مور د تاریخ په هینداره کې!
![](https://mashal.org/media/Khalil.jpg)
مور د انسانی تاریخ هغه ستره او اوچته نعمت او معنوی زیرمه ده چې قیمت ورته ناشونی دی. که انسان ټول عمر د هغې خدمت ته ځانګړی کړي نو په جرات ویلي شو چې بیا هم خورا قلیل او کم دی البته دهغه زیارونو او زحمتونو په وړاندې چې هغې ګاللي او زغملي دې. نبی کریم ص فرمایي: جنت د مور د پښو لاندې دی. میندې د مینې هغه ګل غوټیې دې چی په غوړیدو یې خپلو ګلونو ماشومانو ته د مینی او مهربانتیا احساس ورکوي او د مینې په رڼا کې یی روزي. د مینې درس ورته ورکوي او په انسانی او اسلامی انګیزه یې سمبالوي. مور د رازونه هغه هستي ده چې انسان یې د خواږۍ او تنهایي پر وخت یوازینۍ رازداره مومي او د ناهیلیو پر وخت د امیدونو ستره ستنه ده.
د مور په اړه شاعر وایي: ٫٫مور یوه داسي هستي ده چې د اوریدونکي سینې ته ښکته کیږي٬٬. ورځو د مور په وصف کې داسی ویلي دې: ٫٫مور هغه هینداره ده چې هر رنګ پکښې له ورایه ښکاري٬٬. د اسلام سپڅلي دین هم په خپل وار مور او پلار ته لوړ حیثیت او ځای ورپه برخه کړي او ستر څښتن تعالی خپل رضایت د مور او پلار په رضایت که نغښتی دی. که ووایو چې د یوې ټولنې سعادت او ښیرازۍ د یوې با تدبیره او محرکې مور پوره تړاوه لری نو له واقعیت نه به مو سترګې نه وي پټې کړي. مور داحساساتو او عواطفو هغه وړانګنه سپوږمۍ ده چې په نشتون یې د انسان عاطفی او احساسی بڼ خزان کیږي. لنډه د مور د وصف او بیان لپاره الفاظ عاجز دې او ورته توري نشي موندلی تر څو د مور ریښتنی حیثیت او سیرت بیان کړي.
په درنښت
پوهیالی خلیل الله توحیدیار صافی