«چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستان

نور محمد غفوری «چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستانبازاندیشی در ایدئولوژی…

تهدیدهای پاکستان برضد افغانستان؛ از سیاست بازدارندگی تا بازی ژئوپولیتیک

نویسنده:  مهرالدین مشید از سیاست بازدارنده گی تا تغییر در رهبری…

بحران مالی سازمان ملل و فاجعه انسانی در افغانستان

آزمونی برای تعهد جهانی به انسان‌دوستی و چندجانبه‌گرایی سازمان ملل متحد…

میراث سکاها در شاهنامه فردوسی: سیستان، سجستان و ایران

- دکتر بیژن باران مقدمه: شاهنامه و جغرافیای هویت ایرانی. شاهنامه…

تروتسکی در تاریخ اندیشه سیاسی چپ

leo Trotzki ( 1879- 1940 )  آرام بختیاری سنت ترور سیاسی با…

پاسخ  ما

میر عبدالواحد سادات پاسخ  ما  : بر مبنای وجدان ملی و ندای…

قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

«
»

جنرال شريف څه ته راغلی و؟

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف، چې په پاکستان کې د قدرت اصلي خاوند بلل کېږي، تیره ورځ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او اجرايي ريیس سره د سولې پر بهیر خبرې وکړې. راپورونه وايي چې جنرال شریف افغان چارواکو ته د سولې په بهیر کې د بشپړې همکارۍ ژمنه ورکړې ده.

که له افغانستان سره د پاکستان نيت، تيرو اړيکو، نوموړي هيواد ته د پخوانيو او اوسنيو افغان چارواکو سفرونو پايلو، دلته کابل ته د راحيل شريف تيرو دريو او نورو پاکستاني چارواکو تيرو سفرونو پايلو ته وګورو نو له دغه سفره هم ډيره تمه نه شي کیدلای. د راحیل شریف سفراوس هم دافغانانولپاره ريښتونی نه دی او د شک په سترګه ورته کتل کيږي. دا تير څوارلس کاله پاکستان ته په بيلابيلو بڼو امتيازات او حتا ډیری وختونه؛ له دغه هيواده د ريښتونې همکارۍ په هيله يو طرفه امتيازات ورکړل شوي دي؛ خو پايله يي تل د ولس او افغان دولت د هيلو خلاف او د پاکستان په ګټه راوتلې ده. له دغه ناولي هيواده د ريښتونې همکارۍ تمه په هغه مهال کيدلای شي چې دا هيواد لومړی په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې او روزنځايونه له منځه يوسي. که پاکستان په رښتیا غواړي په افغان سوله کې همکاري وکړي باید هغه ډلې وځپي چې د افغانستان پر ضد وسله واله مبارزه کوي. که راحيل شريف په رښتيا د افغان سولې پروسې د بیا پيل لپاره راغلی وي نو لومړی باید وسلوال طالبان دېته راضي او چمتو کړي چې د دويم پړاو خبرو د پيل وړاندې په اوربند هوکړه وکړي او بیا د سولې د پروسې د دويم پړاو اړوند اقدام وکړي.

اصلاً د پاکستانيو چارواکو تيرو سفرونو ته په کتو د جنرال شريف اوسنی سفر هم بې ګټې دی، پاکستان تل د خپلو ګټو لپاره افغان حکوت په تشو ژمنو غولولى دى. که افغان حکومت د سولې خبرو ته منظم پلان جوړ نه کړي؛ نو ورته سفرونه د سولې په برخه کومه مثبته پايله نه لري. ځينې شنونکي بيا وايي، پاکستان غواړي د هند د لومړي وزير سفر، چې افغانستان ته ډېر ګټور و، تر پوښتنې لاندې راولي او هڅه کوي، چې دلته د خپلو پلويانو په مرسته، چې په حکومت کې يې لري دا سفر يو ډول د پاکستان خلاف ياد کړي؛ خو په حقيقت کې داسې نه ده. پاکستان هيڅکله د افغانانو له زړونو د هندوستان لپاره محبت نه شي کمولی او هيڅکله د هندوستان اړوند منفي ذهنيت سازي نه شي کولی. راحيل شريف دلته يوازې د سولې خبرو د بيا پيل لپاره نه و راغلی بلکه دلته افغان دولت او پاکستان يو ډول پټه ډيپلوماسي شروع کړې ده. د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر اساس راحيل شريف دلته د ډيورنډ کرښي دواړو لورو ته د امنيت د کنټرول د ميکانيزم  پيداکولو لپاره راغلی و. دلته خبره یوازې هغه نه ده کومه چې چارواکي زمزمه کوي بلکه د شريف په دغه سفر کې د پاکستاني طالبانو پر ضد پر ګډې مبارزې هم خبرې وشوې. افغان چارواکي د پخواني متل په مصداق؛ خپل مړي په تخته پريږدي خو د بل جنازې ته درومي.

په افغانستان کې د اشرف غني او د عبدالله تر منځ د ملي يووالي تر نامه لاندې حکومت له پیل راهيسې دا د راحيل شريف دريم سفر دی چې کابل ته يي کوي او د ملي یووالي حکومت هم د ولس د غوښتنو او هيلو خلاف عمل کوي. افغان دولت او د پاکستان تر منځ پټه ډيپلوماسي روانه ده. حکومت رسنيو او ولس ته يو څه وايي خو د پردې تر شا بله معامله روانه ده. د ملي يووالي د حکومت مشرانو د شريف په هر سفر کې پاکستان ته يو ډول يو طرفه امتياز ورکړی دی. ولس سوله غواړي خو داسې سوله نه چې دوی ته د ملي ارزښتونو او ګټو په قيمت تمامه شي.

له تيرو څو لسيزو راهيسي پاکستان له افغانستان سره په يوې نا اعلان شوي جګړې بوخت دى. په هیواد کې د روان جنګ په اړه د خلکو او حکومت نظرونه هم ویشلي دي. حکومت وايي، روانه جګړه استخباراتي او دښمن غواړي پر افغان ځواکونو، دولتي تاسيساتو او ولسي وګړو د بریدونو له لارې زور ښودنه وکړي خو ولس د روانې جګړې په اړه د دولت ناکاره او کمزورې پاليسيو نيوکه کوي. ولس نيوکه لري چې ولې له تيرو څو لسيزو راپديخوا په هيواد کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنيوي او له دغه هيواد سره د متقابلو اړيکو پاليسي جوړه نه شوه.

دا سمه ده چې افغانستان د بهرنیو دسیسو په پایله کې اوس د جګړی نوی پړاو ته داخلیږی. دلته د جګړې د ډګر د ګرم ساتلو لپاره د طالب پر ځای اوس بل بديل پیدا شوی دی. داعش د طالب هغه بديل دی چې جنايات يي له طالبه په مراتبو لوړ او زړه بوږنونکي دي. خو ولس نور له دغه اوره ځان او د هيواد ساتل غواړي. ولس نور نه غواړي چې هم يي پاکستان او هم يي افغان دولت په تکراري ژمنو او شعارونو وغولوي.

لیکنه : خوشحال آصفي