دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

«
»

د زمري اته ويشتمه د زمريانو د اتلولۍ ورځ

له ننه پوره ۹۹ کاله وړاندې یعنې د ۱۲۹۸ هجري لمريز کال د زمري په اتمه ويشتمه نېټه د افغانستان په تاريخ کې يوه زرينه کارنامه ثبت شوه. په دغه وياړلې ورځ د افغانستان غيور ولس د غازي شاه امان الله خان په رهبرۍ راټول او د افغان ملت لپاره يې د خپلواکۍ په نوم وياړ ترلاسه کړ. که څرګنده ووايو نو په دغې ورځ افغان ولس د هغه زبر ځواک د زور غاښونه ورمات کړل چې لمر يې په امپراطورۍ کې نه ډوبېده. په دغې ورځ افغان ولس د شاه غازي امان الله خان په مشرۍ راووتو او ښکېلاک يې په خپل افغاني غيرت سره مات، انګريزي لښکرې يې په ګونډو او افغانستان ته يې خپلواکي ترلاسه کړه.

هغه مهال په همدې ورځ ننی پاکستان د نړۍ په نقشه کې شتون نه درلود، د هندوستان جز و چې تر استعمار لاندې و. روسيه له کورنيو خونړيو جنګونو کړېدله او چین هم خپلواک نه و او کورني جنګونه په کې روان و. د اسلامي هيوادونو له جملې څخه يواځې ترکيه، فارس او سعودي عربستان له نسبي خپلواکۍ برخمن و. په ټوله کې ويلای شو چې هغه مهال پورته ياد شويو هيڅ هيواد هم د افغانستان د هغه مهال د حکومت په شان باثباته او سالم نظام نه درلود. يواځې افغانستان و چې د شاه غازي امان الله او د ملګرو پر مټ يې د خپلواکۍ په ترلاسه کولو سره په سيمه کې پياوړی سياسي نظام درلود.

غازي امان الله خان د اصلاحاتو راوړونکی

د دې تر څنګ چې شاه غازي امان الله خان د خپلو ملګرو پر مټ او د الله ج په مرستې سره افغان ولس د خپلواکۍ له ستر نعمت څخه برخمن نکړ؛ په کور دننه يې ځينې اړين اصلاحات هم رامنځته کړل چې د تاريخ زرينې پاڼې پرې ګواه دي.

لومړی او تر ټولو ستر وياړ چې غازي امان الله خان د افغان ولس په برخه کړ هغه د انګريزي ښکېلاک څخه د افغان ولس خلاصون او په ټوله کې افغانستان د خپلواک هيواد په توګه منل يادولی شو.

دویم دا چې له خپلواکۍ اخيستلو سره سم د سيمي هيوادونو لکه هندوستان هم د افغانستان له خپلواکۍ ملاتړ اعلان کړ چې په دې سره د افغانستان د مسلمان ولس او د هندوستان د هندو ولس تر منځ د همکارۍ فضا رامنځته شوه. یعنې د شاه امان الله خان دويم ستر اقدام په کور دننه او بهر په هندوستان کې د مسلمان افغان ولس او هند ولسونو او حکومتونو تر منځ د اتحاد او يووالي رامنځته کول يادولی شو.

درېيم ستر اقدام د شاه امان الله خان لخوا ترسره شو؛ په کور دننه افغانستان کې د مذهبي اختلافاتو له منځه وړل دي چې له اماني دورې وړاندې ورسره د افغانستان سني او شيعه ولسونه لاس او ګرېوان و. شاه امان الله خان لومړنی شخص و چې د سني او شيعه تر منځ يې اختلاف ته د پای ټکی کېښود او دواړه ډلې يې د يووالي په ټغر کېنولې.

څلورم ستر اقدام چې غازي امان الله خان د افغان ولس لپاره ترسره کړ هغه د ښې حکومتولۍ لپاره د اساسي قانون رامنځته کول و چې په سيمه کې د لومړي ځل لپاره د شاه امان الله خان په واکمنۍ کې اساسي قانون رامنځته شو.

پنځم ستر اقدام د هيواد اقتصادي وضعيت د ښه کولو او د دولت بوديجې د ښه تضمين او اصلاح لپاره، له جنس څخه په نقدي بڼې ته د مالياتو اړول يادولی شو. شاه امان الله خان د افغانستان لومړنی حکمران و چې د حکومت ماليات يې له جنس څخه په نقدي بڼې ته واړول. یعنې د بېلګې په توګه بايد ووايو چې د امان الله خان له دورې وړاندې به د ټوکرانو فابريکې حکومت ته په ماليته کې ټوکر ورکولو، دهقان به غنم او جوار ورکول خو کله چې امان الله خان واک په لاس کې واخيست نو د جنس په جنس دغه معامله په نقدي معاملې بدله کړه.

شپږم ستر کار چې شاه امان الله خان د افغان ولس لپاره ترسره کړ؛ هغه د غلامۍ بد فرهنګ له منځ وړل او د هيواد د ټولو ولسونو تر منځ د عدالت او مساواتو پلي کول يادولی شو.

دغه پورته شپږ موار د « مشت نمونه خروار» په توګه يادولی شو، کنې که د شاه امان الله خان د وخت په اصلاحاتو او د هيواد لپاره د شاه امان الله خان پر پلانونو وغږيږو نو ټول به په يوه ليکنه کې ځای نه شي. په ډاډ سره ويلای شو چې که شاه امان الله خان سره هماغه مهال ولس همکار پاتې شوی وای او د امان الله خان په خلاف د کورنيو او بهرنيو جاسونو کړيو لاسونه موجود نه وای؛ نو نن به افغانستان په يو پرمختللې بڼه د نړۍ په نقشه کې شتون درلود او په افغانانو به ننۍ روانې بدبختۍ نه وې راغلې.

په آخر کې يو ځل بيا وایم چې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۹ يمه کاليزه دې ټول ازادي غوښتونکي ولس ته مبارک وي.

لیکنه : خوشحال آصفي