ساعت "کنزل" نمادی از نوستالوژی؛ اما به روایتی دیگر

نویسنده: مهرالدین مشید نه یک ساعت؛ بلکه حماسه ای در فضای…

ریبوار طاها

آقای "ریبوار طاها" (به کُردی: ڕێبوار تەها) با نام کامل…

نقارۀ جنگ 

رسول پویان  نـوای ســال نــویــن تـا نقـارۀ جـنگ است  به خون خلق…

عرفان و زبان

– دکتر بیژن باران من در جهان لغات دیگران می…

ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان

      به افتخارسالگرد حزب پر   افتخاردموکراتیک خلق افغانستان ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان یادت…

ریباز سالار

آقای "ریباز سالار" (به کُردی: ڕێباز سالار) با نام کامل…

تهاجمی خونین و آغاز مداخله ها و پایان حاکمیت ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجمی که افغانستان را به میدان جنگ های…

میا پیشم!

امین الله مفکرامینی        2024-28-12! میا پیشم تو دلـــدارممزن زخمه دلی زارم رهی دوستی…

شماره چهارم سال ۲۷ م محبت

شماره چهارم سال ۲۷ م محبت از چاپ برآمد. پیشکش می…

دولت پدیده عقلی – تحلیل موردی حمله پاکستان در ولایت پکتیکا

دولت پدیده قوم و یا دینی مطلق نیست. و دین…

هر شکستی ما را شکست و هیچ شکستی شکست ما…

نویسنده: مهرالدین مشید با تاسف که تنها ما نسل شکست خورده…

نوروز نبودت

- بیژن باران چه کنم با این همه گل و…

عرفان در مغز

دکتر بیژن باران     لامارک 200 سال پیش گفت: به پذیرش…

نماد های تاریخی- ملی و نقش آن در حفظ هویت…

نور محمد غفوری اشیاء، تصاویر، نشان‌ها، مفاهیم، یا شخصیت‌هایی که نمایانگر…

در دنیای دیجیتالی امروز، انسان‌ها به مراتب آسیب پذیرتر شده…

دیوارها موش دارند و موش‌ها گوش! این مثل یا زبانزد عام…

خالق تروریستهای اسلامی؛ الله است یا امریکا؟

افشاگری جسورانه از ژرفای حقیقت سلیمان کبیر نوری بخش نخست  درین جا می…

چگونه این بار حقانی ها روی آنتن رسانه ها قرار…

نویسنده: مهرالدین مشید از یک خلیفه ی انتحاری تا "امید تغییر"…

شب یلدا 

شب یلدا شبی شور و سرور است  شب تجلیل از مدت…

سجده ی عشق!

امین الله مفکر امینی      2024-21-12! بیا کــــه دل ز تنهایــی به کفیدن…

فلسفه کانت؛ تئوری انقلاب فرانسه شد

Immanuel Kant (1724-1804) آرام بختیاری  نیاز انسان عقلگرا به فلسفه انتقادی. کانت (1804-1724.م)،…

«
»

د قوم او سيمي ټيکه داران آخر څه غواړي؟

په داسې حال کې چې د سالنګ په لاره د ترکمنستان څخه د افغانستان مرکزي سیمو ته د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د غځولو د لارې د ارزولو لپاره د ولسمشر غني له خوا د ګمارل شوي کمیسیون پریکړه د حکومت اجرايه رياست د دويم مرستيال محمد محقق او د افغانستان د سیاسي ګوندونو شورا چې په کې د محقق د ګوند سربیره، د سید علي کاظمي په مشرۍ د ملي اقتدار ګوند او څلور نور کوچني ګوندونه هم شامل دي لخوا منل شوې ده؛ تيره ورځ يو ځل بيا يو شمير هزاره ګانو د سالنګ له لارې د بريښنا د مزي له غزولو سره مخالفت وښود او د کميسيون پريکړه يې ونه منله. د لاريون په راس کې د پخواني حکومت له کاره لويدلې پرزو او په اوسني دولت کې شريک د دولت ضد اشخاصو شتون درلود. په ياد لاريون کې د افغانستان د پخواني ولسمشر دويم مرستیال کریم خلیلي او د پخواني حکومت د اداري چارو د رئیس صادق مدبر د ګډون سربیره د افغانستان په ملي شورا کې د مرکزي ولایتونو وکیلانو او د مدني ټولنې استازو برخه اخیستې وه.

د رڼا غورځنګ دغه غړي په داسې حال کې د حکومت او د کميسيون د پريکړې مخالفت کوي چې د همدغه غورځنګ نور غړي يې ملاتړ کوي او مخالف کوونکي يې سياسي معامله ګر بولي. د اجرايه رياست دويم مرستيال محمد محقق د ولسمشر له پريکړې سره د رڼا غورځنګ (جنبش روشنايې) معترض غړي سياسي معامله ګر او د خلکو د حقونو لوټوونکي بولي. محقق ويلي هغه کسان چې د مرکزي سيمو د حقونو غږ يې پورته کړی او غواړي ما او سرور دانش وننګوي؛ دوی په حقيقت کې په خپله دوره کې حتی ونشو کړای چې د مرکزي سيمو لپاره لمريزه برېښنا هم چمتو کړي.

دلته اوس ټول ولس ته دا پوښتنه پيدا کيږي چې کريم خليلي، صادق مدبر، احمد بهزاد او نور د حکومت او د يادې ستونزې د حل د کميسيون د پريکړې معترضان؛ باميانو ته بريښنا غواړي او که د بريښنا پايې؟

که بريښنا غواړي نو حکومت خو هغه دی خپله پريکړه اعلان کړه چې پر اساس یې بامیانو ته به د ۲۲۰ کیلو ولټه ( ډبل سرکټ) لین د ۳۰۰ میګا واټه پر ظرفیت له دوشي څخه وغځول شي. همدا راز په بامیانو کې به د برق یو سټيشن هم جوړ شي، پر دې سربېره يې ۲۰ زره کورنیو ته برېښنايي اسانتیاوې برابري شي، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال تر مني به يې چارې بشپړې شي. او که د برېښنا پايې غواړي نو د برېښنا پايې بيا دومره د ولس په انحصارولو، په لاريونونو کې په ميلونو پيسو په مصرفولو، د لاريون په ترڅ کې ولس او تجارانو ته په ميلونونو پيسې زيان رسولو او د لارو په بندولو باندې نه ارزي.

اصلاً دوی له دغې مخالفته دوې موخې لري:

لومړی موخه: لکه څرنګه چې اوس په افغانستان کې سياسي زور ازمايې د امتياز اخيستلو ښه وسيله پيژندل شوې ده او هر هغه څوک ډیر څه ترلاسه کوي چې ډيرې چيغې ووهي او ډير د حکومت ضد شعارونه ورکړي؛ نو خليلي، بهزاد، مدبر او د دې ډلې نور همغږي؛ اوس په دې وسيله په حکومت فشار راوړي څو دوی ته په امتياز ورکول قايل شی. لکه څرنګه چې محمد محقق هم ورته اشاره کړې ده؛ دوی اوس غواړي د حکومت په دننه کې د محمد محقق او سرور دانش پر خلاف خلک ولمسوي. لکه څرنګه چې اوسمهال افغان دولت د ولس هغسې ملاتړ نه لري چې بايد يو ډيموکرات دولت يې ولري او د خپلو ژمنو په پوره کولو کې ولس ته پاتې راغلی دی نو دوی اوس د دولت له همدغې تشې ګټه اخلي او هزاره ګان يې په مخالفت کې راپورته کوي. دوی له دې پروژې څخه د نظام د نسکورولو لپاره د یوې وسیلې په ډول کار اخلي. دوی که څه هم ځينې يې په حکومتي لوړو پوسټونو مقرر دي خو ډيری يې په اوسني حکومت کې څنډې ته شوي دي نو غواړي په حکومت فشار راوړي څو يا مالي او يا هم د څوکۍ په امتياز يې ونازوي.

دويمه موخه: د قوم او سيمې د خلکو د حق غوښتلو په نوم د بهرنيانو په ځانګړي توګه د ايران او پاکستان موخې تعقيبول دي. ويل کيږي وړاندې له دې چې د سالنګ له لارې د ټوټاپ برېښنا پروژې اړوند خليلي، بهزاد، مدبر او نور خپل اعتراض وړاندې کړي؛ دوی ښاغلو له ايران او پاکستان سره اړيکې نيولې وې. ايران او پاکستان نه غواړي چې افغانستان دې د بريښنا څښتن شي. ايران غواړي چې د ټوټاپ پروژې پر سر په افغانستان کې جنجالونه پراخ شي چې اسياي مرکزي بانک او د يادې پروژې نور ډونران پرې خپلې مرستې بندې او پروژه په افغانستان کې سقوط شي څو د ايران له لارې د دغې پروژې تطبيق ته زمينه برابره شي. په همدې موخه ايران په افغانستان کې ځينو کړيو او اشخاصو په ميلونونو ډالر ورکوي چې افغان حکومت او دغه پروژه وننګوي.

لیکنه : خوشحال آصفي