زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

بلخ او سانسور

نجیب الله پاڅون

هر هغه مخنیوی، نیوکه،  کوتڅنډنه او تاوتریخوالی چې د یوې عقیدې، اند، وینا او د یوې ټولنې د احساساتو پر وړاندې ترسره شي هغې ته سانسور وايي. سانسور په ډېرو ځایونو کې شتون لري حتا په ځینو کورنیو کې هم سانسور شته دی؛خو ډېری وخت سانسور د رسنیو پر وړاندې ترسره کېږي. د سانسور تاریخچه له ډېر پخوا څخه پیل شوې کله چې ژبې رامنځ ته شوې؛ نو سانسور هم پیل شو. زیاتره وخت سانسور د نړۍ په استعماري هېوادونو کې رامنځ ته کېږي او په هغه ټولنه کې لکه په افغانستان کې چې زورواکي، غله، فاسدین، وسله والې ډلې، مافیايي کړۍ، ټوپکماران، جهادي ډلې او د مخدره توکو قاچقبران واکمن دي په دې ټولنه کې بیا سانسور زیات وي.

په افغانستان کې د سانسور خبره څه نوې نه ده ځکه په دې هېواد کې تاوتریخوالی، نسل وژنه، بشري جنایتونه، جنسي تېري، اداري فساد او جنګي جنایتونه تل په کې جاري دي؛ نو په دې اساس سانسور په کې ډېر رامنځ ته کېږي.

په فساد ککړ چارواکي تل د هغو رسنیو مخه نیسي، چې د دوی ناوړه کړنې رسوا کوي. بلخ هم له یو هغو ولایاتو څخه دی، چې دلته جنګي جنایتکاران، وسله والې جهادي ډلې، مافیايي کړۍ، د مخدره توکو قاچقبران، غیرې مسولې وسله والې ډلې، اختطافچیان، پخوانۍ ملیشې او زورواکي تر اوسه واکمن دي، دغه کسان که په هر قوم او هرې ژبې پورې تړاو ولري، په عام ولس یې ډېرې نارواوېې کړنې او ظلمونه ترسره کړي. دوی په راز، راز ظلمونو، تاوتریخوالو، وژنو، ترور او غلاوو کې لاس لري، او د خپلو شومو او ناوړه موخو لپاره له هر ډول ناروا کړنو کار اخلي، مقابل لوری نه پرېږدي، چې د دوی پر وړاندې خنډ شي او ناوړه کارونه یې نورو ته بربنډ کړي.

راځم اصلي مطلب ته، دوه اونۍ مخکې د (خبره) څلورمه ګڼه چاپ سوه او په دې خپرونه کې د (افزایش افراد مسلح غیرمسؤول در بلخ) زما یو څېړنیز راپور خپور سو. په دغه راپور کې د بلخ د هغو مافیايي کړیو یادونه سوې وه، چې دوی د مزارشریف ښار په شمول د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې خپل ناوړه او شوم کارونه ترسره کول. په دغو ناروا کړنو کې غلا، فساد، ترور، تښتونه، قاچاق، وژل، د پښتون میشتو سیمو ناامنه کول، په پښتون میشتو سیمو کې د بیارغونې د کارونو مخنیوی او تاوتریخوالی شامل و، ما د دغه راپور په جوړولو کې له هغو کسانو سره مرکې کړې وې، کوم چې  دوی تښتول شوي و او یا هم ځامن یې اختطاف شوي و، دغو کسانو په ښکاره ویل، چې موږ د بلخ د جمعیت او نورو جهادي ګوندونو وسله والو وتښتولو او بیا یې د پیسو په بدل کې راخوشې کړو. د دې راپور د لا کره والي په خاطر مې د بلخ ولایتي شورا رئیس ښاغلي ډاکتر افضل حدید او د بلخ امینه قومندانۍ ویاند شېرجان دراني سره هم مرکه کړې و،  د دې تر څنګ د مزارشریف ښار له ځینو مدني فعالانو او همدا راز د بلخ پوهنتون له یو استاد سره مې هم مرکه کړې وه؛ خو با وجود د ثبوتونو او اسنادو درلودلو سره، سره د بلخ تنګ نظره او سانسور ګرو کړیو د نیکو او مخنیوي سره مخ شولو. دوی د بلخ والي استاد عطا محمد نور او نورو معتصبینو ته دغه ګڼه رسولې وه، او د دې خپرونې د بندېدو غوښتنه یې ترې کړه وه، چې وروسته بیا د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلی صالح محمد خلیق د ولایت مقام ته غوښتل کېږي او د دغې خپرونې د بندېدو غوښتنه ترې کوي. خلیق د راپور اړوند ورته معلومات وړاندې کوي او وايي، چې د آزادي بیان په درلودلو سره نشو کولای دغه خپرونه بنده او سانسور کړو؛ خو په دغه ګڼه کې د طنز په جامعه کې چې د فارسي ژبې په ځینو نومونو لکه( استان، شهرستان، دانشګاه، دادګاه، دادستان، زایشګاه…) ټوکه سوې، باید د دغې خپرونې چلوونکي بښنه وغواړي او په راتلونکې ګڼه کې دغه پېښه تکرار نسي، بلاخره موږ ښاغلي خلیق ته د خپل راپور او طنز سپیناوی وکړ او دغه مسله مو حل کړه.

تېر کال سماء خصوصي تلوېزیون چې له مزارشریف ښار څخه خپرونې لري د یو راپور په خپرولو سره د غټو ګواښونو سره مخ شو. که چېرته په دې لیکنه کې د بلخ تنګ نظره چارواکو لخوا د پښتو رسنیو سانسور کېدل یاد کړو شاید خبره ډېره اوږده شي؛ خو اوس اصلي خبره دا ده چې ولې موږ  پښتانه د دغو معتصبینو پر وړاندې چپ خوله پاتې یو؟ ولې دغو فاشیستانو ته ځواب نشو ورکولی؟

اصل کې خو موږ پرېږده چې ټوله ورځ په ما او تا پسې خبرې وکړو. د یو څو روپیو اخیستو لپاره خپل ایمان هم خرڅوو. باچا خان بابا به ویل پښتون کلک سړی دی؛ خو پيسو ته ایمان نه لري. دا خبره بالکل پر ځای او رښتیا ده، زموږ پښتانه په بلخ کې په شلو کړیو وېشل شوي ټوله ورځ په خپل منځیو شخړو کې راګير دي. په ښار کې ځينې مېشت پښتانه؛ خو بیا خپله پښتو سمه نشي ویلی. د بلخ میترا ټلوېزیون دې په ارواښاد وزیر محمد ګل خان مومند پسې یو ساعته د دروغو مستند فلم جوړوي، چې ګواکې وزیر صیب د تاجکو پخواني تاریخي ځایونه او کتابونه له منځه وړي. پیروزي خپرونه، عصر نو او نورې دري ژبې خپرونې؛ خو تل د بلخ پښتانه ناقلین یادوي. دوی په صراحت سره په یوه خپرونه کې د بلخ پښتانه ناقلین یاد کړي و او ویلي، چې دوی له جنوب او مشرقي ولایاتو څخه له یو جوړ کالیو سره راغلي و او اوس یې دلته زموږ ځمکې غصب کړي دي. ما تر نن ورځې پورې د دغو اشخاصو پر ضد د بلخ د یو پښتون غږ وانه ورېد، چې یا یې کوم مدني حرکت ترسره کړی وي او یا یې هم په فیسبوک کې غږ اوچت کړی وي؟

که چېرته موږ د دغو تنګ نظرو او فاشیستانو د ظلم او نارواو کړنو په اړه یوه لیکنه ولیکو باورو وکړئ، چې په هغه ګړۍ به زموږ خپرونه بنده او لوی مدني حرکتونه به پیل شي، ښه مثال یې د (خبره) څلورمې ګڼې اړوندو مطالبو د سپیناوې او بندېدلو غوښتنه وه.

که څومره موږ خپلو پښتنو ته د بېدارۍ چیغو ووهو خدای که یې راویښ کړې. بس یو لوی خدای ښه پوهېږي، چې د دغه باتور او مېړني ولس( د پښتنو په اصطلاح)  برخلیک به راتلونکی څه وي؟ او بیا به په کومه ژبه خبرې کوي؟!؟