جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

څنګه کولای شوبیرته افغانی ( عزت – حیثیت – آبرو )  تر لاسه کړو

لیکونکۍ  : دکتور طاوس وردک لندن دمې ۱۵مه ۲۰۱۶

پښتنو د تاریخ په اوږدو کې ، کلي والي ، وطني – محلي ، منطقوي ، قومی
،اصول او پرنسیپونه ، دودونه ، رواجونه او ډول ډول ډول تاریخی جشنونه او
مبارکی ورځې لرلې او لمانځلې او ددغو ټولو په شمولیت سره ېې خپل همیشنۍ
(( پت – عزت – عزت نفس – آبرو – حیثیت او اعتبار )) کلک او نه ماتیدونکۍ
ساتلۍ وو ؟؟
دغه ټول د پشتنو د علمی فلسفی تهداب او زیږنده وه چې ، زه ورته ابتدایه
مکتب یا شونځۍ ویلای شم چې متاسفانه د مجاهد او طالب تر عنوان لاندې د
تنظیمو او امارتو رهبرانو او قوماندا نانو په را پیدا کیدو سره دیوه سره
له منځه لاړل او دغه شونځۍ ېې په خپلو کثیفو او ناولو لاسو ونړوله او
پاتې نور ېې اوس د کاملا نابودی په در شل کی دی ،دمثال په توګه ( جګه
نیغه شمله ، اوچته قره قلي – اوږده شمله – اوږده ګونځي لرونکی کالي
-ابریشمینه چپنه -یا غوړې اوږدې څڼې – ګور ګور غټ بریتونه – لوړې څپلۍ –
ډیره ګالالۍ توره ګیره – یا چپه زرینې کوثرې – یا جوړکړي کالي – ښځینه
ګلالی پشتنی په چرمو او زرتارو جوړ کړي کمیسونه او لوی لوی د ګونځو سره
یا شنه پرتاږونه – او ډیر نور تاسې ور باندې علاوه کړی د پشتنو او خاصتا
ټولو افغانانو د ( پت – عزت – عزت نفس – برم او غرور – میړانې – ) نښې
نښانې وې چې متاسفانه مجاهد صاحبانو او طالبانو له منځه یوړل او زموږ خلک
ېې بی عزته – بی  حیثیته او بې آبرو کړل ، نو که غواړۍ چې دغه کوم شیان
چې ما دیره لنده تبصره ور باندې وکړه بیرته تر لاسه کړۍ نو ضروری بولم چې
یو نوۍ – یو تازه نفسه – یو پاک – یو اصیل – یو رشتینۍ – یو غیرتي او
فدای ځواک د مجاهدینو او طالبانو نه کاملا جدا مستقل – را منځ ته شي،  نو
زما ملا تړ وکړۍ او زما سره د ( با عزته – با حیثیته – با وقاره – با
ابرو- فدای ) نظام ته لاس را کړۍ تر څو وکولای شو هغه کوم چې تر ننه لا
نه دی له منځه تللی بیرته را ژوندی او هغه چې د ( آی اس آی ) او ایران او
عربانو په فرمان د مجاهدینو او طالبانو او نن د داعشیانو په لاس نابود او
له منځه تللي بیرته احیا او را ژوندی کړو ، دا به یو تاریخی او وطنی
افغانی ( افغانستان شمول ) پیوستون وی .
دغه پیوستون یا نظام به د لوی افغانستان منظومه جوړه کړی ، اګر چه
د ستونزو او کړاونو سره به مخامخ کیژو خو تل باید په مخ ولاړ شو او زموږ
تر شا پلونه نړیدلي دی ،زما په اند لوی افغانستان د لرو برو پشتنو او
مجموعا افغانانو څخه یو واحد مقتدرملت جوړولای شی هغه وخت به زموږ ویاړ
او افتخار تر بل هر وخت نه په دې کې وی چې موږ ( عزت – ابرو – حیثت بیرته
) را خپل کړل او نن لوی ویاړ لور چې با عزته او با غیرته ولس لرواو ددغو
قوت په موجودیت سره به په افغانی ټولنه کې د انارشیزم ،هرجومرج
،ګډوډیواود خپلمنځي جګړو مخه ونیول شي.
دافغانستان اساسی قانون دخپلو ځواکمنو مندرجاتو درلودونکۍ دی اودخپل
مډرن،انټیک یا لرغوني پرنسیبونو لرونکۍ دی ،  ددې سره له هر افغان نه
هیله کیژي چې یوریښتنې اصیل افغان باید خپل حیثیت ،وقار،ابرو،عزت النفس ،
استقلالیت ،خپلواکۍ، عدالت ،انصاف،میلمه پالنه،مینه،بښنه،زغم د
ټولووطندارانو په وړاندې په ځانګړي ډول دخپل میلمه په وړاندې  ولري.
دافغاني ټولنې هر غړي مجبور دی ،دخپلي فردي  خپلواکۍ دساتلو له لارې
دکورنۍ او بهرنۍ دښمن ، د تور او سپین دښمن د پټو او څرګندو بریدونومخه
ونیسي . داړتیا او شونتیا په صورت کې افغانان باید خپل انتقام  هم ترې
واخلي. که افغان داسي ونه کړي ،بیانو دی په ټولنه او نړیوال کلي کې خپل
ټولنیزپرستیژ ،حیثیت، افغاني غیرت، میړاني، اودعزت  ټول ارزښتونه  له
لاسه ورکوي، دغه ۱۴کاله کیژي چې د مجاهدینو او طالبانو او اشرف غنی
حکمتونو ونه شوای کولای چې له لاسه تللۍ حیثیت – اعتبار – عزت او آبرو
بیرته تر لاسه کړي ، دشمنانو مخصوصا غربیانو همشیه ددوی په مخ ۱۰۰ ډوله
تورونه او تهمتونه ور باندې وتړل او ټاپه کړي دی خو یوه ورخ د افغانی
رهبرانو خبره یا منطق غربیانو نه دی منلۍ ، ته به وایی تنها دوی تحصیلات
عالی لری او په خارجی ژبو خبرې کوی ، نه خیر داسې نه ده موږ تر هر یوه
خارجی ښه منطق او ښه تدبیر سنجولای شو او عملی کولای شو فقط زموږ ور سره
فرق په سرمایه او بیسیوادی کی دی ؟؟؟؟
زه د افغانستان له ځوان نسل مخصوصا ( هلکانو او نجونو )  نه چې د
مجاهدینو او طالبانو او داعشیانو او همدارنګه رشوتخورو او سوی استفاده
ګرو مامورینو سره هیڅ ډول اړیکه نه لری ، زامن یا لورانې ېې نه وي دخپل
افغاني غیرت او پوځې زور ازمویلو په پایله کې د پاکستان او ایرانګوډاګیان
او تالي څټي   د جګړو په ډګر کې په ګڼدوکړو ، له همدې امله  ترنننه
افغانستان د دوو پیړیوراهېسې  د نړیوالو د پرلپسې سیاسي  لویولوبو یو ستر
نړیوال پولیګون  ،جنګې لابراتوار او ارکان حربۍ مکتب ګرځیدلي دی او تاسې
هغه (پاک – صاف – صادقانه – بی له ویرې – بی له امتیاز غوشتلو زلمیان )
زما سره دیوه تاریخی تصمیم په نیولو کی ځان شریک کړۍ او د نني افغاني
حکومت – خارجی هیوادو په تحریک او ډالروځان ونه غولوی او نه تطمع شۍ او
په هیڅ وجه د نوې ( پي ایم ) نظریات او مفکوره د هیچا سره مه شریکوی او د
افغانانود ( عزت – آبرو – حیثیت – عزت نفس ) د بیا را ژوندي کیدو په خاطر
ملاو تړي ، تر څو یو با تور ، غیر منسلک ، ازاد ، د اشغال نه فارغ ، د
پاکستان ، ایران او عربانو له ډیکټاته فارغ هیواد خاوندان شوو .