دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

«
»

له طالبانو پوښتنه؛ د کعبې د امام فتوا منی که د هيرا منډوی د جواز ورکونکي امام؟

وروسته له هغې چې په اندونيزيا کي د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا ديني عالمانو د يوې غونډي پرمهال په يوه خوله په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله؛ له وسله والو ترهګرو څخه په افغانستان کې د جګړې جواز واخيستل شو. بيا ورپسې په کابل کې څه د پاسه ۲۵۰۰ دیني عالمانو په لويه غونډه کې د افغانستان جګړه حرامه او ځانمرګي بريدونه ناروا وبلل. دغې فتوا لا پسې په افغانستان کې د طالبانو جګړه تر پوښتنې لاندې راوسته.

خو کله چې څو ورځې وړاندې د حرمين شريفين امامانو د افغانستان جګړه حرامه او د اوربند څخه يې ملاتړ اعلان کړ نو په دې سره په افغانستان کې د هر ډول ورانکاري عمل او جګړې جواز له هرې ترهګرې ډلې واخيستل شو. ځکه دا د شاوخوا یو میلیارد مسلمانانو د قبلې امام فتوا ده. د حرمين شريفين د امام فتوا ده. د نړۍ د ټولو مسلمانانو د يواځينۍ قبلې د امام فتوا ده. دا د يو عادي عالم فتوا نه بلکې د خدای ج د کور او د امام فتوا ده.

تېره جمعې ورځ د اسلام د دوو سترو جوماتونو حرمين الشرىفين امامانو د جمعې د لمانځه په خطبو کې په افغانستان کي جګړه ناروال وبلله او پر سولې یې ټینګار وکړ. په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام امام شيخ عبدالرحمن السديس وويل چې افغانستان کې د چاودنو، بمباریو، بریدونو او نورو ورته پېښو قربانیان عام وګړي دي. شيخ عبدالرحمن السديس وويل په افغانستان کې د جګړې د درېدلو لپاره سمدلاسه اور بند، سیاسي خبرې او روغه جوړه تر ټولو افضل جهاد دی.

بل لور ته طالبانو بيا د افغانستان د جګړې په اړه د آی ايس آی د غلامو او پلورل شويو مفتيانو او ملايانو پرته نور د هر دیني عالم، هغه که د اندونيزيا عالمان دي، که د افغانستان عالمان او که د عرب نړۍ عالمان دي، طالبانو يې فتوا رد کړې، ياد مفتيان او عالمان يې د امريکا تر اغېز لاندې او فتوا يې فرمايشې فتوا ياده کړې ده. اوس که څه هم طالبانو په رسمي ډول د حرمين شريفين د امامانو فتوا په اړه څه نه دي ويلي خو يو شمېر طالب پلوه سياسي څېرې بيا د حرمين شريفين د امامانو فتوا د ټرمپ د خوښې او فرمايش فتوا يادوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جګړې په اړه پاکستاني ملايانو په ځانګړي توګه د طالبانو معنوي پلار مولاناسميع الحق او مولا فضل الرحمن فتواوې ورکړي او دلته يې روانه افغان وژنه جهاد بللی دی چې د وسله والو طالبانو لخوا پرې عمل شوی او د دغو ملايانو فتوا يې مقدسه بللې ده. مولاناسميع الحق او مولا فضلو هغه عالمان دي چې په پاکستان کې يې هيرا منډوی چې د نړۍ په سطحه د فحشا ستر مرکز دی؛ غير مستقيم جواز ورکړی او حکومت يې د هرې رنډۍ فاحشې ښځې په سر ټيکس اخلي. مولاناسميع الحق او ملا فضلو په پاکستان کې په دغې فاحشه خانې سترګې پټوي خو په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکوي. د افسوس ځای بيا دا دی چې طالبان پرته له دې چې پرې فکر وکړي چې فتوا يې څومره اسلامي جنبه لري، دستي مني او په امر يې په افغانستان کې ورور وژنې ته ادامه ورکوي.

تر ټولو جالبه لا دا ده چې طالبان د سعودي د همدې عالمانو او حکومت لخوا د دوی (طالبانو) اسلامي امارت په رسميت پېژندل مني خو کله چې بيا د همدې هيواد ديني عالمان يې د جګړې د حراموالي فتوا ورکوي نو بيا فتوا يې فرمايشي او د امریکا په خوښه بولي. کله چې په افغانستان کې د پاکستان د دیکتاتور ولسمشر پرويز مشرف لخوا د طالبانو نظام رامنځته شو نو پاکستان، قطر او سعودي عربستان هغه هيوادونه و چې د طالبانو حکومت يې په رسميت وپيژندلو. هغه مهال طالبان ښه خوشاله ول چې د نړۍ ستر اسلامي هيواد يې حکومت په رسميت پيژندلی دی خو اوس چې د همدې ستر اسلامي هيواد ستر ديني عالمان يې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه بولي نو دوی د ټرمپ تر تاثير لاندې دي او فتوا يې فرمايشي ده.

اوس بايد له طالبانو وپوښتل شي چې تاسې د کعبې د امام فتوا منئ که د هيرا منډوی د جواز ورکوونکي امام فتوا؟

تاسې د خدای ج د کور د خادم امام فتوا منئ که د هيرا منډوی باندې سترګې پټونکي امام؟

ښکاره ده چې د افغانستان جګړه هيڅ مذهبي اړخ نه لري او يواځې د پاکستان او د نړۍ د نورو هيوادونو د ګټو جګړه ده چې طالب يې پر مخ وړي. اوس د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دینې عالمانو واحد دریځ او پرله پسې فتوا ګانو او د روانې جګړې حرام بللو نور دلته د دغه جګړې مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی. له هر ترهګر څخه يې د جګړې جواز اخيستی او نور هغه باور له منځه تللی چې ګويا په افغانستان کې روانه جګړه دې مذهبي رنګ ولري. ځکه د قرآن او اسلام مبارک دين معتبرو ديني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او د اوربند او سولې غوښتنه يې کړې ده.

لیکنه : خوشحال آصفي