جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

په اروپا کې د کډوالو پر وړاندې د کرکې زیاتوالی

حميدالله بسيا

داسې ښکاري چې د کډوالو لپاره نور د اروپايي هېوادونو د مېلمه‌پالنې او ښه راغلاست دوره پای ته رسېږي. دا هغه دوره وه چې يو وخت  اروپا د ازادۍ، برابري او ورورولۍ شمعه ګڼل کېده، خو اوس د بربنډې کرکې او سياسي لوبو تر سيوري لاندې  دا شمعه تته او مړه کېږي. په اروپا کې کډوالو ته نور هغه تود هرکلی نه شته چې يو وخت  د نړۍ له بې‌وزلو او جګړه‌ځپلو خلکو سره وو. اوس دلته د هغو کسانو لپاره ځای نه دی پاتې، چې له جګړې، لوږې او بې‌کارۍ څخه د خلاصون په لټه کې دې لويې وچې ته ورکډه شوي دي.

په ځانګړي ډول د سوريې ،هندوستان، افغانستان، فلسطين او نورو آسيايي او افريقايي هېوادونو کډوال دا سخت بدلون په خپلو سترګو ويني. هغوی فکر کاوه چې اروپا به د امن، کار او عزت ځای وي، خو په عمل کې اوس  دوی ويني چې د نژادپالنې او سياسي محاسباتو قرباني شول.

په ځانګړي ډول برتانيا چې ډېرې کډوالو خپل نوې کورګاڼه ، خو اوس د هرکلي پر ځای، د تاوتريخوالي، بې‌پروايۍ او تورونو له فضا سره مخ کېږي. رسنۍ لکه په فيسبوک ، ټويټر او يوټيوب کې به په سلګونو داسې ويډيوګانې ووينئ چې پکې  د  همدې  کډوالو هره تېروتنه ډېره غټه ښيي، داسې چې ګواکې د ټول ملت ستونزې د دوی له امله دي. خو که دا تېروتنه يو اروپايي وګړی وکړي، چوپتيا حاکمه وي. برتانوي ټولنه د ملي شعارونو تر اغېز لاندې داسې حالت ته رسېدلې ده چې تقريبا هر کډوال او ورتلونکی کس ورته دښمن ښکاري.

د دې حالت تر ټولو څرګند انځور د سپتمبر په ۱۳مه په لندن کې تر سره شوې لاريون و چې شعار يې «Unite the Kingdom» و. نږدې ۱۱۰ زره کسان د مهاجرت پر ضد راټول شوي وو. د مظاهرې مشري يو جنجالي فعال ټومي رابنسن کوله، نوموړي دا لړۍ يو «انقلاب» وبلله. د ده د ژوندۍ خپرونې د نندارې لپاره  له يو نيم ميليون زيات کسان ناست وو  دا خپله ښيي چې د کرکې اوازه څومره چټکه خپرېږي.

لاريون کوونکي د غوسې يوه وجه دا وه چې حکومت د کډوالو د استوګنې لپاره هوټلونه په دولتي بوديجه نيسي . هغوی دا د خلکو د مالياتوضایع کېدل بولي. خو دوی نه ګوري چې د بريتانيې د ټولنيزو خدمتونو يو لوی بار همدا کډوال پر اوږو وړي  روغتيا، ترانسپورت، پاک‌کارۍ، او ساختماني سکتور ډېری کارونه د دوی له برکته روان دي.

دا لانجه د حکومت تر لوړو پوړونو ورسېده. صدراعظم کير ستارمر د فشار د کمولو لپاره وړانديز وکړ چې کډوال دې په زړو پوځي اډو کې ځای پر ځای شي. دا پرېکړه په ظاهره د نظم او امن لپاره ده، خو په حقيقت کې د بشري آزادۍ د پولو ماتول دي. ځکه پخوانۍ پوځۍ بارکونه اوس د بې‌وسه انسانانو د بند سيمې ګرځي او دا حالت د دويمې نړيوالې جګړې د ګېټو پېښه رايادوي. په دويمه نړيواله جګړه کې نازيانو د یهودانو لپاره ځانګړې تړلې سیمې جوړې کړې چې «ګېټو» بلل کېدې.

په دې سیمو کې یهودان له ټولنې جلا، د لوږې، ناروغۍ او ظلم ښکار وو. تاريخ تکرارېږي او له دويمې نړيوالې ج د نژادي صفا والي، د “خالص ملت” او له پرديو څخه د هېواد د پاکولو شعارونه بيا راژوندي شوي دي. اروپا يو ځل بيا د هغه پخواني غرور له لارې د انسانيت له ازموينې تېريږي.

هغه مهاجر چې يو وخت يې د بريتانيا د مېلمه‌پالنې کيسې اورېدلې وې، اوس ځان د کرکې په منځ کې ګوري. دوی باور کړی و چې لندن د انسانيت زړه دی، خو دا زړه اوس يخ شوی دی. په شلمه پېړۍ کې، کله چې برتانيا له اقتصادي بحران له سره مخ وه، همدغه بهرني کارګران وو چې د انګلستان ماشين يې په خوځنده وساته.

کډوال د يو هېواد  د کاري ځواک  تشه ډکوي  له روغتيايي خدماتو نيولې بيا تر ټکنالوژۍ پورې. د دوی د مالياتو له لارې د دولت بوديجه بډایه کېږي، نوښتونو ته وده ورکوي او د سوداګرۍ فضا روانه ساتي. حتی د کډوالو د کار له برکته، د بريتانيا د ملي روغتيايي خدمت (NHS) نظام لا فعال دی. خو اوس هماغه خلک چې دا هرڅه یې روان او دوان ساتلي دي د تورونو هدف ګرځول شوي.

په حقيقت کې، د بريتانيې د اوسنۍ نوي بڼې بکګراونډ همدغو کډوالو جوړ کړی دی. د احصايې له مخې، له ۳۷ تر ۴۱ سلنه اوسني بريتانوي وګړي د برتانيا له پولو د باندې زېږېدلي دي. لندن د نړۍ له درې سوه ژبو ډک  يو سترښار دی. دا ژبې د تنوع، کلتور او انسانيت غږونه دي  که دا غږونه چوپ شي، نو بريتانيا به  د کرکې د دېوالونو تر منځ بند،  يوازې يو سوړ او بې خونده ټاپو پاتې شي.

نن کډوالو سره  يو ځل بيا د دويمې کچې انسانانو په څېر چلند کېږي. لومړی د دوی کاراو فزيکي قوت د هېواد اقتصاد د ملاتړ لپاره کارول کېږي، وروسته بيا د سياسي امتياز لپاره قرباني کېږي. دا يو ډول نوی استعماري چلند دی

اروپا که غواړي د خپل تمدن بقا وساتي، بايد بېرته د انسانيت پر لور را وګرځي. د اغزن تارونو، نفرتي شعارونو او ملي تعصب له لارې ملتونه نه لوړېږي، بلکې د همدردۍ، عدالت او ورورولۍ له لارې دا چاره شونې ده. دا بايد وپېژني چې هر مهاجر يو غږ لري، يو خوب لري، او دا خوب د ژوند، امن او عزت غوښتنه ده ، هغه ارزښتونه چې يو وخت خپله اروپا پرې ویاړ کاوه.