چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

چند شعر از حمید تیموری‌فرد

بزم کبوتران   در تالار توت و ارغوان  سایه‌ی گل درشت انجیر  تارمی خلوت…

ساز آفرینش

رسول پویان رحیم و رحـمان را تابکی قـهار می گویند برای بـندگان…

چرا ادبیات دوران کهن و میانه کم‌تر حزین بود؟

در پرداخت‌های ساختاری ادبیات جهان از شعر و غزل و…

انسان گرایی پاسخی ناتمام در برابر ناپاسخگویی اندیشه های فلسفی…

نویسنده: مهرالدین مشید  انسان گرایی به مثابه ی داعیه ی برگشت…

گنجینۀ الهام

رسول پویان 2/5/2023 روزباخورشیدوشب سیل شباهنگم خوش است زیــر نـور خلـوت مهـتـاب آهنگـم…

در ارتباط به جفنگ گویی ها ی " نیاز نیاز"

حبیب میهنیار دوستان گرامی شما بهتر میدانید که یکی از ویژه…

ادبیات مبتذل،- سرگرم کننده و کم ارزش؟

Trivialliteratur:   آرام بختیاری نیاز انسان از خود بیگانه به ادبیات سرگرم کننده.  ادبیات…

پیام شادباش به مناسبت روز جهانی کارگر

ا. م. شیری روز اتحاد و همبستگی انترناسیونالیستی کارگران و زحمکشان…

دستار پوشان اسلام ستیز و پاچه بلند های حرمت شکن

نویسنده: مهرالدین مشید گروه ی طالبان از نظر حسن عباس نویسنده…

برگردان شعرهایی از سبزه برزنجی

خانم "سبزه برزنجی" (به کُردی: سۆزە بەرزنجی) شاعر کُرد زبان،…

به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

«
»

فرخنده چا؟ د کوم هدف له پاره ووژله

نظرمحمد مطمئن

د فرخندې اړوند تازه معلومات ښئې چې نجلۍ قران کریم ته اور نه دی اچولی او نه يې هم قران کریم ته سپکاوی کړی دی، دا چې له دې مخکې په هیواد کې د ګډ حکومت په راتګ سره د اسلام د سپکاوي څو پېښې وشوې، ځینو کسانو له همدې نه په ګټه اخستنې د فرخندې اړوند د قران کریم د سوځولو او سپکاوي ادعا وکړه او احساساتي ځوانان چې تیرو اسلام ته د سپکاوي پېښو ځورولي ؤ، په زړه کې يې قسات او غچ پروت ؤ، پرته له دي چې د موضوع اړوند ښه څیړنه ؤشي، فرخنده يې ووژله.

فرخنده په څو دقیقو کې ووژل شوله. اوهغه ډول چې د هیواد په لنډ تاریخ کې داسي پېښه نه وه تکرار شوې، افغانان میرمنوته ډیر زیات احترام لري، او د هرې مسلماني او نامسلماني  ښځې ناموس ساتل د ځان  فرض ګڼې. اوس سوالونه دادی چې ولي همدغه افغانان چې د میرمنو د پت او عزت له  پاره يې په میلیونو شهیدان ورکړي، نن دغه ډول عمل ترسره کوي؟ ددي پوښتنه د ګډ حکومت مشرانو ته متوجه ده، که هغوئ د اسلام د سپکاوي پېښو ته اجازه نه وای ورکړي، نو فرخنده به ددوی د ناسمو تګلارو قرباني نه کیدله.

ډیری افغانان وایې چې لومړی ځل یې خبر واوریدی، متردد ؤ، خو کله چې د طلوع او یک ټلویزونو له خوا وویل شول چې سوځول شوې نجلۍ لیونۍ ده، نو د خلکو سره ګمان او تشویشونه ډیر شول، زما په نظر د فرخندې د وژنې د قضيې په اړه همدغو پېلو او په سفارتونو پسې تړلو رسنیو هم منفي رول ولوباؤ، ځکه طلوع تلویزون ته ډیری افغانان په دی سترګه ګوري چې د افغانستان مسايل د غرب له عینکو بیانوي، یقینا د طلوع او یک ټلویزون داخبره چې نجلۍ لیونۍ ده، د خلکو شک په یقین بدل کړی چې ددي معاملي ترشابه هم د کوم سفارت لاس وي.

ولي زه بیا هم وایم، چې فرخند د ګډ حکومت او بهرنیو سفارتونو د اسلام د سپکاوي دسیسو قرباني شوه.

ګډ حکومت او بهرنیانو ته په کار ده چې د ناخبري فرخندې د قربانۍ له مسئلې څخه ډیر څه زده کړي، که دوی هرڅومره د اسلام ضد او د اسلام د سپکاوي پروژې پلې کړی، بیا هم افغانان مسلمانان دي او په وینه کې يې اسلام اغښل شوې.

داخبره هم اړینه ده که چيرته دغه ځینې  دغرب په پيسو چلیدونکې رسنۍ په لومړۍ سر کې پوهیدلای وای چې فرخنده يوه محجبه او مسلمانه نجلۍ ده، د کوم سفارت او لویدیځ د ګټو له پاره کار نه کوي، ممکن  چې همدې پېښې ته يې له بلې زوايې کتلي وای، او راپور يې د لویدیځ د ګټو سره سم جوړ کړی وای.

داهم شونې ده چې ځینو اسلام ضد کړیو په دي ډول غوښتل چې د افغانانو او په ځانګړي ډول د ځوانانو احساسات معلوم کړي، چې هغوئ د ۱۳ کلنۍ ډیموکراسۍ نه څومره متاثره شوې، او په نتیجه کې يې ناخبره فرخنده قربانۍ شوې وي.

ځوانانو ته په کار ده چې د بهرنیانو او اسلام ضد دسیسو ښکار نه شي، او یقینا چې د هرې میرمنې پت او عزت ساتل زموږ فرض دی، د هیواد په لنډ تاریخ کې دغه ډول پېښه نه وه شوې، او افغانان میرمنو ته په ډیر زیات احترام قایل دی.

او بلاخره په کار ده چې يوه ډله خپلواک علماء (په دولت پوري تړلي علماء نه) دغه موضوع وڅیړي، او د قضيې اصلي عاملین پيدا شي، چې په دغه قضیه کې د چا لاس ؤ.

د شاه دوشمشیرا زیارت د مینجاورانو لاس ښودل پکې ویل کيږي، د حج او اوقافو وزرات څیړنو همدا راپور ورکړی، د تعویذ ګر خبره ناسمه ده، مګر دغه راپور هم باید خپلواک علماء تاید کړي، که چیرته د فرخندې په وژلو کې د زیارت د مینجاورانو لاس وي او داخبره ثقه شي، په کار ده چې هغوئ ته اشد مجازات سزا ورکول شوي.