قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

«
»

مدني حرکت که سرکشي؟

د روښنايې غورځنګ ښکرې وکړې

له کله نه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې پرېکړه شوې  چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د سالنګ له لارې کابل او ۱۰ نورو ولایتونو ته تېر شي، او اوسني حکومت يې د نهايې کيدو پريکړه کړې؛ د هزاره هيوادوالو څو تنه مغرض او خود خواه اشخاص چې له ايرانه خړوبه کيږي؛ د روښنايې غورځنګ په نوم راټول شوي او د ايران په غوښتنه د دغې ملي پروژي د عملي کيدو د مخنيوي لپاره په بيلابيلو بڼو لاس په کار شوي دي. په څو ځلونو يې د کابل ښار واټونه او سړکونه بند کړي دي او د ټولو مدني قوانينو خلاف يې لاريونونه کړي چې د يو شمير خبريالانو د ګواښل کيدو سربيره يې ګڼو کابل ښاريانو او سوداګرو ته په ميلونو افغانۍ زيان اړولی دی. په لندن کې يې د ولسمشر غني سپکاوی وکړ. په داسې حال کې چې پخپله د يو ځانګړي قوم لپاره د يوې ملي پروژي چې د هيواد ميشت ټول قومونه په کې برخه لري، د پلي کيدو غوښتنه کوي؛حکومت يې په قومي برخورد تورن کړ.

له دې ورهاخوا اوس يې په تازه کې د يوې نوې سرکشۍ لپاره ملا تړلې ده. تيره ورځ يې په یوه غونډه کې د برښنا شرکت بیلونه وسوځول او اعلان یې وکړ چې نور نه د برښنا د لګښت پیسې ورکوي او نه مالیه ادا کوي. روښنايي غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې وايې، د دې لپاره چې حکومت د دوی د مظاهرو امنیت نه شي ساتلی، د برښنا د محصول د نه ورکولو او د مالیې د نه ادا کولو په شان مدني حرکتونه کوي. دوی ګواښ وکړ، که په دې ډول یې هم حکومت د خپلې پرېکړې بدلولو ته اړ نه کړ، له نورو شېوو به کار واخلي.

د روښنايې غورځنګ په داسې حال کې خپلو سرکشيو ته د مدني حرکت په نوم دوام ورکوي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې پرېکړه شوې وه چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د سالنګ له لارې کابل او ۱۰ نورو ولایتونو ته تېر شي او که اوس دا مسیر بدل کړي نه یوازې دا چې په دې پروژه څو سوه ميلون ډالره اضافي لګښت راځي بلکې شاوخوا ۳ کاله یې کار اوږدېږي. دوی ظاهراً پر حکومت د فشار راوړلو لپاره دا سرکشي څو د ترکمنستان د برښنا مزې د بامیان له لارې کابل ته وغځوي؛ خو په حقيقت کې د ايران لخوا ورکړل شوې پيسې هضموي چې د دغې ملي پروژې د مخنيوي او د افغان حکومت د تضعيف لپاره يې روښنايې غورځنګ ته ورکړي دي.

که څه هم له وړاندې معلومه ده چې د روښنايې غورځنګ د افغانستان د حکومت د تضعيف، د هيوادوالو تر منځ قومي تعصب ته د پراختيا ورکولو او د ملي پروژو د عملي کيدو پر وړاندې د خنډ جوړولو لپاره جوړ شوی دی؛ خو په ورستي سرکشه حرکت چې د برښنا بيلونو ته يې اور ورته کړ او اعلان یې وکړ چې نور نه د برښنا د لګښت پیسې ورکوي او نه مالیه ادا کوي؛ په خپل غورځنګ د قومي او سمتي تعصب رسمي ټاپه ولګوله. په دې معنا چې تيره ورځ په غونډه کې د روښنايې غورځنګ غړو وويل چې له دې وروسته به د ۱۳ حوزې اړوند په دشت برچي کې ميشت د دغه غورځنګ غړي حکومت ته ماليه او د برښنا بيل نه ورکوي. د دې معنا همدا ده چې دا غورځنګ د يو ځانګړي قوم او څو مشخصو کړيو لپاره کار کوي.

بل دا چې د برښنا شرکت خو يو خصوصي شرکت دی په داسې حال کې چې د دوی ناحقه دعوه له حکومت سره ده؛ نو د برښنا د بيلونو نه ورکول همدا معنا لري چې دوی له ځانونه له قانونه پورته ګڼي. دوی په دې کار سره لا هم روښانه کړه چې د پرديو په اشاره په خپلو لاسونو د ملي پروژو مخنيوی کوي، د حکومت د تضعيف لپاره کار کوي او د ايران په اشاره د افغانانو تر منځ قومي تعصب ته لمن وهي.  

لیکنه : خوشحال آصفي