چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

«
»

له ملګرو ملتو نه مو هم هیلې پرې شوې

څو ورځې وړاندې د سپتمبر په ۲۵ مه نیټه یو ځل بیا د تېر په شان د ملګرو ملتو کلنۍ غونډه په نیویارک کې جوړه شوه.  په دې غونډه کې د ګډ حکومت د اجرایوي ریس عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوي هم ګډون کړی دی. تمه کیده چې افغان پلاوی به د ملګرو ملتونو له نړیوال تریبیون څخه د کره شواهدو په مټ د افغانستان په وړاندې د پاکستان د لسیزو جګړې پټ لاس او د دوست په څېره کې د ازلي دښمن ناولې څېره بربنډه کړي خو پلاوی لکه په تیرو کې د نورو غونډو په څير خالي لاس راستنیږي. ولس هیله لرله چې افغان پلاوی په ځانګړي ډول عبدالله به نړیوال په دې قانع کړي چې پاکستان د نړیوال تروریزم د روزنې، سمبالولو او تولید مرکز دی. خو د افغان ولس پر مخ له دغې پرانیستې دروازې څخه هم ګټه وانخیستل شوه. د ګډ حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله فقط د نړیوالو د نیمکله مرستو صفتونه کړي او د امریکا په لاس جوړ شوي ددوی د دوه سري حکومت یو کلنه دوره یې ستایلې ده.

اجرائیه رئیس د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي ویلي، چي افغانستان د نړیوالي ټولني په مرسته په بیلا بیلو برخو کي پرمختګ کړی او د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره یو ځای شوی دی.
خو ولس حساب غواړي، کومه دی پرمختګ او په کومه برخه کې دې پرمختګ کړی دی؟ بیکاري دې ختمه کړې، امنیت دې تامین کړی، سوله دې راوستې، له نړیوالو سره دې اړیکې پياوړې کړي، په بهرنۍ پالیسۍ کې دې د ګاونډیانو تر منځ تعادل مراعات کړی، د نشه یې توکو سره دې مبارزه کړې، د فساد اړوند دې کوم د پام وړ ګام اوچت کړی دی؟ څه دي کړي دي؟ آیا تاسې په دې یو کلنه دوره کې مو په دې توانیدلي یاست چې د هیواد مهم پوسټ ددفاع وزارت لپاره داسې شخص وټاکۍ چې هم تا ته او هم ولسمشر غني ته د منلو وړ وي؟ نه هیڅکله هم نه.
تاسې فقط د افغانستان په ټاکنیز نظام کي د اساسي تغیراتو راتګ، له فساد سره د کلکي مبارزې، د نشه یې توکو پر ضد د هڅو زیاتوالي او د افغانستان د ګاونډیو او سیمه ییزو لوبغاړو اړینې همکارۍ اړوند تشې هوايې ژمنې کړي او ولس مو دوکه کړی دی او بس.

د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې اجرائیه رئیس عبدالله د افغانستان د نړیوالو متحدینو په مقابل کي د افغان حکومت د قوي پالیسۍ ایجاد د ګډ حکومت لاسته راوړنه وبلله او وویل، چي هیواد یې نړیوالو ته د یوه نوي او با اعتماد همکار په توګه معرفي شوی دی. دلته بیا هم پوښتنه پیدا کیږي چې کومه قوي بهرنۍ پالیسي یادوۍ؟ دغه بهرنۍ پالیسي چې د سیالو هیوادونو تر منځ مو تعادل نه دی مراعات کړی، پاکستان مو په غیږ کې نیولی او هندوستان مو شاته غورځولی دی، دغه بهرنۍ پالیسي چې هره ورځ مو په سلګونو ځوانان اروپایې هیوادونو ته کډوال کیږي او په نور هیوادونو کې مو دافغان کډوالو په ستونزو غوږونه کاڼه کړي دي، دغه بهرنۍ پالیسی چې د ګاونډیو هیوادونو په دې قانع کولو ونه توانیدۍ چې په افغانستان کې د جګړې اور بل ساتل په خپله ددوی په کور کې اور بلول دي؟ کومه او څنګه پياوړې پالیسي یادوۍ تاسې ښاغلی؟

د ملګرو ملتونو دغې کلنۍ غونډې ته خو د لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ د پاکسان پلاوی هم تللی و. ویل کیږي پاکستاني پلاوي له ځان سره، په هغه هېواد کې د افغانستان د لاسوهنې او خیالي جګړې په اړه جعلي شواهد؛ د دغه سازمان د دهلیزو په غونډو او کتنو کې د نړیوالوغوږو ته وړاندې کړي دي. په قوي پالیسۍ سره خو پاکستانی پلاوی تللی دی چې نړیوالو ته یې ځان سپینه کوتره کړ او د خپل بام ټولې واورې یې په افغانستان ورواچولې. د تروریزم په ملاتړ او په افغانستان کې د نااعلان شوي جګړې په اړه، د ملګرو ملتو په غونډه کې د افغان پلاوي د کره شواهدو د ښودلو د ارزښت د کموالي لپاره پاکستانی پلاوي دغې غونډې ته په پوره چمتووالي سره تللی و.

ډاکټر عبدالله عبدالله په نیویارک کي د بهرنیو اړیکو شورا ته فقط دومره وویل، چي حکومت یې د کار له پیله تر اوسه د سولي راتګ ته کار کړی، خو دلته هم د اړوندو هیوادونو د رښتيني همکارۍ نه شتون او د مړه شوي شخص تر نامه لاندي د سولي مذاکراتو دایرېدو، دا لړۍ له خنډ او ځنډ سره مخ کړه. دا یې په زغرده ونه ویل چې د سولې هڅې په لوی لاس پاکستان په شا وتمبولې. همدا پاکستان و چې په افغانستان کې د احتمالي سولې د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې د طالب مشر ملا عمر مړینه دوه کاله پټه ساتلې وه. دغه هیواد نه یوازې له افغان دولت بلکه له نړیوالې ټولنې او په خپله له وسله والو طالبانو هم پټه ساتلې وه. عبدالله ولې په افغانستان کې د پاکستان لخوا وروستی ترهګریزو بریدونو کې د پاکستان لاس لرلو اسناد وړاندې نه کړل. ولې یې ددغه هیواد کړغیړنه څېره نړیوالو ته افشا نه کړه؟

ښاغلي عبدالله لکه د افغان ولس په څېر نړیوالو ته هم هوايې ژمنې ورکړې.هغه وویل، چي د ملي یووالي حکومت د هر اړخیزو اصلاحاتو راتګ ته ژمن دی او کار کوي، چي د اصلاحاتو سلسله تر ټولو اړینو ساحو پوري ورسوي.

لیکنه : خوشحال آصفي