انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

افغانستان؛ سرزمینی میان جغرافیا و تاریخ

چرا راه‌ها همیشه سرنوشت ما را تعیین کرده‌اند؟ گاهی برای فهم…

از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

«
»

ایراني او پنجابي بریدونه، ټاکنې اوعبدالله

          

شمشاد تلویزیون د یکشنبه په ماښام د مشرانو جرګې د ځینو غړو له خولې یو خبر خپور کړ چې هغه کې ویل کیږي، دې روستیو کې پاکستان په ننګرهار، خوست ، پکتیا او کندهار کې ډيورندکرښې ته څیرمه، په امنیتي پوستو او ایران په نیمروز ولایت کې وسلوال بریدونه ډېرکړې او په دې سربېره يي د افغانستان خاوره لاندې کړېده!

همداراز څو ورځې شا ته، د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسیدونکو هم ویلي وو چې ترکمنستان د افغانستان خاورې ته ۵۰ کیلو متره مخکې راغلي او پوله يي د افغانستان په داخل کې جوړه کړې. البته د بادغیس والي احمدالله علیزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د ترکمنستان سرحدي ځواکونه د افغانسان خاورې ته رامخکې شوي، خو ده ونه ویل چې ترکمن پوله ساتي څومره د افغانستان خاورې ته رامخکې شويدي. خبرونو کې د افغانستان له شپنو څخه د څارویو د تښتولو خبره هم یاده شوې وه!

پاکستان، افغانستان سره د ډیورنډ د تپلې او استعماري کرښې پر بره غاړه او بلخوا ایران نیمروز ولایت کې د افغانستان پر خاوره خپل هممهال بریدونه په داسې وخت کې زیاتوي چې افغانان په کور دننه د ټولټاکنو دوهم پړاو ته تیاری نیسي. دا هیوادونه غواړي پر افغان خاوره په وسلوال تیري سره، په  ټاکلیو ولایتونو کې وضعه داسې خړه پړه او ګډه وډه کړي چې ټاکنو کې ددې ولایتونو د ولسي پراخ ګډون مخه ډب کړي او بل پلو له دې لارې د افغانستان په وړاندې، خپلې نورې بېلا بېلې سناریوې په اسانه پلې کړي!

ایران په افغانستان کې د ځانګړې پاړسو د فاشیستي واکمنۍ او د فرهنګي او سیاسي ښکېلاک لپاره، بې پایه ادعاوې او غوښتنې لري خو پنجاب بیا د ډیورنډکرښې منل، د هند په وړاندې افغانستان څخه د ستراتیژیک کنډو پتوګه ګټه او پر کابل د یو لاسپوڅې حکومت رامنځته کېدا، د خپلو دندو په سرلیک کې شمېري .

د پورته یادو موخو د پلیتوب لپاره، دواړه ګاونډې هیوادونه د افغانستان په ټاکنو کې د داسې کس راتلو ته سترګې په لار او د داسې ډلې بریالیتوب سره مرسته کوي چې د هیواد د ملي او سراسري ګټو پرځای، د دوی ګټو او موخو ته ژمن وي او هغه یوازې ډبل عبدالله او د هغه د نظارشورا ډلګۍ کېدای شي!

د څو لسیزو تېر تاریخ ته په کتو، عبدالله او د هغه نظارشورا، افغانستان کې واک ته د رسیدو د مرستې او ملاتړ په بدل کې چمتو دي چې افغانستان کې د ایران او پنجاب ټولې سناریوې یو په بل پسې پلې کړي.

د ازادۍ راډیو په ولسې جرګه کې د هلمند د خلکو د استازې نسیمه نیازۍ له خولې، وايي « ایران او پاکستان د یوه کاندید په ګټه ډېرې پیسې رالیږي چې ټاکنو کې هغه بریالی شي، دغه مرستې تر ډیره په هغو سیمو کې چې ایران ته نږدي دي او ایران زیات نفوذ ورکې لري، ویشل شوې دي.» همداراز د ازادۍ راډیو، د ولسې جرګې د بلې غړې ارین یون وینا رااخلي او وايي « په ځانګړې توګه دوه ګاونډي هېوادونه ایران او پاکستان له ځانګړیو کاندیدانو سره مالي او هرډول مرسته کوي؛ په لومړي دور کې یې هم مرسته کړې او هغه معلومات چې موږ یې لرو؛ د ایران سفارت او قونسلګرۍ عملاً د یوه ځانګړي کاندید په ګټه قومي مشرانو ته پیسې ورکړي»

همداراز د ولسې جرګې یوې بلې غړې شکریه بارکزۍ هم په خپله تازه تبصره کې ویلي« ګاونډیان په یو شمېر ولایتونو کې په نا امنیو غواړي د یو مخکښ کاندید د رایو حوزه نا امنه کړي او د یوه مشخص کاندید بریالي کېدو ته یې خوشبیني ډېره ده»

نظارشورا ته خواخوږې بریښناپاڼې اریايي هم د یوه لیکونکي تبصره رااخیستې چې وړاندې لیکي« من فکر می کنم عبدالله عبدالله نگاه مثبت تری نسبت به ایران دارد. چراکه مادرش تاجیک است و فرهنگ او تاجیکی است. فرهنگ و زبان تاجیکی هم اشتراکات زیادی با ایرانیان دارد. در دورانی هم که مجاهدین در افغانستان حضور داشتند ایران از همین گروه آقای عبدالله عبدالله، احمد شاه مسعود و ربانی حمایت می کرد.

در حالیکه آقای اشرف غنی احمد زی این خصوصیت را ندارد و بیشتر به قدرت قومی پشتون نظر دارد. ضمن اینکه آقای احمد زی نظر مساعدتری نسبت به غرب و ناتو دارد. به این نکته هم باید توجه کرد که به هر حال نگاه متعصب قومی او نمی تواند اتفاق خوبی در زمینه روابط دوجانبه ایران و افغانستان به شمار آید.»

د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح هم د « حرکت جدید به سوی جهاد اکبر یعنی نجات افغانستان از چنګال ایرانیها و پاکستانی ها »  په یوه تبصره کې وايي:« حمایت من از داکتر اشرف غنی بخاطری است که من در وجودش تمام ارزشها را میبینم. اګر میخواهید یک افغانستان مستقل ازاد و بدون تعصبات قومی، لسانی داشته باشید با ما یکجا شوید و اینرا هم به یاد داشته باشید که تمام جهان خوشبین برای برنده شدن داکتر اشرف غنی است. تمام کمک ها جلب میشود بخاطریکه یک تیم پاک و با عتماد از جامعه بین المللی را با خود داریم و برنده استیم. لعنت به کسانی کی دامن به تعصب میزنند. با احترام امرلله صالح. د انټرنیټ له زیرمو څخه»

داسې هم ویل کیږي چې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون او د شکایتونو په کمیسیون کې ځیني کسان لکه سریر احمد برمک او ملیحه احراري د ایران لخوا په ډالرو نازول کیږي چې د ډاکټر عبدالله په ګټه په کمیسیون کې چنې ووهي او پرینږدي چې هلته د پاکو اوناپاکو رایو ترمنځ تفکیک وشي.

اوس د حکومت مسئولیت دی چې د دوهم پړاو ټاکنو له پیل مخکې دغسې کسان له دندې وشړي، څو د ټاکنو په پایلو کې د درغلۍ مخنیوی وشي.

د ډیری شنونکو په اند، د ایران او پاکستان روستي وسلوال بریدونه او پر افغان خاوره تیری، ټاکنو کې د ټاکلو ولایتونو د خلکو ګډون له مخنیوي سره تړاو لري. دوی غواړي ددې ولایتونو وضعه ګډه وډه او ناامنه کړي چې ډیری خلک په رایه ورکولو کې ګډون ونه کړي. په دې توګه به په هغو سیمو کې چې د نظارشورا د لنډه غرو تر تیغ او افسون لاندې دي، د عبدالله  توله او ونډه ور زیاته کړي او د کابل ارګ کې به د خپل لاسپوڅي د کښینولو لپاره لار اواره کړي.

په نورستان او هلمند ولایتونو کې د مخپټو طالبانو په نوم، د پنجابي ملیشو ظهورهم د همداسې موخو لپاره ترسره کیږي. بلخوا د ټاکنو د دوهم پړاو په درشل کې د بهرنیو او امنیت په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز روستۍ څرګندونې، چې وايي د افغانستان راتلونکی حکومت دې ځیني سیمې طالبانو ته ورکړي، په هیواد کې د وضعې د لاویجاړۍ او عمومي اندیښنې د راټوکېدو لپاره په پام کې نیول کیږي.

افغانان باید د ټاکنو دوهم پړاو کې پخپل پراخ ګډون او بلخوا د خپلو رایو پر ټینګ څار، د ایران او پنجاب او په هیواد دننه د هغو د بړیڅو توطیه شنډه کړي!

په دوهم پړاو کې تحول او تداوم ټیم ته رایه، نوي او ودان افغانستان ته رایه ده!

د ۲۰۱۴ کال د مۍ ۱۹ مه

سرلوڅ مرادزی