بیل خلک بیل غمونه شتمن او مالدار تل د خپل ھوس په غم کی وي په خیټه وږي خلک د خپل نس په غم کی وي زورواکي او چورواکي د وطن په چور لګیا وي ریښتینی مشران تل د خپل ولس په غم کی وي ھغوی چی په ځانو مین وي،ھرڅه ځانته غواړي په ټول ملت مین خو د ھر کس په غم کی وي وسي سړی مدام د بل وسي په حال خبروي بی وسه ھم مُدام د بل بیوس په غم کی وي قیامه مالیار ھغه دی چی ټول ګلبڼ ته رسي د ھرګلاب ترڅنګ د ھرنرګس په غم کی وي الحاج الھام الدین قیام والدورف/جرمنی ۰۳/۰۷/۲۰۱۴ Share on FacebookTweetFollow us