در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

«
»

د کميسيونونو حکومت

په افغانستان کې که هره لويه او زړه بوږنوونکې پيښه رامنځته شوې ده؛ حکومت يې د څيړلو او ارزولو لپاره کميسيون ټاکلی او تر ډیره يې په همدې اساس د پيښې اړوند د ولس د غبرګون مخنيوی کړی دی. خو له بده مرغه چې له پيښې د څه مودې وخت په تيريدو وروسته بيا پيښه هم ياده وځي، ورته ټاکل شوی کميسيون هم او د کميسيون پايلې هم. ولس نه د کميسيون له کاره خبر شي او نه د يادې پيښې اړوند د  کميسيون د څيړنو پايله له ولس سره شريکيږي. تر ډیره د کميسيونونو تشکيل هم حکومتي وي ځکه خو ځينې خلک يې څيړنې او موندنې نه مني.

اوس د تازه  راپورونو له مخې ويل کيږي چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د حکومت له پیل څخه تراوسه، د لويو او زړه بوږنوونکو پیښو د څرنګوالي او څيړنې لپاره ۶۱ کمیسونونه ټاکلي دي. په دې کې د طالبانو په لاس د کندوز سقوط، د فرخندې د وژنې له پاره، په جلریز کې له ۲۰ زیاتو سربازانو سرپرېکولو، د شاه شهید بې مخينې پېښې په اړه، د میدان وردګ له نظامي اکاډمۍ د تازه فارغ شویو پولیسو پر کاروان برید، د ولسي جرګې د لومړي معاون حاجي ظاهر څرګندونو، دکابل بانک کړکیچ په اړه، د خیالي مکتبونو، د هوشمند پروژې، د لوړپوړو چارواکو د ساتنې د ځانګړې قطع په ریاست برید، په روښاني غورځنګ برید له هغو مهمو پېښو څخه وو چې ولسمشر یې په اړه د څېړنو له پاره ځانګړي کمېسيونونه ټاکلي وو.

همداشان وروستی کميسيون چې وټاکلی شو هغه په ورستيو هغو کې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځي چورلکې د ناستې په اړه کمېسيون و چې د ملي یووالي د حکومت له خوا ټاکل شوی و. خو له بده مرغه چې د ځینو دلایلو پر بنسټ دغه کمېسيونونه نه دي توانیدلي چې د یادو پېښو په اړه هر اړخیز معلومات ټول او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي. دا چې ولې دا کميسيونونه نه دي توانيدلي چې هر اړخيزه څيړنه وکړي او پايلې يې له ولس سره شريکې کړي؛ دوه عمده دليلونه لري.

لومړی: حکومت لکه څرنګه پنځوس ـ پنځوس تقسيم دی نو دلته د واک دوه جزيرې شتون لري. يوه ارګ او بله سپيدار ماڼۍ ده. د پيښې لپاره که کوم کميسيون ټاکل کيدو نو لومړی خو به لکه د نورو حکومتي څوکيو په شان د کميسيون په رياست او رهبريت د واک دواړه جزيرې نه جوړيدلې. هر يوه به هڅه کوله چې د کميسيون مشر بايد د دې له ډ‌لې و اوسي او هغه څه چې دی ( ارګ يا سپيدار ماڼۍ) يې غواړي بايد هماغه ډول عمل وکړي. او بيا به کله چې له ډيرو جنجالونو وروسته کميسيون وټاکل شو نو يا به يې رييسان دوه ټاکل کيدل او يا به رييس يو ګروپ ته وفادرا او مرستيال به يې بل ګروپ ته وفادار شخص و. دلته به هدف د پيښې څيړل، ارزول او پايلې ترلاسه کول نه و، بلکې هدف به د ولس له غبرګونه د حکومتي مشرانو خلاصون او په يو نه يو ډول په يوې حکومتي څوکۍ د خپل ګروپ د غړي ټاکل و. پر همدې اساس د کميسيون پايلې به هغه ډول وې؛ کوم ډول چې د حکومت دواړو شريکانو غوښتلې. همدا دليل و چې ډيری وختونه دا پايلې هم له ولس سره شريکې نه شي.

دويم: دا سمه ده چې هره پېښه څېړنې ته اړتیا لري، پرته له څېړنې نه شي کېدلی چې حکومت يې په اړه پريکړه وکړي، اصلاً د اصولو له مخې پيښې ته د کميسيون ټاکلو هدف هم همدا وي چې پيښه په هر اړخيزه توګه وڅيړل شي، ملامت او سلامت معلوم شي، راپور یې حکومت ته وړاندې شي او د هغې په رڼا کې بيا حکومت پرېکړه وکړي. د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره د پيښې د څيړنې په کمیسيون کې بايد بې طرفه، رښتونې، په کار پوه، مسلکي او ولس ته وفاداره خلک وګمارل شي. خو له بده مرغه په افغانستان کې کميسيون ټاکل يوازې د خلکو خولې بندول او د ولس په سترګو کې شګې اچولو لپاره ترسره کيږي.

دلته که د پيښې د څيړنې لپاره کميسيون ټاکل کيږي نو معيار يې مسلک، پوهه، رښتينولي او ولس ته وفاداري نه بلکې دلته معيار، قوم پالنه، ګوند پالنه او د هغه شخص پالنه ده؛ د چا لخوا چې کميسيون ته معرفي کيږي. دلته د پيښې د څيړنې په کميسيون کې افراد خپلو ډلو او ټپلو ته وفاداره وي او هغه څه چې واقعيت وي؛ پرې پرده اچول کيږي. دلته تر ډيره حقيقت موندونکي کميسيون ته هغه افراد او اشخاص ټاکل کيږي چې په يو نه يو ډول په پښه کې ککړ وي. کله چې دغسي اشخاص چې په په خپله په پيښه کې ککړ وي او يا يې د ګوند او ډلې کس په پيښه کې لاس ولري نو دوی بيا د دې پرځای چې ولس ته کار وکړي او لکه څنګه چې يې نوم حقيقت موندونکی دی، د حقيقت لپاره کار وکړي؛ بر عکس د خپل ځان او په پيښه کې د خپل ککړ شخص د  خلاصون لپاره کار کوي. همدا دليل دی چې د ډيری لويو پيښو څيړنې بې پايلې وي او که پايله هم ورکړي نو بيا له ولس او رسنيو سره نه شريکيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي