آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

«
»

زمونږکلي اوبانډې دولسمه برخه

 

په لغمان کې اوسیدونکي قامونه او پرګنې

دکتور محمد سعید«سعید افغاني » په خپل کتاب کې چې  (زما ژوند) په نامه يادیږي  او په کال  ( ۱۳۶۵ ) هجري کې خپور شوی په لغمان کې اوسیدونکي قامونه او پرګنې په لاندې ډول شرحه او معرفي کړي دي :

اول : « ساپي  »

په افغانستان کې د صافیو قوم یو لوی او مشهور قوم دی چې  وایي ددوئ اول نیکه د قندهار دغوړی مرغی څخه راغلي دي او ددوئ نسبي سلسله د پښتنو په قامونوکې په درانیو باندې ګډیږي، وایي صافي په غلجیونه ګډیږي بلکه د غلجیو سره د درانیو په وسیله ورورګلوي لري ۰

دصافیو د قامونو غټې ریښې په لاندې ډول دي ۰

الف – ودیر

ب – ګربز

ج – مسود

د « ساپیو » د قوم پرګنې په ټول افغانستان کې خپرې دي خودافغانستان په شمالي برخه کې ، کوه  «  ساپي » محمود راقي ، کو هستان ، او تګاب ددوئ اصلي او مهم مرکزونه دي. ا و په مشرقي کې د کنړ « ساپیان » شهرت لري او هغه ځای دڅوکۍ  په لسوالۍ  ، با ډ یل،مز ار ، دپیچ په دره ، د سر حد څخه اخوا په سره کمر او د کنر په نورو سیمو کې اوسیري . ساپي به کامه کې لویه سیمه لري ، ساپي په لغمان کې دعمرزیو ، سالاب ، ګړګړ ،باړیڅی ،صبر اباد ، په سیمو کې هستوګنه لري ، په الینګار کې نازي هم    « سا پیان » دی ۰

وایي :  چې په کوزه پښتونخوا کې وزیر هم په اصل کې د ودیر صافیو یوه ریښه او مسود یې بله ریښه ده ۰

دلغمان په عمرزیو کې صافیان په درې پلرونو تقسیم شویدي ۰

۱- د خیر محمد بابا اولاده ده چې د خیر اباد کلی یې مرکز دی او لاندې ریشې لري۰

پایه خیل ، یاسین خیل ، تورخیل ، ایاز ۰

٢-  د عبدالمحمد بابا اولاده چې په ادو خیلو مشهور دي ۰

٣- دابراهیم باباچې په ابرهیم خیلویادیږي اوس په عمرزیي کې دخیر محمد بابا اولاده دیره ده خلک عاجز او په اقتصادي فشار مواجه دي،  ولی دغه خلک ډیرزړه ور او په میړ انې شهرت لري .

دویم : د ساک ،  سهاک :

دساک قوم د لغمان ولایت په مرکزي سیمو کې اوسیږي او ددوئ ریښې موسی خیل او شمشیر خیل دي اود افغانستان په نورو سیمو کې هم هستوګنه لري ۰

دریم – تره خیل :

 دوئ د لغمان ولایت  د تندیو په کلي کې اوسیږي او زیاتره یې دکابل شمال شرق خواته د ترخیلو په قریه کې هستوګنه لري چې  ددوئ یو څو با اعتباره خلک د وخت ددربار قابچي باشیان وه او د پور اعتبار خاوندان کڼل کیدل ۰

څلورم : رستم خيل :

ددوئ څه میشته کورونه د لغمان د ارمل به قریه کې اوسیږي او څه نور یې کوچیان دي چې داوړي په موسم کې یخو سیموته ځي اوپه ژمي کې بیرته لغمان ته راځي،مالداري اوسودا ګري ددوئ کسب دی ۰

پنځم – خروټي :

دوئ  دلغمان د عمرزیو د علاقې په جنوبي برخه او د افغانستان په نورو برخو کې اوسیږي او ډیر مشهور قام دی ۰

شبږم : عبدالرحیم زي  :

دلغمان ولایت د مندروړ په سیمه کې اوسیږي او په کابل کې هم کورونه لري په دوئ کې ښه با همته خلک تیرشوي دي ۰

اوم -هودخیل :

دوئ په ودخیلو شهرت لري او د لغمان د قرغیو د ولسوالۍ  په برخه کې لویه سیمه لري او پــــه  کابل  کې د کابل شرقي خوا ته  اوسیږي .

اتم – جبار خیل:

دوئ دلغمان د قرغیو د ولسوالۍ  په سیمه کې معزز کورنۍ دي . په دوئ کې د قامي ملي مشران اوتاریخي خلک تیر شویدي ۰

نهم – تره کي:

دوئ دلغمان دولایت په ځینو سیمو کې میشته او کوچي کورونه لري او اوښانو او څارویو په روزنه مصروف دي او د افغانستا په غزني او قندهار کې شتون لري .

لسم – پشه ئي:

دوئ دلغمان ولایت تر څنګ یوه کلی لري چې د پشه ئي کلي په نامه یادیږي ، دوئ ځانته خاصه ژبه لري چې هغه هم په پشه ئي  یادیږي  . دغه ولس د الیشنک د درې په لوړو برخو لکه دولت شاه او فراجغان کې هم او سیږي او په پشه ئي  ژبه خبرې کوي ۰

يولسم – هزار میښ:

دوئ دلغمان ولایت د تیرګړو په علاقه کې پراته دي او غریبکاره خلک دي ۰

دولسم – میچن خیل:

دوئ دلغمان د عمرزیو د علاقې شمال ته یو لوی کلی لري دوئ هرې خوا ګر ځي او د نظرانې په ټولولو کې مصروف او دښه مهارت خاوندان دي ۰

دیارلسم – ناصر:

دوئ دلغمان ولایت د مندروړ د سیمې په جنوبي برخو کې ، او همداغسې د کابل شکردره او د افغانستان په نورو سیمو کې اوسیږي دا خلک زړور او جنګیالی دي ۰

څوارلسم – اکاخیل :

دوئ هم دلغمان د عمرزیو دمنطقې په شمالي برخه کې میشته او کورونه لري د اوښانو او رمو روزنه کوي او د غره څخه لرګي راوړي او خر څوي یې ۰

پنځلسم – دیګان    ( دهکان(:

دوئ په دري خبرې کوي او کورونه یې د افغانستان په نورو سیمو کې هم شته ۰

شپاړسم – محمد زي :

دوئ ځای ځای کورونه لري او د محمد زیو پا د شاهي کورنۍ  په وجه دوئ هر چیرې ښې آبادې ځمکې تر لاسه کړي دي ۰

اولسم – ریکا ګان :

دوئ دلغمان ولایت د چاردهي په علاقه کې محدود کورونه لري او دکابل ریکا خانه ددوئ اصلې مرکز دی .

اتلسم – عمرخیل:

دوئ دلغمان د چاردهي ( شاه ګذربابا او قلعه اخوند کلي تر څنګ ) کې زمینداره کورنۍ د ي  او د کابل په میدان کې هم زیاتې ځمکې لر ي  ۰

نولسم – وریا خیل:

دوئ د لغمان د ولایت د عمرزیو د علاقې په لر او بر کې هستوګنه لري  او خلک یې کاریګر او دهقان کاره دي  دوئ د کابل په پغمان او دبغلان دولایت په مر کز کې هم ځمکې او کورونه لري .  

شلم – وردګ :

دوئ دلغمان ولایت د عمرزیو دعلاقــې په جنوبي برخو کې اوسیږي او په کابل کې د وردګو په  علاقه کې  مشهور قوم دی ، په دوئ کې ښه د کار او میړانې خلک تیر شویدي او د انګلیسانو داستعمار په مقابل کې د غازي محمدجان خان مبارزه د هیریدو نه ده دا قام تل په سیاسي جریاناتو کې لاس او برخه لري ۰

یویشتم – تاجک :

دوئ په لغمان او د افغانستان په نورو ولایاتو کې اوسیږي ژبه یې دري ده۰ چې دفارسي ژبې سره لږ تو پير لري .وایي دري د دربار څخه اخستل شوی او دا ژبه یو وخت د درباریانو ژبه وه ۰

دوه ويشتم– میرعلي خيل  : دوئ دلغمان د باد پښ په علاقه او نورو سیمو کې اوسیږي ۰

درويشتم – نیازي:

دوئ دلغمان د ولایت داعلينګار په سیمه کې پراته دي ددوئ کورونه د کابل جنوبي خواته هم شته ، وایي دوئ د صافیو یوه ریښه ده۰ څوک وائي : چې دوئ مستانه کورنۍ ده .

نيازي په کندوز اوخان آباد کې هم ځمکې اوکورونه لري ،چې غټ کلي ئې ملرغی نوميږي نيازي د پاکستان د پنجاب په سيمه کې هم ډير شمير او سيږي . نيازي د تخار ولايات د تالقان دمرکز او مربوطاتو کې لکه دقو لبرس په سيمه  هم او سيږي ، خصوصآ په قو لبرس کې ډيرې ځمکې او کورونه لري .

څلورويشتم -اړوکي:

دوئ د لغمان د الینګار په منطقه کې اوسیږي او ددوئ تر څنګ خاڼی او اختیار خیلو په نامه نور پښتانه قامونه هم پراته دي ۰

پنځه ويشتم _ الکوزي (الکوځي (:

دوئ په لغمان کې لږې کورنۍ  پیدا کیږی مګر د افغانستان په نورو ولایاتو کې هم شته او مشهور قام دی۰

شپږويشتم : سادات :

دوئ دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم اولاده ده په لغمان کې ځای په ځای کورونه لري ، دوئ ته میران او پاچایان هم وایي په لغمان کې خواجه   ګـــان  د ابوبکر صــــدیق    ( رض )   «حضرات »  او د حضرت عمر فاروق اولاده هم شته ۰

اوه ویشتم – لطف الله خیل: دوئ دلغمان ولایت د تیر ګړو خانان او هلته د سنګ توودې ( سنگ تودو) د قریه اوسیدونکي دي۰

اته ويشتم – بابکر خيل : دوئ د لغمان ولایت د الینګار د سیمې مشهور خانان دی او په کابل کې هم کورونه لري ، او درباري خلک ؤ .

نه ويشتم – نورستاني :

په لغمان کې ددوئ کورونه شته خو د لغمان شمال ته د نور ستان سیمه یوه لوی  ولایت دی چې  اکثره یې په ځانګړې  ژبه غږیږي  (سانسکريت ) ، دوئ د امیرعبدالرحمن په زمانه کې تابع او مسلمان شویدي د امیر حبیب الله خان په دوره کې ددوئ ډيرې ښځې او نجونې دوينځو په توګه دهغه دربار کې خدمتونه کول . چې د امیر امان الله خان په دوره کې آازادې کړل شوي۰

د نورستان دخلکوبچیان د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې دربار ته  لاره پیدا کړه چې  په دې اثر ډیر پاخه او پوره خلک  پکې  وروزل شول چې بیا ورسته د افغانستان په اجتماعي ، ساختماني سیاست او ازادي په ساحه کې لوی رول درلود ، امیر حبيب الله په لغمان کې د قلع السراج تعمیر او باغ اباد کړ ، دا ځای په ژمي کې د امير حبيب الله ژمني پلازمينه  وه چې د بچې سقاو په وخت کې دا دملت په پیسو اباد شوی تعمیر وران او ویجاړ کړ شو ، امیر حبیب الله خان به د لغمان په کله گوش کې هم میلې چړچې او شکار کا وه چې اخر هم هلته د شپې له خوا په خیمه کې د یو نامعلوم شخص له خوا وویشتل شو دده د مرګ څخه وروسته دده ځوی امیر امان الله خان باچا شو ۰

ديرشم – درگي : دوئ دلغمان ولایت په شمال شرق د شمنګل په قریه او د درګو د اوبو له پاسه کلو کې اوسیږې او کوچیان هم لري ۰

يو ديرشم – على خيل :

دوئ د لغمان ولايت په شمال شرق دشمنگل او صابره ډوپۍ کلي کې اوسیږي او څه کورونه یې په کابل کې هم شته ۰

دوديرشم – ابراهيم خيل : دوئ د لغمان د ولایت د مندروړ په علاقه کې شاو خوا میشته دي ۰

دري ديرشم – محمد خيل  : دوی د لغمان په ولایت کې هستوګنه لري ۰

څلور ديرشم – خيرو خيل  : دوئ لغمان د ولایت د مندروړ په جنوبي ساحو کې پراته دي ۰

پنځه ديرشم – قولان  :

دوئ لکه د کوچیانو په شان کابل او مشرقي او په خاصه توګه کابل ، لغمان ته تګ راتګ کوي او د تجارت کسب یې درلود مګر اوس یې په کابل کې ډیر کورونه او تجارتونه پیدا کړي دي ۰

شپږ ديرشم – اهل هنود  :

دوئ هم دلغمان ولایت د تیر ګړو په کلي  کې ساکن دي او هلته ځانله درمسال لري چې خپل دیني مناسک هلته اجرا کوي دوئ هم تجارت پیشه دي او د تیرکړوپه پخواني بازار او اوس دلغمان په ولایت کې دوکانونه لري۰

درنو لوستونکو!

د لغمان په ولایت کې اکثر خلک په پښتوژبه خبرې کوي او په دوهمه درجه کې دري ژبه ډیرویونکي لري اونورې ژبې یې لکه پشه ئي او نورستاني او شاړي دي چې په اقلیت کې حسابیږي۰ دلغمان ولایت د قامونو او ولسونو په ریښو کې زیاتې مطالعې او څیړنې ته ضرورت  دی او په اقتصادي ، جغرافیوي او تاریخي مسایلو کې یې بحث پوره ریسرچ  غواړي ۰

په عمومي لحاظ د لغمان په ولایت کې د قومونو مختلفې پرګنې پیداکیږي او داسې معلومیږي چې دتاریخ په اوږ دو  کې په لغمان باندې ډیر مختلف انقلابونه ، تحو  ولونه او تطورات راغلي دي ، خو ددې ټولو سره سره باید ووایو چې  اوس هم دلغمان ولایت اکثره کورونه د خټو ، پخې یا خامو خښتو کورونه  بې  نقشې ابادې او په بې نظمه توګه عمومي ژو ند  د مشکلاتو او لانجو سره مخامخ دی همدارنګه اوس هم هلته اکثرا د لمړ ۍ پیړ ۍ  ددورې دودونه ،رواجونه روان دي ۰

د لغمان خلک د زیات طبعي ذکاوت لرونکي دي او خاوره یې د زراعتي او تخنیکي ښه بدلون لپاره اماده ده ۰په ډیر تاسف سره بایدوویل شي چې په لغمان کې دقامونواو پرګنو د نفوسو تراکم ، بې کاري او بې غوري زړه سوزونکی ده چې   د قدرت خاوندان باید ورته جدي او خاصه پاملرنه وکړي .

———————

نور بیا