ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

«
»

د ډاکتر نجيب د شهادت دېرشمه کليزه

عبداصمد ازهر                                                                         ۲۷/۰۹/۲۰۲۶

د ډاکتر نجيب الله په هکله زيات ليکل شوي  دي او تکراري خبرې خوند هم نه کوي. خو پوښتنه دا ده چې د ده ياد ولې بايد ونمانځل شي؟ 

دی د يوه زورېدلي جګړه ځپلي ملت اتل شهيد دی. د تپل شويو جګړو او دښمنيو نه د خپل ولس د ژغورلو له پاره يې په ملي کچه د ملي مصالحې او په نړيوالې کچې له ملګرو ملتونو سره د همکارۍ له لارې ستر ګامونه واخيستل او له خپلو ټولو مقامونو او امتيازونو نه تېر شو. ده ته ولس او وطن او د دوی هوساينه او ودانۍ هومره په لومړيتوب کې وې چې خپل سر يې هم په همدې لاره کې بايلود.

نجيب هم د خپل سياسي ژوند په لومړيو پړاوونو کې د هر چا په شان تشې درلودې، خو د ده پوهې، تجربې او له کليوال ولسي ژوند او دودونو سره پخې آشنایۍ د ده لاس ونیو او د واقع بينۍ کمال خوا ته يې بوته. د قدرت په مهال، د ګاونډيانو او لوېديزيانو د دښمنۍ، د روسانو مخ ګرځولو، د سياسي اسلام پياوړي کېدو او د رڼا او پرمختګ له دښمنانو سره د ځينو اغيزوالو ګونديانو تړاو ټينګېدو په چاپېريال کې، هوډمن شو چې د هيواد د ژغورلو په موخې د سترو بدلونونو په راوستو او هغو پرله پسې اقداماتو چې ټول پرې خبر يو، له لارې سوله او امن راولي. سوله ايز حل په وروستيو پړاوونو کې د شا له خوا په نامردۍ تر ګوذار لاندې راغی او د کودتا په پايله کې دا ښکارنده ناکامه شوه چې پايله يئ کټ مټ همغه شول چې نجيب يې وړاندوينه کړې وه. 

ډاکتر نجيب همغسې چې د سولې اتل و د جګړې په ډګر کې هم وتلی قوماندان و او د جلال آباد په جګړه کې يې د پاکستان د پوځ او لاسپوڅو مجاهدانو پوزونه په خاورو کې وموښل. نجيب له دې وېره نه درلوده چې واک به د وطن ګوند له لاسه ووځي، د ده وېره له داخلي جګړې او وحشت او بې پولې جنايتونو نه وه چې له بده مرغه همغه پېښ شول.

نجيب د ملت شهيد دی. افغان ملت په دوديزه توګه کسات نه هېروي.

پدر کشتي تخم کين کاشتي   پدر کشته را کی بود آشتي

څو کلونه مخکې، هغه هم د ډاکتر نجيب الله د شهادت په کليزه کې مې ليکلي ول چې دی د ملګري ملتونو په دفتر کې د دوی تر حمایت لاندې و، او ډاکتر نجیب له همدې دفتر نه په زور اېستل شوی او له خپل ورور احمدزي سره به غیر انساني او وحشیانه طریقه شکنجه او وژل شوی دی. دا د ملګرو ملتونو دنده وه چې د دې پېښې او د رښتينو مسوولينو د موندلو په موخه تحقیقات وکړي. له بده مرغه هغسې چې دغه سازمان د نړۍ په هر ګوټ کې د نياو يا عدالت په پلي کولو کې پړ راغلی دی، د نجيب د شهادت داعيه يې هم له سترګو وغورځوله. اوس بايد ترې وغوښتل شي حقيقي مسوولان پيدا او نړيوال عدالت ته وسپاري. ما د افغانستان د حقوقدانانو پر انجمن چې وتلی حقوقپوه مير عبدالواحد سادات يې سروال دی د دعوې د طرح کولو غږ وکړ. موده وروسته ښاغلي سادات په خپل ابتکار يا ښايي زما د يادونې په اساس، په ښکلو حقوقي ادبياتو د انجمن له خوا ملګرو ملتونو سرمنشي ته دعوا ولېږله، خو پايله يې څرګنده نه شوه. 

بل ځلي مې په يوې ليکنې کې طالبان پوښتلي ول چې د نجيب وژنه مني که نه مني. که يې مني ولې د هيواد جمهور رييس بې له قانوني يا شرعي محاکمې نه او تر شکنجو لاندې وژل شوی دی؟! مسوولان يې بايد په شرعي محکمې کې محاکمه او حدودی حکم پرې صادر شي. که د دې جنايت له کولو نه انکار کوي، نو اصلي مسوولان دې چې په همغې شپې په ارګ کې ناست او د جناياتو واګې يې په لاس کې وې، رسوا او پر ضد يې دعوا اقامه کړي. دوی هم غوږونه کاڼه واچول. 

نجيب ولې ستايو او ولې يې ياد او شهادت نمانځو؟

زمونږ په تاريخ کې دوو وياړلو واکدارانو د وينو تويېدو د درولو په هيله خپل پاچايي پلازونه پرېښودل: پاچا امان الله غازي او ولسمشر ډاکتر نجيب الله. دواړو له جګړې او ورانۍ نه د خپل ولس او ټاټوبي د ژغورنې په تمه په خپلې خوښې دا کار وکړ. افغان ولس نه د دوی د قدرت د مهال کارنامې او نه د دوی وروستنی له ځان او مقام نه تېرېدل هېرولی شي.

 د دواړو دې وياړن ياد تلپاتې وي.

۰۵ / ۰۷ / ۱۴۰۵

۲۷ / ۰۹ / ۲۰۲۶