بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

«
»

دولت باید له ورانکارو تصفیه شي، که استعفا وکړي؟

دې ورځو کې یو شمېر ټاکلې کړۍ د خلکو له عمومي ناخوښۍ څخه په ګټه چې هغه هم بېلا بېل لاملونه لري او په یوه ورځ نه دي رامنځته شوي، غواړي ولس ولمسوي چې حکومت استعفا ته اړباسي. همدارنګه له دوی څخه ځینې دا هم وايی چې له حکومته، نه حکومت ښه دی او نور بیا په دې هڅه کې دي چې ولس د حکومت په وړاندې عمومي بلوا او اړودوړته راپاڅوي!

دلته باید د ولس پرځای او حقه غوښتنې چې حکومت يي په بسیا او ترسره کولومکلف او مسول دی او بلخوا د حکومت په وړاندې د فتنه ګرو کړیو پلمې او چلوټې چې د ولسي غوښتنو نوم ورکول کیږي، یوله بله سره جلا شي.

د داسې کړیو په ګوته کول او ښودنه او دا چې له کومه ځایه دا کړۍ اوبه څښي او له حکومته د نه حکومت لپاره په ولسي پارونه او لمسون کې کومې موخې لري، باید تر ټینګې پاملرنې او څېړنې لاندې وي!

نن سبا د مرکزي حکومت په وړاندې په جوړه غوغا کې، غل هم نارې وهي او مل هم! دلته د غله او مله پېژندل او بېلول پکار دي، روغې او جوړونکې نیوکې او د ولسې پارونې او لمسون ترمنځ باید لیکه روښانه وي، د نیوکګرو پېژندنه( هویت) او د نیوکې موخه او لرلید باید له پامه ونه غورځول شي.

د حکومتي جوړښتونو بشپړتیا او په ټوله کې د دولتي بنسټونو رغون او سمون باید د حکومت له تخریب، کمزوري کولو او په پای کې د ولت له ړنګولو څخه توپير شی. په حکومت او دولت کې اهل کار، د پوهې او مسلک خاوندان او د هېواد ګټو ته ژمن کسان باید له غلو، بډيخورو، فاسدو، ټوپکمارو او پردیپالو څخه جلا وګڼل شي.

د خبرې منځټکی دا دی چې ایا حکومت او دولت باید له فاسدو او لنډه غرو پاک او تصفیه شي؛ شته حکومت پیاوړی، غښتلی، نوی او مدرن شي چې د وخت غوښتنو ته ځواب وویلی شي او که د دې پرځای دا نیمګړی حکومت هم استعفا ته اړکړی شي، د یوه بل پیر لپاره افغانان بې حکومته او بې نظامه شي او په پای کې د حکومت په نشتون کې ټولنه یوه بل اړودوړ او ناورین ته ټېل وهل شي؟

نن موږ یوخوا له ورانکارو څخه د حکومت تصفيي، نویتوب، سمون او بشپړتیا له غوښتنو سره مخ یو او بلخوا د حکومت د کمزورۍ، استعفا او ړنګولو له ګواښ سره لاس و ګریوان یو!

په «ګزارشنامه افغانستان) کې یوځای لولو«استاد عطامحمد نورمدعی شد که در حمله مهاجمان مسلح بر څارنوالي بلخ، شورای امنیت ملی و رییس امنیت ملی اگاه بوده اما به دلایل سیاسی نخواستند حادثه را خنثی کنند.»

څنګه چې عطا نور په دې خبر دی چې «شورای امنیت ملی و رییس امنیت ملی اگاه بوده» او په دې هم پوهیږي چې«به دلایل سیاسي نخواستند حادثه راخنثی کند» نو دلته باید نوموړی اوس افغانانو ته دا «دلایل سیاسي» یو په یو ښکاره کړي. بلخوا څنګه چې نوموړی د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت ریاست کې دا امکانات لري چې هلته د داسې مهمو خبرو په ګډون له پټو رازونو، خبر شي(ځکه هلته خپل کسان لري) بیا ولې پخپله د داسې پېښې مخه نه نیسي او بله دا چې ولې له پېښې روسته د دغو رازونو په اړه د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت ریاست سره رڼې خبرې نه کوي چې پرځای يي رسنیو سره خپله زړه خواله شریکوي!

د ده د بیان توګه په ډاګه کوي چې عطا نور په دې پېښه کې خلکو ته د رسیدلي تلفاتو او تاوانونو په اړه اندیښمن نه دی، بلکې غواړي له دې خونړۍ پېښې د مرکزي حکومت د بدنامۍ لپاره د یوې وسیلې پتوګه کار واخلي.

کله چې د بلخ پشان دیوه مهم ولایت والي چې په شمال کې د څو نورو ولایتونو د تنظیمه چارو دعوه هم لري، د مرکزي حکومت په وړاندې دا ډول بې مسولیته خبرې کوي، په دولت کې نور دېره او زیرمه مخالفین هم زړوریږي چې حکومت ته لږ تر لږه د استعفا خبره وکړي. په افغان پيپر بریښناپاڼه کې د احمد سعیدي په نوم لیکونکي چې د طلوع تلویزیون يي هم په مرکو اجاره کړی، تر عطامحمد نور هم وړاندې ځي او لیکي«از بودن حکومت، نبود اش بهتر است»!

په رسنیو کې د ښاغلي سعیدې دا ډول څرګندونې د څه شي لپاره لار اواروي؟ ایا د حکومت، قانون او نظم د پیاوړتیا سره مرسته کوي او که د بې نظمۍ، اړودوړ او بغاوت لپاره لار پرانیځي؟

فکر نه کیږي چې سعیدي دې دا ډول څرګندونې د بیخبرۍ له مخې وکړي!

په ټوله کې هغه کسان چې د عبدالله عبدالله پر شاوخوا راټول دي، هڅه کوي چې هم په حکومت او دولت کې دننه د قانون او نظم مخه ونیسي چې دا بې قانوني او بې نظمي بیا په رسنیو کې د اشرف غني پر مخ راوباسي او داسې وځلوي چې د غني په مشرۍ دولت د افغانانو د ستونزو د حل جوګه نه دی، باید استعفا ته اړ کړی شي. دا کړۍ چې په ټاکنو کې يي د اشرف غني په وړاندې لوی سر درد جوړکړ او ځان يی په ټاکنو کې له پاتیتوب روسته په ملي یووالي حکومت کې وټومبه، اوس په ټول ځواک هڅه کوي چې له ټاکنو روسته حکومت او دولت پښې لګېدو ته پرینږدي.ځینې نور ساده ګان او بیړاګان چې د نظارشورا او جمعیت له توطیو خبر نه دي او د دوی څو مخونه نه پیژني، د دولت په وړاندې د دوی په جوړشوي اتڼ کې هسې ورګډ دي!

په ولسي او مشرانو جرګه کې هم داسې بې مسولیته وکیلان شته چې له ویش څخه په تالان، له قانون څخه په بې قانونۍ او له حکومت څخه په انارشۍ خوشحاله دي او په هغو کې خپلې ګټې ویني. د داسې وکیلانو ډیرکي لکه په ولسي جرګه کې د کاپیسا وکیل اقبال ساپی او د بدخشان وکیله فوزیه کوفي چې جنايي دوسيي لري او په فساد کې ککړ دي، خو دې روستیو کې د دولت د استعفا چیغې وهي!

یو بل وکیل بیا د بلخ پېښې سره په تړاو وايی«رییس جمهور افغانستان نتواند امنیت افغانستان را بر عهده بگیرد و نتواند آن را تامین کند چه ضرورتی دارد که در این مقام باشد؟ باید هر چه زودتر استعفا دهد تا فردی لایق و شایسته روی کار بیاید.»

داسې وکیلان یوازې د بدخشان او بلخ له پېښو روسته، په ولسمشر ډېر په قهر ښکاري. دوی د خپلو پاتېګړو او په شریک حکومت کې د خپلو ټولو نیمګړوو، پړه هم پر ولسمشر اشرف غني وراچوي.

نه ښايی چې د اشرف غني په مشرۍ دولت چې افغانانو ته د پرمختګ لار پرانیځي، د څو ډاکوانو او لنډه غرو په خوله استعفا ته اړکړی شي. دا حکومت باید فساد سره د مبارزې، قانون او نظم په راوستو کې پیاوړی شي او هراړخیز ملاتړ يي وشی او بلخوا باید د حکومت او دولت له منځه مفسد، غله، ټوپکمار او لنډه غر وییستل شي او حکومت د کار اهل کسانو ته وسپارل شي!

دولت باید له ورانکارو تصفیه شي، نه دا چې کمزوری او استعفا ته اړ شي!

د ۲۰۱۵ کال د اپریل ۱۷ مه

سرلوڅ مرادزی