آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

نوې ستراتيژي او په پاکستان کې جوړه شوې غوغا

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه؛ وروسره جوخت يې په اړوند په پاکستان کې غوغا راپورته کړه. په دغې ستراتيژي کې پاکستان ته اخطار ورکړل شوی امریکا نور په پاکستان کې د ترهګرو د پناه ځايونو پر وړاندې غلې نه شي کېناستلی. ټرمپ ويلي چې امريکا په ميلياردونو ډالره د پاکستان په واک کې ورکړي خو نوموړي هيواد په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه جوړ کړي دي. دغې ستراتيژۍ اوس په پاکستاني حکومتي چارواکو او سياسيونو زلزله راوستې ده. اوس ترې لار ورکه ده چې څه وکړي څو پر دوی د امريکا له لوري وارد  شوي فشار مخنيوی وکړي.

حکومت يې د امريکا انتقادونو ته په لومړي ځواب کې له افغانستان سره د ښو اړيکو درلودلو ټينګار او په دغه هيواد کې د سولې له بهيره ملاتړ کړی دی. د پوځ لوی درستیز يې جاوید باجوه ويلي چې له ترهګرۍ سره د اغېزناکې مبارزې او دغه راز د سولې د خبرو لپاره بايد د کابل او اسلام اباد تر منځ د باور فضا رامنځته شي. باجوه ويلي چې په لاهور او کابل کې د خلکو په وژنه یو ډول دردېږي او دواړو هېوادونه باید نور د یوه او بل د ملامتولو لوبه پای ته ورسوي. پاکستان په دغه دول څرګندونو غواړي يو ځل بيا افغان دولت او امریکا دوکه کړي چې ګويا پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزه کې صادق دی خو دا افغانستان دی چې ورسره همکاري نه کوي.

د حکومتي مقاماتو تر څنګ يې له هغو مذهبي مشرانو او سياسي ګوندونو هم لاره ورکه کړې چې د پوځ او استخباراتو په مستقيمه لارښوونه فعاليت کوي او افغانستان او سيمه کې خلک ترهګرۍ ته رابولي. تيره ورځ د پاکستان د دفاع شورا په نامه د مذهبي سياسي ګوندونو د اتحاد مشر او د طالبانو معنوي پلار، مولانا سميع الحق، پر پاکستان د امريکا د انتقادونو او اخطار په غبرګون کې ويلي چې د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي. ده په ورته مهال ټينګار کړی چې په افغانستان کې به جګړو ته دوام ورکوي.

سميع الحق د خيبر پښتونخوا په اکوړه سيمه کې یوه ديني مدرسه لري چې په کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په ګډون، په سلګونو افغان طالبانو زده کړې کړې دي او له همدې کبله سميع الحق ته د طالبانو معنوي پلار ويل کيږي. دی د پاکستان د دفاع شورا د مذهبي ګوندونو په نوم د اتحاد مشر دی. په دغې شورا کې کابو څلویښت افراطي مذهبي ډلې شاملې دي چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو له ملاتړه برخمنې دي. دغو ډلو له کلونو راهيسې په افغانستان کې د جګړې لپاره ترهګر روزلي او د مالي ملاتړ لپاره يې ورته چندې راټولې کړي دي.

پاکستان د خپل هيواد لپاره له خپل پوځه دومره ګټه نه ده اخيستې لکه څومره چې يې له دغو افراطي مذهبي ډلو پورته کړې ده. همدوی د افغانستان د جهاد دورې پر مهال د افغان جهادي ټيکه دارانو سره لاس يو کړ او د افغانستان ملي شتمنۍ يې چور، د پوځ الوتکې يې قاچاق او تاريخي ارزښتونه يې ويجاړ کړل. همدا اوس هم په افغانستان کې جنګېدونکي وسله وال طالبان د مولانا سميع الحق، ملا فضلو او نورو افراطي ملايانو په لارښوونه او د آی ايس آی له ملاتړه برخمن دي.

د افغانستان اړوند د امریکا د نوې ستراتيژۍ په غبرګون کې د مولانا سميع الحق وروستۍ څرګندونې چې ويلي دي د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي او دوی به په افغانستان کې جګړو ته دوام ورکوي؛ هم د دې ښکارندويې کوي چې طالبان د دوی عسکر دي او د دوی په خوښه او امر افغان وژنه ترسره کوي. باور مو دی چې د مولانا سميع الحق وروستۍ څرګندونې هم د آی ايس آی په لارښوونه ترسره شوي. ځکه په نوې ستراتيژۍ کې پر پاکستان ډير زيات فشار راوړل شوی دی او اوس يې پوځ او ټول حکومت وارخطا دی چې څنګه کولی شي له يو ځل بيا افغان حکومت او امريکا ته په سترګو کې شګې وشيندي او ځان ترې وژغوري.

لیکنه : خوشحال آصفي