جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

د پنجاب ځیره خواره ملاه ته!

 لیکنه او شننه:  قاضي نجیب الله جامع
دې ورځو کې اورم چې د پنجاب د پوځ راشني ځیره خواره ملایان، چې اکثر یې د فرنګي سازش په بنسټ په مسلمانو خاورو کې د شر او فساد ډانګیان دې، د افغانستان په کورنیو چارو او روانو سیاسي بدلونونو کې افراطی دریځونه نیسي.
زموږ خطاب له افغان دریځه دوی ته دا ده، چې ستاسو او ننګ یې سره څه، ستاسو او زموږ ایمان او اسلام ته د خطر یې سره څه، تاسو پرون هم د اسلامي امت د ټوټه کولو، بیلتون او تفرقي سبب شوی یاست، او نن هم یاست، لومړی مو د بنګال په سر د پنجاب د خوندیتابه لپاره معامله وکړه، بیا مو د پنجابی یهودیت په بنسټ د مسلمانو بنګالیانو معصوم او مظلوم عزتونه، حرمتونه او شرافتونه ور ولټول.
تاسو او خدای د کشمیر د مسلمانانو په سر مو د پنجابیانو د ځمکو د خړوبولو په پاره مو د سیند طاس تړون په نوم مو له همدغه هندوانو سره معامله ونه کړله، د سړې جګړې پرمهال مو د نړۍ ټولو کفارو ته په خپل ملک کې اډې ورنه کړلي، همداوس د بحرین، اماراتو او سوډان سره د اسرائیلو د اړیکو په جوړولو کې د پنجاب د رول اړوند د فاکس نیوز راپور د څه شي کیسه کوې، د ( ای اس ای ) او ( سې ای ایې ) ترمنځ د افغان مجاهدینو د جنګولو او د طالبانو د اسلامي حکومت د راپرځولو مستند راپورونه د کوم اسلامیت یادوونه کوی، په افغانستان د یرغل او د طالب د راپرځولو امریکایی قومنداني، رهبرې او کوردینات ستا د رهبرانو په اجازه، ستا د استخباراتو په همکاری او ستا د ملایانو سره په معامله ونه شول، لعل جومات ستا واکمن بمبارد نه کړل، ډاکتره عافیه صدیقی ستا د جاسوسانو د مالوماتو په بنسټ امریکا ته ونه سپارله شوه، تا کرتارپور د هندو پنجابی سره د پنجابیت د اړیکي په بنسټ ۲۴ پرانیستي وی، ولي په پښتون او مسلمان افغان دې له کراچۍ تر پینډۍ لارې ونه تړلي، ستا د استخباراتو پخوانی مشر اسد درانی امریکا ته د القاعدي شبکي د مشر اسامه بن لادن په سر د پاکستان د همکارۍ اړوند اعترافات د کوم اسلام او ورورولۍ کیسه کوی.سیکولار قانون، ملحد نظام، فاسد حکومت او په خاوره کې مو د منکراتو، فحاشیو، بی دینی او بی حسابه اخلاقی ځوړتوبونو خو مو شمیر نه کیږی.
د دې ټولو اړوند د سمیع الحق، حامد الحق رسنیز دریځ، فتوی، لاریون او جدجهاد چیرته وو، ملا فصل الرحمن کله دا شرارت، فتنه او فساد بللي، غږ دې پورته کړې وی او د اسلام د سپېڅلي دین له دریځه دې د پنجاب سیکولاره واکمنۍ غندلي، ننګولي او غبرګون دې ښکاره کړې وی.
همدا ټول غیرتونه، عزتونه او عزمتونه هم بی حسابه وګڼي، د پنجابی ملا او مسلمان وجدان ولي ویښ نه وه، ایمان یې چیرته وه او د دین غم یې په کومه تاخچه کې ایښي وو، چې په افغان وطن د امریکا او یرغلګرو متحدینو د یرغل تیره ۲۰ کلنه اوږده موده کې ولي د دوی له خاورې د همدغه یرغل په ترانسپورټی کاروانونو، خوراکې، ازوغې، ټانګونو، بمونو او د مسلمان وژنې په کتارونو برید ونشو، دایې ولي ذهن ته رانغلل، دا اسلامیت ترې کومو اوبو وړې وو او که دا هم نشوای کېدای نو پخپل حکومت او ریاست خو به یې کله هم فشار راوړې وو چې د افغان ـ مسلمان د وژلو وسایل منع کړې.
د بابړې ننګه، په پنجابي ـ فرنګي جبر کې د پښتون او بلوڅ مسلمان د قتل عام، اسراییلی محکومیت او نازیستی ټولوژني داستان او کیسه خو هسي اوږده، او په هغه اړوند د دوی ایمان، وجدان او خیانت خو هېڅ د قضاوت وړ نه ده.
هسې خو هم دین، ایمان او رمضان د پټان په پچه ختلي او پنجابی دې سړېتوب ته د ټینګي نه ده.
له دې ټولو یوه خبره څرګندیږی چې د پنجابی ملا، ميا، پير او حضرت داسلام د برحقه پیغام د خپرولو، د اسلام د دښمنانو سره د مبارزي او په پنجاب واکمنه پاکستان کې د اسلام د شرعی سیاست، سیادت او حاکمیت د خپرولو او ورته د کار کولو پرځاى، د اسلام د بد نامولو، تخریب او حتا تحریف ماموریت مخته وړې، او د دوی ننوتل د پنجابی ـ فرنګي فیډریشن استخباراتی حمام ته، له دوی څخه ددې ټولني دعزت، شرف او دینی وراثت لباس ویسونکې جوړ کړل.په همدې بنسټ په افغان قضایاوو کې د پنجاب د پروټوکولي، دربارې، استخباراتي او بدنامو ځیره خوارو په اصطلاح ملایانو دریځ که په هر دریځ وی ناوړه، شریر او فاسد ګڼو، غندو یې او د امریکایی یرغل د مدافعینو پټه، سړه او څارګریزه وسله او وسیله یې ګڼو.درنښت