از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

«
»

نوی حکومت: پټې بلاګانې، سبوتاژ او ننګونې

کابلبانک کې د شوې غلا په څېړنې او د غلو او مسئولو کسانو د پېژند او محاکمې په اړه، د نوي دولت امر او پریکړې؛ د دولتي او شخصي ځمکو غاصبان، د دفاع اوکورنیو چارو په وزارت او نورو دولتي بنسټونو کې د بیت المال او ولسي شتمنیو لوټماران او په تل خونو او کمینونو کې ناستې ویدې بلاګانې او مالي مافیا له درانه خوبه راویښ کړل او اوس د پوښتنې او محاکمې له ډاره د نوي دولت په وړاندې، په یوې ناسپيڅلې جګړه او چلوټه کې ورځ تربلې لاښکېلیږي!

د کابلبانک پېښه چې ابعاد يي لا پوره او بشپړنه دي څېړل شوي او یو شمېر مجرمان لا د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي او ازاد ګرځي، همداراز ټولې غلا شوي او خوړل شوې پیسې بیت المال ته نه دي سپارل شوې، خوبیا يي هم خپل ډول کې یو بیساری اقدام ګڼلای شو. دغه زړورګام اوس هم  د هیواد مالي مافیا پرسر وهلې او سرسام کړي او د ډېرو نورو فاسدو چارواکو پښې يي لړځولې دي!

اوس د کابلبانک پېښه د دواړه لورو، د هېواد د تحول او بدلون پالو او هم د مالي مافیا او د پخواني فاسد دولت د بډيخورو او نورو سړیخورو سره، په غیږلوبه ( پهلواني) کې د پیل او عطف ټکی ګڼل کېدای شي.

پر کابلبانک سربېره، څو نورو کورنیو پېښو په حل کې د ولسمشر اشرف غني شخصي ګډون او هغو ته رسیدګي، ښايي ځینو نورو ته چې په بدلو عینکو کې پېښو ته ګوري، هومره مهمې ښکاره نه شي، خو په هېواد کې د تحول او دوام لپاره د اشرف غني په مشرتوب د نوي دولت ټینګه اراده څرګندوي. بلخوا سعودي عربستان، چین، پاکستان او د سویلي اسیا سیمه ییزې همکارۍ ټولنې ( سارک) په غونډه کې د اشرف غني ګډون او د لندن غونډې ته پوره چمتووالی، په لنډ وخت کې هغه نسبي لاسته راوړنې دي چې د نوي حکومت د فعالې بهرنۍ تګلارې لومړنۍ بېلګې يي ګڼلای شو.

په ټوله کې فعال بهرني سیاست، په کوردننه د تحول او بدلون لپاره د اشرف غني په مشرتوب د حکومت د کلکي ارادي شتون او د فساد په وړاندې د مبارزې پرلپسې ژمنه او لومړي ګامونه، په دولت کې د دېره فاسدو چارواکو او مافیايي کړیو سا تنګه کړې، نو ځکه د هرې ورځې په تېرېدو سره د نوی دولت په وړاندې، دوی سبوتاز او توطيو ته لاس اچوي!

په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازي نادرخان کټوازي د پکتیکا د خونړۍ غمیزې د قربانیانو په یاد غونډه کې وویل« زه نن دا په ښکاره وایم چې، په دې بریدونو کې د تیرې فاسدې ادارې فاسد اشخاص برخه لري.هغه زورواکي، د ځمکو غاصبین او قاتلین چې له دې ویریږي چې راتلونکی حکومت زموږ سره محاسبه کوي، په حکومت باندې یو ډول فشار دی چې راولي یې، ازادۍ راډیو»

البته د ولسي جرګې یو شمېر نور استازي هم په دې اند دي چې د هیواد په روستیو خونړیو پېښو کې ځیني دولتي کسان لاس لري او د امنیتي چارو ځیني کاپوهان خو وايي « ترهغو چې د افغانستان دولتي بنسټونه په جدي توګه تصفیه نه شي په دغه هېواد کې به د بې ګناه کسانو د وژلو لړۍ دوام وکړي»

د ولسي جرګې یوې بلې استازې شکریه بارکزۍ د ټولټاکنو په درشل کې رسنیو ته ویلي وو« د جنګي جنایتکارانو مستند راپور دې خپور شي او له دې ځایه دې پیل شی چې ټاکنو سره لویه مرسته کوي، ازادۍ راډیو»

اوس دا ډنډوره نوره هم قوت اخلي چې د روان عیسوي کال د نومبر په ۱۶ مه، د کابل په دارلامان واټ کې د حبیبي لیسې مخې ته د ولسې جرګې پر استازې شکریه بارکزۍ بمي برید په دولت کې دننه د مافیايي کړیو او د همدې جنګي جنایتکارانو په لاس ترسره شوی وي!

همداراز نن پرون مې چیرې فیسبوک کې د یوه دوست لیدتوګه له سترګو تېره شوه، هغه لیکلي وو« زه او اکثره ملګري دې پایلي ته رسېدلي یوو چي دا امنیتي پېښې ټولي پر ډاکټر صاحب ( ولسمشر اشرف غني) د یو فشار په توګه کارول کیږي. زما نن زړه ته ځکه ولوېده چي راپورونه وايي د تېرې شپې د وزیر اکبرخان برید هم اصلا د دوستم پر کور باندي پلان سوی وو. د دې ترمخه اعلان سوی وو چي د دوستم د ترورهڅه کېده او شنډه سوه.
تاسي پوهېږئ چي دوستم د ډاکټر صاحب مهم ملاتړی دی. هغه دوې ورځی مخکي د ګلمرجان د ناروا غوښتنو په اړه شکایت هم کړی وو.
که دا فرضیې ډوله پایلي ومنو نو بیا خو خبره په طالب او تروریست او پاکستان کي نه خلاصه کیږي. ستونزه تر دې هم ژوره او کرغېړنه ده. د یو ډېر خطرناکه دښمن چي اصلا یې موږ سم تشخیص کړی هم نه دی، مخامخ یوو.»

بلخوا د کندوز ولایت په روستیو تښتونو کې د کورنۍ مافیا لاس نه شو له پامه غورځولای. په یوه خبر کې لولو «نامعلومو وسله والو په کندوز ولایت کې شاوخوا ۲۰ تنه دولتي مامورین پرون مازدیګر له شېرخان بندر څخه د ستنېدو په لاره کې تښتولي دي. راپورونه وايي چې دولتي مامورین په شېرخان بندر کې د خپل کار له ځایه کندوز ښار ته روان ول چې د ابدان په دښته کې یې موټر د ناپېژندویو وسله والو له لوري درول شوی او هغوی یې نامعلوم لور ته بېولي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دغه لار ګڼې پوستې شته او په داسي سیمه کې د ۲۰ مامورینو تښتولو شکونه پیدا کړي دي.تاند»

په کور دننه د نوي دولت او د تحول د دوام په پلویانو وسلوال بریدونه او توطیي په داسې وخت نور هم زور اخلي چې د ډیورند د تپلې او استعماري کرښې پورې غاړه د کراچۍ په بنګلو کې د پاکستان پخوانی دیکتاتور پرویز مشرف او بلخوا د افغانانو قسم خوړلی دوښمن مولانا فضل الرحمان هم د اشرف غني په مشرۍ، نوی دولت ته غاښونه چیچي او هېواد ته د هرې ورځې په تېرېدو سره د قاتلانو په جوپو کې زیاتولی راځي!

د ۲۰۱۴ کال د نومبر ۲۹ مه

سرلوڅ مرادزی Formulärets överkant

Formulärets nederkant