افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

سید جمال الدین افغان

 فیلسوف ،دانشمند بنیانگذار نهضت فکری وجنبش آزادی  خواهی افغانستان ،اساسگذار  اتحاد اسلامی ومبارز…

  به آرمان وطن

بیا برویم کشور تا بان را بسا زیم  خا نه ی…

نوستالوژی و جاذبه های فکری و اعتقادی 

نویسنده: مهرالدین مشید نوستالوژی و گذشته گرایی های فکری و اعتقادی زمانیکه…

تاریخ‌گرایی و ارزش هنری رمان‌های میخائیل شولوخوف

ترجمه. رحیم کاکایی به مناسبت 120 سالگی میخائیل شولوخوف ای. کووالسکی (درباره مسئله…

نامه‌ی سرگشاده از سوی یک مهاجر، به صدراعظم آلمان!

آمریکا به سیم آخر زد. حمله‌ی آمریکا بر ایران، دردسر…

تنش میان ایران و اسراییل و پس لرزه های بحران…

نویسنده: مهرالدین مشید وارد شدن امریکا در جنگ و به صدا…

عزّ و شرف وطن 

در خانـه قـوی باش که چوراچور است  دزدان به کمین فانوس…

فطرتی انسانی

امرالدین نیکپی در اوایل دانشگاه ، داستان‌های مذهبی بسیاری دربارهٔ طرد…

جهان صلح وصفا!

امین الله مفکر امینی                   2025-19-06 جهانـی صلح وصفـــای بشربماتم کشیـــــده جـاهــــلانیکی برسیاستهای…

سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

«
»

هېڅ بهرنی هېواد باید په افغانستان کې نیابتي جګړې ته راونه بلل شي

عبدالله کمال

په دې وخت کې افغانانو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې جګړه له خپل هېواده وشړي او هغوی چې د جګړې په نیابت راغلي، هغوی ته هم له خپل هېواده د با عزته وتو شرایط برابر کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې له روسي رسنیو سره په خپلو خبرو کې څرګنده کړې چې امریکا او برېټانیا په افغانستان کې ترهګري خپروي. هغوی په تېرو اولسو کلونو کې افغانان وژلي او له سولې سره مرسته نه شي کولای، خو د روسانو تېر او اوس ته په کتو یوازې پر دوی باور کېدای شي چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسولو او سولې سره مرسته کولای شي.

په هېواد کې د امریکې او ناټو تېر اوولس کلن شتون ته په کتو، نو د دوی په اړه د پخواني ولسمشر نظر یو عام نظر دی او کومه ځانګړې ځانګړتیا نه لري. ځکه دا ټولو افغانانو ته شکمنه خبره ده، کله چې امریکایان افغانستان ته راغلل نو له خپلې تکنالوژۍ یې ستانیه کوله چې له هوا د ځمکې پرمخ تر دوه انچه پورې شی لیدای شي، خو نن د دولت هغه وسله وال مخالفان نه شي لیدلای چې ښکاره په کلیو او دېرو کې له خپلو وسلو سره ګرځي او په خلاص مټ خپل فعالیتونه پر مخ وړي. امریکایانو د طالبانو حکومت په څو ورځو کې چپه کړ، خو د دوی د چریکې جګړې مخه یې په اولسو کلونو کې ونه نیولای شوه، په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه د امریکې او ناټو شکمنو او متناقضو فعالیتونو او اجرااتو یوازې افغانان نه بلکې نړۍ هم حیرانه کړې ده. روسیه، ایران او چین همدا اوس په افغانستان کې د ناټو او امریکې د پوځیانو له شتونه ډېر سخت په اندېښنه کې دي. سره له دې چې روسیې او چین څو ځله امریکه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې په اړه وننګوله، د سولې د خبرو، د ګډو ناستو او په جګړه او سوله کې د مرستې وړاندیزونه یې ورته وکړل خو دا امریکا وه چې په دې برخه کې پاتې راغله او خپل د ترهګرۍ ضد ماموریت یې تر پوښتنې لاندې راوست. د همدې اندېښنو له کبله وه چې روسیه او چین نور د امریکې په وړاندې لاس تړلي او چوپه خوله پاتې نه شول. روسانو د ناټو او امریکایانو د خوښې خلاف په سوریه کې مداخله وکړه او هلته یې د جګړې شدت راټیټ کړ. همدا اوس روسان د یوې بهانې په لټه کې دي، چې سوريې ته ورته مداخله په افغانستان کې هم وکړي. په افغانستان کې د روسیې وسله واله مداخله هېڅکله د افغانستان په ګټه نه شي تمامېدای، ځکه دغه مداخله به د سوریې په شان د جګړې شدت، تلفات او ورانۍ لاپسې زیاتې کړي، د دوی حریفان به لاپسې نیابتي جګړې ته وننګوي او حالات به دومره ورسره ترینګلي شي چې اصلاً په سیمه کې هېڅ هېواد به بې پرې پاتې نه شي چې د مصلحت، منځګړیتوب او سولې باور پرې وشي. د دې بې باوریو په ترڅ کې به حالات بالاخره د نړیوالو زبرځواکونو د مخامخ ټکر لور ته لاړ او افغانستان به د درېیمې نړیوالې جګړې په ډګر بدل کړي.

 د یوه مصلحت او نظر په توګه د ښاغلي حامد کرزي نظر د قدر وړ دی، ځکه دی د خپلې واکمنۍ پر مهال له امریکایانو او انګرېزانو سره ناست او نږدې پاتې شوی، له هغوی سره به یې په ډېری مواردو خبرې کړې وي، بالاخره د هغوی له اغراضو، غوښتنو، هیلو، نظرونو او ستراتيژيو تر نورو ډېر پوهېږي، خو داسې خبرې یوه اندېښنه هم تر شا لري او هغه دا چې نور افغانان به سره پخپلو منځو کې په روسیه پلوو او امریکا پلوو ووېشي او د افغانانو تر منځ به یو ځل بیا نظریاتي یا ایډیالوژیکي جګړه پیل کړي، چې دغه جګړه هېڅکله د افغانانو په ګټه نه ده او افغانان ترې باید ډډه وکړي. ځکه افغان جګړه مارانو په حقیقت کې دا تېر څلوېښت کاله ځانونه د پردیو په جګړه کې ستړي او ستومانه کړي دي او د ځان لپاره یې جګړه نه ده کړې، یا چې په دې برخه کې غولیدلي، یا یې د پیسو او وسلو شوق کړی او یا ترې دا فرصت اخیستل شوی دی. اوس که بیا دا راز خبرو ته موقع برابرېږي او په اصطلاح مړ شوي اور ته پکی وهل کېږي، نو هغه خلک چې په تېرو جګړو کې یې برخه اخیستې او د دوه ملیونو افغانانو د وژلو، ۵ ملیونو نورو د کډوالۍ او ربړولو او لسګونه زره نورو د معلولولو او د کابل او نورو ښارونو د کنډواله کولو، لوټلو او د دولتي تاسیساتو، تشکیلاتو او بیت المال د تالا او ترغه کولو مسوولیت او پړه پرغاړه لري او په دې پوهېږي چې پخپلې جګړې سره یې ډېره سخته جفا له هېواد، ولس،الله ج له دین، مسلمانانو او حتا د نړۍ له مسلمینو سره کړې او لاهم د الله ج او د ولس په وړاندې د معذرت غوښتلو جرات یې نه دی کړی او د توبې توفیق ورته نه دی حاصل شوی، نو ډېر زر به دا رنګه فضا د ځان په وړاندې لوی ګواښ احساس کړي او د مرګ له وېرې او د ځان ساتنې لپاره به یوځل بیا ځانونه د پردیو غېږې ته ورګوزار کړي، د روانې نیابتي جګړې پر اډانه به ورزیات او جګړه به  ورسره نوره هم  توده شي.

دا چې ولې په تېرو اوولسو کلونو کې افغان دولت ونه شول کولای د ملي وفاق او یووالي لپاره کار وکړي، ملي تګلار رامنځته او پر یوه محور سیاسي اشخاص، ګوندونه، مدني ټولنې او ټولنیز فعالان سره راغونډ او د دوی تګ او یون سره تنظیم کړي، البته په دا منځ کې به د الله ج د هغې وعدې د تحقق مصلحت موجود وي چې د بقرې په سوره کې راغلي: هغوی چې د الله ج له دین سره جفا او له مسلمانانو سره خیانت کوي، هغوی به الله ج په دې دنیا رسوا او ذلیله کوي او په هغه دنیا کې به یې سخت عذاب ته استوي.

همدا اوس افغان ولس په داسې کسانو او زورمندانو غږ کوي چې اوس هم د توبې فرصت لرئ، د شتمنېدو، لوټلو او غصبولو خوندونه پرېږدئ، خدای ته د ورتګ او پوښتنې ورځ مو په یاد راوړئ، خپل ولس له ربړولو، پردیو له غلامۍ او جګړې لاس واخلئ، ولس ترڅنګ ودرېږئ، هېواد او ولس ته په خدمت او د ځانونو په قربانولو، ځانونه د شیطان له دام، د وجدان او اخرت له عذابه وژغورئ او خپله بده ماضي ورسره جبیره کړئ.

افغان ولس ته الله ج لکه سمندر پراخه سینه او حوصله ورکړې ده، اوس هم ناوخته نه ده، له هر چا نه چې تېروتنه شوې، یا یې بده ماضي تر شا پرې ایښې ده، د پردیو غلامي یې کړې ده، همدا اوس یې وخت دی چې له ولسه معذرت وغواړي، الله ج ته دې توبه وباسي، له غلامۍ دې لاس واخلي، په هېواد کې دې سولې راوستو او د بهرنیو ځواکونو ویستو ته مټې ونغاړي، د پردیو ساخت ټوپکې دې پرځمکه کېږدي، د ټوپک پرځای دې منطق وکاروي او له بلې هرې لارې دپلوماسي، سیمه ییز او نړیوال جوړجاړی، سم منځګړیتوب او پیاوړی باور د جګړې د پای ته رسولو او د سولې راوستلو لپاره اسانه لار ده.

مصلح سیاستوال او افغان دولت د دې پرځای چې کوم هېواد په افغانستان کې نیابتي جګړې ته وهڅوي او یا یې راوبولي، کولای شي د قضیې د ښکېلو غاړو ترمنځ سم منځګړیتوب وکړي، د ټولو غاړو نظریات واوري او پخپل درایت، صیانت او اهلیت سره د حل داسې یوه باعزته او شریفانه لار راوباسي چې د ټولو ښکېلو غاړو لپاره د قناعت او منلو وړ وي.

د افغان دولت مخالفان هم باید له خپلې بلندپروازۍ او ځېله لاس واخلي، خپل موقف ته دې ځیر شي او په دې وپوهېږي چې لاهم په دې حد کې نه دي چې امریکا مجبوره کړي چې خبرو ته ورسره کېني، دوی باید ژر تر ژره له افغان دولت سره خبرو ته کېني، د ولس د سولې غږ ته غاړه کېږدي او له افغان دولت او نورو افغانانو سره یوځای په هېواد کې سولې راوستو او دوامداره امن او ثبات ټینګولو ته مټې ونغاړي.

انشاالله سولې ته نږدې شوي یو، یوازې دومره په کار دي، چې لومړی پخپلو منځو کې سره پخلا شو او بیا د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ او باور داسې یوه فضا رامنځته کړو چې له مخې يې هر هېواد د سولې او نړیوالې همکارۍ په اړه خپل خپل مسوولیتونه  احساس او خپله ونډه ادا کړي.

نړیوال باید وپوهېږي چې موږ افغانان سوله خوښونکي خلک یو، څوک جګړې ته نه رابولو، که نړیوال پر موږ باور وکړي نو موږ به د امریکې، روسیې، چین، ایران، هند او پاکستان ترمنځ ډېر ښه منځګړیتوب وکړو، سیمې او نړۍ ته به ورسره سوله راولو. دا په دې معنا، په افغانستان کې د سولې لپاره باید دا نظر نور بدل شي، کومه جګړه چې په افغانستان کې روانه ده  ګوندې هغه د افغانانو ده، بلکې داسې نه ده، په اصل کې دغه جګړه د نورو ده او جغرافیه زموږ ورته په کرایه او نیابت نیول شوې ده، نو په همدې اساس د جګړې ټولې کورنۍ غاړې باید په دې وپوهېږي چې دوی او د دوی هېواد د جګړې او ورانۍ پرځای سولې او ابادۍ ته اړتیا لري.