ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

«
»

له جګړې وتل او حل لاره یې

ملا عبدالسلام ضعیف

پخوانی ډیپلوماټ، پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر

که موږ په غور سره تیر تاریخ ته نظر وکړو، هيڅکله استعمار او نیواکګرو د افغانستان پر حریم باندي مستقیم یرغل نه دی کړی، ترڅو چې یې تر یرغل وړاندي لاسپوڅي او ګوډاګي غلامان نه وي پیداکړي، د هر استعمار لپاره اول ګوډاګیو  غلامانو کار کړی، استعمار ته یې هیواد ته د ننوتلو زمینه برابره کړي ده، او کله بیا  دا کار  بلواکو  او کمزورو د  قدرت د لالچ  په نامه کړی، او کله بیا د پیسو د لالچ لپاره دا کار سوی دی، کله د هغه قومي او ژبني تعصب په بنا سوی، چې زموږ کورنۍ کمزوري او خلاوي ښیې، د کورنۍ کمزورتیا لپاره دوه عوامل په ګوته کولای سو، اول داچې د بي عدالتی او سرټمبګي له کبله داسي هڅې سوي، دویم داچې دقدرت د انحصارله کبله سوي دي.

په هر صورت زموږ هغه کمزوري باید په ګوته سي او د حل لپاره یې لاره وموندل سي، کوم چې دښمن هر وخت د هغه څخه ناوړه استفاده کړي او کوي یې.

۱ – د قدرت د انحصار مينه ، چې هرڅوک غواړي مطلق قدرت يې په انحصار کې وي، که هغه د پردي په مټو هم تر سره کېږي باک يې نه کوي، او يا له هرې نا مشروع لارې غواړي واک ترلاسه کړي.

۲ – د بي عدالتي موجودیت

۳ – د قومیت او ژبي تعصب، او د قوميت پر اساس واک ته د رسېدو تلوسه، او د قوميت يا ژبې پر اساس د نورو سلبول

۴ – د پوهي او تعلیم نشتوالی، چې عمومي مشکل دی. تر څو چې عامه پوهه او تعليم زيات نه سي هر ډول خلک د قوم، ژبې او نسب په اساس خپل مينه وال پيدا کوي او قدرت ته يې رسوي.

۵ –  د خپل ثقافت  او کلتور څخه لیري والی،  چې دا هم عام مشکل دی، خصوصاً د استعماري قوتونو له راتګ وروسته چې کلتوري او ديني ارزښتونه سرچپه ښودل کېږي.

۶ – د محرومیت  او محکومیت هڅې، يعني په لوی لاس د يو اړخ يا پرګنو ځپل، يا بد معرفي کول او له واک او سياست څخه سلبول.

۷ – د دین او د هغوی د پلویانو د کمزوري کولو  هڅې، دا هم د کلتوري يرغل او پردي پال سياست په نتيجه کې چې نه يوازې د ديني خوځښتونو او شخصيتونو په ضد په تبليغاتو لاس پورې کوي، بلکې عملاً د هغوی په ځپلو او کمزوري کولو لاس پورې کوي.

داهغه څه دي چې د حل لپاره یې بایدکار وسي، او دا هغه څه دي چې هر وخت په مختلفو  نومونو باندي دښمن او یا هم حریصو واکمنو ته د مداخلې چانس ورکوي، او کله چې داچانس ورکول سي نو بیا ټوله ارکان ( مهم او لوړ پوړي غړي) تر پوره تاثیر لاندي راولي، که څه هم چې تر اوسه هیڅ نیواکګر په خپلو  شومو اهدافو کې سل سلنه نه دی کامیاب سوی ، د خپلو  ډیرو مصارفو او خساراتو سره سره شرمیدلي او ناکام سوي دي، خو وروسته بیا بله جوفه / استعمار او زموږ نه تجربه موږ بیرته کلونه شاته بیایې.

یوبل اړخ ته په اشاره باید ووایم چې څومره هم تربګني، مرګ او ژوبله، تعصب او دښمني، خود خواهي او جاه طلبي، محرومیت او محکومیت ، ځواکمني او کمزوري دوام وکړي، ګټه هیڅ هم نه لري،  بلکي تاوان لري، شاته تګ او د تعصباتو زیژنده کیږي،  او حل یې یوازي او یوازي د یوه او بل حق ته درناوی، تحمل او واقعي عدالت ته مراجعه کول دي، دغه فکر باید په ټولوکې پیداسي، هر څه و ازمویل سوه، زور و ازمویل سو، ټکنالوژي و ازمویل سوه، نړیواله مافیا او قدرتونه و ازمویل سوه، استعمار او غلامي و ازمویل سوه، خو حالات کابو نه، بلکي  ورځ تر بلې د خطر خواته روان دي، جنګ په هیواد کې د خوښي او رضایت نه، بلکي تحمیلي بڼه لري، څنګه د دغه حالته څخه راوتلای سو.

زما (لیکوال) په نظر یوازنی حل یې دادی، هغه لاره چې د کلونو جنګونو د پای لاره ده، هغه باید ټول افغانان  خپله کړو، کوم چې د یوه واقعي سم تفاهم  رښتوني لاره ده، دا تفاهم باید د غلبې او مغلوبیت له پاره نه، د تسلیمي او د یوځای کولو له پاره نه، د نیواکګرو او  اشغال د بقا لپاره نه، د جلب او جذب له پاره نه، د قدرت د لالچ او وېش له پاره نه، بلکي د ستونزو د حل له پاره وي، د هیواد د بقا او خپلواکۍ له پاره وي، د وینو تویولو د مخنیوي له پاره وي، د جنګ د قانونیت او مشروعیت د اهدافو دپلي کولو له پاره وي، او په ځانګړي توګه د جنګ د افغاني کولو د مخنیوي له پاره وي، باید داسي تفاهم وي چې تر ټولو وړاندي دجنګ له پاره په اصولوباندې بنا وي، او بیا د حل لپاره،که دجنګ په اصولوباندې تفاهم مثبت تمام سي، بیاکیدلای سي نور پرمختګ هم وسي، که څه هم د نیواکګرو په موجودیت کې د جنګ اصول چې افغاني عنعناتو ورته یوچوکاټ درلودی، دړې وړې کړل سو، او د هغوی په  موجودیت کې دا کار ډیرګران او خلکو ته به غیر ممکن معلوم سي، خو زه د غه امکانات وینم او شوني کیدلای سي، مګر چې یو سم او واقعي تفاهم رامنځته سي، او تفاهم باید د دې له پاره وي چې څنګه افغانان د جنګ د سونګ د موادو د حالت څخه ژغورلی سو، د جنګ یو مخ دریدل د افغانانو تر وس تیره خبره ده، ځکه جهاد او جنګ تر ډیره تحمیلي بڼه لري او خبره د مجبوریت حد ته رسیدلي ده، دا هغه توپان دی چې اوس په ټوله اسلامي نړۍ کې په تيزۍ روان دی او لاپسي تيزېږي، مهمه او ډیره ارزښتناکه خبره داده چې څنګه کیدلای سي د افغانانو  په یو موټي کولو سره افغانان د دغه توپانه نجات پیداکړي،  دا کار یوازي د افغاني تفاهم دلاري کیدلای سي. او نسخه یې داده:

بسم الله الرحمن الرحیم

فإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (۵۹) سورة النساء.

که په څه کې مو سره شخړه راغله نو الله Y  او رسول ته یې ور وګرځوئ، که (رښتیا) تاسي په الله Y  او د اخرت ورځ باندي ایمان لرئ، دا غوره او په پایله کې ډیره ښه ده. 

اللَّهُمَّ أعِنَّا عَلَى ذِكْرِكَ، وَشُكْرِكَ، وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ ، اللهم من أراد بلادنا بسوء فأشغله بنفسه، ورد كيده في نحره، واجعل تدبيره تدميرًا عليه، واجعل هذا البلد آمناً مطمئنًا.

یارب العالمین برحمتک یاارحم الراحمین

یادونه: پورته لیکنه د ملا عبدالسلام ضعیف د کتاب “طالبان له کندهاره تر مزاره، چاپکال – نومبر ۲۰۱۷” د “پای خبري ” له متن څخه را اخیستل شوې، اوس وخت کې د سولې روان بهیر او د جګړې زیاتوالي له امله یې خپراوی موږ اړین وباله.