اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«حزب باد»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات غالب…

«حزب باد Opportunism»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات…

        زیارتگاه امام صاحب ولایت کندز دومین شهر مذهبی افغانستان

  نوشته کریم پوپل مورخ ۲۱ فبروری ۲۰۲۵    مقدمه  ولسوالی امام صاحب با داشتن…

روایتی از کشت زار های خستۀ رنگین کمان خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید این هم می گذرد ما مرده ایم، مرده ی در…

             تاریخچه نام گردیز

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۵فبروری ۲۰۲۵ بسیاری از دوستان یکی از…

مماشات خویشتن دارانۀ غرب با طالبان و پراگنده گی مخالفان…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست های بیرونی پیرامون افغانستان؛ بستر سازی برای…

چاپنداز

بزکش، پهلوانی که  با سواری اسب، بز را به دایره…

انارستان دل 

رسول پویان  دل ز درد و داغ هجران بی‏نوا افتاده است  برگ…

«
»

له طالب سره سوله او يو څو خبرې

په داسې حال کې چې له طالب وسله والو سره د امريکايې پلاوي پنځم پړاو خبرې لا هم په قطر کې روانې دي او پايله يې لا رسنيو ته نه ده راوتلې؛ دلته په کور دننه له ډلو ټپلو او ځینې احزابو سره چې له طالب سره جنګي او د مخالفت مخينه لري؛ اندېښمن شوي دي. په خوا کې ورسره يو شمېر د ښځو د حقونو فعالان او ميرمنې هم اندېښمن دي چې له طالب سره له سولې وروسته به د ښځو حقونو ته څومره پاملرنه وشي.

هاخوا د ډيموکراسۍ مدافعین هم د طالب له راتګه اندېښمن دي چې له سولې وروسته به هغه کارونه چې د ډيموکراسۍ د ترويج لپاره ترسره شوي څومره پر ځای پاتې شي او په کومو برخو به بنديزونه ولګول شي. حکومت هم انديښمن دی چې د پردې تر شاه د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ څه خبرې روانې دي چې پايله يې لا روښانه نه ده او خبرې همداسې پسې غځيږي.

د ټولو اړخونو اندېښنې تر يوه حده پر ځای او تر يوه حده له وخته مخکې دي. ځکه چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پورته يادو شويو ټولو قشرونو زيان ليدلی او اوس بيا نه غواړي چې يو ځل بيا دې طالباني دورې ته وګرځي.

د حکومت اندېښنه

افغان حکومت د قطر له خبرو ځکه اندېښمن دی چې دغه خبرې د بندو دروازو تر شاه ترسره کيږي او د هيلو خلاف ورځ تر بلې غځيږي. په داسې حال کې چې له يو لوري د راتلونکي هجري لمريز کال د جوزا په مياشت کې د اوسني حکومت قانوني دوره پايته رسيږي او له بل لوري د طالب او امريکا تر منځ د سولې د روانو خبرو غټ ټکي نه دي روښانه شوي؛ دغې چارې حکومت اندېښمن کړی چې ګويا که د طالب او امريکا خبرې همداسې ګونګې تر جوزا غځيږي نو بيا به د حکومت سياسي او وسله والو دواړو مخالفانو ته فرصت په لاس ورشي چې ګويا حکومت قانوني حيثيت له لاسه ورکړی ځکه ورسره د سولې خبرې نه کوي. په داسې حالت کې بيا د موقتې ادارې رامنځته کول شونې کيږي. همدغې چارې افغان حکومت اندېښمن کړی دی.

د دیموکراسۍ غوښتونکو اندېښنه

د سولې له روانو خبرو يو شمېر ډيموکراسي پلوه اشخاص ډير په اندېښنه کې ښکاري او داسې ګمان کوي چې ګويا له طالب سره د سولې وروسته به د دوی اتلس کلنې هڅې چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د ترويج لپاره کړي؛ له خاورو سره ملې شي. دوی په افغانستان کې د طالبانو تېره واکمني د بېلګې په ډول يادوي او وايې چې طالبان به له سولې وروسته افغانستان دوه لسيزه وروسته حالت ته بوځي. د دوی اندېښنه بېځايه ځکه ده چې نه طالب پخوانی د غرونو ببر سری طالب پاتې دی او نه خلک او شرايط دا ايجابوي چې پخواني طالبانيزم ته دې وګرځي.

طالب مجبور دی چې ځان د خلکو د غوښتنو مطابق برابر کړي او له خپل پخواني دريځه نرمښت وښيې. ځکه طالب اوس واک او په سياست کې شريکېدل غواړي او دا هغه وخت امکان لري چې طالب د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايې. سمه ده چې له طالب سره له سولې وروسته به په افغانستان کې د روانې ډيموکراسۍ، بيان آزادۍ او د ښځو په حقونو کې نسبي بدلون راشي خو دا بدلون به ډير دوام ونه کړي. طالب به يواځې د خپل اوسني دريځ د ساتلو په خاطر تر يوه کاله په ډيموکراسۍ او د بيان په ازادۍ محدوديت وضع کړي خو کال نیم کال بعد به حالات بيرته اوسني حالت ته راوګرځي.

د سياسي ډلو اندېښنه

له وسله والو طالبانو سره د سولې له روانو خبرو هغه ډلې ټپلې هم په اندېښنه کې دي چې کلونه کيږي په افغانستان کې په واک کې پاتې شوي او لا يې هم د واک تنده نه ده خړوبه شوې. دغه ډلې له طالب سره د سولې له روانو خبرو نه يواځې اندېښمن دي بلکې پټ او ښکاره مخالفت يې هم کوي. دوی ځکه اندېښمن دي چې له طالب سره له سولې وروسته به يې يوې خوا اوسنی واک نيمايې شي او له بلې خوا به له دوی سره د پخوانيو مخالفتونو او جګړو حساب وغواړي. دوی له طالبانو سره مخامخ ناستې هم کوي، او هڅه کوي له دغې لارې د طالب ډاډ ترلاسه او په راتلونکې کې خپله سياسي بقا تضمين کړي، خو که وس يې بر شي نو په يو نه يو ډول له طالب سره د سولې روانو خبرو پر وړاندې خنډ هم جوړوي.

ولس بايد څه وکړی؟

ولس مو بايد د سولې خبرو په تړاو له پوره تدبير او حوصلې کار واخلي او منتظر پاتې شي چې په قطر کې له روانو خبرو څه نتیجه راوځي. کچيري دغه نتیجه د ولس او افغانستان په ګټه وه داسې وه چې دلته په دايمي سولې تمامېدله نو هرکلی دې ترېنه وکړي او که خدای مه کړه روانې خبرې يواځې د امریکا او طالب د ګټو د تامين لپاره وې نو بايد چې ژر تر ژره لاس په کار شي او د راتلونکي احتمالي بحران مخنيوی وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي