تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

رسول حمزتف شاعر شوروی و مردم داغستان

مترجم:  رسول حمزتف از مهم‌ترین شاعران داغستان و یکی از چهره‌های…

                                      نسل فراسو

 نویسنده: مهرالدین مشید نسلی که پیوندهای انسانی را بر مرزبندی‌های قومی…

سیاست ماجراجویانه و هزینه‌ای که ملت‌ها می‌پردازند

 نور محمد غفوری  تاریخ بشر بارها ثابت کرده است که ملت‌ها…

آمانج جبار

آقای "آمانج جبار" (به کردی: ئامانج جەبار) شاعر معاصر کرد،…

افغانستان؛ بن‌بست مشروعیت و بازی قدرت‌ها

 نویسنده: مهرالدین مشید           فغانستان؛ از انزوای سیاسی تا بحران اجتماعی و…

«
»

تلويزيوني ترهګر

ترور يوه کلمه ده چې په سياسي فرهنګ کې ويجاړۍ، ورانکارۍ، وژنې او ويره اچونې ته ويل کيږي او تروريست يا ترهګر هغه چا ته ويل کيږي چې د خلکو په منځ کې ويره او ډار خپروي. ترهګر عموماً د حکومتونو له سترګو پناه په پټه ورانکاري عملونه ترسره کوي او ويره خپروي خو دلته په افغانستان کې بيا د دغو پټو ترهګر تر څنګ ځينې ښکاره ترهګر هم شته چې له حکومته هيڅ ډار نه لري او هره ورځ سرې سترګې په خلکو کې ويره خپروي او عامه اذهان مغشوشوي. دا ترهګر هغه څوک نه دي چې د ټوپک او تورې په وسيله په خلکو کې ويره خپره کړي بلکې دوی د خپلې په زهرو ککړو ژبو او له تورې په تيرو څرګندونو په خلکو کې ويره خپروي او عامه اذهان مغشوشوي. دوی تلويزيوني ترهګر دي.

تلويزيوني ترهګر يعنې هغوی چې د سياسي شنونکي، مدني فعال، د حزب مشر، د پوهنتون استاد او د بشر حقونو د مدافع وکيل په نامه په تلويزيوني او راډيويي سياسي بحثونو کې؛ ګډون کوي خو دنده يې د مسالې د شننې پر ځای؛ د خپلو غير مسوله څرګندونو په ذريعه د عامه اذهانو مغشوشول او په عامو خلکو کې ويره خپرول دي. دوی د نظام، حکومت، دولت او هيواد پر ضد رواني جګړه پر مخ بيايي. همدوی دي چې د خلکو ذهنونه مغشوشوي، همدوی دي چې د امنيتي ځواکونو مورال ته ګوزار ورکوي، همدوی دي دي چې د ولس او دولت تر منځ يې ديوال جوړ کړی دی. همدوی دي چې ولس يې پر نظام بې باوره کړی او نظام يې له ولسه لېرې کړی. دوی له هغو ترهګرو په څو چنده خطرناک دي چې په غرونو او رغونو کې پټ وي او وخت ناوخت په حکومت بريدونه کوي.

دلته زمونږ په ټولنه کې ډيری د شنونکو، مدني فعالانو او د خلکو د حقونو مدافعينو په نامه؛ د پرديو لاسپوڅي او د نظام دښمنان د رسنيو په ټريبيونو خپلې خولې خلاصوي او د فرصت په ترلاسه کولو سره د حکومت او د نظام د تضعيف هڅه کوي. د دوی لوی هدف د نورو استخباراتي کړيو برنامو پر مخ وړل او د پرديو ګټې تعقيبول دي خو د ولس نوم يې سپر نيولی او د ولس د حق غوښتلو او سياسي شنونکو په نامه پردۍ اجنډاوې پلي کوي. دوی که په هر سياسي بحث کې ګډون کوي؛ موخه يې يوازې د حکومت او نظام تضعيف وي. په بحث کې به هغه څه وايې چې نه يې په سترګو ليدلي وي او ترې خبر لري خو يوازې دومره چې د ځان د مطرح کولو لپاره په حکومت تور پوري کوي او يا يې د تضعيف نقطې لټوي.

د دوی له خولو يوازې همدا خبرې راوځي چې هله فلانۍ ولسوالي د مخالفینو لاس ته ولیده، هغه ولایت له سقوط سره مخ دی، دومره شمیر امنیتي ځواکونه له وسله والو سره یو ځای شول، دومره سوه سرتیري شهیدان او تسلیم شول، او په فلاني ولسوالۍ کې په فلانۍ پوسته کې امنیتي ځواکونه هیڅ وسله او خوراکي توکي نلري. دوی په دغه ډول بې مسوليته او له شخصي اغراضو ډکو څرګندونو په وسيله په لوی لاس د دښمن په تبر کې لاستی اچوي او د نظام او ولس پښې پرې غوڅوي. د دوی دا چيغې د دې لپاره نه وي چې د يادې سيمې د خلکو غم وخوري بلکې له دغو څرګندونو څخه يې هدف يوازې د حکومت کوچنيو نيمګړتياوو لوی ښودل او د نوک په ځای کې د سوک ځايول وي چې خپل بادار ته خپل حکومت، نظام او خپل امنيتي ځواکونه کمزوري وښايي او ترې ترلاسه کړې پيسې ځانله حلالې کړي.

حکومت بايد د دغه ډول تلويزيوني او رسنيزو ترهګرو مخه ژر تر ژره ونيسي، حکومت بايد د دغو رسنيزو ترهګرو خولو ته قفلونه واچوي او حکومت بايد هڅه وکړي چې د دغو خطرناکو تروريستانو له بريدونو نظام او ولس دواړه وژغوري. که داسې نه شي خدای مکړه چې د دوی په خود غرضه او نامسوله څرګندونو د امنيتي ځواکونو مورال ته زيان ورسيږي. دا سمه ده چې د بيان آزادي او هر څوک د هر څه ويلو حق لري خو د بيان آزادي هم سرې کرښې لري. د بيان آزادي هم سرحد او پوله لري او د بيان آزادي هم ځان ته اصول لري. چيرته چې د بيان د آزادۍ په سبب د هيواد د ديرش ميلونه نفوس سرنوشت له خطر سره مخامخ کيدونکی وي او چيرته چې د بيان د آزادۍ په سبب د هيواد ملي ګټي او موخې تر ګواښ لاندې راځي؛ بايد د بيان آزادي قرباني شي څو د ولس او نظام د قربانۍ مخنيوی وشي.

لیکنه : خوشحال آصفي