زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

اینشتین؛ جمهوری خواه، سوسیالیست احساسی

Albert Einstein (1879-1955) آرام بختیاری آلبرت اینشتین: دانشمند، فیلسوف، هومانیست، جهان وطن.  آلبرت…

آموریم خود کفایی !

امین الله مفکر امینی                    2026-16-02! هـــر که آمد در این خطه ی…

آگاهی، عدالت و دموکراسی؛ سه رکن تحول پایدار

نور محمد غفوری تحول سیاسی و اجتماعیِ پایدار، نه با شعار…

«
»

د ايران پيسې هضموي؛ د تورتم غورځنګ بيا ښکرې وکړې

 

وروسته له هغې چې افغان حکومت د سالنګ له لارې د ۵۰۰ کيلو ولټ برښنا د ليږد پريکړه وکړه؛ د تش په نوم روښنايې غورځنګ (جنبش روشنايې) ډلې د ايران د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له هيواده د باندې د افغان ولسمشر سپکاوي ته ملا وتړله. تيره ورځ افغان ولسمشر د مونيخ په کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني ته ولاړ. سږکال د مونیخ نړیوال کنفرانس ته د نړۍ شاوخوا ۵۰۰   استازي ورغلي او په کې په هغو امنیتي ګواښونو خبرې کېږي چې دامهال د افغانستان په ګډون د سیمې ځینې هېوادونه ورسره مخ دي او نړۍ ته دا ګواښ په بدلېدو دی. دغې کنفرانس ته د ولسمشر غني د خبرو پر مهال د ايران لخوا ملاتړ کيدونکي روښنايې غورځنګ چې په حقيقت کې د تورتم غورځنګ دی؛ غړو يې يو ځل بيا د ولسمشر غني سپکاوی کړی.

د تورتم غورځنګ په مونشن کې په کنفرانس ته څېرمه لاريون وکړ او د دغې غورځنګ يو تن مشر داود ناجي ولسمشر ته په خطاب کې ويلي چې ته دروغجن يې، ته دلته له نړيوالو پيسې اخلي او په کابل کې پرې ترهګر خوشې کوې. د ناجي اشاره له اسلامي ګوند سره د افغان حکومت ترسره شوې هوکړې ته وه چې پر اساس يې افغان حکومت له زندانونو د اسلامي ګوند بندیان بايد خوشي کړي. همداراز دغې ګوډاګي اروپايې مرستندويه هيوادونو ته په خطاب کې ويلي تاسې چې زمونږ د امنيت لپاره پیسې ورکوئ په دغو مرسته مو له سره غور وکړئ، ستاسې مرستې او پيسې له زندانه د هغو کسانو په آزادولو مصرفيږي چې هلته د ستاسې د ميشتو عسکرو وينې يې تويې کړي دي. دلته د ناجي اشاره بيا هم له زندانه د اسلامي ګوند د بنديانو ازادولو ته وه.

په دغې لاريون کې يو بل ګډونوال د دې لپاره چې په ياد کنفرانس کې د ولسمشر غني دريځ کمزوری  کړي او له افغانستان سره د نړيوالو په مرستو سيوری وغوړوي؛ ولسمشر غني ته په خطاب کې ويلي؛ تاسې د کومې لاسته راوړنې او امنيت په اړه خبرې کوئ، د ناامنۍ د زياتوالي چې ځان دې د ارګ په ديوالونو کې حصار کړی او خلک په ځانمرګو بريدونو کې وژل کيږي او نور ځوانان د کابل پل سوخته لاندې په نشه يې توکو روږدي کيږي؟.  په ټوله کې د مونيخ کنفرانس ته څېرمه له لاريون کولو او دغه ډول کرغيړنو شعارونو څخه د تورتم غورځنګ هدف يواځې د ايران لخوا دوی ته د ورکړل شويو پيسو هضمول، د ولسمشر غني سپکاوی او له تاجکستانه د ۵۰۰ کيلو ولټ برښنا پروژې بندول دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د روښنايې غورځنګ تر نوم لاندې د ايران څو تنه لاسپوڅي په نړيواله کچه د افغانستان او د افغان ولسمشر غني حيثيت ته د صدمې په خاطر خپل کرغيړن اعمال ترسره کوي بلکې له دې وړاندې هم په لندن کې د «سلطنتي متحدو خدماتو انستیتوت» ته د وينا پر مهال يې هم د ولسمشر غني په مقابل کې بد او رد ويلي و. په هغه کنفرانس کې ولسمشر غني غوښتل چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد خپل ترسره شويو کارونو او نويو پلانونو په اړه خبرې وکړي خو د تورتم غورځنګ غړو د ټولو اسلامي، انساني او افغاني اصولو خلاف د ولسمشر سپکاوی وکړ. د دې تر څنګ يو شمېر نورو لنډغرو يې بيا د لاريون په ترڅ کې په انځورونو کې د ولسمشر غني په تندي د هتلر ټاپه وهلې او له هغه سره يې پرتله کړی و.

اوس پوښتنه د تورتم غورځنګ لخوا د لاريونونو په ترسره کولو او د دوی په اعتراضونو په اړه راپورته کيږي چې دوی څه غواړي؟ آیا دوی په خپله خوښه لاريونه ترسره کوي او که ورپسې د نورو د پيسو زور دی؟ په داسې حال کې چې د سالنګ له لارې د ټوټاپ برښنا لين د انتقال پريکړه خو پخپله د دغې غورځنګ د يو تن مشر کريم خليلي د دويم مرستيالۍ په وخت کې شوې ده، ولې يې هغه وخت خپل اعتراض نه ښودلو؟ دوی ولې د ښاغلي کريم خليلي او ښاغلي محمد محقق د دفترونو يا کورونو مخې ته لاريون نه کوي چې په تير حکومت کې سالنګ له لارې د بريښنا لين د سروې پر مهال او له هغه وړاندې په واک کې و؟

د اساسي قانون له مخې هر افغان حق لري چې د خپل حق د غوښتلو لپاره بې وسلې او سوله ايز لاريون ترسره کړي، خو لاريون او اعتراض خپل اصول لري. د ولسمشر د سپکاوي حق هيڅوک نه لري. په حقيقت کې د غني سپکاوی د ولسونو، ملي هویت، انسانيت، مسلمانيت او د خاورې او مشرتوب سپکاوی دی. په مونشن کې د ولسمشر غني په مقابل کې لاريون کول او ورته د دروغجن او تروريستانو د ملاتړ کوونکي خطاب کول؛ د تورتم غورځنګ په پرديتوب او د ايران او نورو هيوادونو په لاسپوڅي توب دلالت کوي. په دغې کرغيړن کار سره د تورتم غورځنګ يو ځل بيا ثابته کړه چې دوی د ايران په غوښتنه د ټوټاپ ملي پروژې د مخنيوي لپاره هر کار کولو ته چمتو دي. دوی چې د خپل ملي هويت يعنې ولسمشر سپکاوی وکړ نو دا حقيقت په ډاګه کوي چې د څو روپيو په خاطر هر کار کولو ته چمتو دي. حکومت بايد ژر تر ژر په يوه لاره د دغو ډول لاسپوڅو د هر ډول حرکت مخنيوی وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي