بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

«
»

ايران له افغانستان سره خپله دښمني او طالبانو خپل ګوډاګيتوب ثابت کړ

تيره ورځ د غور ولايت تيورې ولسوالي د طالبانو په لاس سقوط او د دولت له کنټروله ووتله. د غور والي وايي، وسله وال طالبان د دغه ولایت د تیورې ولسوالۍ له نیولو وروسته د ولسوالۍ روغتون ته ننوتي او پر ناروغانو یې له یو مخې دزې کړي دي. طالبان د تيورې ولسوالۍ له نيولو وروسته د يادې ولسوالۍ يو روغتون نه ننوتل او په کې شته ټول ناروغان، ډاکټران او نرسان يې قتل عام کړل. دوی د خلکو په قتل عام هم بسنه ونه کړه او په دغه ولسوالۍ کې عام المنفعه او دولتي تاسيساتو ته يې هم اور ورته کړ. د ريپوټونو له مخې ويل کيږي طالبانو پر روغتون د بريد په ترڅ کې ۸۵ ناروغان، ۱۳ ډاکټران او ۸ نرسان وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني د تهران چاپېريال ککړتيا په ناسته کې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ٣٤ هېوادونو استازو په کې ګډون کړى و، افغانستان کې د يو شمېر بندونو جوړولو په اړه نيوکه وکړه، او ويې ويل چې تهران ته د زغم وړ نه ده چې د کجکي، کمال خان، سلما په څېر بندونو جوړولو پر وړاندې چې د ايران پر خراسان، سيستان او بلوچستان ولايتونو اغېز کوي، چوپ پاتې شي.

که څه هم د وسله والو طالبانو په لاس د ولسواليو سقوط او له سقوط وروسته پر عامو خلکو ظلم او وحشت او عام المنفعه ځايونه سوزول او ويجاړول کومه نوې خبره نه ده خو پوښتنه دلته پيدا کيږي چې د غور ولايت د تيورې ولسوالۍ سقوط د ايران د ولسمشر حسن روحاني له وروستيو څرګندونو سره څه اړيکه لري؟

وسله والو طالبانو ته د غور ولايت تيورې ولسوالۍ کوم ارزښت درلود چې د سقوط لپاره يې ورته له هلمنده څه د پاسه ۲۰۰۰ اورپکي راوستلي و؟

او د روغتون له ډاکټرانو، نرسانو او ناروغانو سره طالبانو څه دښمني درلودله چې ټول يې پر يو مخ قتل عام کړل؟

د دغو ټولو پوښتنو ځواب په څو کرښو کې ويلای شو.

تيوره د غور ولايت په سویل لودیځ کې پرته ولسوالۍ ده چې د هلمند  له شماللي سیمو او  د هرات  له ختیځو برخو سره ګډه پوله لري. دغلته شاوخوا اتیا زره کسان اوسییږي، ډیری یي بي وزلي دي، د سړکونو حالت يې ښه نه دی او ډیری لاري يي د ژمي پر مهال د تګ راتګ وړ نه وي. دا واضيحه ده چې وسله والو طالبانو ته د غور ولايت د تيورې ولسوالۍ سقوط هيڅ ارزښت نه درلود. ځکه که يې ارزښت درلودلی نو په وروستيو ناامنو حالاتو کې به يې ورته سقوط ورکړی و. کابو څو کاله کيږي چې طالبانو په دغه ولسوالي کوم د پام وړ حرکت نه و ترسره کړی. خو دا چې ولې طالبانو يو دم تيوره ولسوالي خپل هدف وګرځوله؛ مستقيماً د ايران د ولسمشر حس روحاني روستيو څرګندونو سره ارتباط لري.

روحاني ويلي و چې په افغانستان کې د بندونو جوړول ورته د زغم وړ نه ده. ايران له هماغې ورځې د سلما بند نړولو او يا کم تر کمه د بند محافظت تر اغېز لاندې راوستلو په تکل کې شو. د دغې ولسوالۍ سقوط ځکه د طالبانو لپاره ستراتيژيک اهميت پيدا کړ چې په هرات ولايت کې د سلمان بند د نړولو لپاره يې له ايرانه دستور واخيست. ايران د دغې بند د سبوتاژ په موخه د تيرې چنګاښ مياشتې په اتمه نېټه هم د طالبانو پر مټ د هرات ولايت په چشت شريف کې د سلما بند د ساتونکو پر پوستې بريد کړی و چې په کې يې لس ته پوليسان په شهادت رسولي و. تيورې ولسوالي د هرات او هلمند ولایتونو سره په خوا کې په واقع کیدو اوس مهال لوی اقتصادي اړخ لري. د همدې بند د نړولو لپاره ايران له طالبانو سره معامله وکړه او ويل کيږي چې د ولسوالۍ په سقوط کې هم ايران له طالبانو سره پراخ ملاتړ کړی دی.

پر دغې کرغيړن عمل سره ايران يو ځل بيا له افغانستان سره خپله دښمني او طالب وسله وال خپله غلامي او ګوډاګيتوب ثابت کړ. له ايرانه خو ځکه ګيله په کار نه ده چې پردی دی او تل يې د افغانستان د بربادۍ لپاره تر خپلې وسې هڅه کړې ده. خو دا چې طالب وسله وال چې ځان ته افغان هم وايې او د مسلمانۍ دعوه هم کوي، د سلما بند د ويجاړولو لپاره له ايران سره معاملې يې د دوی خيانت او ګوډاګيتوب ثابت کړ. طالبانو هم يو ځل بيا وښودله چې دوی ته خپلې جنګي ګټې مهمې دي او د څو پيسو او شخصي ګټو لپاره حتی له خپلې خاورې، او افغانی غرور نه هم تير دي. ځکه خاوره او ملي هويت د يو انسان د ابرو او ناموس حيثيت لري او طالبانو چې د سلما بند د ويجاوړلو په خاطر له ايران سره معامله کړې نو همدا ثابتوي چې دوی د پرديو ګټو د خوندي کولو يوه وسيله دي او د نورو د ګټو په مقابل کې له خپل هر څه څخه تير دي.

لیکنه : خوشحال آصفي