افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

سید جمال الدین افغان

 فیلسوف ،دانشمند بنیانگذار نهضت فکری وجنبش آزادی  خواهی افغانستان ،اساسگذار  اتحاد اسلامی ومبارز…

  به آرمان وطن

بیا برویم کشور تا بان را بسا زیم  خا نه ی…

نوستالوژی و جاذبه های فکری و اعتقادی 

نویسنده: مهرالدین مشید نوستالوژی و گذشته گرایی های فکری و اعتقادی زمانیکه…

تاریخ‌گرایی و ارزش هنری رمان‌های میخائیل شولوخوف

ترجمه. رحیم کاکایی به مناسبت 120 سالگی میخائیل شولوخوف ای. کووالسکی (درباره مسئله…

نامه‌ی سرگشاده از سوی یک مهاجر، به صدراعظم آلمان!

آمریکا به سیم آخر زد. حمله‌ی آمریکا بر ایران، دردسر…

تنش میان ایران و اسراییل و پس لرزه های بحران…

نویسنده: مهرالدین مشید وارد شدن امریکا در جنگ و به صدا…

عزّ و شرف وطن 

در خانـه قـوی باش که چوراچور است  دزدان به کمین فانوس…

فطرتی انسانی

امرالدین نیکپی در اوایل دانشگاه ، داستان‌های مذهبی بسیاری دربارهٔ طرد…

جهان صلح وصفا!

امین الله مفکر امینی                   2025-19-06 جهانـی صلح وصفـــای بشربماتم کشیـــــده جـاهــــلانیکی برسیاستهای…

سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

«
»

د ولس پر ارادې ملنډې وهل؛ سياسي هوکړه له اساسي قانون غوره

وړمه ورځ د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ځوانانو د ورځې په موخه جوړې شوې غونډې د حکومت پر کړنو په ځانګړي ډول پر ولسمشر محمد اشرف غني توندې نيوکې وکړې. نوموړي پر ولسمشر تور پورې کړ، چې ده ته يې په درېيو میاشتو کې د ځينو مسایلو په اړه د مخامخ خبرو کولو فرصت نه دی ورکړی. نوموړي ولسمشر ته په اشارې وویل، چې څوک د بحث او خبرو کولو حوصله نه لري، نو د ولسمشرۍ لیاقت هم نه لري. ده همداراز ويلي لومړی کس چې دغه حکومت ته يې مشروعيت ور وباښه زه وم، هوکړه ليک مې لاسليک کړ چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی او همدا وخت د حکومت مشروعيت پيل شو.

دا چې پر ولسمشر د اجرايه رياست نيوکو سرچينه څه ده، ولې ښاغلی عبدالله په غصه شوی دی او د توندو نيوکو پيغام يې څه کيدای شي؛ دلته پرې رڼا اچوو.

که څه هم د ملي يووالي د حکومت مشرانو تر ډیره هڅه کوله چې د مشرانو تر منځ اختلافات يې د ولس له سترګو پټ کړي او خلکو ته دا وښايي چې په خپل منځ کې سره په ملي مسايلو کې همغږي دي؛ خو وړمې ورځې پر ولسمشر د اجرايه رياست نيوکو له دغه رازه پرده پورته کړه چې د ملي يووالي حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات تر بل هر وخته اوس اوج ته رسيدلي دي. په ټوله کې ويلای شو چې پر غني د عبدالله نيوکې له دريو ځايو سرچينه اخلي.

  • لومړی ؛ د ارګ او سپيدار ماڼۍ تر منځ د اختلافاتو اوج
  • دويم ؛ د جمعيت ګوند د رهبرۍ پر سر د عبدالله، عطا محمد نور او صلاح الدين رباني تر منځ اختلافات
  • دريم ؛ کيدای شي پر ولسمشر د اجرايه رياست توندو نيوکو سرچينه د بلخ د سرپرست عطا محمد نور له ګوښه کيدنې اخيستې وي.

وروسته له هغې چې اجرايه رياست ډاکټر عبدالله په سپيدار ماڼۍ کې په ولسمشر توندې نيوکې وکړې؛ ولسمشر غني هم په ارګ ماڼۍ کې د عبدالله خبرو ته توند غبرګون وښود. غني د عبدالله د څرګندونو په غبرګون کې ويلي څوک چې پر ما باور نه لري ؛ زه په هغو باور او اعتقاد نه لرم. زه د خلکو په رايه غوره شوی ولسمشر يم او خپل مسوليت به ترسره کوم. له دې وړاندې ښاغلي عبدالله پر ولسمشر د نيوکې پر ترڅ کې ويلي و چې ؛ لومړی کس چې دغه حکومت ته يې مشروعيت ور وباښه زه وم. د اشرف غني همدا څرګندونې چې ويلي دي زه د خلکو په رايه ولسمشر شوی يم؛ عبدالله ته سخت ځواب او دا چې ويلي يې دي خپل مسوليت به ترسره کوم؛ دا هم د بلخ ولايت له سرپرستي څوکۍ څخه د عطا محمد نور د ګوښه  کيدو خبر ته کره والی ورکوي چې ممکن عبدالله يې په ګوښه کيدو په غصه شوی وي او غني يې ځواب ويلي وي چې زه ولسمشر يم او خپل مسوليت چې ګوښه کول او مقررول هم په کې راځي؛ ترسره کوم.

افق نیوز خبري اژانس وايي چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د ولسمشر له لوري برطرفه شوی دی. دا اژانس په ارګ کې د یوې سرچینې له قوله، چې نوم یې نه دی یاد کړی، وايي چې عطا محمد نور له دوو اوونیو راهیسي په کابل کې د جمعیت ګوند د کانګریس لپاره کار کوي خو ارګ پرېکړه کړې چې نوموړی له دندې ګوښه کړي. خو د ارګ ماڼۍ د دغې خبر د رد او تاييد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. د افق د راپور پر اساس د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو په غونډه کې پر ولسمشر غني د عبدالله عبدالله د توندو نیوکو علت دا و چې ولسمشر د عطا محمد نور د لېري کېدو پرېکړه کړې ده.

که پر ولسمشر غني د عبدالله عبدالله له سختو نيوکو وروسته د عطا محمد غبرګون ته وکتل شي؛ همدا په ډاګه کوي چې ښاغلي عبدالله په خپل ګروپ کې خپل موقف له لاسه ورکړی او جمعیت ګوند پرې نور د نشت حساب کوي. عطا محمد نور، د پنجشنبې په ورځ د عبدالله عبدالله له څرګندونو وروسته په یوه لنډه خبرپاڼه کې وویل«زه د اجرايي رييس د نن ورځې د دریځ ملاتړ کوم چې په لړ کې یې ده د خلکو د غوښتنو او هیلو په باب زغردې څرګندونې وکړې.» ده همداراز هیله څرګنده کړې چې د عبدالله عبدالله څرګندونې به تش شعار او د خلکو د غوسې د سړولو په هدف نه وي بلکې دریځ به یې غوڅ او جدي وي.» د نور له همدې څرګندونو چې ويلي دي؛ هيله مند دی چې د عبدالله عبدالله څرګندونې به تش شعار او د خلکو د غوسې د سړولو په هدف نه وي؛ دا په ډاګه کيږي چې د جمعيت ګوند رهبريت او غړي له عبدالله عبدالله سخت ناراضه شوي دي او تر دې مهاله د عبدالله هر کار او څرګندونې ورته تش شعار او د خلکو د غوسې سړولو هڅې ښکاري. نو پر ولسمشر د ښاغلي عبدالله د توندې لهجې او سختو نيوکو يو لامل همدا هم  کیدای شي.

دا چې د اجرايه رييس لخوا پر ولسمشر د توندو نيوکو سرچينه هر څه وي خو ولس ته يې څرګند پيغام دا کيدای شي چې اجرايه رياست څوکۍ؛ له اساسي قانون او د ولس له رايو څخه د حکومت د مشرانو تر منځ سياسي هوکړه ليک معتبر او ډير لوړ بولي. د ښاغلي عبدالله وروستۍ څرګندونې چې ويلي دي لومړی کس چې دغه حکومت ته يې مشروعيت ور وباښه زه وم، هوکړه ليک مې لاسليک کړ چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی او همدا وخت د حکومت مشروعيت پيل شو؛ دا د ولس په رايه او ارادې ملنډې وهل دي. د دې مانا دا ده چې د ملي يووالي حکومت مشران اساسي قانون، د ولس ارادې او رايې ته هيڅ کوم ارزښت نه ورکوي او يوازې سياسي هوکړه ليک ورته د حکومتولۍ معیار دی او بس.

لیکنه : خوشحال آصفي