زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

افغان حکومت د بروکسل ناستې ته کومې لاسته راوړنې لري؟

ټاکل شوې په راتلونکو څو اونيو کې د ملي يووالي د حکومت مشران په لندن کې د بروکسل په کنفرانس کې ګډون وکړي. افغان حکومت بايد په ياد کنفرانس کې نړيوالو مرستندویه هيوادونو ته د هغه څه په اړه چې د ملي يووالي حکومت مشرانو ورسره ژمنه کړې وه؛ قناعت ورکړي تر څو په راتلونکې کې د نورو مرستو جلب و جذب ته زمينه برابره شي. د ملي يووالي د حکومت مشران بايد په ياد کنفرانس کې نړيوالو ته د کړيو ژمنو لکه د ټاکنيز نظام اصلاح، د هيواد د امنيت ښه والي، د هيواد د اقتصادي وضعيت ښه والي، له فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ ترسره کولو اړوند قناعت ورکړي څو نړيوال له افغانستان سره په راتلونکې کې هم همکار پاتې شي. خو پوښتنه دا ده چې حکومت څومره له افغان ولس او نړيوالو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړې دي او په ياد کنفرانس کې به له کومو لاسته راوړنو سره ګډون وکړي؟

ښه حکومتولي

په هغو ژمنو کې چې حکومت له نړيوالو سره کړې وې تر ټولو مهم يې د کار اهل ته د کار سپارل او د خلکو لپاره د ښه حکومتي خدماتو وړاندې کول دي. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په وزارتونو کې په زرګونو پوستونه خالي پراته دي او بل طرف ته په ټول هيواد کې د بيکارۍ کچه اوج ته رسيدلې ده. د ښې حکومتولۍ په برخه کې هم د حکومت کار له صفر سره ضرب دی. حکومتي مشران په خپل منځي شخړو اخته و او له ولس او نړيوالو سره کړې ژمنې يې هيرې کړې وې. د ملي يووالي حکومت د جوړيدو راهيسې هيڅ کار تر اوسه د کار اهل ته نه دی سپارل شوی بلکې حکومت ځينې داسې کارونه کړي چې د حکومتولۍ په لمن يې تور داغ ايښی دی. ښه بيلګه يې د حکومت له دوه کلنې دورې وروسته د هيواد پلازمينې لپاره د ښاروال نه ټاکل او برعکس د هلمند لپاره دوه ښاروالان ټاکل يادولی شو.

د ملي يووالي د حکومت له جوړيدو راهيسي کابو دوه کاله تيريږي خو په دغه موده کې د ملي يووالي د حکومت شريکان په دې نه دي توانيدلي چې د هيواد پلازمينې لپاره د ښاروال په ټاکلو سلاح شي. خو بل پلو د حکومت په راس کې د واک د دوه جزيرو د شتون او د پنځوس ـ پنځوس سلنې واک ويش له امله د هلمند لپاره په يوه وخت دوه ښاروالان ټاکل کيږي. څه د پاسه پنځه مياشتې وړاندې رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې ولسمشر اشرف غني د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز د انجنیر مطیع الله بهیر په نوم یو کس د هلمند د ښاروال په توګه ټاکلی و . دغه راز اجرایه رییس د یوه مکتوب له لارې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته سپارښتنه کړې وه چې د حسیب الله سلطاني په نوم کس د هلمند د ښاروال په توګه وګماري. دا د ملي يووالي د حکومت د ښه حکومتولۍ يوه بيلګه ده. قضاوت يې تاسې وکړئ.

له فساد سره مبارزه

د ملي يووالي حکومت مشرانو د افغان ولس تر څنګ نړيوالو ته هم ژمنه ورکړې وه چې په افغانستان کې به د فساد جرړې باسي خو له بده مرغه چې د نورو کلونو په پرتله د ملي يووالي د حکومت په دوه کلنه موده کې د فساد کچه لوړه شوې ده. د ملي يووالي د حکومت له فساد سره د مبارزې يوه بيلګه يې د کابل له ميلوني پوروړي خليل الله فيروزي سره د سمارټ سيټي ښارګوټي د تړون لاسليکول دي. خليل الله فيروزي هغه څوک و چې د محکمې له لوري د کابل بانک په ديوالو کې پړ او په پنځلس کاله بند محکوم شو. خو د ملي يووالي حکومت مشرانو ورسره لکه د يو ازاد شخص په شان د سمارټ سيټي ښارګوټي د بيارغاونې تړون لاسليک کړ. کله چې د حکومت ياد کار په پراخه کچه د خلکو له غبرګون سره مخ شو نو بیا ولسمشر اړ شو چې ياد تړون لغوه اعلان کړي. دا هم د ملي يووالي حکومت د فساد سره د مبارزې يوه بيلګه وه. قضاوت تاسې وکړئ.

ټاکنيز نظام اصلاح

د ملي يووالي د حکومت د جوړيدو په سياسي هوکړه ليک کې هم همدا خبره راغلې وه چې د ملي يووالي حکومت مشران به ټاکنيز کمیسيونونه اصلاح کوي. په همدې موخه د ولسمشر او اجرايه رياست تر منځ د ټاکنيزو کميسيونونو د اصلاح کميسيون د مشر او غړو په ټاکلو څو وارۍ ناندرۍ ترسره شوې. آن دا چې ولسمشر یو ځل شکريه بارکزۍ د دغې کميسيون مشره وټاکله خو د اجرايه رياست د مخالفت له وجې رد شوه او اوس هم د ټاکنيز نظام د اصلاح پر سر وخت ناوخت د ملي يووالي د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ ناندرۍ رسنيزي کيږي.

د اقتصاد ښه کول

دواړو حکومتي مشرانو د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال له ولس سره ډیرې غوړې ژمنې کړې وې خو له بده مرغه چې د ملي يووالي حکومت د کاري مودې دوه کاله هم بشپړ شول خو د هيواد اقتصادي حالت د رکود پر لور روان دی. همدا اوس په ميلونونو د کار پر شرایطو برابر هيوادوال له بيکارۍ رنځيږي. د خلکو ورځنی ژوند ډیر په سختي پر مخ ځي، د بيکارۍ له وجې په ميلونونو افغانان له هيواده بهر وتښتيدل. او اوس چې له پاکستانه په زرګونو نور افغانان هيواد ته راستانه شول داسې انګيرل کيږي چې د بيکارۍ په کچه کې به لوړ والی راشي.

نو دا پورته يادې شوې بيلګې د ملي يووالي د حکومت هغه لاسته راوړنې دي چې د ملي يووالي د حکومت مشران يې  د بروکسل ناستې له ځانه سره وړي.

لیکنه : خوشحال آصفي