نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

«
»

داګز دا میدان

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن مارچ ۲۰۱۴
قدرمنو هیوادوالو ، ځوانانو او سپین ژیرو ، مخورو، مشرانو او د جوماتونو ملا اما مانو ، روحانیونو او د سیاسي احزابو لیډرانو او همدارنګه د مدني ټولنو مشرانو ، د ښځینه وو روشن فکره مخ کشو پیغلو او خویندو اسلام علیکم ورحمت ا لله تعالي.
 افغانستان په ډیر نږدې راتلونکې کې خپل را تلونکي ریس جمهور ټاکي او تاسې پوهیژۍ چې دنوي ریس جمهور د ټاکلو سره د افغانستان کوم مهم او تاریخی مسایل باید حل شي او ددغو مسایلو دحل کولو له پاره ایا په لسو پاتې کسانو کې تاسې څوک وینۍ چې هغه یو ( تحصیل یافته – متخصص – جدي – وطن پرست – بې تعصبه – بي ایدیالوژۍ – بې طرفه – با دسیپلینه – اقتصاد پوه – بې پروا – با تدبیره دیوه اوږدمحاله ستراتیژیک پلان خاوند – او د نویو او بکرو پلانو متفکر سړۍ او په ضمن کې د لاندې مشکلاتو او سیاسي لانجو له پاره د همسایه ګانو مخصوصا (پاکستان او ایران ) سره په هوشیارۍ او زغرده دغرې ووهي پیژنۍ او شته ؟؟.
اساسي او مهم ستونزمن سوالونه په لاندې ډول دی :
  دافغانستان دننه امنیتي مشکل څنګه حل کوي؟  – ۱
   د بیکارۍ معضل ته کوم پلانونه لري ؟ – ۲
۳ – دوسله وال پوځ د سره جوړیدو او په مختلفو مدرنو وسلو مخصوصا هواي پوځ څه رنګه پلان لري؟ ته
      ۴- د اقتصاد دی ودې او خاصتا قیمتي ډبرو معادنو له پاره څه پلانونه لري ، چې یو له مهمو اقلامو نه چې زموږ بودجه پوره کوي .
۵ – د پاکستان سره چې همیشه د ستراتیژیک بعد نه غږیژي او همیشه زموږ په ټولو داخلی او خارجی مناسباتو کې مداخله کا څه ډول برخورد په کار دی ، هم دا رنګه د ایران سره هم .
۶ – د ښځو دازادۍ او د ښځو په وړاندې د خشونت مخه نیول یو مهم او اساسي کار دی په کوم شکل به ورته د حل لاره پیدا کوې.
۷ – د وسلو ټولول ( د خلکو نه وسلې ټولول ) او عمومی خلع سلاح د افغانانو د امنیت اساسی شرط دی ، او د غاصبینو – رشوت خورو – د تریاکو او هیرو یینو د مافیا او قاچاقچیانو سره به څه رنګه چلند کوي .
په پورتنیو سوالو کې ښکیل خلک او هیوادونه او د نني حکومت مخالفین دحکمتیار په شمول د کشالي یو طرف جوړوي ، او ددغو کشالې خارجی بعد هم ډیر مهم او معلوم داره دۍ چې تر اوسه ورته هیڅ توجه نه ده شوې ، او دلیل ېې هم داوو چې توجه ونه شوه د خارجیانو سره د ریس جمهور – معاونینو – وزیرانو – والیانو – ولسوالانو ، او جهادی قوماندانانو لاس وو او تر ننه دوی ( پورتنی کسان ) دبل ګیم یا دوه مخۍ سیاست چلوي،نن په وضاحت لیدل کیژي چې د کرزي د حکومت چارواکي دیوه سره ډیر په هنر او چالاکۍ سره په را تلونکي حکومت کې د مقام او راتلونکي له پاره ډیره زیرکانه بازي پیل کړې ده لکه :
دوی د کرزي په مشرۍ او د داود زي په وساتت چې پلان ېې ( آی اس آی ) ورکړۍ دی د دغو پلان له رویه کارونه په مخ بیایی ، مثلا د کرزي کابینه پوهیژي چې په راتلونکي حکومت کې به دوی یو هم ځای ونه لري نو دوی ته هدایت ورکړل شوو چې ۱۱ تنه ځانونه کاندید کا او متباقی ېې د معاونینو په حیث ځانونه کاندید کا تر څو په را تلونکو ورځو کې دوی دیوه سره یعنې ۲۷ نفره بیرته زلمی رسول ته تیر شي ، دیوې خوانه به یو قوی بلاک جوړ کا ، دبلی خوانه به بیرته هماغه د کرزي کابینه په راتلونکي حکومت کې ځای په ځای شي ، ددوی ملاتړې حلقات عبارت دي له پولیسو د عمر داودزي په مشرۍ ، د ایوب سالنګي په مشرۍ – دوالیانو په مشرۍ – دولسوالانو په مشرۍ دوسله وال پوځ د وزیرانو او سربازانو په طرفداری زلمۍ رسول قدرت ته ورسوي او ننۍ کابینه ددوو معاونینو په شمول په قدرت کې پاتې شي او بیا به کرزۍ د صدراعظم به حیث وټاکې یعنی هماغه شلغمه او هماغه کاسه شوه ( لکه دروسې ،پوتین سناریو ) کاپي شي ، ـ اداری فساد – رشوت – ټوپک سالاران – مافیا يی حکومت ، بیسیواده وزیران او والیان ، رشوت خوره ستره محکمه ورسره په خپل ځای پاېې شي ، وطندارانو کرزۍ واي هیڅوک ددولتی مامورینو له جملې نه په کمپاین کې مداخله نه شي کولای او خارجیانو ته ېې هم اخطار ورکړۍ چې دوی مداخله ونه کا تر څو میدان شخصا کرزی او کابینی ته ېې ور پاتی وي ، په داسې حال کې چې د قیوم کرزي تیریدل زلمی رسول ته او لاره خلاصول نورو ۲۷ نفرو ته د کرزي د مداخلی شروع ده او بد بختانه چې دوه نور قدرت مند کاندیدان (  دکتوراشرف غني احمد زۍ  او دکتور عبدا لله عبدالله ) به ورسره مساوی نه شي ، ځکه دکتور عبدالله ته ېې مخکې له مخکې توطیه وکړه او ډیره په هوشیارۍ او دستوري يي دوه ډیر خطرناک کسان یعنې خانمحمد او محقق دمعاونینو به حیث وټاکل چې دغه درۍ واړه ددریو پخوانیو متخاصمو اسلامی تنظیمو غړي شمیرل کیژی او اصلا یو د بل سره اشتی نه لري او ارغندیوال او نور وزیران چې نن په حکومت کې د حکمتیار د تنظیم کسان دی یوه زره بیدون له فرمان او اجازی د حکمتیار نه قدم نه شي ایښودلای نو دوی به رایه دیوه سره قطب الدین هلال ته ورکوي او هلال هم په اخر کې د زلمی رسول سره یو خای کیژي او عبدا لله ته صرف یو ګروپ اقای سیاف او اسماعیل خان پاتې کیژي اوس دوه نفره میدان ته را وزي یو ېې ( اشرف غني احمد زۍ دی او بل ېې زلمۍ رسول دی ) چې که د افغانستان خلک د علمیت – تخصص – جدیت – درایت – پوهې – وطن پرستۍ – په اساس رایه اشرف غنی احمد زي ته ورکا خو هغه به برنده شي او افغانستان به صادق – وطن پرست ریس جمهور ولري ، او که د پیسو – رشوت – مقام ویشلو – مصلحت – سهامی شرکتو غونته – او د پاکستان په مستقیمه مداخله زلمی رسول وټاکي نو دا وطن لاړو ډیر غټ خونین ناورین ته ورګډ شوو ، وطندارانو دا ګز دا میدان اوس به وطن پرست او وطن فروش معلومیژي وګورۍ دکرزي حکومت یو پورتنۍ مشکل حل نه کړو – یو بنیادی کار ېې ونه کړو – بیکاری ېې لغو نه کړه – او دده یو سوال د امریکا نه دادی چې په انتخاباتو کې به مداخله نه کوي او د لوېې مشورتی جرګی په جریان او بحثو کې ېې وویل چې که زموږ انتخابات درست وشي او غرب مداخله ونه کا څه معنی لري ، معني ېې داده چې صندوقونه به والیان او ولسوالان او ځارندویان ډکوي او دکرزي دلخواه کاندید به قدرت ته رسوی ( ازموده را ازمودن خطا است ) لطفا توجه وکړۍ او دغه ټول کسان چې د زلمی رسول سره یو ځای کیژی هماغه پروني رشوت خواره او بیسیواد خاصتا د پاکستان او ایران مزدور اجنټان دي نو دا ګز دا میدان چې چاته رایه ورکوۍ ما غږ در باندې وکړو دغه یو تریخ واقعیت دی .