پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

«
»

حامد کرزي ته یو خاص یاداشت

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک تورنتوی کاناډا ۲هم د اګست ۲۰۱۶ کال .

جناب حامد کرزۍ اسلام علیکم ورحمت الله تعالی .

زه ستا په ډیرو ښو کارو او مهمو فیصلودتایید مهر لګوم ، خو ډیر غلط او لوی تاریخی اشتباه ګانی در نه وختلې چې ستا د ډارن سیاست – ستا د مصلحتی سیاست – پرتا د غربیانو له خوانه تحمیل شوی سیاستی منبع اوډیکټات بولم ، چې قصدی او عمدی د لازیاتی بربادی او په افغانستان کی د نفاق او بد بختی درامنځ ته کیدو مبع بولم او تر ننه ورته لمن وهل کیژي ،تر څو افغانستان د تجزیی خواته بوزي ، یو څو مثالونه ېې در ته بیانوم

۱ – تا د غلو ، خاینو ، وطن فروشانو ، تاریخی مزدورانو اجنټانو ،قاتلینو ، تفرقه اچونکو ،مرتجع اسلامیست تانو ، ملیت او قوم پرستانو او وطن پرستانو فرق ونه کړلو او ورته مرز یا سرحد قایل نه شولې ،همدا وجه وه چې تر ننه یو تعداد دری زبانه – تفرقه اچونکی – سمت او لسان پرستان ، دژبي په حساب یوه خطر ناکه کودتايي جنبش او حرکت را منځ کول غواړی چې په را تلونکی کی به یو ریس جمهور هم ددغو ډلو او ټپلو مخه ونه نیسي ، داوله د باید د خاینینو محکمه اعلان کړې وای ، د مجاهد – طالب او کمونستانو  خاینو او وطن فروشانو او رشوت خورو په شمول ،باید محاکمه شوي وای یوه جدی تصفیه ضروری وه چې بیا به یوه جهادی رهبراو یوه جهادی قوماندان او طالبانو د خود خواهۍ – قدرت طلبۍ – زور زیاتي – تهدید – توطیو- مقام او څوکۍ غوشتلو حرص او از ته غاړه نه ایښودله ،یو متل دی چې وايي ( فضل خدا که میسر شد خوانده و ناخوانده برابر شد ) ، زموږ په حاکمیت کې داود خان دیوه سره دخورد ظابطانو نه افسران جوړ کړل او وزیران شول ، جنرالان شول ، بیا دغه ناولې او خطر ناکه پدیده خلقی او پرچمی کاپي کړه ،او د هغو وروسته مجاهدینو او طالبانو ورته  قاعدی او لاری ته ادامه ورکړه چې زما په عقیده لوی تاریخی خیانت وو او دی .

مثلا دولتي مقامونه او چوکۍ د تنظیمو تر منځ تقسیم شوې او هغو کسانو ته چې ډیر خطرناک او اساسی قاتلین وو مهم مقامونه ور ته ورکړل شول ، جنرال احمد شاه مسعود ته – قسیم فهیم ته وزارتونه او معاونیتونه – دیوه سره والیانو ته ستر جنرالۍ ورکړل شوې،په داسې حال کې چې دغه کسان دیوه سره جنګی جنایت کاران او مجرمین او قاتلین وو او دی او نن عملا د دولت د تضعیف ، بربادۍ ، او وطن د تجزېې په فکر کی دی ،آیا ما ته ویلای شې چې یو وزیر – یو والي د ریس اجرایه په شمول قاتلین او جنګی جنایت کارن دی او که نه؟؟؟  د ریاست جمهوری او ریاست اجرایه د معاونینو په شمول ؟؟؟  ستا په دولت دارۍ کې یو عادی شاعر خلیل الله خلیلی د یوه تاریخی فیلسوف تر څنګ در باندی تحمیل شوو چې د سید جمالالدین تر څنګ ېې هډوکي خښ شي ،یوه غله او دزمردو قاچاقبر او قاتل ته ( احمد شاه مسعود ته د قهرمانی لقب ورکړو )او ننېې په پنجشیر کې د کعبې غونته زیارت ورباندې جوړ کړۍ دی ، بیا د یو د سموار پایدو فهیم ته مارشالی ورکړه او بیا د دیوې تاریخی غونډۍ د پاسه خښ کړو ، بیا د هغو زوی د خاد معاون مقررکړو  ( نه اخلاق ، نه تحصیل ، نه تخصص ، نه سابقه کاری مدنظر وه ) خو د تنظیم او زور په اساس دیوې ولسوالۍ خلک ( پنجشیریان در باندې و تپل شول او هر ځای د مقررکړل ، نه د تاریخ – نه د سابقه کاری ، نه د کړو وړو ته توجه وکړه خو د خپل راحت او له پاره ددې چې تا ته مزاحمت ونه کا لوړ مقامونه او رتبې د ورکړې ،د سید جماالدین تر څنګ باید سردار داود خان ، دکتور نجیب الله چې تاسې مجاهین ېې قدرزت ته ورسول باید خښ کړي وۍ ،او نن وینۍ چې د هغو ضعفو او تیروتنو نتیجه دا شوه چې یو غل ، یو جنګی جنایت کار ، یو مرتجع ( حبیب الله کلکانی ) در باندې دیوه قهرمان او یوه تاریخی انسان په حیث در باندې پیژني ، او څوک دغه کار ته لمن وهی هماغه قاتلین ، غله ، رشوت خواره ، چپاولګران ، قوم او سمت پرستان دغو کار ته لمن وهی او حکومت ته اخطارونه ورکوی ،دوزیر محمد اکبرخان هډوکي – د ایوب خان هډوکي – د خوشحال خان ّهډوکي – د محمد جان خان وردک هډوکي – د میرمسجدی خان کوهدامنی هډوکي – د سپاه سالار زلمی منګل هډوکي – د ببرک خان ځدران ّهډوکي ) باید را وړۍ او دلته یوه تاریخ هدیره جوړه کړۍ.

۲ – پشتنو او د پشتنو روشن فکرانو ته خطاب کوم چې لږ وشرمیږۍ اولږ مو پشتنی غیرت را بیدار کړۍ او دیوه سره د طالبانو نه ملاتړ اعلان کړۍ او داسې یو طالبانی رژيم را منځ ته کړۍ چې بیا څوک پشتو او پشتنو ته په سپکه سترګه ونه ګوري او ورته کنځل ونه کړي ،طالبان که دا ځلې یا داوار قدرت ته راشی زما مشوری د ترقۍ – دښځو د ازادۍ ، او د دیموکراسۍ او نظامی برخو په مورد همیشه واورې یو متمدنه همه شمول اتلافی حکومت ته غاړه کیږدي ، د تاریخ په اوږدو کې پشتنو داسې خاینانه او تخریشګرانه او تخریبی کارونه نه وو کړی او نه ېې کوی چې د ملی وحدت مخالف وی ، هزاره ګان هم عین ورته مضمون او شکل لري او د روشنایی ( د مزاری او محقق او خلیلی او سروردانش ) له خوانه ورته لمن وهل کیژي ، اشرف غنی د اداری – منجمنت او مدیریت نه خلاص دی او فقط په خپله قصه کې دی ، جناب حامد کرزۍ که د بیا ریس جمهور کیدو طمعه لری د خدای روی دی د طالبانو رژیم په یوه مترقی شکل را منځ ته کړه چې د پشتو او پشتنو عزت او افتخارات وساتي او خپلو طرفدارانو ته هدایت ورکړه چې فقط هغو طالبانو ته چې د پاکستان مزدور او نوکران نه وی او د پاکستان سره دایمی نفرت او دشمنی وساتي تل وساتی ولایتونه ورتسلیم کړې او یوه افغان ته چې په هر قوم او ملیت پورې منسوب وی تهدید نه کړی او دیوه وطندار او ورور په سترګه ورته وګوري او هیڅ ډول تعصب ونه لري