بلاګانې په یوه جبهه کې سره راټولې شي!
د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی