وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

مرګيه بس کړه

د ډګر جنرال حسام الدين حسام د خواخوږۍ پيغام!

د پکتيکا ولايت ځوريدلي ولس ته, د يحی خېلو, او غيبي خېلو په وينو لژند ولس ته د پرونۍ چاودنې په اړه چې دا کړېدلی, ځوريدلی ولس يې يو ځل بيا د ملي ماتم د وير او ساندو په ټغر کښېناوه, خپل د ټپي زړه ژور د عزيزګلوۍ , خواخوږۍ او غم شريکۍ احساس او تسليت تاسو ټولو ته په ځانګړې توګه د شهيدانو او ټپيانو کورنيو ته وړاندې کوم.

شهيدانو ته مغفرت او جنت فردوس او ټپيانو ته د رب له دربار څخه بشپړه روغتيا او سلامتيا غواړم , او د تور مارکېټ په توره فيصله باندې لعنت, لعنت لعنت وايم. او د خپل ټپي او پکو زړه احساس او غمشريکي د ساندو په بدرګه سره خپل د پکتيکا عزيز او پتمن ولس ته په لاندې شعر کې ډالۍ کوم.

دا د پيو ډکه خوله هلک به کوم انتقام وژني؟

که فتوا بازاري شوې , غنچه خوله بې کلام وژني

د يتيمې سينې مور يې, ټول حواس ورته الوۍ کړي

چې سورخولی ترې رخصت شي, په بيبيانو کې وام وژني

***

انګاري فرياد ته ګورئ, تړمو اوښکو جنازې وړي

شنې کوترې زخمي زېري, له ياخېلو تر کعبې وړي

دغه تږي سيند ته ګورئ,چې يې تنده نه ماتيږي

خيرات خپله ټولوي, په بدل کې سرکاسې وړي

***

له زړګي د پکتيکا مې, د تنکيو جنازې وړي

سور سالو کفن کې نغاړي, ګلاليو جنازې وړي

په شيندل زړه مې څه وکړم,چې احساس يې نه ټوليږي

له ياخېلو تر ارګون نه, وړکيو جنازې وړي

***

اوس نو وايه! کوم اجل له فريادو انتقام واخېست؟

يا مهدي اخرزمان له ,اوم آسمانه پيام واخېست

هغه زړه چې په تا شپول و,زمانې په ګروه نيولي

چې ېې کوډو په وړيا بيه غلام, ستا (حسام) واخېست

***

شاعر : حسام الدين حسام

ترتیب کوونکی : انجنیرعبدالقادرمسعود

هالنډ , د ليندۍ دريمه ۱۳۹۳

د نومبر ۲۴,  ۲۰۱۴