بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

«
»

د قطر غونډې د لغوه کېدو معما؛ طالب، قطر که حکومت ملامت دی؟

په داسې حال کې چې د قطر غونډې د لغوه کېدو پړه طالبانو رسماً پر افغان حکومت او حکومت بيا پر قطر اچولې ده؛ اوس د دغونډې د لغوه کېدو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي. د افغان حومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله وايې چې د قطر غونډه د ناسم مدیریت له امله لغوه شوه، خو د حکومت منتقد سياسيون پخواني طالب چارواکي بيا وايې حکومت په لوی لاس د قطر غونډه سبوتاژ کړه او د سولې مشورتي لویې جرګې له لارې غواړي د خپل واک موده وغځوي. اوس دغو يو د بل ضد نظرونو ته په کتو ولس حيران دی چې د قطر غونډه چا او د کوم هدف لپاره لغوه کړې ده؟

څوک ملامت دی؟

د قطر غونډې د لغوه کېدو سره سم وسله والو طالبانو اعلاميه خپره کړه چې په کې يې ويلي و د قطر کنفرانس د لغوه کېدو اصلي علت د ناستې په ګډونوالو کې د سولې مخالفو کسانو پر شاملولو د حکومت ټینګار و. هاخوا افغان حکومت بيا د غونډې لغوه کېدو پړه پر قطر واچوله او استدلال يې وکړ چې د افغان حکومت لخوا قطر ته د غونډې د ګډونوالو د ۲۵۰ کسيز ليست له وړاندې کولو وروسته قطر افغان حکومت ته بل ليست وړاندې کړ چې په کې ۱۵۰ کسانو ته د ګډون اجازه ورکړل شوې وه. افغان حکومت د قطر دغه اقدام د افغان ولس ارادې ته د قطر بې احترامي ياده کړه او ويې ويل په نوي ليست کې چې د قطر لخوا وړانديز شوی د افغان خلکو متوازن ګډون په نظر کې نه دی نيول شوی.

د قطر غونډې سره د حکومت پټ مخالفت

کله چې کابو دوه مياشتې وړاندې د تروريزم سره په مبارزه کې د قطر دولت بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره يې وليدل نو ولسمشر غني ته يې وويل چې قطر به په راتلونکې کې د افغان سياسيونو او طالبانو تر منځ د خبرو کوربه وي. په همدغه ليدنه کې قحطاني ولسمشر غني ته يو ليست ورکړ چې په کې د قطر غونډې د ګډونوالو نومونه ياد شوي و. په ليست کې هغه کسان و چې طالبانو هم ورسره مخالفت نه درلود. بيا دغه ليست سره ولسمشر غني مخالفت وکړ.

بيا څو ورځې وروسته زلمی خيلزاد هم کابل ته راغی او له ولسمشر غني سره يې وليدل چې په ليدنه کې يې د قطر غونډې په اړه خبرې هم وکړې. دلته هم ولسمشر غني د خليلزاد د غوښتونکې په ځواب کې ورته وویل چې که د قطر غونډې د ګډونوالو ليست د حکومت لخوا برابريږي نو حکومت به هم په کې ګډون وکړي کنې له دې پرته د قطر په غونډه کې هیڅ حکومتی پلاوی ګډون نه کوي. بيا خليلزاد ولسمشر غني ته وويل چې نوموړی به د قطر له دولت سره په دې اړه وغږيږي.

بلاخره د همدې هڅو په لړ کې افغان حکومت د سولې ملي مصالحې شورا جوړه کړه چې دوی بيا د قطر غونډې د ګډونوالو ۲۵۰ کسيز ليست هم جوړ کړ. هغه ليست چې په رسنيو کې د اعلانېدو سره سم وسله والو طالبانو يې په اړه غبرګون وښود او زياته يې کړه چې د افغان حکومت له هيڅ نماينده سره به خبرې ونه کړي. که د حکومت څوک د قطر په غونډه کې ګډون کوي نو یواځې شخصي نظر به وايې او د حکومت نمايندګي به نه کوي.

حکومت د طالبانو د مخالفت سره سره بيا هم همدغه ۲۵۰ کسيز پلاوی د قطر لپاره چمتو کړ چې د قطر دولت ورسره مخالفت وکړ او بلاخره د حکومت د مداخلې له امله دغه غونډه لغوه شوه.

د امريکا نارضایت او پر افغان حکومت نيوکه

د قطر غونډې له لغوه کېدو وروسته سمدستي د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپیو ولسمشر غني ته ټليفون وکړ او ورته يې د قطر غونډې د لغوه کېدو په اړه خواشيني څرګنده کړه. د قطر غونډې د اِلغا نوې زاويې اوس ښيې چې افغان حکومت قصداً د دغې غونډې د لغوه کېدو هڅه کړې ده. د دغې غونډې لغوه کېدو وروسته اوس امريکا، طالبان او افغان سياسيون بېرته غواړي چې دغه غونډه ترسره شي.

د قطر غونډې تر لغوه کېدو وروسته له افغان ولسمشر سره د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ټليفوني اړيکه او بيا د قطر غونډې پر لغوه کېدو د نوموړي خفګان دا په ډاګه کوي چې امريکا هم په غیر مستقیم ډول د دې بین الافغاني ناستې د نه ترسره کېدو له امله د ملي یووالي حکومت ګرم بللی دی. په همدې خاطر ډاکتر خلیلزاد يو ځل بیا د اووم ځل لپاره سیمې او افغانستان ته سفر پيل کړی او دا ځل به هڅه وکړي چې د قطر د لغوه شوې بين الافغاني غونډې بيا ترسره کېدو ته زمينه برابره کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي