کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

پرون د شوروي او نن د امريکا وتل؛ حالات ورته دي؟

په داسې حال کې چې په وروستيو کې له طالبانو سره د امريکا د خبرو سره په ورته مهال له افغانستانه د امريکايې ځواکونو د وتلو په اړه په کور دننه او امریکا کې ضد او نقيض څرګندونې کیږي؛ افغانستان تېره ورځ له دغه هيواده د سرو لښکرو د وتلو دېرشمه کليزه ونمانځله. له ننه پوره دېرش کاله وړاندې د وخت شوروي اتحاد سرو لښکرو د ځمکې او هوا له لارې په افغانستان يرغل وکړ او د وخت ولسمشر حفیظ الامين يې د کورنۍ له غړو او دوستانو سره يو ځای وواژه. ببرک کارمل يې لا له وړاندې د ولسمشر په توګه اعلان کړی و.

په همدې شپه چې سرو لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ او حفیظ الامین يې وواژه، ببرک کارمل یې د مړينې خبر د تاجکستان له راډیو څخه خپور کړ. شورويانو په افغانستان کې نهه کاله تېر کړل او د وخت مجاهدينو يې پر ضد د امريکا په مالي او تجهيزي ملاتړ چې د پاکستان له لارې ورته ورکول کېده؛ جهاد وکړ. بلاخره د ۱۹۸۸ میلادي کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه نېټې د جينوا پرېکړې له مخې روسانو له افغانستانه وتل پيل کړل.  دغه بهير یو کال وخت ونیوه یعنې د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبروري د میاشتې په ۱۵مه نېټه بشپړ شول.

له افغانستانه د روسانو وتلو سره خلکو داسې انګېرل چې ګويا سوله به رامنځته شي، خو هر څه برعکس شول او د سولې پر ځای جګړو او ورانکاریو د افغانستان بڼه بدله کړه. که څه هغه مهال د ډاکټر نجيب الله حکومت د وخت مجاهدينو ته د سولې وړانديز وکړ خو مجاهدينو ورسره موافقه ونه کړه او جګړې لا هم زور واخيست.

د روسانو له وتلو وروسته ولې جګړې زور واخيست؟

په دې اړه چې ولې د روسانو له وتلو وروسته هم سوله رانغله او جګړو زور واخيست؛ په اړه يې بېلابېل نظرونه شتون لري. مجاهدين صاحبان وايې چې د جينوا په تړون کې د افغانستان د سولې او نظام په اړه روښانه تګلاره موجوده نه وه چې پر اساس يې افغانستان د داسې قوي نظام څښتن نه شو چې هم په کور دننه پرې ټولې ښکېلې غاړې يوه خوله وای او هم د نړيوالو هيوادونو له ملاتړه برخمن وای.

خو په عامو خلکو او يو شمېر کارپوهانو سره داسې باور دی چې ګويا د واک په سر د مجاهدينو جنجالونو، د شورويانو له وتلو وروسته د روسانو او ډاکټر نجيب د حکومت د اړيکو سوړوالی او د جينوا په تړون کې په افغانستان کې د ښه نظام رامنځته کولو په اړه د نړيوالو بې توجهي او پلان نه لرل، د دې سبب شول چې افغانستان د جنګونو په ميدان بدل شي. ځکه کله چې روسان له افغانستانه وتل نو د ډاکټر نجيب الله سره د مرستې ژمنې هم کړې وې خو کله چې داکټر نجیب الله له افغانستانه د روسانو د وتلو ورځ له روسانو څخه د نجات د ورځې په نوم نمانځله نو دغه چاره سبب شوه چې د کابل او مسکو اړيکې سړې او د پاکستان له ملاتړه د برخمنو مجاهدينو پر مټ د ډاکټر نجيب الله حکومت سقوط شي.

آیا نن او پرون حالات يو شان دي؟

په داسې حال کې چې اوسمهال د طالبانو او امریکايانو تر منځ د سولې په خبرو کې له افغانستانه د امريکايې سرتيرو د وتلو خبره ډيره مطرح کيږي، او په خوا کې ورسره طالبان هم له افغان حکومت سره له خبرو انکار کوي؛ دغې چارې دلته د عامو خلکو سره دا اندېښنه پيدا کړې چې ګويا يو ځل بيا د مجاهدينو د وخت تجربه تکرارېدونکې ده.

ځکه هغه مهال هم مجاهدينو د ډاکټر نجيب الله له حکومت سره له خبرو انکار کاوه او اوس طالبان هم د افغانستان له حکومت سره د سولې له خبرو انکار کوي. هغه مهال هم روسان له افغانستانه ووتل او افغان حکومت د پاکستان له ملاتړه برخمنو مجاهدینو ته پاتې شو او اوس هم که امریکايان وځي نو طالبان چې د پاکستان، ايران او روسيې له ملاتړه برخمن دي؛ د افغانستان په سياست کې راګډېدونکي ښکاري.

اوسني او پخواني حالات په يو تفاوت سره نور بيخي ورته دي. تفاوت دا دی چې هغه مهال ولس د پاکستان په مکارتوب دومره نه و آګاه او داکټر صيب نجيب الله يې مقاومت لپاره ځان ته و، خو اوس مو ولس د پخوا په پرتله د پاکستان په نيت ښه پوه او اشرف غني هم د نړيوالو له ملاتړه برخمن دی. بيا هم که طالبان د مجاهدينو له تيرو اشتباګانو عبرت نه اخلي او بيا هم خپلې سرزورۍ ته ادامه ورکوي او له حکومت سره خبرو ته نه حاضريږي نو ډير ژر دی چې سبا به طالبان هم له خپل اوسني دريځ پښیمانه او ولس ته بې جوابه پاتې وي.

لیکنه : خوشحال آصفي