از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

«
»

غني ولې مشورتي لويه جرګه جوړوي؟

په داسې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د حکومت ځينو منتقدو سياستوالو په بار بار د لويې جرګې د رابللو غوښتنه کړې؛ په تازه کې ولسمشر غني ويلي چې د سولې د روانو هڅو او له طالب سره د مذاکراتو په اړه به د روان کال په کب مياشت کې مشورتي لویه جرګه جوړه کړي. ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د سولې د ملي مشورتي پروسې غونډې ته په وینا کې وویل چې په هیواد کې به د سولې لپاره راتلونکې میاشت (کب) په پلازمېنه کابل کې یوه لویه مشورتي جرګه راوبولي.

په ورته مهال پخواني ولسمشر چې پخوا د لويې جرګې په دايرولو ټينګار کاوه؛ د سولې په اړه د ولسمشر غني لخوا د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو هرکلی کړی دی. کرزي ويلي «ما پر له پسې د لویې جرګې پر رابللو ټینګار کړی، زه د خلکو رول ته درناوی لرم او لویه جرګه له اوسنیو ستونزو زموږ د خلکو د خلاصون یوازینۍ لار ګڼم؛ اوس هم د تلپاتې سولې لپاره لویه جرګه ضروري ګڼم او ملاتړ یې اعلانوم.»

له کله چې د حامد کرزي د واک موده پای ته رسېدلې، په ځلونو یې د لویې جرګې غوښتنه کړې ده. د ده منتقدان وايي چې کرزی فکر کوي چې د لویې جرګې برخوال به ووايي چې کرزی دې بیا د دولت ريیس شي، خو کرزي تېره ورځ دا راپورونه رد کړل چې ګويا کرزی غواړي د موقت حکومت مشر شي.

غني ولې مشورتي لويه جرګه جوړوي؟

دوه اساسي اړتياوې شته چې ولسمشر غني يې د مشورتي لويې جرګې په رابللو مجبور کړی دی.

لومړی؛ د سياسيونو فشار: په داسې حال کې چې ولسمشر غني په بار بار د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت کړی، خو دا چې په وروستيو کې له حکومت سره د سياسيونو مخالفتونو اشرف غني اندېښمن کړی؛ نو ځکه يې دغو اندېښنو ته د ځواب او د سياسيونو د خولې بندولو په فکر کې شو. په دغه لړ پخوانی ولسمشر حامد کرزی يو د حکومت له منتقدينو څخه دی چې په ورستيو کې يې د لويې جرګې د بحث په راپورته کولو سره اشرف غني او خلکو ته دا اندېښنه پيدا کړې چې ګويا کرزی د لويې جرګې د دايرولو له لارې غواړي موقت حکومت لاره جوړه او په خپله د موقت حکومت مشر شي.

نو د دې لپاره چې اشرف غني د کرزي صیب او د حکومت د نورو منتقدو سياسيونو خوله بنده کړي؛ د سولې مشورتي جرګه جوړوي چې اجرايوي صلاحيت نه لري او د حکومت د بدلون يا د موقت حکومت د جوړولو صلاحيت هم نه لري. په دې سره له يوې خوا به اشرف غني د سياسيونو هغه بهانه له منځه وړي چې ګويا د سولې لپاره بايد لویه جرګه جوړه شي او له بل لوري به يې هغه اندېښنه هم له منځه وړي وي چې ګويا موقت حکومت دې جوړ شي.

دويم؛ د طالبانو بهانه له منځه وړل: د اوسني حکومت له بار بار غوښتنو او پر پاکستان د امریکا د فشارونو سره سره بيا هم وسله وال طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي حاضر شوي. دغه ډله په حکومت تور پورې کوې چې د سولې نیت نه لري او يواځې د ولس په سترګو کې شګې اچوي. اوس غني د دې لپاره چې د طالبانو دا بهانه ورکه کړي چې ګويا حکومت د سولې نیت نه لري، حکومت ته د ولس غوښتنې ارزښت نه لري؛ مشورتي لویه جرګه جوړوي چې د ولسونو استازي به په کې ګډون ولري او د طالب سره د سولې په اړه به خپل نظرونه له حکومت سره شريک کړي.

د طالبانو غبرګون به څه وي؟

دېته په کتو چې طالبانو په تېر کې د هر هغه اقدام په اړه منفي نظر ورکړی چې نوښت يې د افغان حکومت په لاس کې وي؛ نو داسې ښکاري چې د سولې اوسنۍ مشورتي جرګې او د دغې جرګې له پريکړې سره به هم مخالفت وکړي. دا ډله به يو ځل بيا دغه مشورتي جرګه امريکايي، نمايشي او حکومتي وبولي او ورسره به مخالفت څرګند کړي. ځکه په تېر کې وليدل شول چې طالبانو د هر هغه اقدام مخالفت کړی او د امريکايې ټاپه يې پرې لګولې چې نوښت يې د افغان حکومت يا د حکومت له دوستانو سره وي.

د مشورتې لويې جرګې ګټه به څه وي؟

که له يو لوري دغه مشورتي لویه جرګه د سياسيونو بهانې له منځه وړي؛ له بل لوري به د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته کړي. ځکه د سياسيونو غوښتنه به ومنل شي چې ګويا حکومت دې د سولې په روانو خبرو کې له ولس سره مشوره وکړي. نو کله چې د سولې روانو هڅو په اړه په مشورتي لویه جرګه کې خپل نظرونه ووايې نو سياسيونو ته بيا له دغې پروسې سره د مخالفت پلمه ورکه شي. همداراز که په دغه جرګه کې د طالبانو پخواني استازي هم ګډون وکړي نو د طالبانو په نيت او غبرګون به هم تاثير وکړي او بيا به طالب ته هم د مخالفت پلمه نه وي پاتې.

لیکنه : خوشحال آصفي