مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او لیکوال وو، چې شاوخوا یوه پیړۍ مخکې له میلاد مسیحي څخه یې ژوند کړی دی. هغه پر (106) مخکې له میلاده د جنورۍ په دریمه نیټه د روم په سویل ختیځ کې په سل کیلومترۍ کې د «ارپینو» په ښار کې زیږیدلی دی. نوموړی د یوې شتمنې کورنۍ زوی وو او له ماشومتوبه یې بېلابېل علوم زده کړل او په ځوانۍ کې نامتو شاعر شو. په روم او یونان کې یې د فلسفې، بلاغت او بیان زده کړې، کړې وې. ډیری لیکوال او تاریخ پوهان هغه د روم په تاریخ کې ترټولو لوی او نوموتی متفکر ګڼي. د ډیرو لیکنو او کتابونو له امله چې هغهٔ کښلي دي، دی د یو نامتو لیکوال په توګه پېژندل شوی دی. د نوموړي غوره کتابونه دا دي: «څنګه زوړ شو»، «د ازادۍ په دښمن باندې برید»، «څنګه ملګرتیا وکړو» او همداسې نور … د سیسیرو ژوند او نښیرونو (اثارو) د بیان، اخلاقو او سیاست په برخو کې په لویدیځ اندو فکر ژور اغېز پرېښود. هغه رومانیان د یوناني فلسفې د مهمو ښوونځیو سره اشنا کړل او د لاتیني فلسفي لغتنامه یې جوړه کړه ترڅو خپل ځان د ژبپوه، ژباړونکي او مهم فلسفي شخصیت په توګه وړاندې کړي. ده خپل لوی اغېز پر غوره روڼاندو لکه: «جان لاک، ډیوډ هیوم، او شارل دو مونتسکیو» پرې ایښی دی. د هغه نښیرونه(اثار) د اروپایي فرهنګ په تاریخ کې له اغېزناکو نښیرونو(آثارو) څخه شمېرل کیږي. سیسرو د پوځي تخنیکونو په زده کولو سره په بېلابېلو جګړو کې هم برخه اخیستې وه. هغه ختیځ ته هم سفر وکړ او د نړۍ د دې سیمو د خلکو له فلسفې او حکمت سره هم اشنا شو. سیسرو د «مارک انتوني» په امر ووژل شو.
دا هم د مارکوس تولیوس سیسرو ګټورې او مهمې خبرې او ویناوې:
– که یو باغ او یو کتابتون ولرئ هر هغه څه لرئ چې ورته اړتیا وي.
– کور پرته له کتابونو لکه یو بې اروا بدن دی.
– هیڅکله زیاتوالی او افراط مه کوئ، خو پرېږدئ، چې انډول(برابري) او اعتدال ستاسو لارښود وي.
– زه په دې نه شرمېږم چې منښته، اقرار او اعتراف وکړم، چې زه له هغه څه څخه ناپوه یم چې زه پرې نه پوهېږم.
– هوښیارانو ته پوهه او عقل لارښونه کوي، منځني عقلونو ته آزمایښت او تجربه، نا پوه او احمقانو ته اړتیا او ظالمانو ته غریزه.
– د دې لپاره چې موږ آزاد خادمان واوسو، موږ باید ټول د قانون خادمان واوسو.
– د خلکو خوندیتوب تر ټولو لوړ قانون دی.
– جګړه قانون وژني.
– زه هیڅکله د بل چا شتمني دومره نه ستایم، چې له خپلې شتمنۍ څخه ناراضه شم.
– د کایناتو لوست او مطالعه به نیمګړي وي تر څو چې عمل یې و نه څارل شي.
– موږ خپلې خوښۍ هېره وو، خو غمونه او رنځونه مو په یاد دي.
– زړور انسان د ایمان څخه ډک وي.
– د جګړې په وخت کې، قوانین چُپ او خاموش دي.
– جګړه، د هغو کسانو د وژلو ځای دی چې یو بل نه پیژني او د هغو کسانو په ګټه ده چې یو بل پېژني خو یو بل نه وژني.
– عادت خورا پیاوړی دی، دا موږ ته د ستړیا زغم او د درد، ټپ او زخم څخه د کرکې او نفرت کولو لوست او درس راکوي.
– چوپتیا او خاموشي د خبرو اترو له هنرونو څخه دی.
– نا عادلانه او نا حقه سوله تر عادلانه جګړې ښه ده.
– مخکې له دې چې تاسو پیل وکړئ په پاملرنې سره یې پلان کړئ.
– تاسو به نورو ته همدومره ارزښت ورکوئ څومره چې تاسو د ځان لپاره ارزښت ورکوئ.
– طبیعي ده چې هر څوک تېروتنې کوي، خو یوازې نا پوه او احمق تېروتنې ته دوام ورکوي.
– پوهه چې له نیاو(عدالت) څخه جلا وي د حکمت او هوښیارتیا په ځای خیانت بلل کیدی شي.
– خو ازادي څه ده؟ د ژوند کولو ځواک لکه څنګه چې یو څوک یې غواړي.
– د شریعت احکام دا دي: په صداقت سره ژوند کوه، هیچا ته ضرر مه رسوه او د نورو حقوق ادا کول.
– هیڅکله هم ملګري مه ځوروئ، حتا په ټوکه کې.
– ریښتیني ملګري او دوستان که له سترګو لرې شي، له زړه نه، نه لرې کېږي.
– دوستي او ملګرتیا د تقوی پر بنسټ ټینګه وي. که دا بنسټ له منځه ولاړ شي، دوستي او ملګرتیا به هم ړنګه شي.
– هغه کسان چې دوستي له ژوند څخه لرې کوي، داسې دي لکه چې لمر مو له نړۍ نه اخيستی وي.
– تاسو هیڅکله د کوچنیو خلکو سره لوی کارونه نشئ کولئ.
– مننه او شکریه نه یوازې یو فضیلت دی بلکې د ټولو فضیلتونو پلار هم دی.
– د دولت لپاره د انساني دندې په پرتله کومه غوره او ارزښتاکه دنده ده چې وده کوونکي نسل ته لوست او درس ورکوي.
– دا ځانګړنه د هغه نا پوه او احمق لپاره ده چې د نورو کمزوري او عیبونه ګوري او خپل کمزوري او عیبونه هېروي.
– د پنځ «طبیعت» د قانون له مخې، عادلانه دا ده، چې هیڅوک باید د بل په زیان او زیان رسولو سره بډای نشي.
– څومره چې موږ لوړ مقام ته رسېږو هغومره باید عاجز او متواضع واوسو.
– هیڅکله لویوالي او عظمت ته نه رسیږئ، تر څو چې په هغه لاره کې ډېر زیار او زحمت ونه باسئ.
– مېړه باید د کور مغز او ښځه یې زړه وي.
– مینه هڅه کوي چې له ښکلا څخه الهام اخیستونکي ملګرتیا را مینځته کړي.
***
په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود