د افغانستان پارلمان ته يو پيغام
دکتور طاووس وردگ
سناتور صاحبانو آخر خير دي چي زه کمونست يم البته د تاسي په خوله ، خو زه تر تاسي هر يوه پاک ، وطن پرست ، تحصيل کرده او ارکانحرب ، دفلسفي دکتور يم ، تر هر چانه وطن پرست هم يم ، دخداي روي دي ( لويه عنعنوي جرګه را وبولي او هلته ، دمکلفيت دوه کلنه دوره او د خارجيانو وتل دنور مسايلو تر څنګ تصويب کړي ، تر څو غربيان په افغانستان. کي دمخکني ، هوايي ، سياسي ، اقتصادي ، او نظامي )، لحاظه تفوق او برتري و نه لري اوس هر څه ددوي په امر او فرمان کيژي دا وطن هر ګز آزاد ، مستقل ، متحد ، يو بارچه ، او د اشرارو خاصتا د جميعتيانو له ګروګانه څخه نه خلاصيژي ، په ديموکراسي پسي مړه شوي او ډير دديموکراسي چيغي وهي ، ديموکراسي دغو اشغالګرو درنه اخيستي ده ، اول يي زموږ ښځينه په جيوال او حجاب کي حصار کړل ، ديموکراسي بايد زموږ د عامو خلکو د هضم او خوښي وړ وي ، جهادي رهبران يي درباندي ببو او قلدران وټاکل ، بيايي د شمال ټلوالي زمريانو ( محقق – دوستم – او د پنجسير توپک ماروته )، داسي صلاحيت او قدرت ور کړو چي نن دافغان کليمه نه مني ، افغانستان نه مني خراسان جوړوي او کانفدريش غواړي ، دا څه حال دي ؟؟؟
۱۷ کاله کيژي چي دغو اشغالګرانو په تاسي څه وکړل ::؟؟
۱- قومي ، مليتي ، ژبني او سمتي جنګ درباندي تحميل کړو ؟؟
۲- ملان او روحانيون يي درنه واخيستل او ټول يي د ځان او پاکستان نوکران کړل ؟؟
۳- يوه زير بنايي پروژه يا بند برق يي درته جوړ نه کړو ؟؟
۴- ملي او مردمي وسله وال پوځ يي قصدا په مجاهدينو مضمحل او د حميد ګل د رباني ددفاع وزير مشاور په خوله يي په کباړ بدل کړو او زمينه د امريکا ( ډيموډي، زړو وسلو او محاربوي تخنيک ته مساعده کړه ، که مو هغه ددکتور نجيبالله افسران او محاربوي تخنيک نن درلود ، آيا طالبانو ، داعشيانو ، دامريکا او پاکستان ، ايران ، چين ، عربانو )، په امر زموږ سره مقابله کولاي شوي ؟؟
۵- الکترونيکي تذکيري اشغالګرانو در باندي وځنډولي ؟؟
۶- دديورند لاين دوي مني او سيم خاردار او خندقونه ددوي په اشاره جوړيژي ؟؟
۷- پدرام ، بهزاد ، مجيب الرحمان ، فهيم ، عظيمي ، استاد عطامحمد نور او ډبل عبدالله ، امرالله صالح ، منصور ، د چا په زور غريژي ؟؟؟
۸- وايي ۱۲۶ مليارد يي دافغانستان سره مرسته کړي ، ديوه محاسب سره د کيني چي دا پيسي دوي بيرته ري اکسپورت نه کړي او مشاورينو وخوړي يا يي ګړوټ کړي ؟؟؟
۹- د مکلفيت دوه کلنه دوره يي در باندي د اجير ، مزدور ، تنظيمي ، جهادي ، او مصلحتي اوردو په ډول در باندي ومنله ؟؟
۱۰- مخدره توکي يي د خپلو گټو او ځپلو مافيايي کړيو. په
خاطر رواج او ترافيکنګ يي ددوي له خوانه عملي کيژي ؟؟؟
۱۱- هر کال د ۷۰ ملياردو ډالرو معادل ( مخدره توکي قيمتي ډبري – يورانيم – ليتيوم – کرومايت او انتيک باب خپلو هيوادو ته وړي او په عوض کي. (۵ مليارده ډالر )، په ډيره سرخمي او زاريو درکوي ؟؟؟
۱۲- انتحاريون او بم ايښودونکي ، طالبان او داعشيان. ددوي په پيسو ، ددوي له خوانه محلاتو ته وړل کيژي او تمويليژي ،؟؟؟
ډير نور شيان تاسي ورباندي علاوه کړي ؟؟
هغو محترمو وکيلانو ته چي د احترام وړ او وطن پرستان دي مخ ور اړوم او خواهش ورنه کوم چي فقط اشغالګران وباسي او بس نور به ټول کارونه جوړ شي ؟؟؟؟؟؟