طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

«
»

ايران د افغانانو که د طالبانو دويم کور دی؟

په داسې حال کې چې په 2012 کال په جنوري مياشت کې والسټريټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی و چې ايران په زاهدان ښار کې طالبانو ته دفتر پرانیستی دی خو ايران دا خبر رد کړ؛ اوس په تازه کې وسله والو طالبانو ويلي چې ايران د افغان ملت دويم کور دی. ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي؛ له يوې ايراني رسنۍ سره په خبرو کې تاييد کړې چې ايران د افغان ولس لپاره دويم کور دی. په 2012 کال کې د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې د راپور رد کولو څخه وروسته بيا په 2015 کال کې يو ځل بيا همدغې ورځپاڼې د بهرنيو چارواکو له قوله وويل چې طالبان د ايران په مشهد کې دفتر لري. هغه مهال سرچينو والسټريټ ژورنال ته ويلي و چې په مشهد کې د طالبانو دفتر له 2014 کال څخه فعال شوی او په ډير کم وخت کې يې په طالبانو کې پراخ نفوذ پيدا کړ.

اوس پوښتنه دا ده چې ايران د افغان ملت دويم کور دی که د طالبانو پټ دفتر؟

د طالبانو د وياند وروستيو څرګندونو ته په کتو دلته بايد یاده شي چې د طالبانو په باور هغه څوک په ولسونو کې شمېرل کيږي چې د طالبانو سره ايډيالوژيک ورته والی لري. طالبان هغه چا ته چې په افغانستان کې د طالبانو نظام مني، د دوی اطاعت کوي او له حکومت او حکومتي چارواکو سره دښمني ولري؛ افغان ولس وايې. طالبان هغه څوک چې په حکومتي دستګاه کې کار کوي که نظامي وي او که ملکي نو وژل يې ورته د دين له اړخه روا معلوميږي. په همدې اساس طالبان يواځې هغوی ته افغان ولسونه وايې چې د طالبانو سره ورته عقيده او طالباني مفکوره لري. دلته چې ذبيح الله مجاهد له ايراني رسنيو سره ويلي چې ايران د افغان ملت دويم کور دی؛ له افغان ملت څخه يې هدف يوازې او یوازې هغوی دي چې د طالبانو سره ورته عقيده لري یا مفکوره يې طالبان دي. په همدې دليل ويلی شو چې ايران د افغان ملت نه بلکې د طالبانو دويم کور دی.

د طالبانو اصلي دفتر چيرته دی؟

که څه هم وسله وال طالبان يواځې په قطر کې د خپل دفتر تاييد کوي؛ خو کله چې د افغانستان د سولې خبرې توديږي نو طالبان د قطر تر څنګ مسکو، ترکيه، پاکستان او ايران ته هم سفرونه کوي او له هغه ځايه له مشورو اخيستلو وروسته د سولې پروسه کې د ګډون او نه ګډون پرېکړه کوي. د افغان سولې په تړاو په وروستيو بحثونو کې د طالبانو استازي مسکو، قطر، اسلام آباد او تهران ته تللي دي او له دغو ځايونو د بېرته راګرځېدو په صورت کې يې د سولې په تړاو نوې خبرې کړي دي. اوس دلته په افغانستان کې خلکو سره دا پوښتنه پيدا کيږي چې د طالبانو اصلي مرکز چيرته دی او له کومه ځایه رهبري کيږي؟

د طالبانو اصلي مرکز د پاکستان په کويټه کې شتون لري چې رهبري يې د کويټې شورا په غاړه ده او په راس کې يې ملا هيبت الله شتون لري. دغه شورا چې د پاکستان د استخباراتو تر مستقيم اغېز لاندې ده؛ طالبانو ته د جنګ  او سولې مشوره ورکوي او د دوی په خوښه نورو هيوادونو ته سفرونه کوي. خو که په وروستيو کې د سيمي هيوادونو ته د غې ډ‌لې سفرونو ته وکتل شي نو داسې ښکاري چې د کويټې شورا او قطر دفتر تر څنګ دغه ډله په مسکو او تهران کې هم دفترونه لري چې له هماغه ځايه ورته د سولې خبرو کې د ګډون او نه ګډون مشورې ورکول کيږي. نه يواځې د سولې مذاکرات رهبري کوي بلکې مستقيماً د جنګ قومانده هم ورکول کيږي.

د کوټې شورا يې د افغانستان په ختيځو، جنوبي او جنوب لويديځو ولايتونو کې د جنګ رهبري کوي، د ايران د مشهد شورا يې د افغانستان په لويديځو ولايتونو کې جنګ رهبري کوي او د مسکو دفتر يې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د جنګ رهبري په غاړه لري. د طالبانو د قطر دفتر يواځې نمونه او سمبوليک دی چې د ډيپلوماټيک دفتر په توګه کار کوي اما د مسکو او مشهد دفترونو او د کويټې شورا له مشورې پرته د هيڅ پرېکړې صلاحيت نه لري.

د ايران او طالبانو اړيکې څه وخت جوړې شوې؟

که څه هم لويديځې رسنۍ آن له 2012 کال راهيسې د طالبانو او د ايران د اړيکو خبرونه ورکوي خو په حقيقت کې د ايران او طالبانو يارانه هغه وخت ګرمه شوه کله چې پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ له امله نړيوال بنديزونه ولګېدل. هغه مهال طالبانو هڅه وکړه چې د پاکستان تر څنګ بل کلک ملاتړی هم ځان ته پيدا کړي. د طالبانو د همدې هڅو په لړ کې د دغې ډلې پخوانی مشر ملا منصور ايران تللی و. کله چې پاکستان ايران ته د ملا منصور له سفره خبريږي نو امريکا ته خبر ورکوي او د بيرته راتګ پر مهال په لاره کې د بې پيلوټه الوتکې ښکار کيږي. په دې سره پاکستان له يوې خوا طالبانو ته پيغام ورکوي چې د دوی له منګولو د وتلو کوښښ ونه کړي او له بلې خوا د نړۍ له فشاره ځان اوباسي چې ګويا دوی د ترهګرۍ په خلاف دي او په همدې لړ کې يې ملا منصور هم په نښه کړ.

بيا په وروستيو کې کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو او پر پاکستان فشارونه نور هم زيات شول نو په دې وخت کې د طالبانو او ايران يارانه پخيږي او ايران نه يواځې طالبانو ته نظامي مرستې ورکوي بلکې د ايران په بيلابيلو ښارونو کې ورته کورونه او استوګنځايونه هم ورکوي. په وروستيو کې چې د ايران سيال سعودي عربستان د سولې په خبرو کې داخل شو نو ایران خپلې اړيکې له طالبانو سره نورې هم نيږدې کړي دي.

لیکنه : خوشحال آصفي