شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف، وکیل، روښاناندی، سیاسي متفکر او تکړه لیکوالو وو، چې د جنوري میاشتې په (۱۸)مه، پر (۱۶۸۹) زېږدیز کال د فرانسې په هیواد کې د «بوردو» په ښار کې زیږیدلی دی. د هغه د کورنۍ ټول غړي مشران او وکیلان ول. هغه د حقوق او قانون زده کړه هم وکړه. پر (۱۷۰۸)ز کال کې څارنوال شو او د قضأ دنده یې غوره کړه، او پر (۱۷۱۳) ز کال کې د پلار له مړینې وروسته د پارلمان د حقوقي سلاکار په توګه وټاکل شو. مونتیسکیو علمي، تاریخي او حقوقي څیړنو ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د هغه وخت د هیواد له اکر او حالت څخه ناخوښه وو، د مستعار په نوم یې د ایراني لیکونو په نوم یو کتاب خپور کړ او د دې کتاب د پاملرنې له امله پر (۱۷۲۷)ز کال کې د فرانسې د فرهنګستان غړی وټاکل شو. هغه په تدریج سره د څارنوالۍ له دفتر څخه ووت او د خپل نامتو نښیر(اثر)، (روح القوانین)په تدوین یې پیل وکړ. دا کتاب نوموتی شو او وروسته، د ډیرو هیوادونو او حکومتونو په ادارو کې یې ځانګړی اغېز پریښی دی. مونتیسکیو هغه لیکوال او فیلسوف دی، چې باور یې درلود، انقلاب، پرته له یاغیتوب او بغاوت او وینه تویول هیڅ نه کوي او هغه څه چې ټولنه ورته اړتیا لري قانون دی. ده ډېر اثار لیکلې دي او د پام وړ کلمات او نصیحت کوونکي جملې چې د هغه له خپرو شویو لیکنو او خاطراتو څخه پاتې دي.
مونتیسکیو د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته له ډیرو سفرونو وروسته د فبروري میاشتې په (۱۰)مه، پر (۱۷۵۵) ز کال کې په پاریس کې مړ شوی دی.
دا هم شارل دو مونتسکیو ارزښتناکې او ګټورې خبرې او ویناوې:
– يو هېواد هغه وخت آزاد او خپلواک بلل کېږي، چې خلک يې آزاد او خپلواک وي.
– هغه بشر چې د حق، اند و فکر، ګروهې او عقیدې د بیان آزادي و نه لري هغوی په ژوندیو کې نه ګڼل کېږي.
– هغه څوک چې پرته له اندو فکره خبرې کوي د هغه ښکارچي په څیر دی چې بې موخه او هدفه ډزې کوي.
– د کتاب لوستل پدې مانا دي چې ستړي شوي ساعتونه په خوندور ساعتونو بدل کړئ.
– موږ باید ډیر لوست او مطالعه وکړو ترڅو پوه شو چې موږ هیڅ نه پوهیږو.
– یوازې ځواک کولی شي د ځواک مخه ونیسي.
– د ازادۍ غوښتنې غورځنګونو ګوزارونه د بې وزلو او غریبو خلکو په سرو مال راځي، ستمګران تل د خپل زور او د زور د سیوري لاندې ژوند کوي.
– په زورواکۍ کې د وګړیو سوکالي، خوندیتوب او امنیت د هوسۍ په ښکره کې وي.
– د دې لپاره چې قانون ښه پلی شي، ښایي د وګړیو ارواوې یې منلو ته چمتو وي.
– د یوې ټولنې ویجاړي دوه ډوله ده: لومړی، هله چې وګړي قانون نه مني؛ چې دا درد چاره لري، او بل دا چې قانون وګړي بدو رد وي چې دا درد، درمل نه لري، ځکه درد د درملنې زېږنده وي.
– په استبدادي حکومت کې روزنه دا ده چې په زړونو کې ډار کېږدي او څو ساده مذهبي لارښوونې زده شي. هلته له پوهې نه کرکه کېږي، ځکه چې بدې پایلې ورته لري.
– په زور واکو هېوادو کې تر ټولو خوار هېواد هغه دی چې پاچا یې سوداګر وي.
– د استبدادي حکومت بنسټ ډار او د دغه ډار موخه آرامي ده، خو ښایي پوه شو چې دا آرامي سوله نه ده او د هغو ښارونو چوپتیا ته ورته ده چې پټه وېره په کې ده، نو ژر به د دښمن لاس ته ورشي.
– د سیاست په باریکیو کې چل روا دی او لویوالی او عظمت نه ژوبلوي.
– خپلواکي او دیموکراسي فطري ده، یو ملت د ډانګ په زور خپلواک او دیموکرات کېدای نه شي.
– د لنډې مودې لپاره دې خپلواکي له لاسه ووځي چې د تل لپاره وساتل شي.
– خپلواکي دې ته وايي چې څوک له قانونه سرغړونې ته اړ نه شي.
– ترنیولو وروسته نیوونکی د وږلو حق نه لري، ځکه نیول شوي خو نوره ځانساتنه نه شي کړای.
– اروپا به د خپلو واکمنو او پوځي مشرانو له لاسه ړنګه شي.
– په مینه کې مینه وال معمولن په چوپتیا کې وخت تیروي.
– انسان د سیند په څیر دی، څومره چې ژور وي هومره ارام وي.
– جمهوریتونه له عیش او عشرت له پایلې څخه او پادشاهۍ او سلطنتونه د غربت له وجهې له منځه ځي.
– آزادي باید د یو څه وخت لپاره له لاسه ورکړل شي، ترڅو دا د تل لپاره وساتل شي.
– د یو هیواد سوکالي او هوساینه د هغې په آزادۍ اټکل او اندازه کیږي، نه د هغې په زرغونتیا.
– د ځینو خلکو لپاره، د ازادۍ مانا دا ده چې دوی حق لري چې وسله ولري او مسلح وي او په خلکو باندې زور واکي وکړي.
– سوله د سوداګرۍ طبیعي پایله ده.
– هو! ځینو ته خپلواکي بل ډول ښکاري او منلی یې نه شي، کله کله پاکه هوا هم هغه چاته چې په ناپاکو ځایو کې اوسېږي، تاوان پېښوي.
– که نارینه او ښځینه یو ډول روزل کېدای، ځواک به یې یو شان وئ.
– هغه څه چې په وسله لاس ته راغلي، کېدای شي چې په تړون له لاسه ووځي.
– په زور واکو هېوادونو کې د ټوکو لیکل دومره دود نه دي، ځکه چوپتیا او ناپوهي نه د لیکلو وړتیا روزي نه یې تکل او اراده.
– په ډیری اکربکر (حال احوال) کې بریالیتوب پدې پورې اړه لري، چې پوه شئ چې دا به څومره وخت ونیسي.
– یو حکومت چې د جګړې په وسیله رامینځته کیږي باید د جګړې له لارې ځان وساتي.
– د اروپا وراني به، د هغو پوځي قوماندانانو او امراو په لاس وي.
– د استبداد تر ټولو ظالمانه بڼه هغه ده چې د قانون تر ډال لاندې او د نیاو(عدالت) په نوم ترسره کېږي.
– مخکې له دې چې د یوې قضیې په اړه پرېکړه وکړئ، تل د ضمیر او وجدان محکمې ته یې وړاندې کړئ. ضمیر او وجدان یو بې بېلګې لارښود او بې پرې قاضی دی.
– د مدیریت د وړتیا لوړوالی دا دی چې سړی پوه شي چې څومره او چیرته باید خپل ځواک وکاروي.
– بد اندونه او فکرونه یوازې خپل خاوند ته یې زیان رسوي، ولې غیر معمولي کلمې ټولو اوریدونکو ته زیان رسوي.
– څومره چې خلک لږ اند و فکر کوي، هغومره زیاتې خبرې کوي.
– که چېرې یوازې د نیکمرغۍ په لټه کې یې دا کار اسان دی خو که غواړې چې تر نورو زیات نیکمرغه شئ دا کار ډېر ستونزمن او مشکل دی ځکه نور خلک هم دومره نیکمرغه نه دي لکه چې ته اندو فکر کوئ.
– که شتمني د عقل سره نه وي، نو بدبختي به راوړي.
– استعداد او وړتیا هغه ډالۍ ده چې خدای موږ ته په پټه کې راکړې ده، او موږ یې، پرته له دې چې پوه شو ښکاره کوو.
– قانون باید د هر هېواد، د خلکو د غوښتنو، مزاج او تمدن له مخې جوړ شي.
د دې لپاره چې قانون په خپل وخت جوړ او په ټولنه کې تطبیق شي، ښه دا ده چې د خلکو روحیه د قانون د منلو لپاره چمتو شي.
– باید حُکم دومره ټینګ ، ثابت او غښتلی وي، چې د یوه قانون د بشپړ متن په اندازه ارزښت ولري، که چېرې حُکمونه د ځانګړې ګروهې او عقیدې په بنسټ ولاړ وي په داسې ټولنه کې نه څوک خپلې دندې پېژني او نه څوک په دا خبره پوهېږي چې سبا ته به څه پېښېږي.
– باید د مالیې قانون داسې جوړ شي چې د مالیې د اخیستلو لارې چارې یې تر مالیې درندې او ځوروونکې نه وي.
– ازادي د هر هغه څه د ترسره کولو حق دی چې قانون ورته اجازه ورکوي او هغه څه نه کوي چې قانون یې منع کوي.
– که د قضاوت ځواک د جوړولو او اجرا کولو له ځواک څخه جلا نه وي، دا به بیا هم د ازادۍ نښه نه وي.
– د دې لپاره چې د ځواک څخه ناوړه ګټه پورته نشي، توان، ځواک او قدرت باید داسې تنظیم شي چې ځواک د ځواک مخه ونیسي.
– د اکر او وضعیت ګډوډ کول عقل او پوهې ته اړتیا نلري، خو د نظم او توازن رامینځته کول د عقل او پوهې په ځواک پورې اړه لري.
– تاسو کولی شئ د پریکړې کولو د مخه، قضیې د وجدان او ضمیر محکمې ته وسپارئ، وجدان او ضمیر یو ځانګړی لارښود او بې پرې قاضي دی.
– که یو څوک وغواړي چې یوازې خوشحاله وي، هغه به ژر بریالی شي، خو که هغه غواړي د نورو په پرتله خوشحاله وي او دا یوه ستونزه ده، ځکه چې هغه اند او فکر کوي چې نور د دوی په پرتله خوشحاله دي.
– کتاب لوستل د غم شېبې په خوښۍ بدلوي.
– هیڅکله مې داسې غصه او قار نه درلود چې د یوې ګړۍ مطالعې او لوست نه وروسته نه وي ورک شوی.
– هغومره چې طبیعي لاملونه انسان دمې ته راکاږي، همدومره ښایي اخلاقي لاملونه هغه له دمې لرې وساتي.
– د تیر ژوند یو ساعت په هیڅ بیه او قیمت بیرته نشي راتلی، خو د ډېرو کمو پیسو په ورکولو سره، تاسو کولی شئ د نړۍ د لویو هوښیارانو د ژوند ازماېښتونه او تجربې ترلاسه کړئ.
– موږ کولای شو خلکو ته مینه، محبت او خوښي ورکړو، خو هېڅکله د دې شیانو لیاقت نه شو ورکولای.
***
په ادبي مینه او درنښت: انجنیر عبدالقادر مسعود