چرنیشفسکی نیکولای گاوریلوویچ

ترجمه. رحیم کاکایی پ. ا. نیکولایف.  بخش یکم نیکولای گاوریلوویچ چرنیشفسکی در ۱۲…

ټکنالوژي، سیاست او د عدالت پوښتنه

نور محمد غفوری ایا د نوې زمانې په راتګ سره ټولنیز…

وحدت به‌مثابه پراتیک تاریخی

بازخوانی تیوریک نشست شصت و یکمین سالگرد تأسیس حزب دموکراتیک…

یادنامهٔ دکتورعبدالسلام آثم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ در روزگاری که تاریخ کشورما مشحون از رخ داد های…

بحران فقر در افغانستان: عوامل، چشم‌انداز و راهکارهای مقابله با…

افغانستان در یکی از تاریک‌ترین برهه‌های تاریخ معاصر خود بصورت…

بازسازی نیروی چپ دموکراتیک افغانستان

افغانستان در یکی از پیچیده‌ترین و بحرانی‌ترین مراحل تاریخ معاصر…

طالبان؛ گسست خشونت‌بار و تعلیق تاریخ در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید حکومت ضد تاریخی طالبان؛ نمادی ازایستایی در برابر…

گزارش از جریان نشست شصت و یکمین سالگرد تاسیس ح…

           نشست شصت و یکمین سالگرد تاسیس ح د خ ا…

عقل چیست ؟

د مولانا سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان …

د تصوف او عرفان په تړاو مرکه‎

له ښاغلي پوهاند محمد بشیر دودیال سره، چې د علم،…

نمک شناسان!

امین الله مفکر امینی                     2026-15-01! دوستش میدارم آنــرا کزاعمــــاقی قلبی  مملو زمهــــرش دوستم بــــدارد  بسی…

رمان نیهلیستی، عرفان رفرمیستی، روشنفکر پوپولیستی

Aldous Huxely (1894- 1963) آرام بختیاری روشنفکران و فرهنگسازان در رمانهای هاکسلی. آلدوس…

پیام شادباش رفیق سلطانعلی کشتمند

پیام شادباش رفیق سلطانعلی کشتمند، از بنیان‌گذاران حزب دموکراتیک خلق…

دا نه یو انتخاب دی، بلکې یو تاریخي مسؤلیت دې 

درنو محضرو ملګرو! نن موږ دلته یوازې د یوې عادي غونډې…

فرخنده باد  شصت ویکمین سالروز تاسیس حزب دیموکراتیک خلق افغانستان

رفقای عزیز! امروز بخاطر تجلیل  شایسته ازشصت ویکمین سالروز حزب دیموکراتیک…

از اختناق در سطح طالبان تا اختناق در دموکراسی های…

نویسنده: مهرالدین مشید اختناق داخلی طالبان و مصلحت‌گرایی جهانیان اختناق در افغانستان…

فــــــــــــــراخــــــــــوان

نشست مشترک شورای اروپایی حزب آبادی افغانستان و تشکل نوین…

به پیشواز بزرگداشت از سالگرد ح د خ ا

هویت واقعی هر حزب یا سازمان سیاسی، پیش از هر…

تجلیل از شصت‌ویکمین سالگرد تأسیس ح د خ ا

به مناسبت شصت‌ویکمین سالگرد بنیان‌گذاری حزب دموکراتیک خلق افغانستان، نشست…

قتل نظم و قانون 

رسول پویان  خـدا نظـاره گـر قـتل نظـم و قـانـون است  ز بیم جنگ و تجاوز بشر جگرخون است  شرار حرص تجاوزگران چه افزون است  حدیث هیتلـر و چنگیز…

«
»

امریکایې جنرالان به د خپلې ماتې جنازه واشنګټن ته وړي

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د امریکا دولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸ ز کال لومړي ټویټونه او د نوی کال په مناسبت یې د پاکستان او ایران اړوند څرګندونې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې نیکي هیلي د پاکستان دوه مخې سیاست اړوند څرګندونې، په ایران کې د مذهبې مشرانو ضد لاریونونه او د پاکستان لوړ پوړو چارواکو لخوا د امریکا دولسمشر ټرمپ د ټویټ په اړه غبرګونونه، د چین ملاتړ له پاکستان څخه ، د ایران د امنیتي او پوځې مشرانو  د سعودي ضد څرګندونې ، دا هر څه د ۲۰۱۸ کال په پېل کې نوي پيښې او نوي شخړې دي.

که دامریکا او پاکستان ترمنځ لفظي شخړې او  ستونزې دا ډول د امریکا او ایران ترمنځ ستونزه په رښتونې ډول وي، دا به زموږ افغان ولس په ګټه وي، او سېمه کې به د امریکا یکه تازې وننګوي.

رښتیا خبره داده که د پاکستان، ایران او روسیې توافق او خوښه، د پاکستان او ایران مرسته له امریکا او ملګرو هیوادو سره یې نه وای، امریکا به پر افغانستان حملې کولو کې دومره زړوره نه وای، او دومره بیړه به یې هم نه وای کړي. که د امریکا سره د پاکستان او ایران مرسته نه وای، د منځنۍ اسیا هوایې لیکې یې پر مخ محدودې وای،  د طالبانو پوځې ځواک به دومره ژر کمزوری او له منځه نه وای وړل شوای.

اوس هم که د پاکستان او ایران ستونزې له امریکا سره مخ په زیاتیدو شي، د روسیې او چین سیالي په سېمه کې ورسره جریان ولري، باوري یم چې زموږ ګران هیواد کې به امریکایې جنرالان له نورو ستونزو سره هم مخ کیږي، او امریکا پلوه حکومتونه به هم په سېمه کې د ولسونو لخوا له ننګونې سره مخ وي.

په ایران کې وروستي لاریونونه د ایران د مذهبي مشرانو لپاره په بشپړ ډول د انديښنې وړ دي، که دغه لاریونونه دوام وکړي، د ایران مذهبي مشران به د ایراني ولس تر فشار لاندي وي، پرته له شکه چې په یادو لاریونو کې به د امریکا، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو لاس وي.

په مصر کې د جنرال سیسي سره سعودي عربستان او اماراتو مرسته وکړه، د اخوان المسلمین انتخابي حکومت یې د سیسي او پوځ په زور ړنګ کړ، مګر په ایران کې پوځ له مذهبي مشرانو سره ولاړ دی. داسي نه بریښې چې د ایران د اهل تشیع عام ولس، مذهبي ضد لاریونونه به ډیر دوام وکړي، کیدای شي، د ایران د سپاه پاسداران لخوا د لاریون کونکو مشران سخت وځپل شي. او که چیرته لاریونونه دوام پيداکړي، ګټه به یې د حسن روحاني او امریکا په برخه وي.

زه د ایران د لاریونو په اړه مثبت نظر لرم، ځکه په تیرو څلورو لسیزو کې د ایران مذهبي مشرانو د فان شیعیزم لپاره ډیر کار وکړ، په منځنۍ اسیا او ګاونډیو هیوادو کې یې د شیعیزم ريښې وزغلولي، او د شیعیزم تازه بزغلي یې د ځوانانو لپاره کیښودل.

د ایران د لاریونو زور، فشار او قهر به بیا هم بدبختانه د افغانستان او یمن له خلکو  خیږي، د ایران مذهبي مشران به هڅه کوي چې په یمن کې د سعودي عربستان ضد او په افغانستان کې امریکا ته د ننګونې له امله افغان ولس ته کړاو پېښ کړي.

د ایران اوسني لاریونونه به څومره موثر وي؟ که امریکا رښتیا له ایران سره شخړې ته زور ورکړي، او سعودي عربستان د ایران کورني سیاست کې مداخله او نفوذ وکړي، د دوی بل ګام به د ایران مقابل کې د سیستان او ایران نورو سېمو کې د بلوچو مسلح کول او مرسته وي، چې دابه بیا په رښتونې ډول د ایران کورنی امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

ایران په نږدې تیرو دوو لسیزو کې په منځنۍ ختیځ کې  او افغانستان کې د امریکا له پوځي شتون او ښکېلتیا څخه  ډیره زیاته ګټه پورته کړه، د ایران پوځ کیفیت یې لوړ کړ، موډرنې او موثرې وسلې یې جوړې کړي، اټومې بټۍ یې فعالي  او په سېمه کې یې مذهبې او فرهنګي یرغل درلود.

که اوس په ایران کې حالات همداسي دوام وکړي، لاریونونه دوام ولري،  شخړې پکې زیاتې شي،  افغانستان، یمن، سوریه او عراق کې به اهل تسنن د ایران له لاسوهنې خلاص، په یمن، سوریه او عراق کې به د اهل تشیع حکومتونو د قوي کېدو او ساتلو لپاره هغه ډول مرستې ایران ونه شي کولای لکه پخوا. دا ډول به د افغانستان  کورنیو چارو کې هم د دوی لاس لږ تر لږه کمه سلنه لنډ شي.

پاکستان کله هم نه غواړي چې له امریکا سره یې اړیکې خرابې لورته دوام پيداکړي، هڅه به کوي چې د امریکا د ګټو خوندي ساتلو لپاره ځینې داسي قدمونه پورته کړي چې د امریکا ګانګرس خوشاله کړي.

ولي داچې د امریکایې چارواکو ټوله توجه اوسمهال په سېمه کې هند ته شوې، دا به ستونزمنه وي چې پاکستان د امریکا اندیښنې لیري کړي.

په دغسي یو حالت کې اړینه ده چې افغان سیاستوال له دي موقع څخه مثبت ګټه پورته کړي، او افغانستان د پردیو او نورو هیوادو د جګړې او سیالي ډګر ته پري نه ږدي.

که حالت همدا ډول دوام پيداکړي، طالبان به پکې ګټه وکړي، چین، روسیه، ایران او پاکستان  به د امریکا سره خپل ملاتړ په افغانستان کې کم کړي، او که د دغو هیوادونو ملاتړ له امریکا سره په سېمه کې نه وی، پرته له شکه چې امریکایې جنرالان به په افغانستان کې د خپلې ماتې جنازه واشنګټن ته وړي.